• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په ترمذ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړه

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د ازبکستان په ترمذ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د وېش د لړۍ د پیلیدو اعلان وکړ. ضیاء احمد تکل پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دا وزارت په بهر کې قونسلي خدماتو ته د افغانانو او بهرنیو اتباعو د لاسرسۍ اسانتیاوې برابروي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړې، چې دا کار د ازبکستان په همکارۍ شوی دی.

د ترمذ په سرحدي ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ د طالبانو تر واک لاندې کار کوي.

هغه انځورونه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند له خپل یادښت سره خپاره کړي، طالب چارواکي پکې په ترمذ کې تر سترګو کیږي.

طالبانو تر دې وړاندې په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د پاسپورټونو د وېش اعلان هم کړی و.

که څه هم تر اوسه کوم هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو د سیمې یو شمېر هېوادونو چې تر ډېره له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري، د افغانستان په څانګو کې یې د دې ډلې ډېپلوماټان منلي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنې د هرات له زلزله ځپلو سره ۳.۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۸ GMT+۱
اروپايي ټولنې د هرات له زلزله ځپلو سره ۳.۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه
100%

اروپايي ټولنې د هرات د زنده جان ولسوالۍ د زلزله ځپلې سیمې د لیدنې لپاره د خپلو چارواکو د سفر د خبر تر څنګ د زلزلې له قربانیانو سره د ۳،۵ میلیونه یورو د بشري مرستو بسته تصویب کړه.

اروپايي ټولنې ویلي، چې د مرستو دغه بسته د هغو ۸۹ میلیونو یورو سربېره ده، چې دغې ټولنې د روان کال لپاره په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ځانګړې کړې وې.

د اروپايي اتحادیې د بحرانونو د مدیریت کمېشنر یانش لینارچیچ ویلي، چې په هرات کې وروستۍ زلزلې د خلکو کړاوونه لا زیات کړي او دوی یې له یوه بد بشري وضعیت سره مخ کړي دي.

نوموړي ویلي، چې افغانان له دې وړاندې هم له بشري کړکېچ سره مخ وو او دوی به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټيفان دوجاریک هم ویلي، چې د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستو په پار د ملګرو ملتونو د همکارو ادارو روغتیايي او ارزونکې ډلې په سیمه کې ځای پر ځای شوي او په خپلو کارونو یې پیل کړی.

نوموړي په یوې خبري غونډې کې خبریالانو ته وویل، چې د دوی ځای پر ځای شویو ډلو د سیمې له زلزله ځپلو سره خپلې نغدي، خوراکي او روغتیايي مرستې پیل کړې دي.

سټيفان دوجاریک زیاتوي، چې دا مهال یې اړمنو خلکو ته سرپناه، کمپلې، ګرمې جامې، خواړه، روغتیايي بکسې او نور اړین لومړني توکي ورکړي دي.

د بهرنیو مرستو سربېره د افغانستان په بېلابېلو ولایاتو کې د مرستو صندقونه اېښودل شوي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې میلیونونه افغانۍ مرستې راټولې شوې دي.

طالبانو بیا د دغو مرستو د انسجام لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ کړی او له خلکو یې غوښتي، چې ټولې مرستې د دغه کمېسیون له لارې وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند: زموږ روغتیايي او ارزوونکې ډلې په هرات کې په مرستو بوختې دي

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۲ GMT+۱
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند: زموږ روغتیايي او ارزوونکې ډلې په هرات کې په مرستو بوختې دي
100%

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټيفان دوجاریک وايي، چې د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستو په پار د ملګرو ملتونو د همکارو ادارو روغتیايي او ارزونکې ډلې په سیمه کې ځای پر ځای شوي او په خپلو کارونو یې پیل کړی.

نوموړي په یوې خبري غونډې کې خبریالانو ته وویل، چې د دوی ځای پر ځای شویو ډلو د سیمې له زلزله ځپلو سره خپلې نغدي، خوراکي او روغتیايي مرستې پیل کړې دي.

سټيفان دوجاریک زیاتوي، چې دا مهال یې اړمنو خلکو ته سرپناه، کمپلې، ګرمې جامې، خواړه، روغتیايي بکسې او نور اړین لومړني توکي ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل تازه راپور کې لیکلي، چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د شنبې د ورځې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۲۹۴ تنو ته رسېدلی او ۱۶۸۸ نور ټپیان شوي دي.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ ۴۸۵ نور کسان لادرکه دي او په دې ولسوالۍ کې ټول کورونه ویجاړ شوي دي.

خو مرستندويه ادارې وايي، چې د لټون په دوام سره به د مړو شمېره لوړه شي.

دسرچينو تر مخه د ملگرو ملتونو سره تړلي مرستندویه ادارو په گډون د زلزله ځپلو خلکو ژوند ژغورلو لپاره بېړنۍ مرستې رسولې دي.

طالبانو ویلي، چې یو شمېر خیریه موسسو، سوداګرو او "یو شمېر محدودو پاکستاني شخصیتونو" د هرات له زلزله ځپلو سره ۳۲،۳۵ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

چین، جاپان، ایران، پاکستان، اروپايي ټولنې او د روغتیا نړۍوال سازمان د هرات له زلزله ځپلو سره د نغدي، خوراکي او طبي مرستو ژمنه کړې ده.

د مرسته کوونکو هېوادونو له جملې څخه جرمني د هرات له زلزله ځپلو سره د پنځه ميليونه يورو په اندازه تر ټولو زياته مرسته ځانګړې کړې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هرات زلزله ځپلې سیمې ته ورغلی او ویلي یې دي، چې دوی په پلان کې لري، چې ویجاړ شوي کورونه له سره په اساسي او پاخه ډول جوړ کړي.

د ټي ټي پي مشر: تر اټکه پورې خاوره د افغانانو ده او افغانان پر خپلې ځمکې د اوسېدو حق لري

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۷ GMT+۱
د ټي ټي پي مشر: تر اټکه پورې خاوره د افغانانو ده او افغانان پر خپلې ځمکې د اوسېدو حق لري
100%

د پاکستاني طالبانو تحریک له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو له خوا چلند وحشیانه او ظالمانه بللی. د دغه تحریک مشر ویلي، چې تر اټکه پورې ځمکه د افغانانو ده او افغانان پر خپلې ځمکې د اوسېدو حق لري.هغه پر ټولو "مسلمانانو" غږ کړی، چې د پاکستان د جبر په مقابل کې له دوی سره ودریږي.

تحریک طالبان پاکستان د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «موږ ګورو چې په دې وروستیو کې د پاکستان غلام او ظالمې عسکري ادارې افغان مهاجر وروڼه ځوروي او بندیانوي یې او بیلابیل تکلیفونه ورکوي. په اخر کې یې دا اخطار هم ورکړی، چې که د نومبر په لومړۍ نېټه خپل وطن ته که ولاړ نه شي بیا به یې په جبر او زور لیږي. مونږه په کلکو ټکو دغه وحشت، ظلم او بربریت غندو».

همداراز د دې ډلې مشر مفتي ابومنصور عاصم نور ولي محسود د یو غږیز پیغام په نشرولو زیاته کړې، چې افغانان کوم پردي هېواد ته نه بلکې خپل هېواد ته مهاجرت کړی.

د نوموړي په خبره چې، له امو سیند څخه تر اباسینه او اټکه د افغانانو د پلرونو او نیکونو وطن دی، چې هېڅ "افغان مسلمان" ترې تېریدلی نه شي.

تېره اونۍ پاکستان اعلان وکړ، چې د اکټوبر تر پایه دې ټول ناقانونه کډوال له دغه هېواده ووځي او که نه په زور به وایستل شي.

تحریک طالبان پاکستان په اعلامیه کې په پاکستان کې له ټولو مسلمانانو غوښتي، چې له افغان کډوالو سره ودریږي.

اعلامیه زیاتوي: "موږ باید له خپلو افغان کډوالو ورونو سره د درېیو عاملونو په اساس ودریږو. لومړی دا چې افغانان هم مسلمانان او زموږ د کلمې وړونه دي. دویمه دا چې افغانان زموږ د وینې او رشتې ورونه دي او د پښتنو روایات دادي، چې د ظالم دښمن مقابل کې باید د خپل ورور سره په کلکه ودریږې او درېیم دا چې دوی زموږ میلمانه دي او باید له خپل میلمه څخه دفاع وکړو".

اعلامیه کې راغلي: "پاکستان د خپل غیر طبعي وفاق لپاره ګاونډي هېوادونه په خاصه توګه افغانستان بې ثباته او نا مستحکم کول غواړي، له همدې امله هېڅ یو ګاونډی هېواد اعتبار نه کوي. پاکستان په افغانستان کې نه اسلامي او نه هم نا اسلامي استحکام غواړي".

هغه په پاکستان کې پر مېشتو مسلمانانو غږ وکړ، چې د ديني علماو په قیادت او رهبرۍ دې راپاڅي، متحد دې شي او دغه "تور دښمن" نور پرې نه ږدي چې افغانستان ته بیا کومه ستونزه جوړ کړي.

جیو نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو تر ټولو ډېره ګټه پاکستاني طالبانو ته رسېدلې ده او دا ډله بیا منظمه شوه.

جیو نیوز لیکي پاکستاني طالبانو پر کابل د طالبانو د بیرغ پورته کېدل «لوی بری وباله او لومړنۍ ډله وه، چې دا بری یې خورا پرتمین ونمانځه.»

دغې رسنۍ د شنبې په ورځ په یوه مطلب کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو په واکمنېدو پسې «د کابل له بند نه سلګونه وسلوال خوشي شول او د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي مسید هم د ملا هبت الله سره خپله وفاداري تازه کړه او هم یې د دوی د حکومت د پیاوړتیا لپاره د کار کولو خبره وکړه».

پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې د وسلوالو بریدونو په ډېرېدو سره یې پر افغان طالبانو په ځلونو تور پورې کړی، چې تحریک طالبان پاکستان ته یې خپله خاوره کې پناه ور کړې ده.

د طالبانو حکومت دا ادعاوې تل ردې کړي او ویلې یې دي، هیڅا ته اجازه نه ور کوي چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد کار واخلي.

ملا عبدالغني برادر: د هرات د زلزله ځپلو لپاره کورونه جوړوو

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۷ GMT+۱
ملا عبدالغني برادر: د هرات د زلزله ځپلو لپاره کورونه جوړوو
100%

هرات ته د سفر پر مهال د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ژمنه وکړه، چې د هرات د زلزلې د قربانیانو لپاره به په پاخه او اساسي ډول کورونه جوړ کړي.

ملا عبدالغني برادر همداراز له نړۍوالو مرستندویه سازمانونو وغوښتل، چې د هرات له زلزله ځپلو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.

د طالبانو د لومړي وزير د اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا برادر دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې، چې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزير، د دې ډلې د کورنيو چارو وزارت يو شمېر چارواکو او سيمه ييزو چارواکو په کې ګډون کړى و.

ملا برادر له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د هرات د خلکو د "یووالي، مرستې او همکارۍ" ستاینه وکړه.

د طالبانو د اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي د زلزلې له امله له ویجاړو شویو سیمو او په دې پېښه کې له ټپیانو لیدنه وکړه.

نوموړي له سوداګرو او خيريه بنسټونو وغوښتل، چې د هرات له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي او ويې ويل چې طالبان به راټولې شوې مرستې په شفاف ډول ووېشي.

دغه طالب چارواکي په هرات کې د شنبې د ورځې له زلزلې دوه ورځې وروسته د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۱۷مه) له دغه ولایت څخه لیدنه وکړه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته د رسېدو وزارت پرون اعلان وکړ، چې په هرات کې په دې زلزله کې لږ تر لږه څلور زره کسان مړه او ژوبل شوی دی. دې ډلې د مړو او ټپیانو شمېر نه دی بېل کړی.

عیني شاهدان او د هرات اوسېدونکي په دې باور دي، چې په دې ولایت کې د زلزلې مرګ ژوبله د طالبانو له خوا د ورکړل شویو شمېرو په پرتله لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې د شنبې ورځې په زلزله کې یوازې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې ۱۲۹۴ کسان وژل شوي او ۱۶۸۸ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو ویاند: هغه څه چې اسراییل په غزې کې ترسره کوي د بشریت ضد جرم دی

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۱
د طالبانو د بهرنیو چارو ویاند: هغه څه چې اسراییل په غزې کې  ترسره کوي د بشریت ضد جرم دی
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د اسراییل له خوا د غزې پر تړانګه د اوبو او خوړو قطع کول او د ماشومانو او ښځو په شمول د ملکي خلکو وژل د بشریت ضد جرم بللی او له نړۍوالې ټولنې، سازمانونو او اسلامي هېوادونو یې غوښتي چې د دې ناورین مخه دې ونیسي.

بلخي پر خپلې اېکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې لیکلي: «د وحشي اسراییلي ځواکونو له خوا د غزې پر تړانګه د اوبو، خوړو، درملو او بریښنا قطع کول، او ۱۴۳ ماشومانو او ۱۰۵ښځو په شمول د ۷۰۴ ملکیانو شهیدانول، تر ۲۰۰۰ زیات ټپیانول او په قصدي توګه د ملکیانو کورونه، مسجدونه، روغتونونه او امبولانسونه په نښه کول جنګي او د بشریت ضد جرم ګڼل کیږي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو ویاند په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې د اسراییل پوځ ویلي، د دغه هېواد په سویلي پولو باندې یې د کنټرول له تر لاسه کولو وروسته د حماس څه باندې ۱۵۰۰ جنګیالیو مړي یې موندلي دي.

بلخي د نړۍ له هېوادونو او سازمانونو، ملګروملتونو او مسلمانو هېوادونو څخه غوښتي، چې په عاجله توګه دې د "صهیونیسټي" رژیم له خوا د دې نسل وژنې مخه ونیسي، چې د متحده ایالاتو په شمول یو شمېر اروپایي هېوادونه یې ملاتړي دي.

تر دې مخکې د کابل لپاره د طالبانو والي محمد قاسم خالد د اسراییل په اړه خبرداری ورکړی و، چې دغه هېواد به ډېر ژر د نړۍ له نقشې څخه لېرې شي.

هغه ویلي وو، چې اسراييل به د فلسطینیانو په لاس له منځه یوړل شي او «اقصی جومات او بیت المقدس» به فتح شي. فلسطین په ټوله اسلامي نړۍ پورې اړه لري او مساله "د الاقصی جومات او بیت المقدس فتحه" ده.

د شنبې ورځې په سهار وختي د حماس جنګيالي د ځمکې او هوا له لارې د اسراييل سویلي سيمو ته ننوتل او په تېرو ۵۰ کلونو کې يې پر دغه هېواد تر ټولو خونړی بريد وکړ.

اسراییل اعلان کړی، چې د حماس له خوا د پولې په اوږدو کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۰۰ ملکي او پوځي کسان وژل شوي او پر غزې او لویدیځې غاړې د اسراییل د هوایي بریدونو د تلفاتو شمېر ۷۰۰ تنو ته رسېدلی دی