• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا عبدالغني برادر: د هرات د زلزله ځپلو لپاره کورونه جوړوو

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۰ GMT+۱

هرات ته د سفر پر مهال د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ژمنه وکړه، چې د هرات د زلزلې د قربانیانو لپاره به په پاخه او اساسي ډول کورونه جوړ کړي.

ملا عبدالغني برادر همداراز له نړۍوالو مرستندویه سازمانونو وغوښتل، چې د هرات له زلزله ځپلو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.

د طالبانو د لومړي وزير د اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا برادر دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې، چې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزير، د دې ډلې د کورنيو چارو وزارت يو شمېر چارواکو او سيمه ييزو چارواکو په کې ګډون کړى و.

ملا برادر له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د هرات د خلکو د "یووالي، مرستې او همکارۍ" ستاینه وکړه.

د طالبانو د اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي د زلزلې له امله له ویجاړو شویو سیمو او په دې پېښه کې له ټپیانو لیدنه وکړه.

نوموړي له سوداګرو او خيريه بنسټونو وغوښتل، چې د هرات له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي او ويې ويل چې طالبان به راټولې شوې مرستې په شفاف ډول ووېشي.

دغه طالب چارواکي په هرات کې د شنبې د ورځې له زلزلې دوه ورځې وروسته د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۱۷مه) له دغه ولایت څخه لیدنه وکړه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته د رسېدو وزارت پرون اعلان وکړ، چې په هرات کې په دې زلزله کې لږ تر لږه څلور زره کسان مړه او ژوبل شوی دی. دې ډلې د مړو او ټپیانو شمېر نه دی بېل کړی.

عیني شاهدان او د هرات اوسېدونکي په دې باور دي، چې په دې ولایت کې د زلزلې مرګ ژوبله د طالبانو له خوا د ورکړل شویو شمېرو په پرتله لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې د شنبې ورځې په زلزله کې یوازې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې ۱۲۹۴ کسان وژل شوي او ۱۶۸۸ نور ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د بهرنیو چارو ویاند: هغه څه چې اسراییل په غزې کې ترسره کوي د بشریت ضد جرم دی

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۱
د طالبانو د بهرنیو چارو ویاند: هغه څه چې اسراییل په غزې کې  ترسره کوي د بشریت ضد جرم دی
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د اسراییل له خوا د غزې پر تړانګه د اوبو او خوړو قطع کول او د ماشومانو او ښځو په شمول د ملکي خلکو وژل د بشریت ضد جرم بللی او له نړۍوالې ټولنې، سازمانونو او اسلامي هېوادونو یې غوښتي چې د دې ناورین مخه دې ونیسي.

بلخي پر خپلې اېکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې لیکلي: «د وحشي اسراییلي ځواکونو له خوا د غزې پر تړانګه د اوبو، خوړو، درملو او بریښنا قطع کول، او ۱۴۳ ماشومانو او ۱۰۵ښځو په شمول د ۷۰۴ ملکیانو شهیدانول، تر ۲۰۰۰ زیات ټپیانول او په قصدي توګه د ملکیانو کورونه، مسجدونه، روغتونونه او امبولانسونه په نښه کول جنګي او د بشریت ضد جرم ګڼل کیږي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو ویاند په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې د اسراییل پوځ ویلي، د دغه هېواد په سویلي پولو باندې یې د کنټرول له تر لاسه کولو وروسته د حماس څه باندې ۱۵۰۰ جنګیالیو مړي یې موندلي دي.

بلخي د نړۍ له هېوادونو او سازمانونو، ملګروملتونو او مسلمانو هېوادونو څخه غوښتي، چې په عاجله توګه دې د "صهیونیسټي" رژیم له خوا د دې نسل وژنې مخه ونیسي، چې د متحده ایالاتو په شمول یو شمېر اروپایي هېوادونه یې ملاتړي دي.

تر دې مخکې د کابل لپاره د طالبانو والي محمد قاسم خالد د اسراییل په اړه خبرداری ورکړی و، چې دغه هېواد به ډېر ژر د نړۍ له نقشې څخه لېرې شي.

هغه ویلي وو، چې اسراييل به د فلسطینیانو په لاس له منځه یوړل شي او «اقصی جومات او بیت المقدس» به فتح شي. فلسطین په ټوله اسلامي نړۍ پورې اړه لري او مساله "د الاقصی جومات او بیت المقدس فتحه" ده.

د شنبې ورځې په سهار وختي د حماس جنګيالي د ځمکې او هوا له لارې د اسراييل سویلي سيمو ته ننوتل او په تېرو ۵۰ کلونو کې يې پر دغه هېواد تر ټولو خونړی بريد وکړ.

اسراییل اعلان کړی، چې د حماس له خوا د پولې په اوږدو کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۰۰ ملکي او پوځي کسان وژل شوي او پر غزې او لویدیځې غاړې د اسراییل د هوایي بریدونو د تلفاتو شمېر ۷۰۰ تنو ته رسېدلی دی

یو افغان خیریه بنسټ د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره ۱۰۰ کورونه جوړوي

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۹ GMT+۱
 یو افغان خیریه بنسټ د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره ۱۰۰ کورونه جوړوي
100%

د خوافي خیریه بنسټ اعلان کړی، چې د هرات د زنده جان ولسوالۍ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره به سل کورونه جوړ کړي. د دغه مکتوب له مخې؛ چې یوه کاپي یې افغانستان انټرننشل ته رسېدلې په کې راغلي، دغه استوګنځایونه به په دایمي توګه پر ۱۰۰ زیانمنو شویو کورنیو ووېشل شي.

په هرات کې د طالبانو والي د سليمان خوافي خيريه بنسټ وړانديز د دې هستوګنځيو د جوړولو لپاره منلى دى.

د دغه بنسټ مشر بشیر احمد خوافي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دوی د خیریه بنسټ کاري ډله به د اداري طرزالعملونو له بشپړولو وروسته ډېر ژر د کورونو د جوړولو چارې پیل کړي.

د شنبې د ورځې په زلزله کې د هرات د زنده جان ولسوالۍ اته کلي سخت زیانمن شوي او زیاتره کورونه ویجاړ شوي دي.

د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت اعلان کړى، چې په هرات کې د دغې زلزلې له امله څلور زره کسان مړه او ټپيان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل تازه راپور کې لیکلي، چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د شنبې د ورځې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۲۹۴ تنو ته رسېدلی او ۱۶۸۸ نور ټپیان شوي دي.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ ۴۸۵ نور کسان لادرکه دي او په دې ولسوالۍ کې ټول کورونه ویجاړ شوي دي.

خو مرستندويه ادارې وايي، چې د لټون په دوام سره به د مړو شمېره لوړه شي.

دسرچينو تر مخه د ملگرو ملتونو سره تړلي مرستندویه ادارو په گډون د زلزله ځپلو خلکو ژوند ژغورلو لپاره بېړنۍ مرستې رسولې دي.

طالبانو ویلي، چې یو شمېر خیریه موسسو، سوداګرو او "یو شمېر محدودو پاکستاني شخصیتونو" د هرات له زلزله ځپلو سره ۳۲،۳۵ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

چین، جاپان، ایران، پاکستان، اروپايي ټولنې او د روغتیا نړۍوال سازمان د هرات له زلزله ځپلو سره د نغدي، خوراکي او طبي مرستو ژمنه کړې ده.

د مرسته کوونکو هېوادونو له جملې څخه جرمني د هرات له زلزله ځپلو سره د پنځه ميليونه يورو په اندازه تر ټولو زياته مرسته ځانګړې کړې ده.

په کابل کې د طالبانو والي: اسراییل به ډېر ژر د نړۍ له نقشې ورک شي

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۵ GMT+۱
په کابل کې د طالبانو والي: اسراییل به ډېر ژر د نړۍ له نقشې ورک شي
100%

د کابل ولایت لپاره د طالبانو والي د اسراییل په اړه خبرداری ورکړی، چې دغه هېواد به ډېر ژر د نړۍ له نقشې څخه لېرې شي. محمد قاسم خالد د سې شنبې په ورځ (د میزان ۱۸مه) وویل؛ اسراییل غوښتل چې فلسطین د نړۍ له نقشې څخه لېرې کړي، خو اوس خپله د نړۍ له نقشې څخه د لېرې کېدو په درشل کې دی.

دغه طالب چارواکي په کابل کې په یوه غونډه کې فلسطیني وسله والو ته وویل ستاسو دښمنان له منځه تللي دي.

محمد قاسم خالد زیاته کړه، چې اسراييل به د فلسطینیانو په لاس له منځه یوړل شي او "اقصی جومات او بیت المقدس به فتح شي".

هغه ټینګار وکړ، چې فلسطین په ټوله اسلامي نړۍ پورې اړه لري او مساله "د الاقصی جومات او بیت المقدس فتحه" ده.

قاسم خالد له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د فلسطین ملاتړ وکړي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه، چې طالبان او د افغانستان خلک د فلسطین د خلکو او مجاهدینو د مظلمیت په فکر دي او له هغوی څخه خپل ملاتړ اعلانوي.

په اسراييل باندې د فلسطیني ډلې حماس له حملې وروسته د طالبانو ډلې د دغې فلسطیني ډلې ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ، چې فلسطینیان د خپل ځان د دفاع حق لري.

د حماس له خوا تر دغه برید وروسته اسراييلي ځواکونو په غزه کې د حماس پر مرکزونو بمباري وکړه.

دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبان: اوسنی نظام مو د ښځو او ځوانانو د "فدایي" بریدونو په قربانیو لاسته راوړی

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۴ GMT+۱
طالبان: اوسنی نظام مو د ښځو او ځوانانو د "فدایي" بریدونو په قربانیو لاسته راوړی
100%

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري په کابل کې د سې شنبې په ورځ د (تلې ۱۸مه) د دیني عالمانو او مسولانو غونډه جوړه شوه. دغه غونډه چې د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې وه د فلسطین په ملاتړ او د اسراییل پر ضد پکې شعارونه ورکړل کېدل.

امربالمعروف وزارت د پالیسۍ معین محمد فقیر محمدي په غونډه کې د خپلې وینا پر مهال وویل: «فدایانو قربانۍ ورکړي دي، ښځو فدایانو قربانۍ ورکړې او دا نظام مو لاس ته راوړی، او اوس یې باید په ګډه ساتنه وکړو.»

یاده غونډه په داسې مهال جوړه شوې چې په هرات کې د زلزلې له امله انساني ناورین رامنځته شوی.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په دغه غونډه کې د کابل لپاره د طالبانو والي محمد قاسم خالد له فلسطین څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

همدارنګه نوموړي په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ستونزو ته په اشارې د یادو هیوادونو حکومتونه اسراییل پرسته هیوادونه وبلل.

په دغې غونډه کې د کابل د پیشه ورانو او کسبګرو خونې، د زرګرانو ټولنې او د خصوصې سکتور د نورو ټولنو مشرانو ویناوې وکړې.

دوی د امربالمعروف له لوري په جوړه شوې غونډه کې د طالبانو له حکومته ملاتړ اعلان کړ او په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو سره یې د مرستو ژمنې وکړې.

د یادې غونډې پر مهال د طالبانو امربالمعروف سرپرست محمد خالد حنفي د خپلې وینا پر مهال وویل، «د اسلامي نظام ساتنه فرض عین ده، د دیني عالمانو، متنفذینو او د ټولنې مخورو مسولیت دی چې د اسلامي نظام ساتنه وکړي.»

د طالبانو دغه چارواکي له دیني عالمانو وغوښتل چې د دغې ډلې د اصلاح لپاره سلا مشورې ورکړې.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت له لوري یاده غونډه په داسې مهال جوړیږي چې په هرات ولایت کې د زلزلې له امله انساني ناورین رامنځه شوی دی.

یو شمېر شنونکي وايي، طالبان د داسې غونډو په جوړولو سره هڅه کوي چې کورنی مشروعیت ترلاسه کړي خو طالبان تر اوسه پر خپلو دغه شان هڅو کې نه دي بریالي شوي.

د اوچا نوی راپور: په هرات کې د زلزلې د مړو او ټپیانو په شمېر کې ډېروالی او مرستې

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۶ GMT+۱
د اوچا نوی راپور: په هرات کې د زلزلې د مړو او ټپیانو په شمېر کې ډېروالی او مرستې
100%

د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې زلزلې دوه ورځې وروسته هم ټکانونو دوام درلود. د ایران، چین او ترکیې په ګډون د نړیوالو شریکانو په ملاتړ د لټون او ژغورنې هڅې اوس هم روانې دي.

اوچا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د اټکل له مخې تر دې دمه د هرات ولایت په پنځو ولسوالیو کې د زلزلې له امله ۱۲۱۱۰ کسان (۱۷۳۰ کورنۍ) اغیزمن شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دې ولایت په ګلران ولسوالۍ کې ۹۵ کورنۍ، په انجیل کې ۱۵۰ کورنۍ، رباط سنګي کې ۳۰ کورنۍ او زنده جان ولسوالۍ کې ۱۳۹۵ کورنۍ زیانمنې شوي او د اټکل له مخې د اغیزمنو کورنیو شمېر به تر دې هم لوړ شي.

د زلزلې مرکز زنده جان ولسوالۍ تر ټولو زیاته ځپل شوې سیمه ده چې ۱۲۹۴ تنه مړه شوي، ۱۶۸۸ ټپیان شوي او سل په سلو کې کورونه ویجاړ شوي دي.

د اوچا د نویو شمیرو له مخې په دې پیښه کې تراوسه ۴۸۵ کسان (۱۹۱ نارینه او ۲۹۴ ښځې) ورک دي.

په دغه پیښه کې د شپږو ښوونځیو د ویجاړیدو راپور هم ورکړل شوی دی.

د راپور په حواله، په لومړیتوبونو کې بیړنۍ سرپناوې لکه خیمې او همدارنګه د ژمي په وړاندې د اوږدې مودې لپاره غیر خوراکي توکي لکه ترپالونه، کمپلې، جامې، او داسې نور اړین توکي شامل دي.

د یادولو ده چې، د افغانستان د بشردوستانه وجهي صندوق د بیړنیو مرستو لپاره ۵ میلیون ډالره ځانګړې کړي او د لا زیاتو مرستو هڅې روانې دي.