• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زلزله ځپلي کومو اروایي مرستو ته اړتیا لري؟

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۳ GMT+۱

په دغه راپور کې ولولې کوچۍ په دې اړه معلومات راغونډ کړي، چې ایا زلزله ځپلي اروایي ملاتړ ته اړتیا لري؟ او ولې ارواپوهان وایي، چې له زلزله ځپلو سره همدردي یا خواخوږي وکړئ؟

زلزله هم د نورو طبیعي پېښو په شان په خلکو کې وېره خپروي او د اروپوهانو په وینا، هغه زلزله ځپلي چې په دغو پېښو کې یې د کورنیو غړي له منځه تللي، د نورو پېښو په شان په ډېرو کې د ټروما لامل کېږي.

په دې اړه د پوهتون استاد او ارواه پوه شرف الدین عظیمي وایي:« ټروما نه یوازې په اغېزمن شویو کسانو؛ بلکې په نورو هغو کسانو کې چې د دغو کسانو وضعیت ګوري پیدا کېږي. د دغو کسانو سره باید اروایي مرستې وشي، باید د دوی درملنه وشي او اروایي مشورې ورکړل شي. که دغه ټروما په دوی کې پاتې شي؛ نو د اوږدمهال لپاره د دوی په چارو، احساساتو او کړنو اغېز کوي او دغه ټروما نه یوازې دا چې پر دوی ان په راتونکې کې د دوی پر ماشومانو هم اغېز کوي.»

پوښتنه دا ده، چې په دغه حالت کې خلک باید څه وکړي؟

په لومړي سر کې باید خپلو خبرو ته پام وکړي، یانې داسې خبرې چې په اغېزمنو کسانو بد اغېز کوي باید له کولو یې ډډه وکړو.

د اروایي اړخه له دوی څخه د قرباني شویو خپلوانو په اړه ډېر ونه پوښتو، چې څو تنه د کورنۍ غړي مو له لاسه ورکړي او څه ډول حالت لرئ؟

ښاغلی عظیمي د رسنیو د اغېز په اړه داسې وایي:« موږ د ځېنو خبریالانو او یوټیوب چلوونکو له خبري پوښښه منندوی یو، دوی نه یوازې دا چې د اغېزمنې شوې سیمې په اړه له موږ سره مالومات شریکوي، دغه موضوع یې ملي کړه او مرستو لپاره یې خلک راجلب کړل؛ خو د یوه سپین ږېري چې د کورنۍ ټول غړي یې له لاسه ورکړي او ژاړي دغه پوښتنې چې د کورنۍ څومره غړي دې له لاسه ورکړي؟ څه احساس لرې؟ دا ډېرې بې منطقه پوښتنې دي، چې په غم کې ډوب له یوه غمجن کسه یې وپوښتو.»

هغه وایي:« هرات له اروایي اړخه د سټرس په لوړه کچه کې دی. په دغو سیمو کې د بې وزلۍ فشارونه زیات شوي دي.»

هغه زیاتوي:« پېښې او ناورینونه د خلکو اروایي حالت له کنټروله باسي، داسې حالت کې وېره، بې وسي، اندېښنې او بې کفایتي رامنځته کېږي.»

ښاغلی عظیمي وایي:« د داسې پېښو پرمهال باید د خلکو شخصي حریم ته هم پاملرنه وشي، د راپور ورکولو پرمهال باید د چا شخصي حریم ته زیان ونه رسېږي چې په وروستۍ پېښه کې دغه اخلاقي مسایل په پام کې ونه نیول شول.»

که اروایي ملاتړ اړین دی، اوس‌‌مهال د ژغورونکو ډلو ترڅنګ ولې نه لېدل کېږي؟


نوموړی د دغې پوښتنې په ځواب کې وایي:« چې د داسې پېښو پرمهال د ژغورونکو ډلو ترڅنګ باید د عامې روغتیا وزارت یوه اروایي ډله هم سیمې ته واستوي؛ ترڅو اغېزمن شویو کسانو سره په اروایي برخه کې مرسته وکړي، چې د دغو کسانو اروایي حالت سم شي. تراوسه د عامې روغتیا وزارت هیڅ یوې سیمې ته داسې کومه ډله نه ده استولې؛ خو په ورته پېښو کې یې شتون اړین دی.»

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د هرات ولایت زلزله ځپلو ته د مرستو راټولو لړۍ دوام

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۱ GMT+۱
د هرات ولایت زلزله ځپلو ته د مرستو راټولو لړۍ دوام
100%

د هرات ولایت زلزله ځپلو ته د افغانستان او نړۍ په ګوټ، ګوټ کې افغانانو د مرستې لپاره د پیسو راټولولو کمپاینونه پیل کړي دي. خو په دې لړ کې له کابله حسینې همدرد له څلور ورځو راهیسې زلزله ځپلو ته د جامو راټولولو یو کمپاین پیل کړی دی.

د ټلویزیون ویانده او فعاله حسینه همدرد وايي، چې د دغو مرستو په راټولونه کې یې خاوند هم ورسره همکاري کوي.

هغه وایي:« له دغې غمیزې وروسته، موږ ولیده چې د څوارلس کلیو ډېری کورونه ویجاړ شوي او سره له دې چې ډېریو د مرستو لپاره د پیسو راټولولو کمپاین پیل کړ؛ خو ما فکر وکړ چې دغه کسان خو جامې نه لري او له یوه جوړه جامو سره له کوره وتلي، نو ما له ځانه سره ویل که څه هم زه نغدي مرسته نشمه کولی؛ خو زه کولی شمه چې له خپل کوره پیل وکړم، چې دوی ته جامې برابرې کړم.»

هغه زیاتوي:« نن سبا خلک بې‌وزله شوي د مرستو توان نه لري؛ خو زه وایم که د یوه پړوني مرسته هم کولی شئ نو مرسته وکړئ، ځکه دغه زلزله ځپلي هیڅ هم نه‌لري ټولې جامې او د کور سامان یې تر خاورو لاندې شوي. ما دغه کمپاین پیل کړ، ترڅو زلزله ځپلو ته جامې او نور د اړتیا وړ توکي برابر کړم.»

هغه وایي، چې د درېیو ورځو کمپاین په لړ کې یې شاوخوا ۶۳ د نارینه‌وو جامې، ۹۴ د ښځینه‌وو، ۵۰ کڅوړې د ماشومانو جامې چې هرې کڅوړې کې تر پنځو جوړو جامې دي، ۲۵ جوړه بوټونه، یوه کمپله څلور روجایيانې په کې شاملې دي.

اغلې همدرد وايي، چې دغه لړۍ تر جمعې ورځې دوام لري او د جمعې په ورځ به دغه راټولې شوې مرستې هرات ولایت ته ولېږدوي.

د پاکستان حکومت: هغه افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد لري له پاکستانه نه اېستل کېږي

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۱ GMT+۱
د پاکستان حکومت: هغه افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد لري له پاکستانه نه اېستل کېږي
100%

د پاکستان حکومت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، هغه کډوال چې د افغان تابعیت (اې سي سي) او د راجسټرېشن سند (پي او آر) کارټونه لري، له پاکستان څخه نه ایستل کیږي. حکومت له پولیسو او نورو امنیتي ادارو وغوښتل چې د دغو اسنادو سره د کډوالو له "ځورولو او نیولو" ډډه وکړي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۸مه) د پاکستان د حکومت دغه فرمان په اېکس ټولنیزه شبکه کې خپور کړ.

په لیک کې راغلي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول او نیول «په تیرو څلویښتو کلونو کې د پاکستان پر نیک نیت او کوربه توب منفي اغیزې کوي.»

په لیک کې راغلي: «هغه افغان کډوال چې د تابعیت او د نوم لیکنې د سند کارټونه لري، اجازه لري چې په موقت ډول په پاکستان کې پاتې شي او په خپله خوښه بیرته خپل هېواد ته ستانه شي.»

د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته دا موقتي د استوګنې کارټونه ویشي، چې له مودې وروسته نوي کیږي.

اټکل کیږي چې د ۱,۴ میلیون څخه ډیر افغان کډوال دغه کارټونه لري.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې اعلان کړی و چې د دغو کارټونو لرونکي کډوال به هم له څه مودې وروسته له پاکستانه وایستل شي او افغانان یوازې د باوري پاسپورټونو او ویزو په لرلو سره په پاکستان کې د پاتې کېدو حق لري.

د پاکستان حکومت په پام کې لري چې د اکټوبر تر پایه له دغه هېواده بې اسناده کډوال وباسي.

په تېرو څو میاشتو کې پاکستاني پولیسو په پرله پسې ډول آن هغه افغان کډوال ځورولي او نیولي دي، چې د اوسېدو کره اسناد یې درلودل.

د پاکستان دغه پرېکړه په کور دننه او بهر کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوه.

ګڼو نړۍوالو او د بشري حقونو سازمانونو له پاکستانه غوښتي چې د بشري ناورین او د طالبانو د ګواښ له امله د افغان کډوالو د شړلو پلان بند کړي.

طالبانو هم له افغان کډوالو سره سخت چلند او له پاکستان څخه د هغوی جبري شړل غندلي دي.

له دې سره، پاکستان تر اوسه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو په اړه خپل دریځ بدل کړی نه دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي خبري اژانس د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې طالبانو په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت د څیړلو لپاره یو کمیسیون جوړ کړی دی.

په ورته وخت کې، عرب خبري اژانس هم د کندهار د والي د ویاند محمد اعظم له قوله راپور ورکړی چې، د طالبانو اداره په پام کې لري چې د سپین بولدک او تورخم په پولو کې د بیرته راستنیدونکو افغان کډوالو لپاره پنډغالي جوړ کړي.

ملګري ملتونه: په هرات ولایت کې زلزلې تر ۱۲ زرو ډیر کسان زیانمن کړي دي

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۶ GMT+۱
ملګري ملتونه: په هرات ولایت کې زلزلې تر ۱۲ زرو ډیر کسان زیانمن کړي دي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي وايي،‌ د هرات په پنځو ولسوالیو کې څه باندې ۱۲ زره کسان د زلزلې له امله زیانمن شوي. اوچا د زلزلې له امله په ماشومانو کې د رواني ستونزو د پیدا کېدو یادونه کړې، او وايي، دوی رواني او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.

بلخوا په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان د بیړنیو مرستو د څانګې مشر د تلې په ۱۷مه ویلي و، چې د افغانستان په لویدیځ کې د شنبې ورځې د زلزلې ډیری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په نوي راپور کې ویل شوي چې د ترکیې او ایران په ګډون د نړۍوالو شریکانو په ملاتړ د لټون او ژغورنې هڅې روانې دي.

اوچا وايي، په هرات ولایت کې د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې زلزلې وروسته ټکانونه لا هم احساسیږي.

د دغې ادارې د شمېرو له مخې، تر اوسه د هرات په پنځو ولسوالیو ګلران، انجیل، کهسان، کشکک، رباط سنګي او زنده جان کې ۱۲ زره ۱۱۰ کسان (۱۷۳۰ کورنۍ) زیانمن شوي دي.

د زلزلې مرکز زنده جان ولسوالي وه او د دغې زلزلې له امله تر ټولو زیات زیانونه په همدغې ولسوالۍ کي اوښتي دي ۱۲۹۴ تنه مړه، ۱۶۸۸ تنه ټپیان، ۴۸۵ تنه لادرکه او د یادې ولسوالۍ ټول کورونه ویجاړ شوي دي.

اوچا اټکل کوي چې په دغو ولسوالیو کې د پلټنو په دوام سره به د زیانمنو شویو کورنیو شمېر زیات شي.

همدارنګه د یاد سازمان په راپور کې لیکل شوي چې په زنده جان ولسوالۍ کې شپږ ښوونځي او د ماشومانو د روزنې درې لومړني مرکزونه هم ویجاړ شوي دي.

نن په هرات کې پرله پسې درېیو زلزلو لسګونه کسان ټپیان کړي دي

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۱ GMT+۱
نن په هرات کې پرله پسې درېیو زلزلو لسګونه کسان ټپیان کړي دي
100%

د چهار شنبې په سهار په هرات کې درې پر له پسې زلزلې وشوې. سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د زلزلې له امله تر ۵۰ ډېر ټپي شوي کسان روغتونونو ته وړل شوي او د هرات د مرکزي جامع جومات تر څنګ د اختیارالدین تاریخي کلا ځینې برخې هم زیانمنې شوې دي.

100%

له هرات ولایته سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، نن سهار د زلزلې د ټکانونو له امله د استوګنې ګڼ شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.

100%



سرچینې وايي، که څه هم د تېرو څلورو شپو راهیسې د هرات اوسېدونکي د زلزلې له وېرې د شپې مهال له خپلو کوروو څخه د باندې وېده کېږي؛ خو یوځلې بیا نن سهار ګڼ شمېر کسان په دغې وروستۍ زلزله کې ټپیان شوي دي.

د ننۍ زلزلې له امله د هرات په ګلران او کشک ولسوالیو کې هم د استوګنې یو شمېر کورونه زیانمن شوي دي.

دغه زلزله د چهار شنبې په سهار څه باندې پنځه بجې وشوه.

د امریکا د ځمک پېژندنې سازمان د رېښتر په کچه د دغو زلزلو شدت ۶،۳ / ۵،۰ / او ۴،۱ ښودلی دی.

د دغو زلزلو مرکز د هرات ښار چهار برج سیمه ښودل شوې ده.

د دغه زلزلې ټکانونه په فراه، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې هم احساس شوي.

دغه زلزلې داسې مهال شوې، چې د شنبې په ورځ د (تلې ۱۵مه ) د زلزلې له امله د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې شاوخوا دوه نیم زره کسان وژل شوي او ۱۹۰۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

طالبانو په ترمذ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړه

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۰ GMT+۱
طالبانو په ترمذ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړه
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د ازبکستان په ترمذ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د وېش د لړۍ د پیلیدو اعلان وکړ. ضیاء احمد تکل پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دا وزارت په بهر کې قونسلي خدماتو ته د افغانانو او بهرنیو اتباعو د لاسرسۍ اسانتیاوې برابروي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړې، چې دا کار د ازبکستان په همکارۍ شوی دی.

د ترمذ په سرحدي ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ د طالبانو تر واک لاندې کار کوي.

هغه انځورونه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند له خپل یادښت سره خپاره کړي، طالب چارواکي پکې په ترمذ کې تر سترګو کیږي.

طالبانو تر دې وړاندې په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د پاسپورټونو د وېش اعلان هم کړی و.

که څه هم تر اوسه کوم هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو د سیمې یو شمېر هېوادونو چې تر ډېره له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري، د افغانستان په څانګو کې یې د دې ډلې ډېپلوماټان منلي.