واشنګټن پوسټ: امریکا او قطر موافقه کړې، چې د ایران شپږ میلیارده ډالر ازاد نه کړي

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې امریکا او قطر یوې هوکړې ته رسېدلي، چې له مخې یې د ایران شپږ میلیارده ډالرو شتمنیو ته د لاسرسي مخنیوی وکړي.

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې امریکا او قطر یوې هوکړې ته رسېدلي، چې له مخې یې د ایران شپږ میلیارده ډالرو شتمنیو ته د لاسرسي مخنیوی وکړي.
دې ورځپاڼې ته دوو سرچينو ويلي، چې د امريکا د ماليې وزارت مرستيال دغه موضوع د ولسي جرګې د ډېموکراټ ګوند له استازو سره مطرح کړې ده.
په راپور کې راغلي، چې دا پرېکړه په اسراییل د حماس د حملې په پام کې نيولو سره نيول شوې ده.
د سي بي ایس نیوز یوه لوړپوړي خبریال هم په یوه ټویټ کې لیکلي، چې دې شبکې ته خبر ورکړل شوی چې امریکا له قطر سره «په پټه یو تفاهم» ته رسیدلې؛ ترڅو د واشنګټن او تهران ترمنځ د شپږ ملیارده ډالره د بندیانو د تبادلې پیسې چې قطر ته لېږدول شوې وې، ازادې نه کړي.
د ایران شپږ میلیارده شتمنیو ته د لاسرسي د مخنیوي پرېکړه څو اونۍ وروسته له هغې کیږي، چې د امریکا او ایران حکومتونو په سیمه کې د دښمنۍ د کمولو په هدف د دې پیسو د خلاصون او د بندیانو د تبادلې په اړه موافقه اعلان کړه.
دغه توافق په تېرو اونیو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مخالفینو تر منځ ډېرې نیوکې راپارولې وې.
واشنګټن پوسټ مخکې راپور ورکړی و، چې امریکايي چارواکو ویلي ایران حماس ته د روزنې فرصتونه او وسلې ورکړي، خو داسې شواهد نه شته چې ثابته کړي ایران دې په برید کې مستقیم رول لوبولی وي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د فېډرالي استخباراتي ادارې هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې د امریکا او برېتانیې استخباراتي ادارې د افغانستان یو شمېر مهمو ولایاتو ته بېرته راګرځي.
د روسیې د فيډرالي امنیت ادارې مشر ویلي، چې امریکايي او برېتانوي استخباراتي ادارې په پام کې لري، چې د افغانستان څو مهمو ولایتونو ته بېرته ورشي.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ الکساندر بورتنیکوف ویلي چې دغه سازمانونه په افغانستان کې د خپلو اډو پر بیا فعالولو بوخت دي.
تاس زیاته کړه، چې ښاغلي بورتنیکوف دغه موضوع د اذربایجان جمهوریت په پلازمېنه باکو کې د مشترک المنافع هېوادونو د استخباراتي ادارو د مشرانو په غونډه کې چې د ده په مشرۍ جوړه شوې وه؛ مطرح کړه.
هغه وويل: «د امريکا مرکزي استخباراتي اداره (سي ای اې) او د برېتانیا (ام ای-۶) استخباراتي ادارې د افغانستان په يو شمېر مهمو ولايتونو کې خپل استخباراتي حضور بيا را ژوندی کوي».
د روسیې د فيډرالي امنیت ادارې مشر زیاته کړه، چې په افغانستان کې د امریکايي اډو د بیا فعالولو احتمال تر څېړنې لاندې دی.
دغه روسي استخباراتي چارواکي امریکا او برېتانیا د افغانستان د وضعیت په بې ثباته کولو کې په لاس لرلو تورن کړل.
د هغه په وينا؛ لویديځې استخباراتي کړۍ د درېیمې درجې هېوادونو په ګډون د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې او د بنسټيزو پروژو د پلي کولو لپاره د طالبانو د حکومت هڅې کمزورې کوي.
نوموړي همداراز ادعا وکړه، چې په عراق، سوریه او یو شمېر اسیايي او افریقايي هېوادونو کې د نړۍوالو ترهګرو ډلو وسله وال په افغانستان کې د لویدیځ په پرمختللو پاتې شوو وسلو سره روزل کیږي.
بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د روسیې د فیډرالي استخباراتو د ادارې د مشر څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي، چې دوی به په افغانستان کې د هېڅ هېواد استخباراتي فعالیت ته اجازه ورنه کړي.
نوموړي ویلي، چې دوی د نړۍ له هېوادونو غواړي چې افغانستان د خپلو سیالیو مرکز ونه ګرځوي او کوښښ دې وکړي، چې خپلې سیالۍ له افغانستانه بېرون وکړي.
د روسیې د فیډرالي استخباراتي ادارې د مشر د څرګندونو په اړه امریکا او برېتانیې تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۲۰مه) اعلان وکړ، چې د هرات له زلزله ځپلو سره د یوه میلیون ډالرو مرسته کوي. دغه وزارت په یوې بیانیه کې ویلي، چې دغه بېړنۍ مرستې به د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر له لارې واستول شي.
دا بودیجه به د زلزله ځپلو وضعیت ته د رسېدنې او د ځپل شویو سیمو په بیارغونه کې مرسته وکړي.
د سره صليب او سرې مياشتې د نړۍوال فدراسيون د معلوماتو له مخې؛ د شنبې په ورځ (د تلې په ۱۵مه)د رېښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ٢٤٤٥ تنه وژل شوي او تر ٩٠٠٠ زيات ټپيان شوي دي.
په تېره يوه اونۍ کې څو ځلې زلزلې د افغانستان لویديځ په تېره بيا هرات ولړزاوه.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د هرات زلزلې لږ تر لږه ۱۷ زره کسان زیانمن کړي دي.
مرستندويه سازمانونو له دې زلزله ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.
بشرپالو مرستندویه سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د ژمي په رارسېدو او د بشري ناورین له امله، چې افغانستان په کې ډوب دی؛ د شته ستونزو له امله د زیانمنو شویو وګړو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول له سترو ننګونو څخه دي.

وروسته له هغې چې د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې اور ګرم شو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسراییل ته سفر وکړ او نوموړي نن پنجشنبه (د تلې ۲۰مه) تل ابیب ته د خپل سفر په ترڅ کې د حماس برید "غیر انساني او ظالمانه" وباله او دغه ډله یې له داعش څخه بدتره وبلله.
نوموړي د حماس د کړنو په غندلو سره ویلي، چې امریکا به هېڅکله د اسراییل په ملاتړ کې پاتې را نه شي.
دغه جګپوړي امریکايي چارواکي د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په یوه خبري غونډه کې له دغه هېواد سره د واشنګټن پر ملاتړ ټینګار وکړ.
دا غونډه په داسې حال کې کېږي، چې متحده ایالات غواړي د هغو امریکايي اتباعو په ګډون چې د حماس له خوا د غزې په تړانګه کې د تېرې اونۍ د حملې په ترڅ کې برمته شوي وو، په ازادۍ کې خپله مرسته او ملاتړ څرګند کړي.
د ښاغلي بلینکن له سفر سره سم د سوریې پوځي چارواکو اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د پلازمېنې دمشق او د شمالي ښار حلب پر هوايي ډګرونو د اسراییل د توغندیو د بریدونو په نتیجه کې دواړه هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
له کلونو راهیسې اسراییل په سوریه کې د حلب او دمشق د هوايي ډګرونو په ګډون په ایران پورې په تړلو اهدافو باندې بریدونه کوي.
اسراییل پر ایران تور لګوي، چې له هغو ډلو سره چې دوی یې ملاتړ کوي وسله واله مرسته کوي.
د یوې اسراييلۍ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د ماهان هوايي شرکت يوه ايرانۍ الوتکې د سوريې د دمشق او حلب پر هوايي ډګرونو تر بمبارۍ وروسته خپله لاره بدله کړه او تهران ته ستنه شوه.
سانا خبري اژانس د سوریې د پوځي سرچینې په حواله وایي، چې په هم مهاله توګه دوه توغندي په دوو هوايي ډګرونو لګېدلي دي، چې د دې سرچینې په وینا دا یوه هڅه وه چې د نړۍ پام په غزه کې د حماس وسله والو سره د اسراییل له جګړې واړوي.
د اسراییل پوځ ویلي، چې د داسې راپورونو په اړه تبصره نه کوي.

د سوریې پوځي سرچینې وايي، چې اسراییلي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) د پلازمینې دمشق او حلب ښار په شمال کې هم مهاله پر هوایي ډګرونو د توغندیو بریدونه کړي. دغه سرچینې وايي، چې د بریدونو له امله یې د دواړو هوايي ډګرونو خدمات ځنډېدلي دي.
سانا خبري اژانس د سوریې د پوځي سرچینې په حواله وایي، چې په هم مهاله توګه دوه توغندي په دوو هوايي ډګرونو لګېدلي دي، چې د دې سرچینې په وینا دا یوه هڅه وه چې د نړۍ پام په غزه کې د حماس وسله والو سره د اسراییل له جګړې واړوي.
د اسراییل پوځ ویلي، چې د داسې راپورونو په اړه تبصره نه کوي.
اسراییل له کلونو راهیسې د حلب او دمشق هوایي دګرونو په شمول په سوریه کې هغه څه چې د ایران له موخو سره تړلي دي په نښه کوي.
سرچینې وایي، چې په هوايي ډګرونو د بریدونو موخه سوریې ته د ایران د اکمالاتي لارو د ګډوډولو په موخه دي، پر سوریه د تهران نفوذ وروسته له هغه زیات شو، چې د ۲۰۱۱ میلادي کال په کورنۍ جګړه کې یې له ولسمشر بشارالاسد څخه دغه هېواد خپل ملاتړ پیل کړ.
دا بریدونه د پنجشنبې په ورځ په داسې حال کې شوي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان سوریې ته تللی و.
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین اسراییل ته تللی، چې اسراییلي حکومت ته د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړي.
اسراییل ژمنه کړې، چې د حماس وسلواله ډله به له منځه وړي او پر اسراییلو د حماس د تاریخي خونړي برید بدل به اخلي.
تهران د حماس د بریدونو ملاتړ کړی؛ خو تر شا یې لاس لرل رد کړي.
اسراییلي سرتیرو د سې شنبې په ورځ د سوریې په لور توپونه او توغندي ور ویشتي؛ په ځواب کې یې سوریې له سویل څخه د اسراییل سرحدي پوستې په راکټونو په نښه کړې دي.

د اسراییل د انرژۍ وزیر اسراییل کاتز وايي؛ تر هغې چې د حماس له خوا یرغمل شوي کسان نه وي خوشې شوي، د غزې د کلابندۍ په برخه کې به یوه استثنا هم نه وي.
د اسراییلي چارواکو دا څرګندونې د سرې میاشتې د غوښتنې په ځواب کې دي، چې له تل ابیب یې د دې سیمې روغتون ته د سون توکو د رسولو غوښتنه کړې وه.
خو د اسراییل د انرژۍ وزیر اسراییل کاتز پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «غزې ته بشرپالې مرستې؟ د برېښنا هېڅ سوېچ نه پورته کېږي، د اوبو نل نه پرانیستل کېږي، د سون توکو ټانکر نه ځي، تر هغې چې اسراییلي یرغمل شوي کورونو ته ستانه شي».
اسراییل کاتز وايي، حماس ډله چې پر غزه واکمنه ده؛ د اسراییل پر سوېل د خونړي راکټي برید د غچ په پایله کې به یې له منځه وړي.
حماس تېره شنبه د اسراییل سوېل ته د پنځه زره راکټي بریدونو او وسلوالو اړولو سره بې مخینې برید وکړ او تل ابیب کې یې غوغا جوړه کړه.
اسراییل هم په ځواب کې پر غزه هوايي بریدونه پیل کړي او دا سیمه یې چې یوازې له اسراییل لار ور تېره ده کلابند کړې ده.
نړۍوال سور صلیب وايي، که دې سیمې ته سون توکي ونه رسېږي د غزې روغتون د بېړنیو جنراتورونو تېل به په څو ساعتونو کې ختم شي.
وروستۍ شمېرې ښيي، چې له تېرې شنبې راهیسې تر ۱۳ سوو اسراییل او تر ۱۴ سوو فلسطینیان وژل شوي دي.
تل ابیب دا هم وايي، چې حماس ۹۷ اسراییلیان د برید په لومړۍ ورځ یرغمل کړي او په غزه کې یې ساتلي دي.
وړمه ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اسراییل د حماس په برید کې د ۱۴ امریکايي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې په یرغمل شویو کسانو کې امریکايي وګړي هم شامل دي.