• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې ولسمشر: پر غزه د اسراییل ځمکنی برید د ملکي وګړو د نه منلو وړ وژنې لامل کېږي

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۳ GMT+۱

د روسیې ولسمشر د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په بندیدو باندې ټینګار کوي او زیاتوي، چې پر غزه تړانګه د اسراییل ځمکنی برید د ملکیانو د نه منلو وړ وژنې سبب کیږي. ولادیمیر پوتین د اسراییل لخوا د استوګنې په سیمو کې د درنو وسلو پر کارولو هم نیوکه وکړه.

د اسراييل پوځ د پنجشنبې په ورځ د ـ ميزاان ۲۰ مه- اعلان وکړ چې پر غزې د ځمکني بريد لپاره چمتووالی نيسي، خو تر اوسه يې د دې کار پرېکړه نه ده کړې.

د اسراییل د دفاع وزارت ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړی چې د شمالي برخې تر یو میلیون زیات اوسېدونکي باید په ۲۴ ساعتونو کې له دغې سیمې جنوبي سیمو ته ولاړ شي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا ډول بې ځایه کېدل له "ناوړه بشري پایلو" پرته ممکن نه دي.

په وروستیو ورځو کې د اسراییل پوځ د غزې په ځینو برخو بمبارۍ کړې دي.
​

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

پښتون ژغورنې غورځنګ: په واڼه کې د غورځنګ مرکزي غړی، فرمان اختر د پولیسو له‌خوا نیول شوی

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۷ GMT+۱
پښتون ژغورنې غورځنګ: په واڼه کې د غورځنګ مرکزي غړی، فرمان اختر د پولیسو له‌خوا نیول شوی
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه غورځنګ مرکزي غړی فرمان اختر د واڼه پولیسو نیولی دی. د دغه غورځنګ په وینا، فرمان اختر غوښتل چې د میرانشاه پرېس کلپ مخې احتجاج ته د ګډون لپاره ورشي، چې په واڼه کې د پولیسو له‌خوا ونیول شو.

لاتراوسه د پاکستان پولیسو د فرمان اختر د نیونې په اړه څه نه دي ویلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره ورځ په اېکس پاڼه په خپل لیکلي پیغام په شمالي وزیرستان کې د پولیسو له‌خوا د دغه غورځنګ د غړیو زکیم خان، ګېله‌من پښتین او نورالله ترین د «غیرانساني او ناقانونه نیولو» پر وړاندې یوه غونډه رابللې وه.

تر دې وړاندې هم د پاکستان د پولیسو له‌خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو ترځنګ ځینې نور مشران هم نیول شوي وو او د بند یوه موده یې هم تېره کړې ده.

د ښکلا په سیالۍ کې د پاکستانۍ موډلې ګډون جنجالونه راپارولي

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۱۰ GMT+۱
د ښکلا په سیالۍ کې د پاکستانۍ موډلې ګډون جنجالونه راپارولي
100%

د مېس یونیورس"د نړۍ مېرمن" ښکلا سیالۍ کې د پاکستانۍ موډلې اېرېکا روبېن ګډون په دغه هېواد کې غبرګونونه راپارولي دي. د جماعت اسلامي سناتور مشتاق احمدخان په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه ډول سیالیو لپاره چمتووالی او برخه اخیستنه د پاکستان لپاره "شرموونکې" ده.

په پاکستان کې دیني عالمانو ټینګار کړی، چې حکومت دې د دې سیالۍ د مسوولینو پر ضد اقدام وکړي.

دغه کړنې پر خواله رسنیو او توند لارو کې هم سختې غوسې راپارولې دي او د دغه کړنه یې غندلې ده.


له دغو غبرګونونو سره، د پاکستان لنډ‌ مهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په دې برخه کې د پلټنو امر هم کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی او ښایي وروستی ځل هم نه وي، چې په دغه شان سیالیو کې د پاکستانۍ نجونو برخه اخیستنې دغسې نادرې راپورته کړې دي، تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې او په ‌‌‌‌‌‌ډېرو برخو کې نجونې او مېرمنې د دوی له خوښې چارو راګرځول شوې دي.


څو ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا په سوات کې هم د نجونو په کرېکټ بندیز لګول شوی و او نجونې د کرېکټ له یوې لوبې راګرځول شوې وې.

په غزه کې د ملګرو ملتونو ۱۲ کارکوونکي وژل شوي

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۵ GMT+۱
په غزه کې د ملګرو ملتونو ۱۲ کارکوونکي وژل شوي
100%

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (اونروا) اعلان وکړ، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بریدونو کې تر اوسه د دوی ۱۲ کارکوونکي وژل شوي دي. په ورته وخت کې د فلسطین د ادارې مشر د غزې په تړانګې او اسراییل کې د ملکیانو وژنه وغندله.

محمود عباس د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۲۰مه) د حماس او اسراييلو ترمنځ په جګړه کې د ملکي وګړو وژل او پر هغوی بريدونه وغندل او ویې ویل، چې دا ډول کړنې نړۍوال، اخلاقي او ديني قوانين نقضوي.

الجزیرې د فلسطیني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې ۱۴۱۷ فلسطینیان وژل شوي او تر ۶۰۰۰ زیات ټپیان دي.

د اسراییل له لوري د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۲۰۰څخه اوښتی، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې د تلې په ۱۵مه پر اسراییلو د حماس له حملې وروسته تر دې دمه د غزې تړانګه یې له شپږ زرو زیاتو بمونو په وسیله چې وزن یې شاوخوا څلور زره ټُنه دی، په نښه کړې.

واشنګټن پوسټ: امریکا او قطر موافقه کړې، چې د ایران شپږ میلیارده ډالر ازاد نه کړي

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۵ GMT+۱
واشنګټن پوسټ: امریکا او قطر موافقه کړې، چې د ایران شپږ میلیارده ډالر ازاد نه کړي
100%

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې امریکا او قطر یوې هوکړې ته رسېدلي، چې له مخې یې د ایران شپږ میلیارده ډالرو شتمنیو ته د لاسرسي مخنیوی وکړي.

دې ورځپاڼې ته دوو سرچينو ويلي، چې د امريکا د ماليې وزارت مرستيال دغه موضوع د ولسي جرګې د ډېموکراټ ګوند له استازو سره مطرح کړې ده.

په راپور کې راغلي، چې دا پرېکړه په اسراییل د حماس د حملې په پام کې نيولو سره نيول شوې ده.

د سي بي ایس نیوز یوه لوړپوړي خبریال هم په یوه ټویټ کې لیکلي، چې دې شبکې ته خبر ورکړل شوی چې امریکا له قطر سره «په پټه یو تفاهم» ته رسیدلې؛ ترڅو د واشنګټن او تهران ترمنځ د شپږ ملیارده ډالره د بندیانو د تبادلې پیسې چې قطر ته لېږدول شوې وې، ازادې نه کړي.

د ایران شپږ میلیارده شتمنیو ته د لاسرسي د مخنیوي پرېکړه څو اونۍ وروسته له هغې کیږي، چې د امریکا او ایران حکومتونو په سیمه کې د دښمنۍ د کمولو په هدف د دې پیسو د خلاصون او د بندیانو د تبادلې په اړه موافقه اعلان کړه.

دغه توافق په تېرو اونیو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مخالفینو تر منځ ډېرې نیوکې راپارولې وې.

واشنګټن پوسټ مخکې راپور ورکړی و، چې امریکايي چارواکو ویلي ایران حماس ته د روزنې فرصتونه او وسلې ورکړي، خو داسې شواهد نه شته چې ثابته کړي ایران دې په برید کې مستقیم رول لوبولی وي.

ذبیح الله مجاهد: هېڅ بهرنیو استخباراتو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوو

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۰ GMT+۱
ذبیح الله مجاهد: هېڅ بهرنیو استخباراتو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوو
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د فېډرالي استخباراتي ادارې هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې د امریکا او برېتانیې استخباراتي ادارې د افغانستان یو شمېر مهمو ولایاتو ته بېرته راګرځي.

د روسیې د فيډرالي امنیت ادارې مشر ویلي، چې امریکايي او برېتانوي استخباراتي ادارې په پام کې لري، چې د افغانستان څو مهمو ولایتونو ته بېرته ورشي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ الکساندر بورتنیکوف ویلي چې دغه سازمانونه په افغانستان کې د خپلو اډو پر بیا فعالولو بوخت دي.

تاس زیاته کړه، چې ښاغلي بورتنیکوف دغه موضوع د اذربایجان جمهوریت په پلازمېنه باکو کې د مشترک المنافع هېوادونو د استخباراتي ادارو د مشرانو په غونډه کې چې د ده په مشرۍ جوړه شوې وه؛ مطرح کړه.

هغه وويل: «د امريکا مرکزي استخباراتي اداره (سي ای اې) او د برېتانیا (ام ای-۶) استخباراتي ادارې د افغانستان په يو شمېر مهمو ولايتونو کې خپل استخباراتي حضور بيا را ژوندی کوي».

د روسیې د فيډرالي امنیت ادارې مشر زیاته کړه، چې په افغانستان کې د امریکايي اډو د بیا فعالولو احتمال تر څېړنې لاندې دی.

دغه روسي استخباراتي چارواکي امریکا او برېتانیا د افغانستان د وضعیت په بې ثباته کولو کې په لاس لرلو تورن کړل.

د هغه په ​​وينا؛ لویديځې استخباراتي کړۍ د درېیمې درجې هېوادونو په ګډون د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې او د بنسټيزو پروژو د پلي کولو لپاره د طالبانو د حکومت هڅې کمزورې کوي.

نوموړي همداراز ادعا وکړه، چې په عراق، سوریه او یو شمېر اسیايي او افریقايي هېوادونو کې د نړۍوالو ترهګرو ډلو وسله وال په افغانستان کې د لویدیځ په پرمختللو پاتې شوو وسلو سره روزل کیږي.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د روسیې د فیډرالي استخباراتو د ادارې د مشر څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي، چې دوی به په افغانستان کې د هېڅ هېواد استخباراتي فعالیت ته اجازه ورنه کړي.

نوموړي ویلي، چې دوی د نړۍ له هېوادونو غواړي چې افغانستان د خپلو سیالیو مرکز ونه ګرځوي او کوښښ دې وکړي، چې خپلې سیالۍ له افغانستانه بېرون وکړي.

د روسیې د فیډرالي استخباراتي ادارې د مشر د څرګندونو په اړه امریکا او برېتانیې تر دې دمه څه نه دي ویلي.