• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قطر لومړي وزیر د م.م له یوه استازي سره لیدنه کې د افغانستان له خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۹ GMT+۱

د قطر لومړي وزیر عبدالرحمن ال ثاني نن یکشنبه «د تلې ۲۳مه» په دوحه کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره وکتل. ال ثاني دې لیدنه کې په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د ملګرو ملتونو له هڅو د دوحې پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د قطر او ملګرو ملتونو ترمنځ پر همکاریو او د افغانستان په وروستیو پرمختګونو خبرې شوې دي.

اعلامیه زیاتوي، چې په دې کتنه کې د قطر لومړي وزیر د افغانستان له خلکو سره د پرمختګ او هوساینې د هیلو د پوره کولو لپاره د قطر پر ژمنو ټینګار کړی دی.

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي همدارنګه په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره د نړیوالو د ملاتړ لپاره د قطر د دوامداره هڅو هرکلی وکړ.

قطر د طالبانو یو له هغو ملاتړو هېوادونو څخه دی، چې په د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو کوربه توب یې کاوه او د افغانستان د وروستي جمهوري دولت له سقوط وروسته لا هم په نړیوال سټیج د دغې ډلې د ملاتړ لپار کار کوي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د قطر بهرنیو چارو وزیر: زموږ او د امریکا ګډ هدف د حماس او اسراییل د جګړې پای ته رسول دي​

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۱
د قطر بهرنیو چارو وزیر: زموږ او د امریکا ګډ هدف د حماس او اسراییل د جګړې پای ته رسول دي​
100%

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دغه هېواد او امریکا ګډ هدف د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې ختمول دي. محمد بن عبدالرحمن آل ثاني زیاته کړه چې په قطر کې د حماس دفتر په سیمه کې د خبرو اترو او سولې د رامنځته کولو لپاره د یوې لارې په توګه کارول شوی دی.

نوموړي د شنبې په ورځ د میزان۲۲ مه په دغه خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې هېواد یې د بشري مرستو د لېږلو او په غزه کې د روغتونونو د پرانستلو په لټه کې دی.

محمد بن عبدالرحمن الثاني وویل، په غزه کې اوربند د قطر یو لومړیتوب وباله.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل: "زه باور لرم چې متحده ایالات په دې هدف کې له موږ سره شریک دي چې څنګه دا جګړه پای ته ورسول شي، څنګه تاوتریخوالی کم کړل شي، څنګه بشري دهلیز رامنځته او څنګه په خوندي توګه یرغمل شوي بیرته راستانه شي."

په تېرو څو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان قطر ته جلا جلا سفرونه کړي دي.

ښاغلي بلینکن په دغه کتنه کې د غزې د پرمختګونو په اړه له قطري چارواکو سره وکتل او حسین امیرعبداللهیان د دوحې له چارواکو سره پر خبرو سربېره د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره هم وکتل.

حسین امیرعبداللهیان په دوحه کې له اسماعیل هنیه سره په کتنه کې وویل، که اسراییل پر غزې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، په سیمه کې هر ډول احتمال شته.

په دې کتنه کې چې د میزان په ۲۲مه ترسره شوه، امیر عبداللهیان د حماس د تېرې اونۍ مرګوني بریدونه د اسراییل لپاره بې ساری ګوزار وباله.

د راپورونو له مخې، ایران اسلامي جمهوریت اسراییل ته خبرداری ورکړی چې که پر غزې بریدونه دوام وکړي په جګړه کې به مداخله وکړي.

د اسراییل د بهرنیو چارو د وزارت د ستراتیژیکو چارو مشر جاشوا زارکا وویل، ایران اسلامي جمهوریت غواړي سوریې ته د وسلو په استولو سره د اسراییل پر ضد د جګړې نوې جبهه جوړه کړي.

د افغانستان ملي مقاومت جبهه د حماس او اسراییل د جګړې سملاسي بندېدل غواړي

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۱
د افغانستان ملي مقاومت جبهه د حماس او اسراییل د جګړې سملاسي بندېدل غواړي
100%

د افغانستان ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفه وسلواله ډله د حماس او اسراییل ترمنځ پر روانه جګړه اندېښنه ښيي او له ملګرو ملتونو غواړي، چې د بندېدو لپاره یې سملاسي اقدامات وکړي. دا جبهه له غزې د خلکو اجباري ويستل او پر هغوی د اسراییل ممکنه برید د نړۍوالو اصولو خلاف بولي.

د افغانستان ملي مقاومت جبهه نن یکشنبه ( د تلې ۲۳مه) په یوه بیان کې د ملګرو ملتونو د فیصلو او پرېکړه لیکونو په چوکاټ کې د خپلواک فلسطین لپاره د فلسطنیانو د غوښتنو ملاتړ کوي.

په بیان کې راغلي، چې جنجالي سیمو کې د مېنو جوړولو لپاره د اسراییل هڅې د روان کړکېچ اصلي پاروونکی عنصر دی.

په دې بیان کې پر اسلامي هېوادونو غږ شوی، چې د فلسطیني کړکېچ د عادلانه حل لپاره د خپلمنځي او نړۍوال یووالي لپاره ګام پورته کړي.

اسراییل د غزې د شمال اوسېدونکو ته ویلي، چې له خپلو مېنو څخه ووځي.

د اسراییل پوځ وايي، د حماس د له منځه وړلو لپاره په دغه سیمه کې پراخ عملیات کوي.

د اسراییل له خبرداري وروسته په زرګونو خلک د غزې سوېل ته کډه شوي دي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر د غزې له خلکو سره د مرستې لپاره د بشري دهلېزونو جوړېدل غواړي

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۱ GMT+۱
د نړۍ د کاتولیکانو مشر د غزې له خلکو سره د مرستې لپاره د بشري دهلېزونو جوړېدل غواړي
100%

د رویټرز د راپور په بنسټ، د نړۍ د کاتولیکانو مشر د غزې له کلابندو خلکو سره د مرستې لپاره د بشري دهلیزونو د جوړېدو غوښتنه وکړه. پاپ فرانسیس د یکشنبې په ورځ د ـ میزان ۲۶ ـ د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو پر خلاصون هم ټینګار وکړ.

پاپ په سینټ پیټرز چوک کې په خپله اونیزه وینا کې وویل: "زه په کلکه غواړم چې ماشومان، ناروغان، بوډاګان، ښځې او ټول ملکي وګړي د جګړې قرباني نه شي."
هغه وویل چې د بشري حقونو درناوی باید وشي، په ځانګړې توګه په غزه کې.

اسراییلي چارواکو د غزې تړانګې د "بشپړې کلابندۍ" امر کړی دی.

د غزې پر کلابندۍ سربیره اسراییل اعلان کړی چې ځمکنيو، هوايي او سمندري بریدونو ته تیار دی.

اسراییل پر دغه هېواد د حماس له بریدونو وروسته په غزه کې پوځي عملیات پیل کړي او دغه سیمه یې کلابند کړې ده.

جاپان د افغانستان لپاره نوی سفیر معرفي کړ

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۹ GMT+۱
جاپان د افغانستان لپاره نوی سفیر معرفي کړ
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې جاپان د افغانستان لپاره نوی سفیر ټاکلی دی. د دغې خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د تاکاشي اوکادا د ماموریت موده پای ته رسېدلې او د هغه پر ځای تاکویوشي کورمیا معرفي شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د ـ میزان ۲۳ مه ـ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په الوداعي یا مخه ښه لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې یې ماموریت پای ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې د جاپان سفارت هم د یکشنبې په ورځ د ـ میزان۲۳ مه ـ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه بیا خپره کړې ده.

د جاپان د سفارت د خبرپاڼې له مخې، تاکاشي اوکادا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو، د نجونو د زدکړې او سیاسي مسلې باید حل شي.

په ورته وخت کې نوموړي ژمنه وکړه چې جاپان به د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت: ډیر ژر به د سالنګ لويې لارې د رغولو چارې بشپړې شي

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۰ GMT+۱
د طالبانو ټولګټو چارو وزارت: ډیر ژر به د سالنګ لويې لارې د رغولو چارې بشپړې شي
100%

د سالنګونو د ساتنې او څارنې برخې مشر وايي، چې د سالنګونو د بیا رغولو چارې ۸۰ سلنه مخته ته تللې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د ټولګټو چارو وزارت، د سالنګ د رغولو له قراردادي شرکت څخه غوښتي، چې د ژمي له رارسېدو څخه مخکې دې کار بشپړ کړي.

پر دغې لويې لارې تلونکي سورلۍ او د لويو ګاډو چلونکي وايي د دې لارې د رغولو د چارو له پيل وروسته په بدله لاره تګ ورته ډیر ستونزمن دی.

میراغا چې په دغه لاره لویه لارۍ چلوي وايي چې: «تاسو به لیدل چې په دغه لارې به د ورځې زرګونه موتر کښته پورته تلل خو اوس په بله کنډه کپره لاره ځو چې هم مو وخت ضایع کیږي او هم مو ګاډي خرابیږي.»

د دغه سړک د رغولو چارې د روان لمریز کال د وږې میاشتې په نولسمه پیل شوې وې.

د سالنګ لویه لاره چې کابل او مرکزي ولايتونه د افغانستان له شمال او شمال ختیځ سره نښلوي، د سالنګ تونل دننه او شااخوا سړک يې له کلونو راهیسې خراب شوی و چې اوس یې د رغولو چارې بشپړېدو ته نېږدې شوې دي.

د سالنګ لاره د منځنۍ اسیا او د پاکستان د کراچۍ بندر تر منځ یوه له لنډو لارو څخه ده، چې اوسمهال پاکستاني سوداګر د خپلو مالونو د لېږد رالیږد لپاره ترې کار اخلي.