• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جاپان د افغانستان لپاره نوی سفیر معرفي کړ

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې جاپان د افغانستان لپاره نوی سفیر ټاکلی دی. د دغې خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د تاکاشي اوکادا د ماموریت موده پای ته رسېدلې او د هغه پر ځای تاکویوشي کورمیا معرفي شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د ـ میزان ۲۳ مه ـ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په الوداعي یا مخه ښه لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې یې ماموریت پای ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې د جاپان سفارت هم د یکشنبې په ورځ د ـ میزان۲۳ مه ـ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه بیا خپره کړې ده.

د جاپان د سفارت د خبرپاڼې له مخې، تاکاشي اوکادا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو، د نجونو د زدکړې او سیاسي مسلې باید حل شي.

په ورته وخت کې نوموړي ژمنه وکړه چې جاپان به د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت: ډیر ژر به د سالنګ لويې لارې د رغولو چارې بشپړې شي

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۰ GMT+۱
د طالبانو ټولګټو چارو وزارت: ډیر ژر به د سالنګ لويې لارې د رغولو چارې بشپړې شي
100%

د سالنګونو د ساتنې او څارنې برخې مشر وايي، چې د سالنګونو د بیا رغولو چارې ۸۰ سلنه مخته ته تللې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د ټولګټو چارو وزارت، د سالنګ د رغولو له قراردادي شرکت څخه غوښتي، چې د ژمي له رارسېدو څخه مخکې دې کار بشپړ کړي.

پر دغې لويې لارې تلونکي سورلۍ او د لويو ګاډو چلونکي وايي د دې لارې د رغولو د چارو له پيل وروسته په بدله لاره تګ ورته ډیر ستونزمن دی.

میراغا چې په دغه لاره لویه لارۍ چلوي وايي چې: «تاسو به لیدل چې په دغه لارې به د ورځې زرګونه موتر کښته پورته تلل خو اوس په بله کنډه کپره لاره ځو چې هم مو وخت ضایع کیږي او هم مو ګاډي خرابیږي.»

د دغه سړک د رغولو چارې د روان لمریز کال د وږې میاشتې په نولسمه پیل شوې وې.

د سالنګ لویه لاره چې کابل او مرکزي ولايتونه د افغانستان له شمال او شمال ختیځ سره نښلوي، د سالنګ تونل دننه او شااخوا سړک يې له کلونو راهیسې خراب شوی و چې اوس یې د رغولو چارې بشپړېدو ته نېږدې شوې دي.

د سالنګ لاره د منځنۍ اسیا او د پاکستان د کراچۍ بندر تر منځ یوه له لنډو لارو څخه ده، چې اوسمهال پاکستاني سوداګر د خپلو مالونو د لېږد رالیږد لپاره ترې کار اخلي.

بې پولې ډاکتران: د هرات په نننۍ زلزله کې دوه کسان مړه او تر ۱۰۰ ډیر ټپيان شوي

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۲ GMT+۱
بې پولې ډاکتران: د هرات په نننۍ زلزله کې دوه کسان مړه او تر ۱۰۰ ډیر ټپيان شوي
100%

د یک شنبې ورځ د (تلې ۲۳مه) سهار د افغانستان لویدیځ هرات ولایت د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې و لړزاوه. په هرات کې بې پولې ډاکټران وايي، تر زلزلې وروسته د هرات د بېلابېلو سیمو څخه د یاد ولایت حوزوي روغتون ته تر سلو ډیر ټپیان ور وړل شوي.

د بې پولې ډاکټرانو له لوري د دوو تنو د مړېنې خبر تائید شوی دی.

په هرات کې نن تر لومړی زلزلې کابو شل دقیقې وروسته د دویم ځل لپاره هم ۵،۵ درجې په شدت زلزله وشوه. او په هغې پسې بله بیا ۴،۲ زلزله وه.

د نننۍ زلزلې د لومړي ټکان مرکز د هرات ښار ۳۶ کیلو مترۍ کې او د دويم ټکان مرکز د یاد ولایت په ۲۶ کیلو مترۍ کې ښودل شوی.

یاده زلزله د هرات او فراه ولایتونو تر څنګ د ایران په ځینو سیمو کې هم حس شوي.

د تېرې څه باندې یوې اونې راهیسې په هرات کې د زلزلو له امله زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د یادو زلزلو له امله د هرات د زنده جان ولسوالۍ په ګډون په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم ګڼ شمېر کلي ویجاړ شوي او د هرات د مرکزي جومات تر څنګ د اختیارالدین کلا هم زیانمنه شوي.

تر زرو ډیر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۸ GMT+۱
تر زرو ډیر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، تېره ورځ د تلې په ۲۲مه دغه افغان کډوال له ايران څخه د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستانه شوي. دغه وزارت د پوله ساتو د آمر له قوله لیکلي، ۱۳۷۳ کډوال د شنبې په ورځ د (تلې۲۲مه) افغانستان ته راستانه شول.

د دوی په خبره په دغه افغان کډوالو کې یو شمېر په خپله خوښه او یو شمېر یې د ایران له لورې په جبري توګه افغانستان ته را شړل شوي.

طالبان وايي بې وزلي کډوال يېد ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ته د مرستو کولو لپاره ورپیژندلي دي.

په دې ورستیو کې د ایران او پاکستان هیوادونو له لورې هغه افغان کډوال په زوره ایستل کیږي چې قانونې اسناد ونه لري.

په پاکستان او ایران کې پر افغان کډوالو د فشارونو په غبرګون د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ سخت غبرګون هم ښودلی دی.

سیف دې چلډرن: په هرات کې د دوو زلزلو له امله د افغان ماشومانو ژوند یو ځل بیا ګډوډ شوی دی

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۶ GMT+۱
سیف دې چلډرن: په هرات کې د دوو زلزلو له امله د افغان ماشومانو ژوند یو ځل بیا ګډوډ شوی دی
100%

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله خیریه ادارې (سیف دې چلډرن) په هرات کې پر ماشومان د زلزلو د اغېزو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې. دغه اداره وايي، تر زلزلو مخکې لا افغانستان د لوږې له بې ساري ناورین سره مخ و.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې خیریه ادارې د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د دوو خونړیو زلزلو له امله د ماشومانو د ژوند د ګډوډېدو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

دغه اداره وايي، د اوکټوبر په اوومه او ۱۱مه په هرات ولایت کې د دوو زورورو زلزلو امله نېږدې ۳ زره کسان مړه او ټپیان شوي، او لږ تر لږه ۱۱زره او ۶۶ کسان د لومړۍ زلزلې له امله زیانمن شوي او د دوی د اټکل له مخې ۶ زره نورکسان د دويمې زلزلې له امله زیانمن شوي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله خیریه اداره وایی، دا په ناورین پسې ناورين دی.

دوی وايي، د زلزلې له ناورین څخه وړاندې په ټول افغانستان کې ماشومان له سختې لوږې سره مخ وو، او د زلزلې ناورین به د یادو ماشومان ژوند نور هم سخت کړي.«ماشومان په ټوله سیمه کې د زلزلې د دوام له امله وېره لري، او ډیریو یې هر څه له لاسه ورکړي، په زرګونو ماشومان بې کوره شوي او په ازاده فضا کې خوب کولو ته اړ شوي.»

دغه اداره وايي، ۳،۲ میلیونه ماشومان په جدي ډول د خوړو خوندیتوب نه لري.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله خیریه اداره وايي، د تېرو ۴۷ کلنو راهیسې په افغانستان کې د روغتیا، خوړو، ښوونې او روزنې، د ماشومانو د خوندیتوب، سرپناه، اوبو او د خوړو د خوندیتوب په برخو کې کار کوي، خو د اوسني کړکېچ اندازه او شدت په خورا پراخه کچه دی.

دغه اداره اوس په هرات کې د زلزلو له امله د اغېزمنو سیمو لپاره د بیړنیو مرستو رسولو تر څنګ بیړنۍ نغدې مرستې هم چمتو کوي.

طالبان وايي د زلزلې له ځایه د هرات حوزوي روغتون ته د یوه تن مړی او ۳۵ ټپیان ور وړل شوي

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۱ GMT+۱
طالبان وايي د زلزلې له ځایه د هرات حوزوي روغتون ته د یوه تن مړی او ۳۵ ټپیان ور وړل شوي
100%

په هرات کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د ( تلې ۲۳مه) ویلي چې د یکشنبې د ورځې د زلزلې له امله د دغه ولایت حوزوي روغتون ته د یوه تن مړی او ۳۵ نور ټپیان ور وړل شوي. په ورته وخت کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې «ښايي د زیامنو شمېر زیات شي.»

نن سهار لږ تر لږه درېو زلزلو هرات او د افغانستان لوېدیځ ځینې برخې ولړزولې.

د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې د لومړۍ زلزلې شدت د رېښتر په کچه۶.۳ښودلی دی.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د هرات ولایت په مرکزي سیمو کې د یوې «ځواکمنې» زلزلې ټکانونه احساس شول.

له لومړۍ هغې وروسته دوو نورو زلزلو هرات ولړزاوه چې د رېښتر په کچه ۵،۵ او ۴.۲ درجې وې.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د نن ورځې زلزلې په هرات ښار کې "ډېر کورونه" زیانمن کړي دي.

له څو ورځو راهیسې د هرات ګڼ شمېر اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي او ډېری یې تر خیمو لاندې په خلاصو ځایونو کې ژوند کوي.

سرچينو زياته کړې، چې نن سهار وختي زلزلې يو ځل بيا د هرات اوسېدونکي اندېښمن کړي او له خپلو کورونو کليو ته کډه شوي دي.

هرات په تېره یوه اوونۍ کې د څو زلزلو شاهد و، چې لومړۍ یې د تلې په ۱۵مه وه، چې زرګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل.

د نن ورځې د زلزلې زور۶.۳ښودل شوی چې په هرات کې د تلې د ۱۵مې له لومړۍ زلزلې سره برابره ده.