• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي د زلزلې له ځایه د هرات حوزوي روغتون ته د یوه تن مړی او ۳۵ ټپیان ور وړل شوي

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۵ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د ( تلې ۲۳مه) ویلي چې د یکشنبې د ورځې د زلزلې له امله د دغه ولایت حوزوي روغتون ته د یوه تن مړی او ۳۵ نور ټپیان ور وړل شوي. په ورته وخت کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې «ښايي د زیامنو شمېر زیات شي.»

نن سهار لږ تر لږه درېو زلزلو هرات او د افغانستان لوېدیځ ځینې برخې ولړزولې.

د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې د لومړۍ زلزلې شدت د رېښتر په کچه۶.۳ښودلی دی.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د هرات ولایت په مرکزي سیمو کې د یوې «ځواکمنې» زلزلې ټکانونه احساس شول.

له لومړۍ هغې وروسته دوو نورو زلزلو هرات ولړزاوه چې د رېښتر په کچه ۵،۵ او ۴.۲ درجې وې.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د نن ورځې زلزلې په هرات ښار کې "ډېر کورونه" زیانمن کړي دي.

له څو ورځو راهیسې د هرات ګڼ شمېر اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي او ډېری یې تر خیمو لاندې په خلاصو ځایونو کې ژوند کوي.

سرچينو زياته کړې، چې نن سهار وختي زلزلې يو ځل بيا د هرات اوسېدونکي اندېښمن کړي او له خپلو کورونو کليو ته کډه شوي دي.

هرات په تېره یوه اوونۍ کې د څو زلزلو شاهد و، چې لومړۍ یې د تلې په ۱۵مه وه، چې زرګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل.

د نن ورځې د زلزلې زور۶.۳ښودل شوی چې په هرات کې د تلې د ۱۵مې له لومړۍ زلزلې سره برابره ده.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنې په پلخمري کې د شیعه ګانو پر جومات برید غندلی دی

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۶ GMT+۱
اروپايي ټولنې په پلخمري کې د شیعه ګانو پر جومات برید غندلی دی
100%

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بغلان ولایت په پلخمري کې د شیعه ګانو پر یوه جومات برید غندلی دی. پیټر سټانو د شنبې په ورځ (تلې ۲۲مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، هغه بریدونه چې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي له بشري حقونو او نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه سرغړونه ده.

ښاغلي سټانو ویلي، «د ټولو افغانانو بشري حقونه، د ژوند حق او د ټولو توکمیزو او مذهبي ټولنو د حقونو په ګډون باید خوندي او درناوی وشي.»

د جمعې په ورځ د تلې په ۲۱مه د پلخمري ښار په دویمه ناحیه کې د امام زمان په جومات کې یوه ځانمرګي بریدګر د لمونځ کوونکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه. طالبانو ویلي، چې په دغه برید کې لږ تر لږه اوه شیعه ګان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د یاد برید مسولیت داعش په غاړه اخیستی دی. او ویلي دي، په یاد برید کې يې، «۵۰ شیعه ګان وژلي او لسګونه ټپیان کړي.»

تر دې وړاندې د د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم پر امام زمان جومات برید غندلی و.

دغې شورا د ترهګرۍ د عاملانو، تنظیمونکو او ملاتړو د حساب ورکونې او د هغوی د محاکمې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان لویدیځ یو ځل بیا دوو نورو زلزلو لړزولی دی

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۹ GMT+۱
د افغانستان لویدیځ یو ځل بیا دوو نورو زلزلو لړزولی دی
100%

د یک شنبې په ورځ د ( د تلې ۲۳مه) سهار مهال د افغانستان هرات او بادغیس ولایتونه زلزلو ولړزول. د امریکا د ځمک پيژندنې اداره وايي، د زلزلې لومړی ټکان د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې او د زلزلې دوهم ټکان تر لومړي شاوخوا شل دقیقې وروسته و چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵،۶ درجې و.

د زلزلې د لومړي ټکان مرکز د هرات ښار په ۳۶ کیلومترۍ کې ښودل شوی او د دوهم ټکان مرکز د هرات ښار په ۲۶ کیلومتری کې ښودل شوی.

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د نن سهار زلزله په بادغیس او فراه ولایتونو کې هم حس شوې ده.

له هرات څخه عینې شاهدانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، زلزله سهار شاوخوا اته بجې وشوه.

تر اوسه د یادې زلزلې د زیانونو په اړه معلومات نه دې خپاره شوي.

په هرات کې د زلزلې د تکانونو له ویرې د تېرې یوې اونۍ راهیسې د یاد ولایت وګړي د شپې مهال له خپلو کورونو بهر په خیمو کې ویده کیږي.

متحده عربي امارات د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ګرځنده روغتون جوړوي

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۵ GMT+۱
متحده عربي امارات د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ګرځنده روغتون جوړوي
100%

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یو ګرځنده روغتون جوړوي. دغه وزارت وايي، دا روغتون به پر طبي وسايلو او درملو سربېره د پرمختللو جراحي عملياتو په ترسره کولو سره د ټپيانو درملنه کوي.

متحده عربي امارات وايي چې د شنبې په ورځ (د تلې ۲۲مه) په هرات کې یې د دغه روغتون د جوړولو کار پیل کړ.

همدا راز د شنبې په ورځ متحده عربي اماراتو د هرات زلزله ځپلو ته دوې الوتکې چې ۵۳ ټنه مرسته ورسره وه، لیږلې دي.

متحده عربي امارات وايي چې په دغه مرسته کې د خوراکي توکو کڅوړې او ۵۰۰ خیمې شاملې دي چې د زرګونو اغیزمنو خلکو په ځانګړي توګه ماشومان ، میرمنې ، زاړه او ناروغانو اړتیاوي پوره کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پلخمري ښار په امام زمان جومات ځانمرګی برید په کلکه وغانده

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۵ GMT+۱
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پلخمري ښار په امام زمان جومات ځانمرګی برید په کلکه وغانده
100%

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سې شنبې په ورځ (تلې ۲۲مه) د پلخمري په امام زمان جومات کې د داعش "ترهګریز" برید په کلکه وغانده. دغې شورا ویلي، ترهګري د سولې پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دی.

د جمعې په ورځ د تلې په ۲۱ مه د پلخمري ښار په دویمه ناحیه کې د امام زمان په جومات کې یوه ځانمرګي بریدګر د لمونځ کوونکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه.

طالبانو ویلي وه چې په دغه برید کې لږ تر لږه اوه شیعه ګان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د یاد برید مسولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی.

داعش ډلې ویلي چې د دې ډلې ځانمرګي بریدګر خپل ځانته په چاودلو سره «۵۰ شیعه ګان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه برید د غندلو ترڅنګ د ترهګرۍ د عاملینو، تنظیمونکو او ملاتړو د حساب ورکولو او محاکمه کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دغې شورا ویلي، هر ډول ترهګریزې کړنې په هر وخت، هر ځای او د هر چا له خوا جنایت او د نه منلو وړ دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ټولو هېوادونو په ټینګار کولو سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو د منشور او نورو نړیوالو قوانینو سره سم د تروریستي اعمالو پر وړاندې مبارزه وکړي.

په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان هزاره او شیعه مذهبي ځایونه او عامه مرکزونه د خونړیو چاودنو هدف ګرځېدلي دي.

دا بریدونه په تیرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ سره لا هم دوام لري او د ځینو دغو بریدونو مسولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی، د هزاره شیعه ټولنې د غړو ګڼ هدفي وژنې یي مستند کړي دي.

دغه سازمان ویلي چې پر افغان شیعه ګانو د داعش بریدونه د بشریت ضد جنایت یوه بېلګه ده.

د غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ۹۴ کلونو په عمر په ایټالیا کې مړه شوه

۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۰:۴۰ GMT+۱
د غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ۹۴ کلونو په عمر په ایټالیا کې مړه شوه
100%

د افغانستان د پخواني پاچا غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ۹۴ کلونو په عمر په ایټالیا کې مړه شوه. د شهزادګۍ هندیه لور ثریا ملک پر فیسبوک د خپلې مور مړینه تایید کړې او لیکلي یې دي چې هندیه د شنبې په شپه -د تلې په ۲۱مه- نېټه د ایټالیا په روم ښار کې مړه شوه.

 ثريا ملک ليکلي چې «په افغانستان کې د تېرو څلورو لسيزو ګډوډيو په ترڅ کې بي بي هندیه جانې په پرله پسې توګه هڅه کوله چې له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي او د افغانانو د ژغورنې لپاره نړيوال ملاتړ ترلاسه کړي».

اغلې ملک زیاته کړې، چې شهزادګۍ هندیه د اروپا په بیلابېلو ښارونو کې په خپلو ویناوو کې ډېره هڅه وکړه چې د نړۍ پام په ۲۰۰۱-۱۹۹۶ میلادي کلونو کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ناسمو سیاستونو په لور راواړوي.

هغه د شاه امان الله او ملکې ثریا له نهو اولادونو څخه یوه وه. شهزادګۍ هندیه د خپل پلار له ګوښه کېدو پنځه میاشتې وروسته د ۱۹۲۹میلادي کال د جنورۍ په ۱۴ مه د هند په ممبۍ ښار کې وزېږیده او وروسته بیا له خپلې کورنۍ سره ایټالیا ته ولاړه.

100%

شهزادګۍ هندیه خپلې زدکړې په سوییس او وروسته یې د روم ښار په ګریګوري پوهنتون کې پای ته ورسولې.

هغه په لومړي ځل په ۱۹۶۸ میلادي کال کې افغانستان ته راغله.

غازي الله خان د افغانستان عصري پاچا و چې اروپا ته له سفر وروسته یې پراخ سیاسي او ټولنیز اصلاحات پیل کړل. تر دې سفر وروسته شاه امان الله د نجونو د ښوونځیو په ګډون څو ښوونځي جوړ کړل.

خو د شاه امان الله اصلاحات د یو شمېر عالمانو او قومي مشرانو د مخالفت له امله ناکام شول.