اروپايي ټولنې په پلخمري کې د شیعه ګانو پر جومات برید غندلی دی

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بغلان ولایت په پلخمري کې د شیعه ګانو پر یوه جومات برید غندلی دی. پیټر سټانو د شنبې په ورځ (تلې ۲۲مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، هغه بریدونه چې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي له بشري حقونو او نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه سرغړونه ده.