طالبانو د سرپل ولایت دغه پخوانی استازی په ۱۳۷۶لمریز کال کې د «جلال الدین» په نوم د یوه کس په قصدي قتل تورن کړی دی.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، د «اسحاق زي» قوم ځینې کسانو ادعا کړې، چې ښاغلي پاينده په سرپل کې د دوى ځمکې غصب کړې دي.
دوی دا هم ویلي چې د پارلمان دغه پخواني غړي د دوی یو خپلوان وژلی دی.
افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو اسنادو له مخې، د طالبانو په حکم کې راغلي: «حاجي پاینده نومی د قصدي قتل په سزا محکوم شوی دی».
د ولسي جرګې د دغه پخواني غړي کورنۍ ته نږدې سرچینو ویلي چې ښاغلی پاینده دا مهال په جوزجان ولایت کې د طالبانو په زندان کې بندي دی.
طالبان ادعا کوي چې «ټولبښنه یا عمومي عفوه»یې اعلان کړې او دا ډله په دوامداره توګه له پخوانیو حکومتي چارواکو غواړي چې افغانستان ستانه شي.
طالبانو له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون، کابل ته د پخوانیو حکومتي چارواکو د بلنې لپاره جوړ کړی دی. دغه کمیسبون د ۱۴۰۱ لمریز کال د سرطان په ۲۳مه نېټه د ښاغلي پاینده د ستنیدو اعلان وکړ.
سرچینو د ښاغلي پاینده «د خوندیتوب کارت» افغانستان انټرنشنل ته استولی، چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته طالبانو ور کړی دی.
تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي، چې ښیي طالبان «عمومي بښنې» ته ژمن نه دي او د «خوندیتوب کارت» لرونکي کسان یې هم نیولي دي.
همداراز هغو سرچینو چې له افغانستان انټرنشنل سره یې اړیکه نیولې، د طالبانو د محاکمو د پریکړو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستلی او ویلي یې دي، چې د طالبانو په محاکمو کې «عادلانه پریکړې» نه کیږي.
دغو سرچینو ویلي، چې طالبانو د پارلمان دغه پخوانی غړی د «سیاسي انګیزو» له مخې په «قصاص» محکوم کړی دی.