
د یک شنبې ورځ د (تلې ۲۳مه) سهار د افغانستان لویدیځ هرات ولایت د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې و لړزاوه. په هرات کې بې پولې ډاکټران وايي، تر زلزلې وروسته د هرات د بېلابېلو سیمو څخه د یاد ولایت حوزوي روغتون ته تر سلو ډیر ټپیان ور وړل شوي.
د بې پولې ډاکټرانو له لوري د دوو تنو د مړېنې خبر تائید شوی دی.
په هرات کې نن تر لومړی زلزلې کابو شل دقیقې وروسته د دویم ځل لپاره هم ۵،۵ درجې په شدت زلزله وشوه. او په هغې پسې بله بیا ۴،۲ زلزله وه.
د نننۍ زلزلې د لومړي ټکان مرکز د هرات ښار ۳۶ کیلو مترۍ کې او د دويم ټکان مرکز د یاد ولایت په ۲۶ کیلو مترۍ کې ښودل شوی.
یاده زلزله د هرات او فراه ولایتونو تر څنګ د ایران په ځینو سیمو کې هم حس شوي.
د تېرې څه باندې یوې اونې راهیسې په هرات کې د زلزلو له امله زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.
د یادو زلزلو له امله د هرات د زنده جان ولسوالۍ په ګډون په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم ګڼ شمېر کلي ویجاړ شوي او د هرات د مرکزي جومات تر څنګ د اختیارالدین کلا هم زیانمنه شوي.