• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تر زرو ډیر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، تېره ورځ د تلې په ۲۲مه دغه افغان کډوال له ايران څخه د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستانه شوي. دغه وزارت د پوله ساتو د آمر له قوله لیکلي، ۱۳۷۳ کډوال د شنبې په ورځ د (تلې۲۲مه) افغانستان ته راستانه شول.

د دوی په خبره په دغه افغان کډوالو کې یو شمېر په خپله خوښه او یو شمېر یې د ایران له لورې په جبري توګه افغانستان ته را شړل شوي.

طالبان وايي بې وزلي کډوال يېد ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ته د مرستو کولو لپاره ورپیژندلي دي.

په دې ورستیو کې د ایران او پاکستان هیوادونو له لورې هغه افغان کډوال په زوره ایستل کیږي چې قانونې اسناد ونه لري.

په پاکستان او ایران کې پر افغان کډوالو د فشارونو په غبرګون د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ سخت غبرګون هم ښودلی دی.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

سیف دې چلډرن: په هرات کې د دوو زلزلو له امله د افغان ماشومانو ژوند یو ځل بیا ګډوډ شوی دی

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۶ GMT+۱
سیف دې چلډرن: په هرات کې د دوو زلزلو له امله د افغان ماشومانو ژوند یو ځل بیا ګډوډ شوی دی
100%

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله خیریه ادارې (سیف دې چلډرن) په هرات کې پر ماشومان د زلزلو د اغېزو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې. دغه اداره وايي، تر زلزلو مخکې لا افغانستان د لوږې له بې ساري ناورین سره مخ و.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې خیریه ادارې د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د دوو خونړیو زلزلو له امله د ماشومانو د ژوند د ګډوډېدو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

دغه اداره وايي، د اوکټوبر په اوومه او ۱۱مه په هرات ولایت کې د دوو زورورو زلزلو امله نېږدې ۳ زره کسان مړه او ټپیان شوي، او لږ تر لږه ۱۱زره او ۶۶ کسان د لومړۍ زلزلې له امله زیانمن شوي او د دوی د اټکل له مخې ۶ زره نورکسان د دويمې زلزلې له امله زیانمن شوي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله خیریه اداره وایی، دا په ناورین پسې ناورين دی.

دوی وايي، د زلزلې له ناورین څخه وړاندې په ټول افغانستان کې ماشومان له سختې لوږې سره مخ وو، او د زلزلې ناورین به د یادو ماشومان ژوند نور هم سخت کړي.«ماشومان په ټوله سیمه کې د زلزلې د دوام له امله وېره لري، او ډیریو یې هر څه له لاسه ورکړي، په زرګونو ماشومان بې کوره شوي او په ازاده فضا کې خوب کولو ته اړ شوي.»

دغه اداره وايي، ۳،۲ میلیونه ماشومان په جدي ډول د خوړو خوندیتوب نه لري.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله خیریه اداره وايي، د تېرو ۴۷ کلنو راهیسې په افغانستان کې د روغتیا، خوړو، ښوونې او روزنې، د ماشومانو د خوندیتوب، سرپناه، اوبو او د خوړو د خوندیتوب په برخو کې کار کوي، خو د اوسني کړکېچ اندازه او شدت په خورا پراخه کچه دی.

دغه اداره اوس په هرات کې د زلزلو له امله د اغېزمنو سیمو لپاره د بیړنیو مرستو رسولو تر څنګ بیړنۍ نغدې مرستې هم چمتو کوي.

طالبان وايي د زلزلې له ځایه د هرات حوزوي روغتون ته د یوه تن مړی او ۳۵ ټپیان ور وړل شوي

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۱ GMT+۱
طالبان وايي د زلزلې له ځایه د هرات حوزوي روغتون ته د یوه تن مړی او ۳۵ ټپیان ور وړل شوي
100%

په هرات کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د ( تلې ۲۳مه) ویلي چې د یکشنبې د ورځې د زلزلې له امله د دغه ولایت حوزوي روغتون ته د یوه تن مړی او ۳۵ نور ټپیان ور وړل شوي. په ورته وخت کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې «ښايي د زیامنو شمېر زیات شي.»

نن سهار لږ تر لږه درېو زلزلو هرات او د افغانستان لوېدیځ ځینې برخې ولړزولې.

د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې د لومړۍ زلزلې شدت د رېښتر په کچه۶.۳ښودلی دی.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د هرات ولایت په مرکزي سیمو کې د یوې «ځواکمنې» زلزلې ټکانونه احساس شول.

له لومړۍ هغې وروسته دوو نورو زلزلو هرات ولړزاوه چې د رېښتر په کچه ۵،۵ او ۴.۲ درجې وې.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د نن ورځې زلزلې په هرات ښار کې "ډېر کورونه" زیانمن کړي دي.

له څو ورځو راهیسې د هرات ګڼ شمېر اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي او ډېری یې تر خیمو لاندې په خلاصو ځایونو کې ژوند کوي.

سرچينو زياته کړې، چې نن سهار وختي زلزلې يو ځل بيا د هرات اوسېدونکي اندېښمن کړي او له خپلو کورونو کليو ته کډه شوي دي.

هرات په تېره یوه اوونۍ کې د څو زلزلو شاهد و، چې لومړۍ یې د تلې په ۱۵مه وه، چې زرګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل.

د نن ورځې د زلزلې زور۶.۳ښودل شوی چې په هرات کې د تلې د ۱۵مې له لومړۍ زلزلې سره برابره ده.

اروپايي ټولنې په پلخمري کې د شیعه ګانو پر جومات برید غندلی دی

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۶ GMT+۱
اروپايي ټولنې په پلخمري کې د شیعه ګانو پر جومات برید غندلی دی
100%

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بغلان ولایت په پلخمري کې د شیعه ګانو پر یوه جومات برید غندلی دی. پیټر سټانو د شنبې په ورځ (تلې ۲۲مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، هغه بریدونه چې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي له بشري حقونو او نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه سرغړونه ده.

ښاغلي سټانو ویلي، «د ټولو افغانانو بشري حقونه، د ژوند حق او د ټولو توکمیزو او مذهبي ټولنو د حقونو په ګډون باید خوندي او درناوی وشي.»

د جمعې په ورځ د تلې په ۲۱مه د پلخمري ښار په دویمه ناحیه کې د امام زمان په جومات کې یوه ځانمرګي بریدګر د لمونځ کوونکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه. طالبانو ویلي، چې په دغه برید کې لږ تر لږه اوه شیعه ګان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د یاد برید مسولیت داعش په غاړه اخیستی دی. او ویلي دي، په یاد برید کې يې، «۵۰ شیعه ګان وژلي او لسګونه ټپیان کړي.»

تر دې وړاندې د د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم پر امام زمان جومات برید غندلی و.

دغې شورا د ترهګرۍ د عاملانو، تنظیمونکو او ملاتړو د حساب ورکونې او د هغوی د محاکمې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان لویدیځ یو ځل بیا دوو نورو زلزلو لړزولی دی

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۹ GMT+۱
د افغانستان لویدیځ یو ځل بیا دوو نورو زلزلو لړزولی دی
100%

د یک شنبې په ورځ د ( د تلې ۲۳مه) سهار مهال د افغانستان هرات او بادغیس ولایتونه زلزلو ولړزول. د امریکا د ځمک پيژندنې اداره وايي، د زلزلې لومړی ټکان د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې او د زلزلې دوهم ټکان تر لومړي شاوخوا شل دقیقې وروسته و چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵،۶ درجې و.

د زلزلې د لومړي ټکان مرکز د هرات ښار په ۳۶ کیلومترۍ کې ښودل شوی او د دوهم ټکان مرکز د هرات ښار په ۲۶ کیلومتری کې ښودل شوی.

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د نن سهار زلزله په بادغیس او فراه ولایتونو کې هم حس شوې ده.

له هرات څخه عینې شاهدانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، زلزله سهار شاوخوا اته بجې وشوه.

تر اوسه د یادې زلزلې د زیانونو په اړه معلومات نه دې خپاره شوي.

په هرات کې د زلزلې د تکانونو له ویرې د تېرې یوې اونۍ راهیسې د یاد ولایت وګړي د شپې مهال له خپلو کورونو بهر په خیمو کې ویده کیږي.

متحده عربي امارات د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ګرځنده روغتون جوړوي

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۵ GMT+۱
متحده عربي امارات د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ګرځنده روغتون جوړوي
100%

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یو ګرځنده روغتون جوړوي. دغه وزارت وايي، دا روغتون به پر طبي وسايلو او درملو سربېره د پرمختللو جراحي عملياتو په ترسره کولو سره د ټپيانو درملنه کوي.

متحده عربي امارات وايي چې د شنبې په ورځ (د تلې ۲۲مه) په هرات کې یې د دغه روغتون د جوړولو کار پیل کړ.

همدا راز د شنبې په ورځ متحده عربي اماراتو د هرات زلزله ځپلو ته دوې الوتکې چې ۵۳ ټنه مرسته ورسره وه، لیږلې دي.

متحده عربي امارات وايي چې په دغه مرسته کې د خوراکي توکو کڅوړې او ۵۰۰ خیمې شاملې دي چې د زرګونو اغیزمنو خلکو په ځانګړي توګه ماشومان ، میرمنې ، زاړه او ناروغانو اړتیاوي پوره کړي.