• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان له ۱۲ زره افغانانو سره د جعلي پاکستاني پاسپورټونو په هکله تحقیقاتي کمېټه جوړه کړه

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۰ GMT+۱

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د هغو جعلي پاسپورټونو په هکله د پلټنې لپاره کمېټه جوړه کړې چې څه موده مخکې په سعودی کې له ۱۲ زرو افغانانو سره نیول شوي دي. په دې پنځه کسیزه کمېټه کې د کورنیو چارو وزارت، نادرا یا د شناختي کارټونو اداره اود دغه هېواد د فدرالي پلټنو ادارې کسان شامل دي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، دا کمېټه به ۱۵ ورځو کې دجعلي پاسپورټونو د صدور د مخنیوي په هکله خپل وړاندیزونه وکړي او هم به سعودي ته د تلونکو د نادرا، فدرالي پلټنو ادارې او پاسپورټ کارمنانو مسوولیتونه مالوم کړي.

دا کمېټه له هغه وروسته جوړېږي چې تېره اونۍ د سعودي چارواکو په ریاض کې د پاکستان سفارت ته خبر ورکړی چې ۱۲ زره پاکستاني پاسپورټونه یې له افغانانو سره نیولي دي.

تر اوسه لا روښانه نه ده، چې سعودي عربستان په څومره موده کې دغه دولس زره پاسپورټونو په نښه کړي او نیولي دي.

سعودي چارواکو هم د هغو افغانانو په اړه چې دغه پاسپورټونه ورسره نیول شوي، څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې پاکستاني پولیسو څو وارې ویلي وو، چې یوشمېر هغه کسان یې نیولي چې افغانانو ته یې پاکستاني کارټونه او پېژندپاڼې وېشلې وې.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

دا پېښور دی

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۲ GMT+۱
•
نورالبشر نوید
دا پېښور دی
100%

پېښور د ادب، سياست، صحافت او د افغانانو د مهاجرت کور دی – د پښتونحوا هره لاره ورته راغلې ده، چې څوک درنه ورک شي نو په پېښور کې یې ګوره، خو اوس عجيبه ټوقه وشوه. ادب پکې داسې تقسيم دی لکه د مذهبی مسلکونو.

تر اوسه پورې یې د پښتو په املا باندې صلاح رانغله، نوی پښتون نسل حېران دی چې مونږ خپلې مور ژبې له په کومه لاره ورشو.

سياست پکې لکه د مېدان د ډمې ګډېږی چې کوم خوا د مېدان طرف ګرم وي سياست هلته د حرص او هوس بازار کړی، د قام پته نه لګی بس خو د سرونو يو هجوم دی او هر سر قيمت لري، څه سرونه داسې هم دي چې نه قيمت لري نه ارزښت لري، ته به وایې تنې د بل دي سرونه د بل چا دي.

په پېښور کې صحافت د اوکراین د جنګ په وجه د کاغذ په بحران کې داسې راټول شو چې سایز ئې وړوکی شو، څه د کاغذ ګرانيڅه د صحافيانو په سوشل ميډيا د خپل صحافت دوکانونه پرانستي دي او اخبارونه د نټ د خبرونو ژباړې ته ناست دي، هاغه صحافت اوس نشته چې غاصب رياست ته ترې د بغاوت خطره وه.

اوس ټول لفظونه حرفونه بې معنا او بې لشې دي، قلمونه د استخباراتي شبکو په بندو لفافو خپل خپل نرخونه لري، خبرونه ورته د تبصرو او تجزيو لپاره د اسلام اباد نه لکه د وحې نازل شي او دغه خولې د سرکار مایک دی او داسې قلمونه اوس دا نه ليکی چې ”ن والقلم و ما يسطرون“، اوس داسې ليکي چې قسم مې دی په هغه سرکار وي چې څه وايي.

قلمونو خپل د رښتياوو قسمونه بدل کړي دي، پېښور ورته حیران حیران ګوري چې دا په ما څه دي او دا تۀ څهوايي؟؟

د افغانانو د مهاجرت هغه کور اوس کور پاتې نشو، هغه څلوېښت کاله وړاندې چې په تود جنګ او د بارودو په ترخه لوخړه کې هم خلقو ژوند کاوه، اوس چې په ډالرو کې هغه بېن المللي امداد بند شو نو د" کرایې سپايان "وايي مذهبي انساني اخلاقي سفارتي احساس هم ختم شو – دا احساس د ډالرو اکسيجن ماسک وو – اوس پېښور ته خلق د رحمان باباپه ژبه وايي!!

په سبب د ظالمانو حاکمانو

کور او ګور او پېښور درې واړه يو دي

دا هاغه پېښور دی چې ګرم و نو دومره ګرم و چې احساس له یې د پښتو او پښتونولۍ حرارت ورکولو، اوس چې سوړ شو يخ شو نو دومره يخ شو لکه د کرشن چندر د اُردو افسانې "ٹھنڈا گوشت“

پېښور يخ شوی د لاوارثه مړي په شان دی، خپل قامي سياستونه د شيشم باغ د ونو خالي خاموشه جالې دي، د پنجاب تور کارغان پکې کران کران اوازونه کوي، حالاتو د خوشحال شهباز له سترګې ګنډلی دي او په پردۍ منګل ناست دی، پېښور په افسوس وايي:

باز مې کارغانو سره لاړو

مردارې غوښې یې خوراک شوې مړ به شينه

اوس زمونږ ژوند او مرګ بېخی يو شان دی، د ازادۍ د ”ګمنام سپايي“ ورک سپايي ورته وايي، مونږ په خپله جنازه ژوندي مړي ولاړ یو، د جنازې د امام تکبير هم الله اکبر دی او د خودکش اواز هم الله اکبر دی

شهيد پکې مشکوک دی او غازې پکې بدنام

پښتون عجيبه جنګ ته دیرواتی په جنجال

خاموش سوړ شویوېرېدلی پېښور څو څو ځله ووايي چې ای د مذهب لويو لويو اُستاذانو تاسو د بهرنۍ دنيا په ملکونو کې د قرآن شريف په توهين راپاڅئ هر څوک خپلې خپلې نعرې ووهي خو دا زما په پښتون جوماتونو کې چې قرآن شريفونه لکه د بابړې والوزي وسوځي نو دا خو هم هاغه قرآن دی – د پېښور ځمکه اوس هم توده ده لکه چې د اور ټوټه وه – په دغه توده ځمکه د پنجاب سوالګرې ګرځي چې په لس روپۍ پښتنو له په اردو کښې د جنت ټکټ ور کوي.

يا په دغه توده ځمکه مزدوران د سحر په خړه په چوکونو ناست وي چې مزدورۍ له به مو څوک بوځي چي لمر د اسمان منځ ته راشي نو بيا مزدوران سوالونو ته لاس ونيسي.

پښتانه اولسونه په خپل اوښيار ښار کې کم عقل شوي دي چې د پوليو څاڅکو ته حرام وايي، شراب چرس پوډر ايس څښي خو د پوليو وېکسين پکې کافران دي.

ټوله پښتونخوا په يو عجيبه کشمکش کې پرته ده چې زمونږ بجلۍ د تربېلې او ورسک ډيمونو د اوبو بجلۍ په مونږ د پنجاب د پټرولو په نرخ خرڅوي- شور شو تا به وېل چې پښتنو د خپل حق لپاره بغاوت وکړو د بجلۍ بلونه یې وسېځل خو چې پېريانو ماماګانو اسلام اباد ته غوږ کې وویل- نوره غلا پرېږدئ د بجلۍ غلان راونيسۍ نو شور غلی شو چې خلکو پوزې له نتکۍ غوښته سرکار ترې پوزه پريکړه هر چاسره د خپلې پوزې غم شو ټول خلک چوپ شول - هاغه د غورځنګونو ښار نه ساه ووتله خو په يوه هيله په سلګو سلګو کې ساه اخلي چې دا ليډران رهبران به د ګټونو نه سر راوباسي.

ټول حاکمان مالکان به اوس اوس د راوتو لپاره ځانونه جوړوي چې د راروانو ټولټاکنو جلسې جلوسونه به پېښور ته سلامونه کوي، خو پېښور پورې به بيا هم ژبه نه وي چې په دغه شور، چغو او د زنده باد په نعرو کې ورته په بوغ اواز ووايي:

اوړی دې کوز پنجاب کې تېر کړو

په ژمي راغلې سلامت غواړې خالونه

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.


د پاکستان بهرنیو چارو سرپرست: هغه کډوال چې قانوني اسناد لري په پاکستان کې ژوند کولای شي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۲ GMT+۱
د پاکستان بهرنیو چارو سرپرست: هغه کډوال چې قانوني اسناد لري په پاکستان کې ژوند کولای شي
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني د یک شنبې په ورځ د (تلې ۲۳مه) د خبري کنفرانس پر مهال د افغان کډوالو په اړه وویل:«زه بیا غواړم ووایم هغه کسان چې قانوني اسناد ولري د هغوی لپاره په پاکستان کې د اوسیدو هیڅ ستونزه نشته. هغوی کولای شي چې په پاکستان کې ژوند وکړي.

همدارنګه نوموړی وايي: «یوازي افغانان نه بلکي د نورو هیوادونو کډوال چې قانوني اسناد نه لري موږ د هغوی د ایستلو پریکړه کړي ده.»

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د روانې میلادې میاشتې تر وروستۍ نېټې د وتلو ضرب الاجل ټاکلی دی.

همدارنګه د پاکستان له لوري په ځینو ایالاتونو کې په جبري توګه افغان کډوال نیول کیږي او بندیان کیږي.

د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره د زور زیاتي په اړه طالبانو هم غبرګون ښودلی او یو شمېر لوړ پوړو طالب چارواکو پاکستانی لوري د افغان کډوالو سره د روان چلند د نه زغمولو یاد کړ.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر تېره ورځ د افغانستان او پاکستان تر منځ د کډوالو پر سر د را ولاړو شویو ستونزو په اړه وویل:«موږ له افغانستان سره ښې اړیکو لرو، قوي اړیکې لرو موږ یوازینی هیواد یو چې د ستونزو پر مهال د افغانستان له خلګو سره همکاري کوو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې دمګړی د پاکستان په ډیرو سیمو کې افغان کډوال نیول کیږي او بندیان کیږي.

د خوړو نړیواله ورځ: له هرو دریو افغانانو یو یې خوړو ته لاسرسی نه لري

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۵ GMT+۱
د خوړو نړیواله ورځ: له هرو دریو افغانانو یو یې خوړو ته لاسرسی نه لري
100%

د اکټوبر ۱۶مه د خوړو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ هر کال په ځینو هېوادونو کې د لویو نړیوالو سازمانونو په ځانګړي ډول د خوړو نړیوال پروګرام او د کرنې پراختیا نړیوال صندوق له لوري نمانځل کېږي.

دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې افغانستان له تېرو دوو کلونو راهیسې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د بشري ناورین د رامنځته کیدو اندېښنې د هرې ورځې په تېریدو سره زیاتیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام اجرايیوي مرستیال کارل سکاو څه موده مخکې ویلي و چې، په افغانستان کې په هرو لسو کورنیو کې نهه یې ددې وس نه لري ‌چې ځان ته پوره خواړه پیدا کړي.

په افغانستان کې هغه وخت د بشري ناورین ګواښونه زیات شول چې د خوړو نړیوال پروګرام په ګډون ډیر شمېر نړیوالو مرستندویو ادارو د بودیجې د کمیدو خبرداری ورکړ.

د خوړو نړیوال پروګرام په اېکس ټولنیزه پاڼه کې د یوه ویډیو په خپرولو سره ویلي چې، «موږ نړۍ ته ور په یادوو چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه خلک نه پوهیږي چې د دوی د راتلونکي وخت خواړه څنګه برابریږي.»

ددوی په خبره، «د هرات زلزله پر پخواني ناورین سربیره یو بل بشري ناورین دی او افغانان بیړني ملاتړ ته اړتیا لري.»

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته طالبانو په دولتي او نا دولتي ادارو کې د افغان میرمنو پرکارکولو بندیزونه ولګول چې دغه بندیزونه هم ددې لامل شول څو د کورنیو پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغیزې وکړي.

نګینه چې مخکې د ښارجوړونې وزارت کارکوونکې وه او د نړیوال بانک له خوا یې میاشتنی معاش ترلاسه کاوه وایي چې، د کابل تر سقوط مخکې یې د دریو میاشتو معاش نه و ترلاسه کړی او تر هغه وروسته طالبانو هم ددوی معاشونه ورنه کړل او دوی یې له کار کولو هم منع کړل.

نوموړې وایي چې، «لوړې زده کړې او ډیره تجربهلرم خو له دې سره سره په ځلونو مې له بیلابیلو ادارو څخه د کار غوښتنه کړې خو هیڅ یوه اداره د طالب له ویرې کار نه راکوي چې اوسمهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یم.»

اوچا هم په اېکس پاڼه کې د خوړو نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي چې، «په دې وروستيو کې د افغانستان لويديځ څو زلزلو ولړزاوه او تر دې دمه، د ۴۳،۳۵۰څخه ډیر خلک اغیزمن شوي او د خوړو په ګډون نورو بشري مرستو ته اړتیا لري.»

د خوړو نړیوال سازمان او نورې مرستندویه ادارې هڅه کوي د افغانستان د خلکو د اړتیا وړ مرستې ترلاسه کړي چې د بشري ناورین مخه ونیول شي.

په تخار ولايت کې د کورني تاوتريخوالي له امله څلور تنه وژل شوي دي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۹ GMT+۱
په تخار ولايت کې د کورني تاوتريخوالي له امله څلور تنه وژل شوي دي
100%

تېره شپه د مرکز تالقانو اړوند د خس کپې په سیمه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي. ځايي امنیتي مسولان وايي دغه څلور تنه چې د یوې کورنۍ غړي و د عبدالستار په نوم د دغې کورنۍ د زوم له لوري وژل شوي دي او څلور نور ټپیان دي. په وژل شویو کې دوه ښځې او دوه تنه يې ماشومان دي.

سرچینه وايي خپله عبدالستار نومی تښتېدلی خو له هغه سره په دغه کار کې ښکېل یو تن يې نیولی دی.

د تالقان امنيتي مسولان وايي، «له نيول شوي يو تن څخه د قضيې اړوند پلټنې روانې دي.»

تر اوسه پورې دا روښانه نه ده چې ولې دا پېښه رامنځته شوې خو ويل کیږي چې کیدای شي لامل یې کورنی تاوتریخالی وي.

زیانمنو هراتیانو ته د مرستو ټولولو کمپاین: زلزله ځپلو ته دا ځل ځينې سندرغاړي مرستې راټولوي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۷ GMT+۱
زیانمنو هراتیانو ته د مرستو ټولولو کمپاین: زلزله ځپلو ته دا ځل ځينې سندرغاړي مرستې راټولوي
100%

د افغانستان د لویدیځې برخې زلزله ځپلو ته د مرستو پر دوام دا ځل یو شمېر سندرغاړو د «هرات یوازې نه دی» په نامه د مرستو ټولولو کمپاین پیل کړی دی. فرهاد دریا، داود سرخوش، آریانا سعید او تاجک سندرغاړی صدرالدین د خپلو کنسرتونو یوه برخه د هرات زلزله ځپلو ته ځانګړې کړې ده.

د افغانستان په لوېدیځ کې له سختې زلزلې دوه ورځې وروسته چې له امله یې څه باندې څلورو زرو کسانو ته مرګژوبله واوښته، د افغانستان یو شمېر سندرغاړو، رسنیو او فرهنګي شخصیتونو په ټولنیزو رسنیو کې د زلزله ځپلو له پاره د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړ چې تراوسه پورې تر پنځوس زرو ډالرو ډیره مرسته راټوله شوې ده.

نامتو افغان سندرغاړي فرهاد دریا د هرات د زلزلې په دویمه ورځ له یو شمېر افغان رسنیو او سندرغاړو سره په همغږۍ د مرستې راټولولو په موخه «هرات غمجن دی، خو یوازې نه دی» تر نامه لاندې کمپاین پیل کړ او له خپلو مینه والو یې وغوښتل چې له دوی سره د هرات د زلزلې د قربانیانو د لاسنیوي په برخه کې همکاري وکړي.

دریا په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د تاریخ په اوږدو کې په ځانګړې توګه کله چې ناورینونه پیښ شوي، سندرغاړي د سیاستوالو او زورواکو په پرتله ډیر صادق او په ریښتیني توګه د خلکو ترڅنګ دریدلي دي.»

هغه وويل، اوس په داسې حال کې چې د هرات د قربانيانو لپاره د مرستې راټولولو کمپاين مخ په زياتېدو دى، «ډېر نور سندرغاړي به هم په دغه کمپاين کې برخه واخلي.»

فرهاد دریا په خپله فیسبوک پاڼه کې همداراز لیکلي: «تاجک سندرغاړي صدرالدین د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې ژمنه کړې چې په اروپا کې د خپلو کنسرتونو د ټکټ پیسې به دې کمپاین ته د مرستې په موخه ورکړي.»

شنونکي په دې باور دي چې په سختو حالاتو کې له خلکو سره د سندرغاړو همکاري په افغانستان کې کوم نوی نوښت نه دی، بلکې تر دې وړاندې هم د فرهاد دريا او داوود سرخوش په څېر ډیر شمېر نورو سندرغاړي په کړکیچنو حالاتو لکه طبيعي پېښو، تروريستي بریدونو او ټولنيزو ناورینونو کې د خلکو تر څنګ ولاړ او مدني فعاليتونه کړي دي.

په هرات کې څه باندې یوه اونۍوړاندې د شنبې په ورځ (د تلې په ۱۵مه) زلزله پیل شوه او په دغو نهو ورځو کې یې په پرله پسې توګه دوام کړی چې پکې زرګونو کسانو ته مرګژوبله واوښته او سلګونه کورونه یې نړولي دي.

د راپورونو له مخې، ددې زلزلې ۹۰ سلنه برخه ښځې او ماشومان دي.

په افغانستان کې دا طبیعي پیښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې سږکال مرستندویه بنسټونه په عادي حالت کې له دغه هیواد سره د مرستې لپاره د بودیجې له سخت کمښت سره مخ و.

د دغو زلزلو په رامنځته کېدو سره د نړۍ يو شمېر هېوادونو له خلکو سره د نغدو پیسو، خوراکي توکو او د لومړنيو اړتیا وړ وسايلو په لېږلو سره مرستې کړې.