• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت: د ښځو لپاره د کار او اقتصادي پیاوړتیا پلان لرو

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ تله ۱۴۰۲ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغان ښځو او کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د دغه وزارت پلانونه اعلان کړل. د دغه پلان له مخې به په ۸ ولایتونو کې بې وزلو او کسب ګرو ښځو ته د کار زمینه برابره شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اعلان وکړ چې د کورنیو او ښځو د پرمختګ لپاره د پروژو د پلي کولو په برخه کې يې له ۱۱ مرستندویه موسسو سره د وړو سوداګریو، اقتصادي پیاوړتیااو کار زده کړې په برخو کې هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

هغه زیاته کړه، د ۲،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه پروژې به په کابل، هرات، بلخ، سمنګان، جوزجان، بامیان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې پیل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي چې سږ کال یې په ۱۶ ولایتونو کې له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د کوچنیو، لږکوچنیو او منځنیو سوداګریو د ودې او پراختیا په موخه په ۱۶ ولایتونو کې د څه باندې ۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۱ پروژې لاسلیک کړي دي. چې۳۵۰ زره کسان ترې ګټه پورته کوي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب هم وايي، چې اوسمهال د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې ورسره۴۶ کورني او بهرني نادولتي بنسټونه ثبت شوي دي.

هغه زياته کړه: «د دغو بنسټونو همکاري کولاى شي د کورنيو د اقتصادي پياوړتيا، د بې وزلو کورنيو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د پانګې وتلو د مخنيوي، د کورني توليد د زياتوالي، د کليو د متوازن انکشاف او د کورنيو د سوکالۍ د ښه والي لپاره مناسب پلاټفورم وي.»

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

زاړه بانک نوټونه؛ کابل مېشتي وايي، د نوټونو د زړښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۶ GMT+۱
زاړه بانک نوټونه؛ کابل مېشتي وايي، د نوټونو د زړښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي
100%

د یوه کابل مېشتي احمد شکیب له‌خوا افغانستان انټرنشنل ته په استول شویو انځورونو کې ښکاري، چې دغه بانک نوټونه نور له کاره لوېدلي دي. احمد شکیب وایي، څه بانک نوټونه زاړه دي او کله یې چې په جېب کې ږدي او راباسي یې، دغه بانک نوټونه لا لمنځه ځي.

100%

تر دې وړاندې په بېلابېلو ښارونو کې خلکو له دغې ستونزې سر ټکولی و.

که څه هم تېرکال د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک اعلان وکړ، چې زاړه بانک نوټونه ټولوي او په روان کال کې یو ځلې بیا د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس په راپور کې د افغانستان بانک له قوله راغلي و، چې په ټول هېواد کې زاړه بانک نوټونه ټولوي.


د طالبانو تر کنټرړل لاندې د افغانستان بانک ویلي و، اوسمهال یوازې له کاره لوېدلي او د نه چلېدو وړ لسګون او شلګون بانک نوټونه راټولوي، چې وروسته به دغه بهیر نور هم چټک او پراخه شي.

خو خلک وایي، چې د لسګون او شلګون ترڅنګ د پنځوسیز او سلیز نوټونه هم له کاره لوېدلي او سرپرست حکومت باید د دوی د راکړې ورکړې لپاره اسانتیا برابره کړي.

که څه هم د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان بانک ویلي و، چې د نویو چاپ شویو افغانیو بانک نوټونو د وېشلو لړۍ یې پیل کړې؛ خو خلک وایي اوس هم په بازار کې زاړه بانک نوټونه کارول کېږي.

له بلې خوا ځینې کابل ښاریان وایي، چې خلک خپله له بانک نوټونو سره احتیاط نه کوي؛ نو ځکه بانک نوټونه ژر خرابېږي.

دوی وایي، چې باید د بانک نوټونو د کارونې لپاره یوه تګلاره جوړه شي چې له دې سره به خلک له بانک نوټونو سره له احتیاطه کار واخلي.

ملګري ملتونه:هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۹۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۶ GMT+۱
ملګري ملتونه:هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۹۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر وايي، په هرات ولایت کې له ۱۱۴ زره زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره کابو ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. اوچا وايي، چې دغه مرستې به له زيانمنو کورنيو سره د بېړنيو او اوږدمهاله مرستو په رسولو راټولې وي.

اوچا د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) په یوه راپور کې د ژمي پر مهال د زلزله ځپلو د مهمو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بیړنیو مرستو په اړه ټینګار وکړ.

په دغو اړتیاوو کې لنډمهاله سرپناه، ژمنۍ جامې، کمپلې او سون توکي شامل دي.

دغه راز یاده اداره وايي، چې زيانمنې شوې کورنۍ لنډمهاله سرپناه، خوراکي توکو، نغدي مرستو، پاکو اوبو، روغتيايي خدمتونو او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

اوچا له زلزله ځپلو سره د مرستې د څرنګوالي په بيانولو سره، له زیانمنو شویو کورنیو سره په اوږدمهال کې د مرستو په وړاندې کولو کې د نړیوالو مرستندویانو پر رول ټینګار وکړ.

د اوچا د شمېرو له مخې، په هرات ولایت کې زورورې زلزلې څه باندې ۱،۶ میلیونه وګړي اغېزمن کړي چې له دې ډلې ۱۱۴ زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا د راپور له مخې، په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله کابو ۱۴۸۰ تنه وژل شوي او ۱۹۵۰ کسان ټپیان شوي دي.

دغه راز ۲۸۹ کلي زیانمن شوي او د زیات شمیر کليو ویجاړۍ ډیرې دي.

د زنده جان او انجیل ولسوالیو ډیرو کلیو ته تر ټولو زیات زیان رسیدلی دی او یوازې په زنده جان ولسوالۍ کې څه باندې ۳۳۳۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د دغو زلزلو له امله د کورونو تر څنګ ښوونځي، روغتيايي مرکزونه او نور بنسټونه هم زيانمن شوي دي.

امریکايي سناتور: پر داسې قانون کار کوو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته مرستې ودروي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۶ GMT+۱
امریکايي سناتور: پر داسې قانون کار کوو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته مرستې ودروي
100%

د امریکا یو جمهوري غوښتونکی سناتور وايي، چې د یوې لایحې وړاندیز یې کړی، چې له مخې به یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ټولې مالي مرستې بندې شي. رن پال د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه ) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي دي، دا اونۍ به په دې لایحه بیا ځلې کار پیلوي.

دغه امریکايي سیاستوال د خپل لنډ یادښت ترڅنګ د اېکس ټولنیزې شبکې پر پاڼه د خونړیو ډالرو انځور خپور کړی دی.

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د میلیونونو ډالرو بشري مرستو لېږل ډېر پلویان او مخالفین لري.

ملګري ملتونه چې د پيسو د ټولولو او وېشلو مسووليت لري وايي؛ په افغانستان کې ميليونونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتيا لري.

مخالفین بیا وايي، چې دا مرستې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له دوام سره مرسته کوي او دا ډله د بشري مرستو په وېش او مصرف کې لاسوهنه کوي.

طالبان د کانونو په برخه کې د جاپان د پانګونې راجلبول غواړي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۸ GMT+۱
طالبان د کانونو په برخه کې د جاپان د پانګونې راجلبول غواړي
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د کانونو او ټېکنالوجۍ په برخه کې د جاپان د پانګونې غوښتنه وکړه. د عبدالسلام حنفي د دفتر د اعلامیې له مخې؛ نوموړي دا غوښتنه پرون د جاپان له پخواني سفیر تاکاشي اوکادا سره د مخه ښې په ناسته کې وکړه.

لا د جاپان سفارت په دې هکله څه نه دي ویلي؛ خو د طالبانو په اعلامیه کې د دغه هېواد د پخواني سفیر له خولې ویل شوي، چې ټوکیو له نړۍوالې ټولنې سره د کابل د نېږدې کولو هڅه کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته له رسېدو وروسته طالبان له نړۍوالو بندیزونو سره مخ او افغانستان له اقتصادي پلوه ګوښه شوی دی.

طالبان د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره د کانونو سپړلو ته مخه کړې ده او له چین سره یې په دې برخه کې څو تړونونه کړي دي.

طالبانو د تېر اګسټ په وروستیو کې هم د سرو زرو، مسو، اوسپنې او جستو په برخه کې د ۷ کانونو د استخراج تړونونه له شپږو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړل.

خو نیوکګر یا منتقدان وايي، چې دا ډله د خپلې مالي اړتیا پوره کولو لپاره کانونه په کمه بیه سپړي او د دوی دغه کار له ملي شتمنۍ سره خیانت بولي.

پاکستان کې افغان خبریالانو د دغه هېواد له لومړي وزیر غوښتي چې افغانستان ته دې یې نه ستنوي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۸ GMT+۱
 پاکستان کې افغان خبریالانو د دغه هېواد له لومړي وزیر غوښتي چې افغانستان ته دې یې نه ستنوي
100%

په پاکستان کې د افغان خبریالانو جلاوطنه فدراسیون د دغه هېواد له سرپرست لومړي وزیر غوښتي، چې دوی دې د امنیتي اندېښنو له وېرې افغانستان ته نه ستنوي. پاکستان کې د افغان خبریالانو د فدراسیون ویاند افغانستان انټرنشنل ته وویل، دوی دا غوښتنه په یوه لیک کې له انوارالحق کاکړ څخه کړې ده.

حشمت وجداني زیاته کړه، چې افغان خبریالان د جمهوریت له پرځېدو وروسته د امنیتي اندېښنو له امله دغه هېواد ته کډه شوي او درېیم هېواد ته د تللو تکل لري.

د نوموړي په خبره؛ په لیک کې له انوارالحق کاکړ غوښتنه شوې، ترهغې چې بل هېواد ته د دوی د تلو کېسونه اجرا شوي نه وي، دا خبریالان دې له پاکستانه نه ویستل کېږي.

پاکستان ته له تلو وروسته د ډېری خبریالانو وېزې هم ختم شوې دي او د کرايي کورونو څښتنانو ترې غوښتنه کړې چې ووځي.

ډېرو خبریالانو د وېزې د تمدید غوښتنه کړې؛ خو لا په کورنیو چارو وزارت کې ورته وېزې نوې شوې نه دي.

په لیک کې له کاکړ غوښتل شوي، چې د خبریالانو وېزې نوې او که کوم خبریال نوې وېزه غواړي هغو ته نوې ویزه ور کړل شي.

د افغان خبریالانو جلا وطنه فدراسیون دا لیک د رسنیو له لارې انوارالحق کاکړ ته استولی دی او وايي، هڅه کوي په خپل لاس یې هم تر نوموړي ورسوي.

د دوی دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د اکټوبر تر وروستۍ نېټې بې قانونه افغان کډوالو ته د وتلو لپاره وخت ور کړی دی.

په کور د ننه او بهر له اسلام اباد څخه بیا - بیا غوښتل شوي، چې د بې قانونه کډوالو په هکله وروستۍ پرېکړه بېرته واخلي.

خو د انوارالحق کاکړ په ګډون د دغه هېواد نور چارواکي وايي، دې پرېکړه کې بدلون نه راځي.