• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه:هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۹۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر وايي، په هرات ولایت کې له ۱۱۴ زره زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره کابو ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. اوچا وايي، چې دغه مرستې به له زيانمنو کورنيو سره د بېړنيو او اوږدمهاله مرستو په رسولو راټولې وي.

اوچا د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) په یوه راپور کې د ژمي پر مهال د زلزله ځپلو د مهمو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بیړنیو مرستو په اړه ټینګار وکړ.

په دغو اړتیاوو کې لنډمهاله سرپناه، ژمنۍ جامې، کمپلې او سون توکي شامل دي.

دغه راز یاده اداره وايي، چې زيانمنې شوې کورنۍ لنډمهاله سرپناه، خوراکي توکو، نغدي مرستو، پاکو اوبو، روغتيايي خدمتونو او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

اوچا له زلزله ځپلو سره د مرستې د څرنګوالي په بيانولو سره، له زیانمنو شویو کورنیو سره په اوږدمهال کې د مرستو په وړاندې کولو کې د نړیوالو مرستندویانو پر رول ټینګار وکړ.

د اوچا د شمېرو له مخې، په هرات ولایت کې زورورې زلزلې څه باندې ۱،۶ میلیونه وګړي اغېزمن کړي چې له دې ډلې ۱۱۴ زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا د راپور له مخې، په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله کابو ۱۴۸۰ تنه وژل شوي او ۱۹۵۰ کسان ټپیان شوي دي.

دغه راز ۲۸۹ کلي زیانمن شوي او د زیات شمیر کليو ویجاړۍ ډیرې دي.

د زنده جان او انجیل ولسوالیو ډیرو کلیو ته تر ټولو زیات زیان رسیدلی دی او یوازې په زنده جان ولسوالۍ کې څه باندې ۳۳۳۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د دغو زلزلو له امله د کورونو تر څنګ ښوونځي، روغتيايي مرکزونه او نور بنسټونه هم زيانمن شوي دي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

امریکايي سناتور: پر داسې قانون کار کوو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته مرستې ودروي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۶ GMT+۱
امریکايي سناتور: پر داسې قانون کار کوو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته مرستې ودروي
100%

د امریکا یو جمهوري غوښتونکی سناتور وايي، چې د یوې لایحې وړاندیز یې کړی، چې له مخې به یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ټولې مالي مرستې بندې شي. رن پال د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه ) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي دي، دا اونۍ به په دې لایحه بیا ځلې کار پیلوي.

دغه امریکايي سیاستوال د خپل لنډ یادښت ترڅنګ د اېکس ټولنیزې شبکې پر پاڼه د خونړیو ډالرو انځور خپور کړی دی.

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د میلیونونو ډالرو بشري مرستو لېږل ډېر پلویان او مخالفین لري.

ملګري ملتونه چې د پيسو د ټولولو او وېشلو مسووليت لري وايي؛ په افغانستان کې ميليونونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتيا لري.

مخالفین بیا وايي، چې دا مرستې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له دوام سره مرسته کوي او دا ډله د بشري مرستو په وېش او مصرف کې لاسوهنه کوي.

طالبان د کانونو په برخه کې د جاپان د پانګونې راجلبول غواړي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۸ GMT+۱
طالبان د کانونو په برخه کې د جاپان د پانګونې راجلبول غواړي
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د کانونو او ټېکنالوجۍ په برخه کې د جاپان د پانګونې غوښتنه وکړه. د عبدالسلام حنفي د دفتر د اعلامیې له مخې؛ نوموړي دا غوښتنه پرون د جاپان له پخواني سفیر تاکاشي اوکادا سره د مخه ښې په ناسته کې وکړه.

لا د جاپان سفارت په دې هکله څه نه دي ویلي؛ خو د طالبانو په اعلامیه کې د دغه هېواد د پخواني سفیر له خولې ویل شوي، چې ټوکیو له نړۍوالې ټولنې سره د کابل د نېږدې کولو هڅه کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته له رسېدو وروسته طالبان له نړۍوالو بندیزونو سره مخ او افغانستان له اقتصادي پلوه ګوښه شوی دی.

طالبان د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره د کانونو سپړلو ته مخه کړې ده او له چین سره یې په دې برخه کې څو تړونونه کړي دي.

طالبانو د تېر اګسټ په وروستیو کې هم د سرو زرو، مسو، اوسپنې او جستو په برخه کې د ۷ کانونو د استخراج تړونونه له شپږو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړل.

خو نیوکګر یا منتقدان وايي، چې دا ډله د خپلې مالي اړتیا پوره کولو لپاره کانونه په کمه بیه سپړي او د دوی دغه کار له ملي شتمنۍ سره خیانت بولي.

پاکستان کې افغان خبریالانو د دغه هېواد له لومړي وزیر غوښتي چې افغانستان ته دې یې نه ستنوي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۸ GMT+۱
 پاکستان کې افغان خبریالانو د دغه هېواد له لومړي وزیر غوښتي چې افغانستان ته دې یې نه ستنوي
100%

په پاکستان کې د افغان خبریالانو جلاوطنه فدراسیون د دغه هېواد له سرپرست لومړي وزیر غوښتي، چې دوی دې د امنیتي اندېښنو له وېرې افغانستان ته نه ستنوي. پاکستان کې د افغان خبریالانو د فدراسیون ویاند افغانستان انټرنشنل ته وویل، دوی دا غوښتنه په یوه لیک کې له انوارالحق کاکړ څخه کړې ده.

حشمت وجداني زیاته کړه، چې افغان خبریالان د جمهوریت له پرځېدو وروسته د امنیتي اندېښنو له امله دغه هېواد ته کډه شوي او درېیم هېواد ته د تللو تکل لري.

د نوموړي په خبره؛ په لیک کې له انوارالحق کاکړ غوښتنه شوې، ترهغې چې بل هېواد ته د دوی د تلو کېسونه اجرا شوي نه وي، دا خبریالان دې له پاکستانه نه ویستل کېږي.

پاکستان ته له تلو وروسته د ډېری خبریالانو وېزې هم ختم شوې دي او د کرايي کورونو څښتنانو ترې غوښتنه کړې چې ووځي.

ډېرو خبریالانو د وېزې د تمدید غوښتنه کړې؛ خو لا په کورنیو چارو وزارت کې ورته وېزې نوې شوې نه دي.

په لیک کې له کاکړ غوښتل شوي، چې د خبریالانو وېزې نوې او که کوم خبریال نوې وېزه غواړي هغو ته نوې ویزه ور کړل شي.

د افغان خبریالانو جلا وطنه فدراسیون دا لیک د رسنیو له لارې انوارالحق کاکړ ته استولی دی او وايي، هڅه کوي په خپل لاس یې هم تر نوموړي ورسوي.

د دوی دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د اکټوبر تر وروستۍ نېټې بې قانونه افغان کډوالو ته د وتلو لپاره وخت ور کړی دی.

په کور د ننه او بهر له اسلام اباد څخه بیا - بیا غوښتل شوي، چې د بې قانونه کډوالو په هکله وروستۍ پرېکړه بېرته واخلي.

خو د انوارالحق کاکړ په ګډون د دغه هېواد نور چارواکي وايي، دې پرېکړه کې بدلون نه راځي.

د ماشوم د ملاتړ اداره(سېف د چلډرن): د هرات زلزلو زرګونه ماشومان بې کوره کړل

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۱ GMT+۱
د ماشوم د ملاتړ اداره(سېف د چلډرن): د هرات زلزلو زرګونه ماشومان بې کوره کړل
100%

سېف د چلنډرن یا د ماشوم ملاتړې اداره وايي، د هرات له دوو "۶.۳" درجو زلزلو وروسته په زرګونو ماشومان بې کوره شوي دي. دې ادارې د دوشنبې په ورځ لیکلي، چې په دغه زلزله کې له درېیو زرو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۱۲ زره کورنۍ یې سختې اغېزمنې کړې دي.

د ماشومانو د ملاتړ دغې ادارې پر خپله وېبپاڼه په افغانستان کې د دې ادارې د مشر ارشد ملک په حواله لیکلي: «اوس په زرګونو کورنۍ او ماشومان بې کوره دي، بې سرپناه دي. دوی هرڅه بایللي دي.»

د هغه په خبره؛ د نورو زلزلو او د ودانیو د ړنګېدو له وېرې دوی مجبور شوي، چې په هرات کې تر شنه اسمان لاندې وخت تېر کړي.

له تېرې اونۍ راهیسې دا څویم ځل دی، چې هرات او ور څېرمه ولایتونو کې زورورې زلزلې کېږي.

طالبان وايي؛ دې زلزلو کې تر زرو کسان مړه شوي، خو ځايي خلک د مرګ ژوبلې شمېر ډېر ښيي.

طالبانو هغه ملا «خوشې» کړ چې پر کم عمره نجونو یې جنسي تېری کړی و

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۳ GMT+۱
طالبانو هغه ملا «خوشې» کړ چې پر کم عمره نجونو یې جنسي تېری کړی و
100%

د افغانستان انټرنشنل سرچېنو وویل، په تخار کې د طالبانو ملاتړی ملا، چې د ۱۰ او ۱۱ کلونو په عمر پر ۲ نجونو یې جنسي تېری کړی او انځورونه یې اخیستي، تر لنډ بند وروسته خوشې شوی دی.تېره اونۍ د مولوي فضل من الله انځورونه خپاره شول، چې ښودل یې نوموړی ۲ کم عمره نجونې له جنسي پلوه ځوروي.

ځینو سرچینو وویل، چې یوه له هغو کم عمره نجونو څخه چې ملا فضل من الله د جنسي تیري پرمهال ورڅخه انځورونه اخیستي، د یوه پخواني نظامي لور ده.

100%

د ځايي سرچينو په وينا، مولوي فضل من الله د طالبانو د حکومت په تېره دوره کې د دې ډلې يو له مسوولو کسانو څخه و.

هغه اوس کومه رسمي دنده نه لري، خو د دغې ډلې د حکومت ملاتړ کوي.

خپاره شوي عکسونه او ویډیوګانې ښیي چې هغه په ​​کم عمره نجونو د جنسي تیري پر مهال په خپل ګرځنده تلیفون کې د ځان عکسونه او ویډیوګانې اخیستې دي.

افغانستان انټرنشنل ته یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل: «ملا فضل من الله د خپلو ټولو جنسي تېریو عکسونه اخیستي او په خپل موبایل کې یې ساتلي دي.څه موده وړاندې د دې ملا موبیل خراب شوی او د جوړلو لپاره یې د تخار مرکز تالقان ته وړی و.د موبايل جوړوونکي ملا فضل پېژانده او ټول عکسونه يې ترې اړولي او بيا يې له دې ملا څخه د باج غوښتنه وکړه. نوموړي له ملا فضل څخه د درې سوه زره افغانیو د باج غوښتنه وکړه، خو ملا یوازې ۵۰ زره افغانۍ ورکړې خو عکسونه یې افشا شول»

100%

د دغو انځورونو او ویډیوګانو له خپرېدو او په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د هغوى له غبرګونونو وروسته طالبانو ملا فضل من الله ونيوه، خو درې ورځې وروسته خوشې شو.

په افغانستان کې په اخلاقي جرمونو تورنو کسانو سره د طالبانو د ډلې دوه مخی چلند څو ځله د خبرونو سرټکی شوی دی.

تېره میاشت د دغې ډلې محکمې د کابل برېښنا شرکت رییس ملا احمد اخند ته برات ورکړ. د نوموړي هغه ويډیو خپره شوې وه، چې له خپل یوه ځوان ساتونکي سره یوځای په یوه بړستن کې څملي.

تېر کال د طالبانو د پاسپورټ د دفتر د رییس ورور له څو ښځو سره د شرابو په څښلو ونیول شو، خو د هغه د محاکمې کوم راپور خپور نه شو.

پر دې دوه مخي چلند اعتراض کوونکي وايي، طالبان د اخلاقي جرمونو په تور عامو خلکو ته سزا کوي، خو د خپلو طالبانو او ملاتړو په ورته جرمونو سترګې پټوي.