• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په وزیرستان کې د پاکستان پوځ دوه عسکر له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۲ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ ناوخته په شمالي او سویلي وزیرستان کې له وسله والو سره په مخامخ جګړه کې د دغه پوځ دوه تنه وژل شوي. د راپورونو له مخې په دغه جګړه کې دوه وسله وال هم وژل شوي او یو ټپي دی.

دواړه پېښې د شمالي او سویلي وزیرستان په ګډو سیمو "اسمان منځه" او "شراونګي" کې رامنځته شوې.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي دا داسې سیمې دي چې تلیفوني شبکې پکې کار نه کوي او له سیمې ډیر معلومات نه شي ترلاسه کیدای.

هغه وايي د داسې جګړو پر مهال په سیمه کې ولسي خلکو ته هم مرګژوبله اوړي خو په وینا یې چې معلومات یې له رسنیو پټ ساتل کیږي.

تېره اونۍ هم د شمالي وزیرستان په میرعلي ولسوالۍ کې د پوځ او وسله والو تر منځ په جګړه یو پاکستانی عسکر وژل شوی و.

د پېښې مسوليت تر اوسه پورې چا نه دی منلی. خو په پاکستاني پوځ د بریدونو مسولیت تل پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي په غاړه اخلي

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

په بروکسل کې دوه کسان د ډزو له امله وژل شوي دي

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۴ GMT+۱
په بروکسل کې دوه کسان د ډزو له امله وژل شوي دي
100%

په بلجیم کې چارواکو د دوشنبې په ماښام وویل چې د دغه هېواد په پلازمېنې بروکسل کې دوه تنه په ډزو وژل شوي دي. د فرانسې خبري اژانس د بلجیمي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې وسله وال کس د پېښې له سیمې تښتېدلی دی.

د رسنیو په حواله، د دغې پېښې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ښيي یو سړی یوه تمځای ته څېرمه په اټوماټیک ټوپک څو ځله ډزې کوي.

د بلجیم د لویي څارنوالۍ د دفتر یوه ویاند ویلي چې، د برید په اړه څیړنې پیل شوي خو نوموړي د برید کوونکي د هویت او انګېزې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه

په همدې حال کې د بلجیم د کړکېچ ملي مرکز اعلان وکړ چې په بروکسل کې د ترهګریزو ګواښونو د خبرتیا کچه زیاته شوې ده.

د بلجیم لومړي وزیر الکساندر دي کروو تایید کړه چې وژل شوي کسان د سویډن وګړي وو.

هغه د سویډن لومړي وزیر ته د خپلې خواخوږۍ په څرګندولو سره، بلجیم نږدې ملګری وباله او په اېکس پاڼه کې یې لیکلي: «چې له ترهګرو سره مبارزه ګډه مبارزه ده.»

د سویډن د عدلیې وزیر ګونار سټرومر په بروکسل کې د دوو سویډني وګړو د وژل کیدو خبرونه "وحشتناک" وبلل او ویې ویل: «دولتي دفتر او اړونده چارواکي د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.»

په بروکسل کې د بلجیم او سویډن د فوټبال د ملي ټیمونو لوبه هم وځنډول شوه او نندارچیانو ته په لوبغالي کې د پاتې کېدو لارښوونه وشوه.

د ملګرو ملتونو چارواکی: غزه کې له ۵۰زره د ډېرو مېندوارو مېرمنو روغتیا له ګواښ سره مخامخ ده

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۳ GMT+۱
د ملګرو ملتونو چارواکی: غزه کې له ۵۰زره د ډېرو مېندوارو مېرمنو روغتیا له ګواښ سره مخامخ ده
100%

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ټولنیز صندوق استازي ډومینیک الن خبرداری ورکړ، چې د غزې روغتیایي سیسټم د له منځه تلو په درشل کې دی.

نوموړي د دوشنبی په ورځ وویل، چې د روغتیایی وسایلو د کموالي او د ناسمو روغتیایي شرایطو له امله په غزه کې د شاوخوا ۵۰ زره مېندوارو مېرمنو روغتیا له ګواښ سره مخامخ ده.

ښاغلي الن له سي، اېن، اېن سره په خبرو کې د مېندوارو ښځو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل:« د غزې روغتیایی سیسټم د سقوط په درشل کې دی او دغه مېندواره مېرمنې چې موږ یې په اړه جدي اندېښمن یو، د پناه اخیستو لپاره هیڅ ځای نه‌لري.»

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې د مېندوارو ښځو له دغه شمېر څخه شاوخوا ۵ زره تنه یې ښایي په راتلونکي میاشت کې ماشومان وزېږوي او وار د مخه یو شمېر یې له ستونزو سره هم مخامخې دي.

هغه سي، اېن، اېن ته وویل:« تاسو تصور وکړئ، چې د مېندوارۍ او زېږون په وروستیو پړاوونو کې له احتمالي ستونزو سره مخ یاست، جامو، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لرئ او تاسو ډاډه نه یاست، چې یوه ورځ وروسته، یو ساعت وروسته، یوه دقیقه وروسته، تاسو او ستاسو ماشوم ته څه پېښېدونکي دي؟»

ښاغلي الن د غزې د روغتونونو د «زړه بوږنوونکو» پېښو په اړه وویل، چې « غزې ته د بشري مرستو کاروان ته باید د ننوتلو اجازه ورکړل شي او بايد د بشري مرستو دهلیز جوړ شي، چې په دې توګه بشري قوانین په پام کې ونیول شي.»


اسوشیټیډ پرېس تېره ورځ په غزه کې د روغتیایي کارکوونکو له خولې راپور ورکړ، چې د دغې سیمې روغتونونه د اسراییلو د بریدونو له امله له ټپیانو ډک دي او د تېلو او درملو د کمښت له امله د زرګونو کسانو د مړینې شونتیا هم شته.

ملګرو ملتونو هم اعلان وکړ، چې په غزه کې د روغتونونو جنراتورونه به یوازې د دوو نورو ورځو لپاره کار ورکړي او دا د هغو زرګونو ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي چې، په روغتونونو کې بستري دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د اسراییلو پوځ تورن کړی چې «طبي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ په نښه کوي.»

د قطر په منځګړیتوب روسیې یو شمېر اوکرایني ماشومان خوشې کړل

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۹ GMT+۱
د قطر په منځګړیتوب روسیې یو شمېر اوکرایني ماشومان خوشې کړل
100%

له څو میاشتو مذاکرتو وروسته د قطر هېواد نن اعلان وکړ، چې روسیې یو شمېر اوکرایني ماشومان بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړل او دغه ماشومان به بېرته خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې نن دوشنبه (د تلې ۲۴مه) ویلي، چې دا د زرګونو هغو اوکرایني ماشومانو د ستنولو د بهیر پیل دی، چې د روسیې او اوکراین له جګړې را وروسته روسیې نیولي وو.

په بیان کې نه دي راغلي، چې تر اوسه څومره ماشومان خوشې شوي دي.

قطري رسنیو خبر ورکړی، چې د دغو ماشومانو د خلاصون مذاکرات چې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوي، څو میاشتې وخت یې نیولی او په دغو ماشومانو کې څلور ماشومان چې عمرونه یې د ۲ او ۱۷ کلونو تر منځ وو، د یو ځانګړي تفاهم په اساس خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپلې اعلامیې کې زیاته کړې، چې په مسکو کې د قطر سفارت به د دغو ماشومانو ساتنه کوي او تر هغه به دوی مرسته کوي، تر څو چې یاد ماشومان خپلو کورنیو ته تسلیم شي.

وروسته له هغې چې یو شمېر اوکرایني چارواکو ادعا وکړه، چې روسیې له اوکراین سره په روانه جګړه کې یو شمېر ماشومان په زوره نیولي، د جرمونو نړۍوالې محکمې د مارچ په میاشت کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو حکم ورکړ.

له دغې اعلانه یوه ورځ وروسته کرملین ماڼۍ په یوه بیان کې د جرمونو د نړۍوالې محکمې دغه پرېکړه مسخره وبلله او ویې ویل، چې روسیه دغه محکمه په رسمیت نه پېژني.

وروسته له هغې چې د روسیې له خوا پر اوکراین برید وشو، اوکرایني چارواکو په بار – بار ادعاوې وکړې، چې روسیه په خپل جګړه ییز بهیر کې ملکي وګړي په نښه کوي او یو شمېر ماشومان یې په زوره نیولي دي.

د برېتانيا لومړی وزیر: د حماس چلند د فلسطيني ولس استازيتوب نه کوي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۵ GMT+۱
د برېتانيا لومړی وزیر: د حماس چلند د فلسطيني ولس استازيتوب نه کوي
100%

د برېتانيا لومړي وزير ريشي سونک د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۲۴مه) په فلسطين کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره د فلسطيني ادارې د مشر محمود عباس د دريځ ملاتړ وکړ.

نوموړي وویل؛ هغه د عباس سره موافق دی، چې د حماس "وحشیانه کړنې" د فلسطین د خلکو د ارادې استازیتوب نه کوي.

د محمود عباس په مشرۍ د فلسطین اداره په لویدیځه غاړه کې حکومت کوي او ځان د ټول فلسطین د خلکو استازی ګڼي. دغې ادارې په ۲۰۰۷ کال کې له حماس سره له یو لړ نښتو وروسته د غزې کنټرول له لاسه ورکړ.

د فلسطیني ادارې خبري اژانس تېره ورځ خبر ورکړی، چې محمود عباس د اسراییل او حماس تر منځ په جګړه کې د اسراییلي او فلسطیني اتباعو وژل کېدل غندلي دي.

بل خوا ملګرو ملتونو، برېتانیې، فرانسې، ایران، روسیې، چین او یو شمېر نورو هېوادونو له اسراییلو غوښتي، چې غزې ته دې د بشري مرستو د ورتلو اجازه ورکړي او په دغه تړانګه کې دې له ټولیزې سزا مخنیوی وکړي.

خو د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې دوی به تر هغه وخته جګړې او بندیزونو ته دوام ورکوي، تر څو یې چې حماس په بشپړ ډول له منځه نه وي وړی.

د امریکا پولیسو د مسلمان ماشوم قاتل نیولی او بایډن پر دغه وژنه خواشیني څرګنده کړې

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۷ GMT+۱
د امریکا پولیسو د مسلمان ماشوم قاتل نیولی او بایډن پر دغه وژنه خواشیني څرګنده کړې
100%

وروسته له هغې چې د امریکا په ایلینوي ایالت کې پولیسو د یوه شپږ کلن مسلمان هلک د وژلو او د هغه د مور د ټپي کولو په تور یو ۷۱ کلن سړی ونیو، د امریکا ولسمشر جوبایډن دغه پېښه غندلې ده او ویلي یې دي، چې امریکا د دا ډول اعمالو ځای نه دی.

د ویل کاونټي(ولسوالۍ) د پولیسو په وینا؛ د دې وژنې انګیزه مذهبي کرکه وه او د حماس او اسراییل ترمنځ له وروستۍ جګړې سره یې تړاو درلود.

د دې ولسوالۍ پولیسو په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه سړي یاد شپږ کلن مسلمان ماشوم د پوځي چاقو په څېر د ۱۸ سانتي مترو په تیغ ۲۶ځله په چړو وهلی دی.

پولیسو زیاته کړې، چې د هلک ۳۲ کلنه مور هم څو وارې په چړو وهل شوې، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د دغې ښځې نوم حنان شانین او زوی یې وادي الفیومي نومیږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن نن دوشنبه ( د تلې ۲۴مه) پر خپلې اېکس پاڼې د دغې پېښې د رامنځته کېدا له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي، چې له پېښې خبر شوی د قربانیانو کورنۍ ته یې تسلیت ویلی.

هغه یاته کړې: “په امریکا کې د یوې مسلمانې فلسطیني کورنۍ پر وړاندې دا ډول نفرت انګیزه عمل ځای نه لري”.

بل خوا پولیسو ویلي، چې څارنوالانو دا معلومه کړې ده، چې بریدګر دغه مور او ماشوم په غزه کې د اسراییل او حماس تر منځ د شخړې له امله په نښه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) د امریکا د فيډرالي پولیسو مشر له خبریالانو سره په خبرو کې پر اسراییل د حماس له برید وروسته د امریکا پر خاوره د ګواښونو د زیاتوالي اعلان وکړ.

تر دې مخکې د فرانسې پولیسو د یوه ځوان مسلمان له خوا د یوه فرانسوي ښوونکي د وژل کېدو خبر تایید کړی و او ویلي یې وو، چې دغه وژنه په منځني ختیځ کې له پېښو سره تړاو لري.