• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کراچۍ کې د لاسي بم د چادونې له امله د یوې کورنۍ ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۸ GMT+۱

د کراچۍ پولیسو پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه ناوخته مهال د کراچۍ د لیاري په بهار کالونۍ سیمه کې پر یوه کور لاسي بم ور غورځول شوی، چې له امله یې یو تن وژل شوی او اته نور ټپیان دي.

د سیمې د پولیسو مشر اسد رضا ای ار وای خبري شبکې ته ویلي؛ د شپې ناوخته مهال یو شمېر موټر سایکل سپرو پر یوه کور لاسي بم ورغورځولی، چې له امله یې یوه مېرمن وژل شوې او د دوو ماشومانو په ګډون د کورنۍ اته غړي یې ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې پولیس د پېښې سیمې ته ورغلي او ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

دا نه ده څرګنده، چې د دغې پېښې لامل څه و او د چا له خوا رامنځته شوې ده؟ خو د دغې سیمې اکثر اوسېدونکي بلوڅان دي، چې کله نا کله په دغه سیمه کې پر پولیسو هم بریدونه کیږي.

له دغې پېښې دوه میاشتې وړاندې په همدغې سیمې کې د هدفي بریدونو څو پېښې رامنځته شوې وې، چې له امله یې یو شمېر حکومتي کسان وژل شوي وو.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

په وزیرستان کې د پاکستان پوځ دوه عسکر له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۲ GMT+۱
په وزیرستان کې د پاکستان پوځ دوه عسکر له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي
100%

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ ناوخته په شمالي او سویلي وزیرستان کې له وسله والو سره په مخامخ جګړه کې د دغه پوځ دوه تنه وژل شوي. د راپورونو له مخې په دغه جګړه کې دوه وسله وال هم وژل شوي او یو ټپي دی.

دواړه پېښې د شمالي او سویلي وزیرستان په ګډو سیمو "اسمان منځه" او "شراونګي" کې رامنځته شوې.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي دا داسې سیمې دي چې تلیفوني شبکې پکې کار نه کوي او له سیمې ډیر معلومات نه شي ترلاسه کیدای.

هغه وايي د داسې جګړو پر مهال په سیمه کې ولسي خلکو ته هم مرګژوبله اوړي خو په وینا یې چې معلومات یې له رسنیو پټ ساتل کیږي.

تېره اونۍ هم د شمالي وزیرستان په میرعلي ولسوالۍ کې د پوځ او وسله والو تر منځ په جګړه یو پاکستانی عسکر وژل شوی و.

د پېښې مسوليت تر اوسه پورې چا نه دی منلی. خو په پاکستاني پوځ د بریدونو مسولیت تل پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي په غاړه اخلي

ځايي سرچینې: د افغان کډوالو په اړه د غونډې جوړونکی پښتون فعال "حیات روغانی" پولیسو نیولی

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۴ GMT+۱
ځايي سرچینې: د افغان کډوالو په اړه د غونډې جوړونکی پښتون فعال "حیات روغانی" پولیسو نیولی
100%

په پيښور پرېس کلپ کې سرچینې وايي، چې د پاکستان پولیسو پښتون فعال حیات روغانی هغه وخت ونیو، چې د افغان کډوالو په اړه یې غونډه رابللې وه. سرچینې زیاتوي؛ پاکستاني پولیسو د پېښور پرېس کلب محاصره کړی او اجازه نه ورکوي، چې دغه غونډه ترسره شي.

د مفکوره او هنري ټولنه، چې سرپرستي یې پښتون لیکوال او شاعر حیات روغانی کوي؛ نن دوشنبه (د تلې ۲۳مه ) د امن، افغان کډوالو پر ستونزو او حلارو پر موضوعاتو ټول ګوندیز کنفرانس رابللی و.

100%

په پېښور کې ځايي خبریالان وايي؛ پاکستاني پولیسو حیات روغانی ونیو او بیا وروسته یې د پېښور پرېس کلب کلابند کړ.

هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، په کې ګڼ شمېر پاکستاني پولیس ښکاري چې په پېښور کې د خبریالانو مرکز کلابند کړی دی.

یو شمېر پښتنو سیاستوالو او فرهنګیانو د پېښور پولیسو دا چاره غندلې ده.

دوی زیاتوي؛ حیات روغاني غوښتل چې د افغانانو پر وړاندې د روان چلند په اړه غونډه جوړه کړي.

دغه سیاستوالو او فرهنګیانو د حیات روغاني د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

تر اوسه پورې پاکستاني پولیسو په رسمي ډول په دې اړه څه نه ویلي.

محسن داوړ: حکومت دې قبایلي سیمو کې د جرګو له خوا د کورونو د ورانېدو مخنیوی وکړي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۹ GMT+۱
محسن داوړ: حکومت دې قبایلي سیمو کې د جرګو له خوا د کورونو د ورانېدو مخنیوی وکړي
100%

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې په قبایلي سیمو کې د جرګو له خوا د کورونو د ورانېدو مخه ونیسي. نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند د دفتر د پرانیستې په مراسمو کې د جرګو دا کار په حکومت کې یو بل حکومت وباله.

هغه د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په قبایلي سیمو کې د جرګو په حکم د کورونو ورانول یا سوځول ګډوډي رامنځته کوي او د قوت استعمال یوازې د دولت حق دی.

د محسن داوړ دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو جرګې د هغه کس کور ته اور اچولی چې خپله مېرمن یې وژلې وه.

دغې جرګې د محسن داوړ د ګوند دوو غړو ته هم ویلي، چې په حکومتي ناستو کې د ګډون له امله به هر یو پنځه - پنځه لکه روپۍ ناغه ورکوي او یا به یې کور سوځول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د روان کال له پیله ناامنۍ زور اخیستی او په قبایلي سیمو کې یو شمېر جرګه ګۍ بېرته فعالې شوې دي.

دغه جرګې د خپلو سیمو یو شمېر فیصلې په خپله کوي او په دودیز ډول د جرګې له پرېکړې سرغړوونکو ته سزا ورکوي.

پاکستان له ۱۲ زره افغانانو سره د جعلي پاکستاني پاسپورټونو په هکله تحقیقاتي کمېټه جوړه کړه

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۰ GMT+۱
پاکستان له ۱۲ زره افغانانو  سره د جعلي پاکستاني پاسپورټونو په هکله تحقیقاتي کمېټه جوړه کړه
100%

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د هغو جعلي پاسپورټونو په هکله د پلټنې لپاره کمېټه جوړه کړې چې څه موده مخکې په سعودی کې له ۱۲ زرو افغانانو سره نیول شوي دي. په دې پنځه کسیزه کمېټه کې د کورنیو چارو وزارت، نادرا یا د شناختي کارټونو اداره اود دغه هېواد د فدرالي پلټنو ادارې کسان شامل دي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، دا کمېټه به ۱۵ ورځو کې دجعلي پاسپورټونو د صدور د مخنیوي په هکله خپل وړاندیزونه وکړي او هم به سعودي ته د تلونکو د نادرا، فدرالي پلټنو ادارې او پاسپورټ کارمنانو مسوولیتونه مالوم کړي.

دا کمېټه له هغه وروسته جوړېږي چې تېره اونۍ د سعودي چارواکو په ریاض کې د پاکستان سفارت ته خبر ورکړی چې ۱۲ زره پاکستاني پاسپورټونه یې له افغانانو سره نیولي دي.

تر اوسه لا روښانه نه ده، چې سعودي عربستان په څومره موده کې دغه دولس زره پاسپورټونو په نښه کړي او نیولي دي.

سعودي چارواکو هم د هغو افغانانو په اړه چې دغه پاسپورټونه ورسره نیول شوي، څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې پاکستاني پولیسو څو وارې ویلي وو، چې یوشمېر هغه کسان یې نیولي چې افغانانو ته یې پاکستاني کارټونه او پېژندپاڼې وېشلې وې.

دا پېښور دی

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۲ GMT+۱
•
نورالبشر نوید
دا پېښور دی
100%

پېښور د ادب، سياست، صحافت او د افغانانو د مهاجرت کور دی – د پښتونحوا هره لاره ورته راغلې ده، چې څوک درنه ورک شي نو په پېښور کې یې ګوره، خو اوس عجيبه ټوقه وشوه. ادب پکې داسې تقسيم دی لکه د مذهبی مسلکونو.

تر اوسه پورې یې د پښتو په املا باندې صلاح رانغله، نوی پښتون نسل حېران دی چې مونږ خپلې مور ژبې له په کومه لاره ورشو.

سياست پکې لکه د مېدان د ډمې ګډېږی چې کوم خوا د مېدان طرف ګرم وي سياست هلته د حرص او هوس بازار کړی، د قام پته نه لګی بس خو د سرونو يو هجوم دی او هر سر قيمت لري، څه سرونه داسې هم دي چې نه قيمت لري نه ارزښت لري، ته به وایې تنې د بل دي سرونه د بل چا دي.

په پېښور کې صحافت د اوکراین د جنګ په وجه د کاغذ په بحران کې داسې راټول شو چې سایز ئې وړوکی شو، څه د کاغذ ګرانيڅه د صحافيانو په سوشل ميډيا د خپل صحافت دوکانونه پرانستي دي او اخبارونه د نټ د خبرونو ژباړې ته ناست دي، هاغه صحافت اوس نشته چې غاصب رياست ته ترې د بغاوت خطره وه.

اوس ټول لفظونه حرفونه بې معنا او بې لشې دي، قلمونه د استخباراتي شبکو په بندو لفافو خپل خپل نرخونه لري، خبرونه ورته د تبصرو او تجزيو لپاره د اسلام اباد نه لکه د وحې نازل شي او دغه خولې د سرکار مایک دی او داسې قلمونه اوس دا نه ليکی چې ”ن والقلم و ما يسطرون“، اوس داسې ليکي چې قسم مې دی په هغه سرکار وي چې څه وايي.

قلمونو خپل د رښتياوو قسمونه بدل کړي دي، پېښور ورته حیران حیران ګوري چې دا په ما څه دي او دا تۀ څهوايي؟؟

د افغانانو د مهاجرت هغه کور اوس کور پاتې نشو، هغه څلوېښت کاله وړاندې چې په تود جنګ او د بارودو په ترخه لوخړه کې هم خلقو ژوند کاوه، اوس چې په ډالرو کې هغه بېن المللي امداد بند شو نو د" کرایې سپايان "وايي مذهبي انساني اخلاقي سفارتي احساس هم ختم شو – دا احساس د ډالرو اکسيجن ماسک وو – اوس پېښور ته خلق د رحمان باباپه ژبه وايي!!

په سبب د ظالمانو حاکمانو

کور او ګور او پېښور درې واړه يو دي

دا هاغه پېښور دی چې ګرم و نو دومره ګرم و چې احساس له یې د پښتو او پښتونولۍ حرارت ورکولو، اوس چې سوړ شو يخ شو نو دومره يخ شو لکه د کرشن چندر د اُردو افسانې "ٹھنڈا گوشت“

پېښور يخ شوی د لاوارثه مړي په شان دی، خپل قامي سياستونه د شيشم باغ د ونو خالي خاموشه جالې دي، د پنجاب تور کارغان پکې کران کران اوازونه کوي، حالاتو د خوشحال شهباز له سترګې ګنډلی دي او په پردۍ منګل ناست دی، پېښور په افسوس وايي:

باز مې کارغانو سره لاړو

مردارې غوښې یې خوراک شوې مړ به شينه

اوس زمونږ ژوند او مرګ بېخی يو شان دی، د ازادۍ د ”ګمنام سپايي“ ورک سپايي ورته وايي، مونږ په خپله جنازه ژوندي مړي ولاړ یو، د جنازې د امام تکبير هم الله اکبر دی او د خودکش اواز هم الله اکبر دی

شهيد پکې مشکوک دی او غازې پکې بدنام

پښتون عجيبه جنګ ته دیرواتی په جنجال

خاموش سوړ شویوېرېدلی پېښور څو څو ځله ووايي چې ای د مذهب لويو لويو اُستاذانو تاسو د بهرنۍ دنيا په ملکونو کې د قرآن شريف په توهين راپاڅئ هر څوک خپلې خپلې نعرې ووهي خو دا زما په پښتون جوماتونو کې چې قرآن شريفونه لکه د بابړې والوزي وسوځي نو دا خو هم هاغه قرآن دی – د پېښور ځمکه اوس هم توده ده لکه چې د اور ټوټه وه – په دغه توده ځمکه د پنجاب سوالګرې ګرځي چې په لس روپۍ پښتنو له په اردو کښې د جنت ټکټ ور کوي.

يا په دغه توده ځمکه مزدوران د سحر په خړه په چوکونو ناست وي چې مزدورۍ له به مو څوک بوځي چي لمر د اسمان منځ ته راشي نو بيا مزدوران سوالونو ته لاس ونيسي.

پښتانه اولسونه په خپل اوښيار ښار کې کم عقل شوي دي چې د پوليو څاڅکو ته حرام وايي، شراب چرس پوډر ايس څښي خو د پوليو وېکسين پکې کافران دي.

ټوله پښتونخوا په يو عجيبه کشمکش کې پرته ده چې زمونږ بجلۍ د تربېلې او ورسک ډيمونو د اوبو بجلۍ په مونږ د پنجاب د پټرولو په نرخ خرڅوي- شور شو تا به وېل چې پښتنو د خپل حق لپاره بغاوت وکړو د بجلۍ بلونه یې وسېځل خو چې پېريانو ماماګانو اسلام اباد ته غوږ کې وویل- نوره غلا پرېږدئ د بجلۍ غلان راونيسۍ نو شور غلی شو چې خلکو پوزې له نتکۍ غوښته سرکار ترې پوزه پريکړه هر چاسره د خپلې پوزې غم شو ټول خلک چوپ شول - هاغه د غورځنګونو ښار نه ساه ووتله خو په يوه هيله په سلګو سلګو کې ساه اخلي چې دا ليډران رهبران به د ګټونو نه سر راوباسي.

ټول حاکمان مالکان به اوس اوس د راوتو لپاره ځانونه جوړوي چې د راروانو ټولټاکنو جلسې جلوسونه به پېښور ته سلامونه کوي، خو پېښور پورې به بيا هم ژبه نه وي چې په دغه شور، چغو او د زنده باد په نعرو کې ورته په بوغ اواز ووايي:

اوړی دې کوز پنجاب کې تېر کړو

په ژمي راغلې سلامت غواړې خالونه

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.