د امریکا ولسمشر: حماس د فلسطین د خلکو استازیتوب نه کوي

د امریکا ولسمشر جوبایډن اسراییل ته د سفر پر مهال ویلي وو، چې د حماس وسله واله ډله د فلسطین د خلکو استازیتوب نه کوي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې فلسطینیان د حماس ملاتړي نه دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن اسراییل ته د سفر پر مهال ویلي وو، چې د حماس وسله واله ډله د فلسطین د خلکو استازیتوب نه کوي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې فلسطینیان د حماس ملاتړي نه دي.
ښاغلي بایډن د اسراییلي مشرانو سره تر لیدنې وروسته پر خپلې اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي: "اجازه راکړئ چې روښانه کړم؛ د فلسطین مطلق اکثریت د حماس ملاتړي نه دي".
هغه زیاته کړه: "حماس د فلسطین د خلکو استازیتوب نه کوي".
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې اسراییل باید یو ځل بیا د یهودانو لپاره خوندي ځای شي.
جو بایډن همدا راز اعلان وکړ، چې متحده ایالات به غزې او لویدیځې غاړې ته د بشردوستانه مرستو په برخه کې د نوې بودیجې لپاره 100 ملیون ډالر ځانګړي کړي.
تر دې مخکې ښاغلي بایډن د اسراییل له لومړي وزیر سره په کتنه کې د غزې په الاهلي روغتون باندې د سې شنبې د شپې د برید په اړه خپل دریځ تکرار کړ او ویې ویل چې دا برید د بل لوري کار دی.
ځايي فلسطيني چارواکي، چې پر الاهلي روغتون د بريد پړه پر اسرایيلي پوځ اچوي، وايي چې په بريد کې سلګونه کسان وژل شوي دي.


په داسې حال کې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چین په سفر دی؛ د غزې په یوه روغتون کې د چاودنې په تړاو یې ویلي، چې په روغتون کې چاودنه یو وحشتناک ناورین دی او د دواړو خواو تر منځ باید د مذاکراتو له لارې ستونزه حل شي.
تېره ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي وو، چې داسې ښکاري دا کار د اسراییل نه بلکې له بل لوري شوی دی.
خو د نوموړي له څرګندونو وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دواړو خواوو تر منځ د مذاکراتو وړاندیز کړی او پر دغه پېښه یې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
هغه وويل: "په دغه بريد کې يوه ناوړه او وحشتناکه تراژیدي رامنځته شوې، چې سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې، دا یو ناورین دی”.
نوموړي ټینګار وکړ، چې ژر تر ژره دې مذاکرات پیل شي او نښتې ته دې د پای ټکی کېښودل شي.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن پر خپلې ایکس پاڼې د فلسطین په غزه کې پر هغه روغتون د برید په اړه "سخته" خواشیني څرګنده کړې وه، چې پکې تر ۵۰۰ ډیر کسان وژل شوي.
همداراز نوموړي له ننتیاهو سره له لیدو وروسته وویل، چې داسې ښکاري دا برید له بل لوري څخه شوی وي.
د امریکا د ولسمشر دا ډول څرګندونې د حماس یو شمېر مشرانو ړوند تعصب بللی دی.

حماس د فلسطیني ډلو له خوا په غزه کې د روغتون د چاودنې په اړه د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دا د اسراییل په ملاتړ د امریکا «ړوند تعصب» دی. جو بایډن ویلي؛ داسې ښکاري چې دا کار د اسراییل نه بلکې له «بل لوري» دی.
ښاغلي بایډن د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۲۴مه) د اسراییل له لومړي وزیر سره د لیدو لپاره تل ابیب ته له رسېدو وروسته وویل، چې ډېر خلک له دې نظر سره موافق نه دي.
د امریکا ولسمشر د غزې په الاهلي روغتون کې له چاودنې وروسته وویل، چې د سپینې ماڼۍ امنیتي ټیم ته یې امر کړی چې په دې اړه څېړنې وکړي.
وروسته له هغه چې په دغه روغتون کې لږ تر لږه ۵۰۰ ملکي کسان ووژل شول، اسراییل د دې برید مسوولیت نه دی منلی او څرګنده کړې یې ده، چې دا د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې کار دی.
د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې دا تور نه دی منلی.
د ځینو هېوادو یو شمېر مشرانو د دغې خونړۍ پېښې د څېړلو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر په بېجینګ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي، چې پکې د دواړو خواو له خوا د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا بحث شوی.
دا لیدنه وروسته له هغې کیږي، چې په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو راپورونه خپاره کړل، چې د ای ایم ایف د پور په بدل کې پاکستان پر اوکراین یو شمېر توغندي او نورې وسلې پلورلې دي.
د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ پر خپلې اېکس پاڼې له ولادیمیر پوتین سره د لیدنې یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې نوموړي له روسیې سره د دوه اړخیزو همکاریو هیله مندي ښودلې ده.
نوموړي په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد د فعالیت، د پاکستان او روسیې مشترک اهدافو ته هم اشاره کړې ده.
همداراز د پاکستان د سرپرست لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خپر باڼه کې راغلي، چې سرپرست لومړي وزیر د پاکستان د دفاع، د استخباراتي معلوماتو د تبادلې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له روسیې سره د اړیکو د پراختیا هیله مندي هم ښکاره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې پاکستان د امریکا له ملاتړه برخمن هېواد ګڼل کیږي، که چېرې له روسیې سره د پاکستان اړیکې غښتلې کیږي، ښايي له امریکا سره یې پر اړیکو منفي اغېز وښیندي.
خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا پر اقتصادي همکاریو او پیاوړتیا ټینګار کړی او د امنیتي همکاریو په اړه روسي رسنیو څه نه دي خپاره کړي.
د پاکستان او روسیې تر منځ اړیکې وروسته تر هغې لا ډېرې خرابې شوې، چې د اوکراین جګړې په لومړیو ورځو کې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان روسیې ته لاړ او د اقتصادي اړیکو د پراختیا ژمنه یې وکړه.
هم مهاله په پاکستان کې د عمران خان پر ضد یو شمېر ګوندونو اتحاد وکړ او د نوموړي حکومت ته یې د عدم اعتماد رایه وکړ.
وروسته له دغو بدلونونو د رهبرۍ په کچه له روسیې سره د پاکستان اړیکې سستې شوې او د پخواني لومړي وزیر عمران خان په وینا، چې د ده حکومت یوازې له دې امله نسکور شو، چې دوی غوښتل له روسیې څخه ارزان تېل تر لاسه کړي او امریکا یې مخنیوی کاوه.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې د فرانسې شپږ هوايي ډګرونه د چهارشنبې په سهار (د تلې په ۲۶مه)د یوه ایمیل له لارې د ګواښ د تر لاسه کولو وروسته تخلیه شول.
د فرانسې پولیسو ویلي، چې امنیتي ځواکونه د لیل، لیون، نانټ، نیس، ټولوز او بوره په هوايي ډګرونو کې دا موضوع څېړي.
همداراز دفرانسې هوایي شرکت ډاډ ورکړی، چې دا اندېښنې له بمي ګواښونو سره تړاو نه لري.
په وروستیو ورځو کې د ورته ګواښونو په دوام، د لوور موزیم، د ورسا ماڼۍ او څو ښوونځي تخلیه شوي دي.
همدارنګه فرانسوي شرکت چې د شارل دوګل، پاریس اورلي او پاریس لو بورژه هوایی ډګرونه اداره کوي ډاډ ورکړی، چې په دې مرحله کې د بمي ګواښونو په اړه اندېښنه نه لري.
دغه شرکت فیګارو ورځپاڼې ته ویلي، چې په پاریس کې د فرانسې هېڅ هوايي ډګر له بمي ګواښونو سره نه دی مخ. همداراز دغه شرکت ټینګار وکړ: «په دې برخه کې موږ ډېر هوښیار یو».

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په خپله ایکس پاڼه د فلسطین په غزه کې پر هغه روغتون د برید په اړه "سخته" خواشیني څرګنده کړې چې پکې تر ۵۰۰ ډیر کسان وژل شوي. هغه ویلي تر دې برید وروسته یې سملاسي د اردن پاچا عبدالله او د اسرایيل لومړي وزیر بنیامين نتنیاهو سره په دې اړه خبرې کړې دي.
ولسمشر بایډن د دې خبرو په اړه نور جزیات نه دي لیکلي.
د راپورونو له مخې تېره ورځ سه شنبه د فلسطین غزې تړانګې پر الاهلي روغتون باندې د اسراییل په برید کې تر ۵۰۰ ډیر فلسطینیان وژل شوي.
دغه برید په نړيواله کچه غندل شوی او ځینو مسلمانو هیوادونو پرې غبرګون ښودلی.
ولسمشر بایډن وړاندې ويلي: «د ملي امنيت ډلې ته مې لارښوونه کړې چې په دې اړه لا زیاتې څېړنې وکړي او نور معلومات راغونډ کړي.»
هغه ټينګار کړی چې د جګړې پر مهال دې د ولسي خلکو خوندیتوب ته باید پام وشي او دی د دغه کار ملاتړی دی.
په پام کې ده چې د اسراييل او حماس تر منځ له جګړې وروسته د امريکا ولسمشر نن چهارشنبه (د تلې ۲۵مه) اسراييل ته سفر وکړي.
سپینې ماڼۍ ویلي، چې جو بایډن به د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره له کتنې وروسته د اردن پلازمېنې عمان ته ولاړ شي او هلته به د اردن له پاچا، د مصر له ولسمشر او د فلسطیني ادارې له مشر سره وګوري.
خو اردن په دغه هيواد کې د جو بایډن په ګډون د ځينو مشرانو پلان شوې غونډه لغوه کړې ده.
د اردن د باندنیو چارو وزیر ایمن الصفدي ویلي اردن د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن سره پلان شوې غونډه لغوه کړه.
دا غونډه د اردن پلازمېنه امان کې پلان شوې وه چې ښاغلی بایډن پکې د اردن، مصر او فلسطین له مشرانو سره وګوري.
تر دې وړاندې د فلسطین ولسمشر محمود عباس هم ویلي و چې له ولسمشر بایډن سره یې لیدنه لغوه کړې ده.
په دې وروستیو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دوه ځلې اسراییل ته سفر کړی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې خبرې کړې دي.
انټوني بلېنکن سعودي عربستان، مصر او قطر ته هم سفرونه کړي او د دغو هېوادونو له مشرانو سره یې د حماس او اسراییل تر منځ د شخړې په اړه خبرې کړې دي.
له دې مخکې جو بایډن له بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي وو، چې امریکا د اسراییل تر څنګ ولاړه ده او د اسراییل د دفاع له حق څخه ملاتړ کوي.