د امریکا دفاع وزارت وايي، دا توغندي او ډرونونه د ایران ملاتړو حوثي وسلوالو و او ښايي اسراییل یې په نښه کړی و.
د پنټګان ویاند برید جنرال پټریک ریډر وايي، دې بریدونو ته د کوم ممکنه غبرګون وړاندوینه نه کوي، خو د امریکايي او ایتلافي ځواکونو پرضد هر ګواښ د مخنیوي لپاره به ټول اړین ګامونه پورته کړي.
د اکتوبر پر اومه د حماس له برید وروسته چې اسراییل وايي، ۱۴ سوه کسان یې پکې وژل شوي تل ابیب پر غزه بریدونه پیل کړي دي.
په دې بریدوڼو کې نږدې څلور زره فلسطنیان وژل شوي او تر ۱۲ زرو ډېر ټپي شوي دي.
له عراق د امریکايي پوځ د وتلو غوښتنه
عراق کې د امریکايي پوځ الاسد اډه
د پنټګان ویاند ریډر په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه د حماس او اسراییل جګړه پورې تړلي نه بولي.
خو د عراق شیعه مذهبي مشر ایت الله علي سیستاني پر غزه د اسراییل د بریدونو له غندلو سره له نړۍ غوښتي چې د دې وحشت په مقابل کې یوموټی شي.
د ایران نږدې ملاتړې او ځواکمنې وسلوالې ډلې کتایب حزب الله هم امریکا د بې ګنا خلکو په وژلو کې د اسراییل پر ملاتړ تورنه کړې او ترې غوښتي یې دي چې له عراق ووځي.
تېرو کلونو کې هم د ایران ملاتړو وسلوالو په عراق کې بیا بیا پر امریکايي ځواکونو سربېره د دغه هېواد پر سفارت هم راکټي بریدونه کړي دي.
امریکا په عراق کې دوه نیم زره او سوره کې نهه سوه سرتېري لري او ځايي ځواکونه د اسلامي دولت ضد روزي او ملاتړ یې کوي.