• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د کابل برېښنا رییس چې له ساتونکي سره د څملاستو ویډیو یې نشر شوې وه له دندې ګوښه کړ

۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۳ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلی مکتوب ښيي چې د کابل برېښنا رییس ملا احمد له دندې ګوښه او پرځای یې مولوي عبدالستار ګومارل شوی دی. څو میاشتې وړاندې له خپل ساتونکي سره په یوه بستره کې د ملا احمد د څملاستو وېډیو خپره شوې وه، خو وروسته د طالبانو قضايي ادارې نوموړی سپین وباله.

طالبان چې د خپلو کسانو ګومارل رسنیز کوي او لا هم رسنۍ ور غواړي، تېره ورځ یې له رسنیو پرته د کابل برېښنا نوی رییس په خپل کاري دفتر کې معرفي کړی دی.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په رسېدلي مکتوب کې راغلي چې د طالبانو د ابو او انرژۍ وزارت یوه اونۍ وړاندې رییس الوزرا ته د کابل برېښنا ریاست لپاره د نوي رییس د ګومارلو لپاره مکتوب لیږلی او ملا محمد حسن اخوند هم یوه ورځ وروسته دغه وړاندیز منلی دی.

افغانستان انټرنشنل ته د کابل برېښنا ریاست کې سرچینو هم ویلي چې د دې ادارې لپاره نوی رییس پرون د «لړم ۲ مه» معرفي شو.

دغو مراسو ته رسنۍ نه وې غوښتل شوې او د ۲۴ ساعتونو په تېریدو سره د کابل برېښنا نوي رییس د ګومارنې په اړه د طالبانو تر واک لاندې رسنیو او د دې ریاست ټولنیزو رسنیو هم هیڅ راپور نه دی خپور کړی.

100%

ملا احمد نږدې دوه میاشتې مخکې هغه وخت د خلکو د ژبو پر سر شو چې له خپل ساتونکي سره په بستره کې د څملاستو ویډیو یې افغانستان انټرنشنل کې خپره شوه.

د دې ویډیو له خپرېدو درې ورځې وروسته د اسد په ۳۱مه طالبانو ملا احمد اخوند کندهار ته وغوښت، خو وروسته د نوموړي دا تګ «کورنۍ ستونزه» وبلل شوه.

د طالبانو نظامي محکمې تېره میاشت ملا احمد ته "له خپل ساتونکي سره د څملاستو" له قضیې برائت ورکړ.

100%

د کابل برېښنا رییس ملا احمد ویډیو په اسد میاشت یا د تېر اګسټ پر ۱۸ افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې وه او دغه ویډیو یې د اسد په ۲۷ مه خپره کړه.

دا بې غږه ویډیو یوه ساده کوټه ښیي چې چمتو بستره لري.په دې ویډیو کې ښکاري، چې ملا احمد خپلې جامې لرې کوي او بړستن کې پټېږي.

بیا یو ځوان چې ویل کیږي د هغه ساتونکی دی، څنګ ته ور سره په همدې بړستن کې څملي.

طالبان له تېر یو کال راهیسې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خلک د مختلفو جرمونو په تېره د غلا زنا او لواطت په تور په دورو وهي.

خو د دې ډلې مختلف چارواکي د کابل او کندهار په ګډون په مختلفو ولایتونو کې په ورته تورونو نیول شوي او لا یې هم ویډیووې رسنیزې شوې دي، اما کوم یوه ته سزا نه ده ور کړل شوې.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

ایراني چارواکي: په تېرو اوو میاشتو کې له ایرانه څه باندې اوه لکه کډوال اېستل شوي

۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۵ GMT+۱

د ایران د پوله ساتو ځواکونو قوماندان وايي، د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې ۷ لکه او ۳۸ زره «ناقانونه بهرني اتباع» له ایرانه اېستل شوي. افغانان په ایران کې د کډوالو تر ټولو لوی نفوس دی او دغه هیواد هم د پاکستان په څېر په وروستیو اونیو کې د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی.

د ایران د پوله ساتو ځواکونو قوماندان سردار احمد علي ګودرزي ویلي چې دغه کډوال په ناقانونه ډول ایران ته دننه شوي وو.

د رسمې شمېرو له مخې شاوخوا نېږدې پنځه میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي. څه موده وړاندې د ایران د عدلیې وزارت مرستیال ویلي چې ایران د ۶۳ سلنې افغان کډوالو کور دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په میلیونونو افغانان بې ځایه شول او ډیرو یې د پاکستان او ایران په ګډون ګاونډیو هیوادونو ته پناه یوړه.

خو ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان په دې وروستيو مياشتو کې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
په ایران کې د افغانانو د شتون د زیاتېدو په اړه مخالفتونو زور اخیستی، چې په دې وروستیو ورځو کې یې توند غبرګونونه هم راپارولي دي.

طالبان: د ملګرو ملتونو استازي ژمنه کړې، چې له طالبانو سره به د نړۍ ناسم پوهاوی لرې کړي

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا دفتر ویلي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ورسره ژمنه کړې چې د دغې ډلې او نړۍوالې ټولنې تر منځ د «ناسم پوهاوي» د له منځه وړلو لپاره به هڅه وکړي.

ظاهراً فریدون سینیرلي اوغلو دغه موضوع د طالبانو رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.

د ملا حسن اخوند دفتر د دوشنبې په ورځ (د لړم په لومړۍ) په خپله خبرپانه کې د ښاغلي سینیرلي اوغلو له قوله لیکلي: «موږ هڅه کوو چې د نړۍوالې ټولنې او د افغانستان طالبانو تر منځ ناسم پوهاوی حل کړو».

همدارنګه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي په نقل راغلي: «په افغانستان کې په تېره بیا د امنیت او ثبات د تامین په برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي».

فریدون سینیرلي اوغلو تر اوسه د دې غونډې د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي

طالبانو بیاهم د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي له قوله لیکلي: «افغانستان اوږده تاریخچه لري او موږ غواړو له اسلامي امارتو سره ښې او نیکې اړیکې ولرو».

عبدالسلام حنفي هم په دې کتنه کې ویلي، چې د طالبانو او ملګرو ملتونو د چارواکو ترمنځ ناستې د ناسم پوهاوي په له منځه وړلو کې ګټورې دي او مسایل باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې طالبانو په وار - وار نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې بشري حقونو ته درناوی، د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو او د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د بندیز لرې کول د دوی په چارو کې لاسوهنه بللې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) د دوشنبې په ورځ (د لړم په لومړۍ) د طالبانو په حکومت کې د بشري حقونو د سلګونو سرغړونو په ګډون د قتل او شکنجو راپور ورکړی.

په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار پر اېکس ټولنیزې شبکې کې د عبدالسلام حنفي او فریدون سینیرلي اوغلو ترمنځ د لیدنې خبر پر بیا خپرولو لیکلي:«د افغان ښځو د حقونو مدافعینې د دې څرګندونو په اړه سختې اندېښمنې دي، چې د ملګرو ملتونو همغږي کوونکو څرګندونې کولی شي؛ طالبان عادي کړي او بشري حقونه له پامه وغورځوي».

د ګډ امنیتي تړون سازمان: له افغانستانه زموږ هېوادونو ته مخدره توکي را قاچاق کیږي

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۵ GMT+۱

د ډله ییزو امنیتي تړونونو د سازمان د عمومي منشي مرستیال اعلان وکړ، چې مخدره توکې له افغانستان څخه د دغه تړون غړو او نورو هېوادونو ته واردیږي. والري سمریکوف ټینګار وکړ، چې دغو هېوادونو ته د مخدره موادو د ننوتلو د مخنیوي لپاره ټولې لازمه پرېکړې به ونیول شي.

نوموړي د سې شنبې په ورځ (د لړم په دویمه) په مینسک کې د ګډو امنیتي تړونونو د سازمان د نشه یي توکو له قاچاق سره د مبارزې د همغږۍ شورا د ۲۵مې ناستې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، چې له افغانستان سره باید د تاجکستان پوله پیاوړې شي.

په دې ناسته کې د ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان، روسیې، تاجکستان او بیلاروس د کورنیو چارو وزرات استازو حضور درلود.

ښاغلي سمریکوف وویل، چې د دغه سازمان غړو هېوادونو د نشه‎ يي توکو پر وړاندې د جرایمو د مخنیوي لپاره د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د ټینګولو د پروګرام د پراختیا چارې بشپړې کړې دي.

د روسي رسنیو د راپور له مخې؛ والري سمریکوف زیاته کړه: «موږ به هر هغه څه وکړو چې په نېږدې راتلونکي کې دا پروګرام د ډله ییز امنیتي تړون سازمان د هېوادونو د مشرانو لخوا تصویب شي؛ ترڅو موږ یې سمدستي پلي کړو».

نوموړي د یاد پروګرام په اړه جزییات نه دي وړاندې کړي؛ خو خوښي یې څرګنده کړه چې د یاد پروګرام پلې کېدل به هېوادونو ته د مخدره توکو د ننوتلو په برخه کې د پام وړ تاثیرات ولري.

د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د نشه يي توکو د قاچاق د زياتوالي په اړه په داسې حال کې اندېښنې شته، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د کوکنارو پر کښت، پېر او پلور بنديز لګولى دى.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې ویلي وو، چې دغه هېواد په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره پر پوله له لسو ټنو ډېر نشه‎ یې توکي نیولي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو کمپاین پیل کړ

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۸ GMT+۱

د اکټوبر ۲۴مه د پولیو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو کمپاین پیل کړ. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي، چې دغه ناروغي پکې له منځه نه ده تللې.

د روغتیا نړۍوال سازمان دغه کمپاین «د پولیو پرته افغانستان» تر سرلیک لاندې پیل کړی او په افغانستان کې یې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د واکسین پر اهمیت ټینګار کړی دی.

همداراز د ماشومانو د پولیو واکسين کمپاين د يکشنبې په ورځ (د لړم په لومړۍ) د افغانستان په ۱۴ ولايتونو کې د دغه سازمان په ملاتړ پيل شو.

د دغې ناروغۍ لومړنۍ پېښه سږ کال د ننګرهار په «بټي کوټ» ولسوالۍ کې وموندل شوه او ورپسې د وږي په میاشت کې د «د پولیو فري» سازمان په ننګرهار کې د دغې ناروغۍ د پنځو پېښو د ثبت اعلان وکړ.

په هرات کې یو خیریه بنسټ هم د دغې ناروغۍ د دوو نویو پېښو د ثبت راپور ورکړی.

تر دې مخکې هم چارواکو په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی و.

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده.

د دې ناروغۍ ویروس د اخته کس څخه په بېلابېلو لارو خپریږي. ډېری وخت د ناروغۍ نښې نښانې په اغېزمن شوي کس کې تر هغه وخته نه لیدل کیږي چې ویروس پرمختللې مرحلې ته ورسیږي.

لوړه تبه، سر درد، د نس درد، د ستوني درد، کانګې او د بدن درد د دې ناروغۍ عامې نښې دي، چې په ځینو ناروغانو کې لیدل کیږي.

د طالبانو د بدخشان امر بالمعروف: له اسلامي حجاب پرته ښځې دفترونو ته د ننوتو اجازه نه لري

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۸ GMT+۱

په بدخشان کې د طالبانو امربالمعروف و نهې عن المنکر له دولتي او بهرنیو ادارو غوښتي هغو ښځینه مراجعینو ته چې اسلامي حجاب نه لري؛ دفترونو ته د ننوتو اجازه ور نه کړي. د دې ادارې مشر له مرستندویه موسسو هم غوښتي، چې د ښځینه کارکوونکو لپاره دې جلا ځایونه په پام کې ونیسي.

د طالبانو امربالمعروف و نهې عن المنکر وزارت د سې شنبې په ورځ (د لړم په دویمه) په یوې بیانیه کې لیکلي، چې په بدخشان کې د دې ادارې مشر شېرمحمد جواد له یو شمېر ځایي چارواکو او د نړۍوالو بنسټونو له مسوولانو سره کتلي دي.

په دې ناسته کې د «فضیلتونو د لوړولو او د منکراتو منع کولو» پر لارو چارو خبرې اترې کړي.

په بیانیه کې راغلي، چې دغه طالب چارواکي د مرستندویه موسسو د ښځینه کارکوونکو پر «مناسب پوښښ» هم ټینګار کړی دی.

طالبانو له نارینه کارکوونکو هم غوښتي چې خپل «صورت او سیرت» د پیغمبر له سنتو سره سم برابر کړي او پنځه وخته لمونځ په جماعت وکړي.

د بیانیې پر اساس؛ د طالبانو امر بالمعروف محتسبان په بدخشان کې د واده مراسمو ته ورغلي او د «موسیقۍ د بدمرغیتوب» په اړه یې هم خبرې کړي دي.

له څه باندې دوو کلونو راهیسې طالبانو امر بالمعروف و نهې عن المنکر وزارت محتسبان له بېلابېلو ځایونو او ښارونو څخه لیدنه کوي او خلک د دې ډلې د لارښوونو پر بنسټ د شریعت پلي کولو ته رابلي.

دوی په ښاري لارو کې هم ودرېږي او ښاریانو ته د حجاب اغوستلو، موسیقۍ غږولو او د ښځو د تګ راتګ د محدودیتونو په اړه لارښوونې کوي.

د طالبانو محتسبان کله ناکله د خلکو د ودونو مراسمو ته ننوځي او د موسیقۍ د غږولو مخه نیسي.

په تېرو میاشتو کې افغانستان انټرنشنل د ترلاسه شویو ویډیوګانو او ځایي سرچینو په حواله، له خلکو سره د طالبانو د ناوړه چلند او تاوتریخوالي په اړه راپور خپور کړی و.