• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلام اباد کې معترضو افغان مېرمنو له پاکستان بیا وغوښتل چې د کډوالو اېستلو پرېکړه واخلي

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې لسګونو افغان مېرمنو د یکشنبې په ورځ په یوه اعتراض کې بیا د دغه هېواد له حکومت وغوښتل چې په زور د کډوالو له اېستلو ډډه وکړي. دغو ښځو ویل، چې په افغانستان کې نه د زدکړو او نه د کار حق لري، ځکه دلته راغلې دي.

دوی له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو هم وغوښتل چې پر پاکستان فشار واچوي او له دې پرېکړې یې وګرځوي.

دوی دا هم ویل چې بې قانونه کډوالو ته د وتلو لپاره د وروستۍ نېټې له ور کولو وروسته له کرايي کورونو هم اېستل کېږي.

پاکستان د روانې میاشتې لومړیو کې بې قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړی دی، خو په ورته مهال د دغه هېواد ځواکونو د کډوالو نیول او له هغوی سره ناوړه چلن هم ډېر کړی دی.

د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون مختلفو ادارو بیا بیا پر پاکستان غږ کړی چې په دې برخه کې له خپلې پرېکړې تېر شي، خو پاکستان کوم شاتګ نه دی کړی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د بلوچستان د سیبۍ او هرنايي ترمنځ له اتلسو کلونو وروسته بیا اورګاډی پیل شو

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان صوبې د سیبۍ او هرنایي ترمنځ له نږدې اتلسو کلونو ځنډ وروسته نن بیا د اورګاډي پرانیسته وشوه. د پاکستان د پټلۍ سرپرست وزیر شاهد اشرف تارړ او د صوبې سرپرست سروزیر میر علي مردان خان ډومکي په دې مراسمو کې ګډون درلود.

میرعلي مردان خان ډومکي په سیبۍ کې دغو مراسمو ته په وینا کې وویل، چې د اورګاډي بیا پیلېدو سره به کار روزګان برابر او ځايي خلکو ته د ټرانسپورټ اسانتیا لا ښه شي.

هغه دا هم وویل، چې د ۲۰۰۶ کال فرورۍ کې د اورګاډي بندېدو سره خلک له ستونزو سره مخ و او اوس دوی ویاړي چې دا مشکل یې حل کړ.

نوموړي زیاته کړه چې د ډیسمبر پر ۲۵ به د بولان لپاره هم د نواب اکبر بګټي ایکسپرېس په نوم اورګاډی بیا چالو شي.

په دغه سیمه کې د وسلواو د بریدونو په زیاتېدو سره اورګاډي بند شوي وو.

د اورګاډي د پیلېدو دا ګام په داسې مهال دی چې د پاکستان ملي هوايي شرکت په څېر د دغه هېواد پټلۍ اداره هم له مالي کړکېچ سره مخ ده.

د دې ادارې کارمنانو پرون اعتراض کړی و چې له امله یې د لاهور او کراچۍ ترمنځ نن هم اورګاډي وځنډېدل.

په کورمه کې د مذهبي نښتو له امله ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۱ ټپیان دي

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د پاکستان رسنۍ وايي، له تېرو شپږو ورځو راهسې د پښتونخوا په کورمه کې د ځايي اوسیدونکو ترمنځه په فرقه يي نښتو کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۱ ټپیان دي. د کورمې د پاړاچنار، صده، بوشره،علیزی، پېواړ، تري منګل او بالشخېلو سیمې د سني او شیعه مذهبو اوسیدونکو ترمنځ دا جګړه پیل شوې ده.

د پاکستان جیو ټلویزیون نن یکشنبه د خپلو سرچینو په حواله وايي، په روانه جګړه کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۱ تنه نور ټپیان دي.

د جیو ټلویزیون د راپور پر بنسټ په دغه جګړه کې دواړه غاړې له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخلي.

د جګړو له امله کورمې ته غځیدلې لارې تړل شوې او ټلفوني او انټرنیټي شبکې بندې دي.

د جګړو له ویرې سوداګریز مرکزونه ، دوکانونه او ټول تعلمي مرکزونه تړل شوي دي.

د کورمې د کمیشنر مرستیال رسنیو ته ویلي هڅې روانې دي ترڅو په لومړي ګام کې ډز بندي ته ورسیږي او په دوهم ګام کې په مورچلو کې پاکستاني پوځیان ځای پر ځای شي.

په دغه سیمه کې کله ناکله پر سني او کله هم پر شعیه مذهبو خونړي بریدونه کیږي.

د سني او شعیه مذهبو ترمنځه زیاتره جګړې د ځمکو پر سر او مذهبي مراسمو کې پر یو بل د نیوکو له امله هم رامنځته کیږي، چې دواړه غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

ملا برادر له ازبک پلاوي سره لیدنه کې د شپږ اړخیز دهلېز د پیلېدو په هکله د خبرو غوښتنه وکړه

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال له ازبک پلاوي سره لیدنه کې هیله وکړه، چې د شپږ اړخیز دهلېز اړوند خبرې نتیجې ته ورسېږي. ملا برادر وايي، دا دهلیز له بیلاروس پیلېږي، له روسیې، قزاقستان، ازبکستان او افغانستان په تېرېدو سره پاکستان ته رسېږي او د سیمې هېوادونه له نوې لارې سره نښلوي.

ملا برادر د نن په کابل کې د ازبک چارواکو په ویاړ جوړه شوې غونډه کې وویل: «د افغانستان طرف هیله من دی چې دغه مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي او زموږ او ستاسې مشترکه منطقه د نوي دهلېز له لارې سره وصل شي.»

د هغه په خبره، دې دهلیز سره به د سوداګریزو مالونو په لېږد کې ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

ملا برادر له ازبک چارواکو وغوښتل چې د افغانستان پر سوداګریزو توکو ګمرکي تعرفه کمه کړي او همداراز افغان سوداګرو ته د ویزو ور کړې خنډونه لري کړي.

د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خوجاوف نن د دغه هېواد د کرنې، انرژۍ، اوبو، کانونو او

ترانسپورت وزیرانو په ملتیا کابل ته رسېدلی دی.

د ملا برادر د دفتر په یوه خبرپاڼه کې وايي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال هم د دغه هېواد په ترمز ښار کې افغان سوداګرو ته د یوه لوی سوداګریز مرکز د سپارلو اعلان کړی دی.

په دې کتنه کې جمشید خواجوف وویل، هېواد یې داسې پلان لري چې له مخې به یې ازبکستان ته د افغانستان صادرات زیات شي.

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي دي چې د دغه پروګرام پر بنسټ به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د ملا برادر دفتر همداراز لیکلي چې ازبک پلاوی به د افغان سوداګرو او موټر چلوونکو لپاره د ویزې ورکول اسانه کړي.

د دغه دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، ازبک پلاوي په نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې د افغان صنعت کارانو د تولیداتو د نندارې لپاره د نړیوال نندارتون د جوړېدو اعلان هم وکړ.

په دې ناسته کې د اورګاډي پټلۍ، ترانسپورت، په افغانستان کې د کانونو تخنیکي استخراج، د اوبو مدیریت، د کرنې پراختیا او د پوهنې د زمینې برابرول هغه نور موضوعات دي چې په دې غونډه کې تر بحث لاندې ونیول شول.

که څه هم د طالبانو په اعلامیه کې پر امو سیند د کوش تېپې کانال په هکله څه نه دي ویل شوي، خو تاشکند د دې کانال د جوړېدو په هکله اندېښنه لري.

تېره اونۍ ازبک رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله وویل، چې په دې هکله د خبرو لپاره به یو پلاوي کابل ته واستوي.

د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ لپاره د طالبانو تازه ګومارل شوی ولسوال په پېژندغونډه کې مړ شو

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۳ GMT+۰

په ننګرهار کې ځايي طالب چاروکي وايي د خوږیاڼو ولسوالۍ لپاره تازه ګومارل شوی ولسوال سید نور سنګري هغه وخت ساه ورکړه، چې د نوموړي د نوې دندې په هکله جوړه شوې پيژندغونډه کې یې وینا کوله. مولوي سنګري له دې وړاندې د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال و.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اطلاعاتو امر نن یکشنبې ورځ د « لړم ۷ مه» ځايي رسنیو ته وویل چې سید نور سنګري د زړه ناروغي درلوده او د همدې ناورغۍ له امله یې ساه ورکړه.

سید نور سنګري د طالبان له واکمنېدو مخکې د یو وسلوال ګروپ مشري کوله او د ننګرهار په بېلایلو سیمو کې یې په چریکي جګړو کې ونډه درلوده.

مقاومت جبهه وايي د نورستان دواب ولسوالۍ کې یې د خپل قومندان په غچ کې «شپږ طالبان ووژل»

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۶ GMT+۰

د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله وايي د دوی د یوه ځايي قومندان د وژل کېدو په غچ کې یې د نورستان دواب ولسوالۍ کې «شپږ طالبان» وژلي دي. په تېر حکومت کې محب الله د پولیسو افسر او د دواب ولسوالۍ امنیه قومندان پاتې شوی دی.

د ملي مقاومت جبهې نن یکشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه برید تیره شپه د نورستان ولایت دواب ولسوالۍ بجګل دره کې شوی دی.

دوی وايي، په دغه برید کې یې د طالبانو نظامي وسایطو ته هم زیان اړولی دی.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې تېر ماښام طالبانو د محب الله کور کلابند کړ، چې بیا وروسته جګړ ه پیل شوه.

د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې یو شمیر ځایي طالبان له دغې جبهې سره یوځای شوي دي.

تر دې دمه طالبانو په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو سرچینې وايي محب الله د مقاومت جبهې سره اړیکه درلوده او همدې امله وژل شوی دی.