• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا یو ځل بیا له پاکستان وغوښتل چې د "کډوالو نه ويستلو اصل" ته درناوی وکړي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۱ GMT+۰

د امریکا بهرنیو چارو وزارت بیا له پاکستان وغوښتل، چې د"کډوالو نه ایستلو اصل" ته درناوی وکړي او په دې برخه کې پر اړوند ژمنو ودريږي. د دې وزارت ویاند متیو مېلر په یوې خبري غونډه کې د افغانستان له ګاونډیانو وغوښتل چې د کډوالو او پناه غوښتونکو افغانانو پرمخ خپلې دروازې بندې نه کړي.

نوموړي د افغانستان پر ګاونډیانو غږ وکړ، چې افغان کډوالو ته د بشرپالو مرستو په برابولو کې له نړۍوالو ادارو سره همغږي وکړي.

د امریکايي چارواکو دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې پاکستان د اکټوبر په لومړیو کې بې قانونه کډوالو ته د یوې میاشتې لپاره د وتلو وخت ورکړ.

خو هممهاله په دغه هېواد کې د قانوني کډوالو نیول هم زیات شول او پرون د دې نېټې تر پای ته رسېدو وروسته د پاکستان مختلفو ښارونو کې د کډوالو نیولو خبرونه خپریږي.

باوري سرچینو پرون افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل؛ د پاکستان امنیتي ځواکونه په دغه هېواد کې هغه افغانان هم نیسي چې امریکا ته د تلو پي یو، پي دوه او اېس ای وي او یا کاناډا او اسټرالیا او یا هم نورو اروپايي هېوادونو ته د تللو کېسونه لري.

د پاکستان پولیسو د پلازمېنې اسلام اباد ګاونډ ته د پنډۍ ښار په صادق اباد کې هم څلور داسې کسان نیولي، چې غرب ته د تللو کېسونه لري.

د سرچینو په خبره؛ دا کسان په پاکستان کې د اوسېدو لپاره ویزې هم لري؛ خو بیا هم زندان ته ولېږدول شول.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

کرن ډېکر: د هغو افغان خبریالانو د زړورتیا درناوی کوم څوک چې د حقیقتونو په لټه دي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت سرپرسته کرن ډېکر د افغان خبریالانو هڅې ستايي او وايي، چې افغان خبریالان او معلوماتو ته لاسرسی باید سرکوب نه شي.

نوموړې نن پنجشنبه ( د لړم ۱۱مه) د خبریالانو پر وړاندې د جرایمو د معافیت د ختمولو د نړۍواله ورځ په مناسبت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د هغو افغان خبریالانو د زړورتیا درناوی کوي، څوک چې د حقیقتونو په لټه کې دي.

د ډېکر په خبره، چې معلوماتو ته لاسرسی ټولنه پیاوړې کوي.

هغې زیاته کړې، چې معلوماتو ته له لاسرسي څخه باید ویره ونه شي او نه هم باید سرکوب شي.

نوموړې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د یو ځانګړي یادښت له خپرېدا دا پیغام خپور کړی، په یادښت کې ویل شوي، چې په وروستیو ۳۱ کلونو کې په افغانستان کې ۷۹ خبریالان وژل شوي دي.

د کډوالو د راستنېدو تصویري راپور

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۴ GMT+۰

پاکستان کې افغان کډوالو ته د ټاکلي وخت له پوره کېدو سره افغانستان ته د کډوالو ستنېدل لا زیات شوي؛ خو په تورخم او چمن کې د اوښتلو پروسه ورو ده. د پاکستان حکومت وايي، د پروسې چټکولو لپاره د ښځو او ماشومانو بایومټریک نه کوي او خپل پرسونل زیاتوي.

زرګونه کډوال په تورخم او چمن کې اوښتو ته منتظر دي
100%
زرګونه کډوال په تورخم او چمن کې اوښتو ته منتظر دي

پاکستان د اکتوبر لومړیو کې د نومبر تر لومړۍ نېټې کډوالو ته د وتلو لپاره وخت ور کړ. د دې نېټې په رارسېدو سره افغانستان ته د کډوالو بهیر هم زیات شو.

د ثبت پروسې ته منتظرې مېرمنې
100%
د ثبت پروسې ته منتظرې مېرمنې

خو کډوال وايي؛ د دوی د شمېر له زیاتېدو سره پاکستان د دوی د ثبت لپاره خپل کارکوونکي زیات نه کړل او په بایو مټریک هم ډېر وخت تېروي.

ځینې خلک څو شپې پر لار تېروي
100%
ځینې خلک څو شپې پر لار تېروي

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي؛ د پاکستان حکومت ور سره ژمنه کړې، چې ښځې او له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان نور نه بایومټریک کوي.

بایو مټریک ته منتظر کډوال
100%
بایو مټریک ته منتظر کډوال

په تورخم او چمن کې چې افغانستان ته د اوښتو بوختې لارې دې ځینې کډوال څو ورځې منتظر پاتې شوي دی.

د مېرمنو لپاره لاریو ته ختل او کوزېدل لا سخت دي
100%
د مېرمنو لپاره لاریو ته ختل او کوزېدل لا سخت دي

د لارې په اوږدو کې د خوراک څښاک او نورو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره هم کوم سهولت نه شته.

ځینې کډوال د سړک پر سر شپې سبا کوي
100%
ځینې کډوال د سړک پر سر شپې سبا کوي

پاکستان کې له پرون راهیسې د کډوالو نیول هم زیات شوي او طالبان وايي، چې قانوني کډوال هم نیول کېږي.

پولیسو د کډوالو نیولو لړۍ چټکه کړې ده
100%
پولیسو د کډوالو نیولو لړۍ چټکه کړې ده

طالبان وايي؛ د پاکستان حکومت ژمنه ور سره کړې چې قانوني کډوال به نه نیسي.

پاکستان: د شپې تر ۱۱ بجو به د تورخم دروازه پرانیستې وي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۷ GMT+۰

د پاکستان حکومت وايي، چې په تورخم کې له طالب چارواکو سره تر سلا مشورو وروسته یې پرېکړه کړې، چې نن به دروازه د شپې تر یوولسو بجو پرانیستې وي. د پاکستان دولتي راډیو د پنجشنبې په ورځ د دې خبر په اوږدو کې زیاتوي، چې پرون هم تر ۱۷ زرو افغانان په ۲۷۰ لاریو کې خپل هېواد ته ستانه شول.

خو افغانستان ته تلونکي کډوال په تورخم او چمن کې د پاکستاني چارواکو له ورو پروسې شکایت کوي. له همدې امله څو ورځې په سلګونه کورنۍ تورخم او چمن کې ایسارې وي او شپې پرې تېروي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت هم د دې ستونزې په منلو سره وايي، چې د پاکستان سرپرست کورنیو چارو وزیر سره لیدنه کې یې د پرسونل زیاتېدو او د پروسې د چټکېدو غوښتنه کړې ده.

دوی پر اېکس ټولنیزې شبکې یو یادښت خپور کړی او ویلي یې دي؛ سرفراز بګټي ور سره ژمنه کړې چې تر دې وروسته به د ښځو او له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومانو بایو متریک نه کېږي.

د کډوالو اړوند پرسونل به زیات شي او امنیتي ځواکونه به تلونکي کډوال او اسناد لرونکي مهاجر نه ځوروي.

د ایران د ځانګړي استازي اقتصادي سلاکار: ایراني تولیداتو د افغانستان ۳۵ سلنه بازار نیولی

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۸ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي اقتصادي سلاکار وايي، دغه هېواد د افغانستان بازارونو کې ۳۵ سلنه ونډه لري. محمد مهدي جوانمرد قصاب دا ونډه د پام وړ بولي او زیاتوي چې کابل او تهران د اقتصادي اړیکو پرامختیا لپاره ښه وړتیا لري او دواړه په دې برخه کې پر یو پلان کار کوي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ له ایرنا سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان او ایران د ټېکنالوجیکي او تخنیکي خدمتونو په ګډون د ټرانسپورټ او ټرانزيټ په برخو کې ډېر ګامونه اخیستلی شي.

د هغه په خبره؛ دواړه هېوادونه له دې شرایطو د کار اخیستو لپاره اوږدمهالي پلان ته اړتیا لري او د طالب چارواکو او ایراني حکومت په هڅو دا پلان جوړېږي.

هغه دا هم وویل، چې د ایران او افغانستان په سوداګریزه پراختیا کې هغه افغانان هم لاس لري، چې په دغه هېواد کې په کم لګښت مواد تولیدوي او افغانستان ته یې استوي.

ښاغلی جوانمرد قصاب وايي؛ ایران افغانستان ته یوازې صادرات نه لري، بلکې پلان لري چې ټیکنالوجي، تخنیکي او انجینري خدمتونه هم دغه هېواد ته انتقال کړي او په افغانستان کې د خپلو محصولاتو تولید زیات کړي.

طالبان وايي پاکستان نور د ستنېدونکو کډوالو د ښځو او ماشومانو بایو متریک نه کوي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۴ GMT+۰

اسلام اباد کې د طالبانو سفیر وايي، د پاکستان کورنیو چارو وزیر ور سره ژمنه کړې چې تر دې وروسته به د ستنېدونکو کډواو د ښځو او له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومانو بایومتریک نه کوي. دغه سفارت نن خپل اېکس کې لیکلي چې سرفراز بګټي ژمنه کړې چې تلونکي او په پاکستان کې قانوني کډوال ونه ځوروي.

له پرون راهیسې چې په پاکستان کې بې قانونه کډوالو ته د وتلو نېټه پوره شوې، ور سره پر دې کډوالو سربېره د قانوني مهاجرو نیول هم پیل شوي دي.

د طالبانو سفارت پرون هم همدا خبره کړې وه او نن یې لیکلي چې سردار احمد شکیب په دې تړاو له سرفراز بګټي سره خبرې وکړې او هغه ژمنه کړې چې امنیتي ځواکونو ته به هدایت وکړي چې تلونکي او په پاکستان کې قانوني کډوال نور ونه ځورول شي.

تلونکي کډوال چې تر ډېره له تورخم او چمن افغانستان ته ستنېږي، د بایومتریک او د کم پرسونل له امله په شپو شپو دغو بندرونو کې بند پاتې دي.

خو د طالبانو د ټوېټ له مخې د پاکستان سرپرست کورنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې: «په تورخم او چمن کې به نور د ښځینه او تر ۱۴ کلونو کم ماشومانو بایومیترک نه کیږي.»

طالبان وايي، د پاکستان کورنیو چارو وزیر ور سره ژمنه کړې چې «په تمځیو کې وسایل او په لارو کې د معلوماتو د ثبت ټیمونه به زیات کړي ترڅو د خلکو د تګ پروسه تیزه شي.»

ستنېدونکي کډوال دا هم وايي چې پاکستاني ځواکونه له پنځوس زرو ډېرې روپۍ نه ور سره پرېږدي او ځینې وسایل هم نشي لېږدولی.

د طالبانو سفارت وايي، همدا ستونزه یې د پاکستان کورنیو چارو وزیر سره شریکه کړې او پاکستاني لوري ژمنه کړې چې «د مهاجرینو د نغدي او غیر نغدي اموالو د انتقال په اړه به ډېر ژر یو میکانیزم اعلان شي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د دې لیدنې په هکله لا څه نه دي ویلي.

پاکستان د اکتوبر لومړیو کې بې قانونه کډوالو ته تر یوې میاشتې وخت ور کړ او پرون یې وویل، چې په دغه موده کې تر یو لک ۴۰ زرو ډېر کډوال له دغه هېواد وتلي چې ډېری یې افغانان دي.