• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: پر غزې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۹ زرو واوښت

۱۲ لړم ۱۴۰۲ - ۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۱ GMT+۰

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله د وژل شویو شمېر ۹۰۶۱ تنو ته رسېدلی چې ۶۲ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. دغه سازمان ویلي< د غزې یو نیم میلیون اوسیدونکي بې ځایه شوي دي چې ۷ لکو یې د دغه سازمان مرکزونو کې پناه اخیستې ده.

ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د دوی ۱۴۹ کمپونو له خپل ظرفیت څخه څلور برابره زیاتو فلسطینیانو ته ځای ورکړی دی.

په ورته وخت کې دغه سازمان ویلي چې په لویدیځه غاړه کې هم تاوتریخوالی زیات شوی دی. د دغه سازمان په وینا، د اکټوبر له اوومې راهیسې چې جګړه پیل شوې، په لویدیځه غاړه کې ۱۳۰ کسان وژل شوي او ۲ زره او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.

په عین حال کې، په یهود میشتو ښارګوتو کې هم د فلسطینیانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی، هره ورځ په اوسط ډول ۷ پېښې ثبت شوې، چې د دغو بریدونو یو په دریمه برخه کې له وسلو کار اخیستل کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشرپاله چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې اسراییلي ځواکونه یا هغه کسان چې د اسراییلي پوځ یونیفورم او وسلې کاروي د دغو ښارګوټو د اوسیدونکو ملاتړ کوي.

دغه دفتر زیاته کړه چې دغه تاوتریخوالي د اسراییلي ځواکونو او چارواکو په ملاتړ او همغږۍ ترسره کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

حسن نصرالله پر اسراييل د حماس بريد «شرعي، انساني او اخلاقي» وباله

۱۲ لړم ۱۴۰۲ - ۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۴ GMT+۰

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله پر اسراییل د حماس له برید وروسته په لومړۍ وینا کې د دغه برید دفاع وکړه او هغه یې «شرعي، انساني او اخلاقي» عمل وباله. په ورته مهال د ایران دغه متحد ټینګار وکړ چې پر اسراییل د اکتوبر پر ۷ د حملې فیصله فلسطینیانو پخپله کړې ده او دوی ترې خبر نه و.

د حزب الله مشر د جمعي په ورځ د حماس او اسراییل د جنګ له پیلېدو نږدې څلور اونۍ وروسته ماته کړه او ویې ویل، چې د اکتوبر پر ۷ پر اسراییل د حماس برید په نړۍ کې د فلسطیني کړکېچ د مطرح کیدو لپاره یوه اړتیا وه.

حسن نصرالله وویل چې د حماس برید ثابته کړه چې د اسراییل بنسټ "د غڼې له ځالې هم کمزوری دی" او دا هېواد که هر څه وکړي بیا هم د دې برید پر پایلو غلبه نشي کولی.

هغه دا ادعا هم وکړه چې پر غزې د برید ټول مسوولیت د امریکا پر غاړه دی او اسراییل په دې جګړه کې یوازې یوه پلي کوونکې وسیله ده.

د ایران د حکومت دغه متحد په خپلو خبرو کې وویل چې د اسراییل او حماس تر منځ شخړه تر نورو جبهو غځېدلې ده او د عراق او یمن له شیعه ډلو یې مننه وکړه چې دې شخړې ته یې ور دانګلي دي.

حسن نصرالله د حماس په برید کې د ایران د لاس لرلو په اړه د لویدیځو هېوادونو ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دغه برید سل په سلو کې د فلسطینیانو کار و.

د هغه په ​​وینا، ایران په مقاومت د محور په سیمه کې د اسراییل او امریکا د مخالفو ډلو یا د هغوی د مشرانو هیڅ ډول سرپرستي نه کوي.

د لبنان دغه شیعه روحاني ادعا وکړه چې ایران د روح الله خمیني یا هم د سید علي خامنه يي په وخت کې، «د مقاومت له ځواکونو ملاتړ کوي خو د دوی پر ځای پریکړې نه کوي.»

حزب الله نه یوازې په دې برید کې د ایران لاس لرل ردوي، بلکې وايي، چې دې ډلې هم د برید په اړه هېڅ معلومات نه لرل.

د حزب الله د مشر وینا پر اسراییل د حماس له بریدڅلور اونۍ وروسته په داسې حال خپره شوه چې په تېرو څو ورځو کې نصر الله د لنډو ویډیویي کلپونو په خپرولو سره د خپلې وینا او په جګړه یې د اغیزو په اړه د خلکو انتظار ډېر کړی و.

د منځني ختیځ کارپوهانو ویلي دي چې دا وینا د بالفور د اعلامیې د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت خپره شوې ده.

د بالفور بیانیه هغه لیک دی، چې د نومبر په دویمه د ۱۹۱۷ میلادي کال کې د برېتانیا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر ارټور بالفور لخوا لاسلیک شوی و، چې پکې بریتانیا ژمنه وکړه، چې په فلسطین کې د "یهودانو لپاره ملي کور" جوړ کړي.

دا سند د اسراییل یو له بنسټیزو اسنادو څخه دی.

انوارالحق کاکړ: په پاکستان کې د وروستي ترهګر تر وژلو به جګړه کوو

۱۲ لړم ۱۴۰۲ - ۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر وايي، په دغه هېود کې به تر هغه د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي چې وروستی ترهګر ووژل او په دې برخه کې ګواښ ختم شي. انوارالحق کاکړ دا خبرې د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې له چاودنې وروسته کړې دي، چې پنځه کسان پکې ووژل او تر شلو ټپیان شول.

ښاغلي کاکړ د دې چاودنې په غندلو سره ویلي چې د قانون پلي کوونکو ادارو په بې شانه قربانیو سره د ترهګرو کرغېړن پلانونه شنډ کړي دی.

د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر مرتضا سولنګي هم دا برید غندلی دی او ویلي یې دي چې د امنیتي ادارو او خلکو په همکارۍ به د ترهګري ګواښ ختم شي.

د پاکستاني چارواکو دا غبرګون د ډېره اسماعیل خان په ټانک اډه کې د پولیسو د ګزمې ګاډي ته نږدې په چاودنه پسې دی.

ځايي چارواکي وايي، په دغه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او د پولیسو په ګډون شل نور ټپیان دي.

لا هم کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو په دغه سیمه کې پخوا د ورته بریدونو پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستې ده.

ایران کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي

۱۲ لړم ۱۴۰۲ - ۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۸ GMT+۰

د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې د جمعې په ورځ «د لړم په ۱۲مه» د دغه هېواد په شمال کې د نشه یانو «روږدو کسانو» د درملنې په یوه خصوصي مرکز کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۲ کسان مړه شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ۱۶ نور کسان د درملنې لپاره د تهران شمال لوېدیځ ته په ۲۰۰ کیلومترۍ کې د لنګرود روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د ایران دولتي نلویزیون راپور ورکړی چې د نشه یانو د درملنې دغه مرکز د ۴۰ ناروغانو ظرفیت لري.

تر اوسه معلومه نه ده چې په دغه مرکز کې د جمعې په سهار د اورلګېدنې پر مهال څومره کسان وو. تر دې مخکې په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې شمېر ۲۷ تنه ښودل شوی و.

د ایران د قضایه قوې رییس غلا محسین محسني اژه يي، د دغې پېښې د څېړنې حکم کړی دی.

ځینو چارواکو ویلي، چې د دې پېښې لامل د دې مرکز په یوه خونه کې د بخارۍ د اور له امله دی.

په ایران کې وژونکي اورولګیدنې نادره نه دي، دا پېښې امنیتي تدابیرو ته د نه پاملرنې او زړو امکاناتو له امله رامنځته کیږي.

د پاکستان ټولټاکنې د راتلونکې فبرورۍ په اتمه کېږي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۱ GMT+۰

د پاکستان ټاکنو کمېسیون وايي، چې په دغه هېواد کې ټولټاکنې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د دویمې میاشتې په اتمه نېټه کېږي. د کمېسیون د پنجشنبې ورځې د اعلامیې له مخې؛ د دې ادارې د مشر او د ولسمشر عارف علوي خپلمنځي ناسته کې نن پر همدې نېټه اتفاق شوی دی.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې؛ د سرپرست حکومت په جوړېدو سره په نوي ورځو کې انتخابات کېږي.

د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان ټاکلی حکومت د اګسټ پر نهه نېټه ړنګ شو او ځای یې سرپرست حکومت ونیو.

د قانون له مخې پکاره وه چې دا ټاکنې په روانه میلادي میاشت یا نومبر کې شوې وی؛ خو د سرپرست حکومت له جوړېدو سره پر نورو سربېره د پاکستان ولسمشر عارف علوي بیا - بیا ویلي چې په ټاکلې نېټه ټاکنې ناشونې دي.

د ایران ملاتړي حوثیان څوک دي او ولې یې پر اسراییل حمله وکړه؟

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۹ GMT+۰

یمن کې د ایران ملاتړي حوثیان وړمه ورځ په راکټي او ډرون بریدونو سره د حماس او اسراییل جګړه کې ښکېل شول. دا برید هم د ایران له خوا د اسراییل ضد د نویو جنګي ډګرونو د پرانیستل کېدو په هکله په خبرداری پسې د دغه هېواد نیابتي ډلو وکړ. خو د یمن پر پلازمېنه صنعا واکمن حوثیان څوک دي؟

رویټرز خبري اژانس یوه مطلب کې لیکلي، چې حوثي ډله د ۱۹۹۰ کلونو وروستیو کې د یمن شمال کې د شیعه اسلام د زیدي څانګې غورځنګ جوړ کړ.

زیدیان یو وخت د یمن پر شمال واکمن و؛ خو د وخت په تېرېدو سره دا سیمه بې وزله او څنډې ته شوه.

حوثیانو په ۱۹۹۰ کلونو کې د یمن له مرکزي حکومت سره چریکي جګړه پیل کړه او ان یو وخت یې له سعودي سره سرحدي نښتې درلودې.

یمن د سعودي ګاونډی دی، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې ور ته سرخوږی شوی او ان په جګړه کې یې ښکېل شوی دی.

د یمن جګړه

یمن کې د ۲۰۱۴ کال وروستیو کې د مرکزي حکومت پرځېدو او پر صنعا د حوثیانو واکمنېدو پسې کورنۍ جګړه پیل شوه.

سعودي خپلو پولو کې د ایران د نفوذ د خپرېدو له وېرې اندېښمن شو او په مقابل کې یې د عرب ټلوالې په جوړولو سره د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې د مرکزي حکومت په ملاتړ په یمن کې مداخله وکړه.

خو حوثیانو د صنعا په ګډون د شمال ډېرې برخې او نور ګڼ مېشتې سیمې ولکه کې لري. مرکزي حکومت چې نړۍوال رسمیت هم لري، پر عدن واکمن دی.

د ملکرو ملتونو په منځګړتوب تېر یوه کال کې یمن ارام دی او له تهران سره د اړیکو په ښه کېدو پسې ریاض له حوثیانو سره خبرې پیل کړې او غواړي خپل ځواکونه له دغه هېواد وباسي.

پر اسراییل د حوثیانو بریدونه:

د حوثیانو ویاند یحیا سریغ وړمه ورځ په تلویزوني وینا کې وویل، چې «د فلسطینیانو په بریالیتوب کې د مرستې لپاره» دې ډلې په ډېرو راکټونو او لرواټنه ډرون سره پر اسراییل برید کړی دی.

هغه دا هم وویل، چې د اکټوبر پر اوومه د اسراییل او حماس د جګړې پیلېدو سره دوی درې ځلې پر اسراییل برید کړی دی.

ښايي دا ډله د اکټوبر پر ۲۸مه مصر کې د ډرون چاودنه او د اکتوبر پر ۱۹مه د امریکا سمندري ځواکونو له خوا په شنډو شویو کروز توغندیو توغولو کې لاس لري.

حوثیان څه غواړي؟

حوثیان چې د ایران ملاتړې مقاومتي ډله ده، د اسراییل په مقابل کې د حماس د جګړې ملاتړ کوي.

د حوثیانو ویاند اسراییل د مځني ختیځ د بې ټیکاوۍ لامل بوي او وايي؛ د دغه هېواد «پرلپسې جنایت» سره د کړکېچ دایره پراخه شوې ده.

سریع زیاتوي، چې «د اسراییل تېری» ختم شوی نه وي، تر هغو به حوثیان بریدونه کوي.

د حوثیانو شعار هم «مرګ پر امریکا، مرګ پر اسراییل، لعنت پر یهودانو، بریالی دې وي اسلام.» دی.

حوثیانو د یمن جګړه کې راکټي او ډرون بریدونو سره خپله وړتیا وښوده. هغوی د سعودي او عربي اماراتو پر تېلي او نورو بنسټونو بریدونه وکړل.

سعودي او ملګري یې ایران تورنوي چې حوثیان یې وسلوال کړي او روزي یې؛ خو حوثیان دا تورونه ردوي چې د ایران نیابتي ډله ده او ادعا کوي چې پخپله یې خپله پوځي وړتیا پراخه کړې ده.