• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان ټولټاکنې د راتلونکې فبرورۍ په اتمه کېږي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۱ GMT+۰

د پاکستان ټاکنو کمېسیون وايي، چې په دغه هېواد کې ټولټاکنې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د دویمې میاشتې په اتمه نېټه کېږي. د کمېسیون د پنجشنبې ورځې د اعلامیې له مخې؛ د دې ادارې د مشر او د ولسمشر عارف علوي خپلمنځي ناسته کې نن پر همدې نېټه اتفاق شوی دی.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې؛ د سرپرست حکومت په جوړېدو سره په نوي ورځو کې انتخابات کېږي.

د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان ټاکلی حکومت د اګسټ پر نهه نېټه ړنګ شو او ځای یې سرپرست حکومت ونیو.

د قانون له مخې پکاره وه چې دا ټاکنې په روانه میلادي میاشت یا نومبر کې شوې وی؛ خو د سرپرست حکومت له جوړېدو سره پر نورو سربېره د پاکستان ولسمشر عارف علوي بیا - بیا ویلي چې په ټاکلې نېټه ټاکنې ناشونې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

متقي: د پاکستان له خوا د را ایستل کېدونکو افغانانو پر کورونو چاپي وهل کیږي او لوټل کیږي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي، چې د پاکستان د حکومت له خوا د را ایستل کېدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کیږي، نغدي شتمنۍ یې په زور اخیستل کیږي او د منقولو شتمنیو، ټرانسپورټي وسایلو او ان څارویو وړلو ته اجازه نه ورکول کیږي.

نوموړي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ ( نومبر په دویمه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتونبايوا سره په لیدنه کې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې کتنه کې د پاکستان له خوا له جبري را ايستل کېدونکو افغانانو سره د ياد هېواد د امنيتي دستګاه د ناسم چلند د افغانستان د حکومت او نړۍوالو له خوا له راستنېدونکو سره د لنډمهالو او اوږدمهالو مرستو په اړه خبرې شوې دي.

په دغه کتنه کې متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې ته وویل: «په زرګونو کسان په عبوري نقطو کې د غير موجه دلايلو له کبله د هر ډول اسانتياوو او خدمتونو پرته په شپو، شپو په یخ کي تر شنه اسمان لاندي انتظار ته اړ کيږي».

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان له بشري موضوعاتو او مهاجرینو څخه د بېلابېلو موخو لپاره د ګټې اخيستلو هڅه کوي او په دې برخه کي حتا د خپل ولس او خپلو سیاسیونو او کار پوهانو خبرو او نظریاتو ته هم غوږ نه نیسي.

ښاغلي متقي له نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې د کډوالو د ستونزو په برخه کې دې باید خپل مکلفیتونه ادا کړي.

د یوناما مشرې مېرمن روزا اتونبایوا وویل، چې دوی وضعیت له نېږدي څاري؛ اړوندې ادارې يې د مرستې له پاره په ساحې کې موجودې دي او په دې اړه به د نړۍوالو د پام را اړولو او مرستو را جلبولو له پلوه خپلو هڅو ته ادامه ور کړي.

پاکستان کې افغان کډوالو ته د ټاکلي وخت د پوره کېدو نن دویمه ورځ ده. په زرګونه افغان کډوال د پولې غاړې ته راغلي دي؛ خو په تورخم او چمن کې د اوښتلو پروسه ورو ده.

د پاکستان حکومت وايي؛ د پروسې چټکولو لپاره د ښځو او ماشومانو بایومټریک نه کوي او خپل پرسونل زیاتوي.

د ایران ملاتړي حوثیان څوک دي او ولې یې پر اسراییل حمله وکړه؟

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۹ GMT+۰

یمن کې د ایران ملاتړي حوثیان وړمه ورځ په راکټي او ډرون بریدونو سره د حماس او اسراییل جګړه کې ښکېل شول. دا برید هم د ایران له خوا د اسراییل ضد د نویو جنګي ډګرونو د پرانیستل کېدو په هکله په خبرداری پسې د دغه هېواد نیابتي ډلو وکړ. خو د یمن پر پلازمېنه صنعا واکمن حوثیان څوک دي؟

رویټرز خبري اژانس یوه مطلب کې لیکلي، چې حوثي ډله د ۱۹۹۰ کلونو وروستیو کې د یمن شمال کې د شیعه اسلام د زیدي څانګې غورځنګ جوړ کړ.

زیدیان یو وخت د یمن پر شمال واکمن و؛ خو د وخت په تېرېدو سره دا سیمه بې وزله او څنډې ته شوه.

حوثیانو په ۱۹۹۰ کلونو کې د یمن له مرکزي حکومت سره چریکي جګړه پیل کړه او ان یو وخت یې له سعودي سره سرحدي نښتې درلودې.

یمن د سعودي ګاونډی دی، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې ور ته سرخوږی شوی او ان په جګړه کې یې ښکېل شوی دی.

د یمن جګړه

یمن کې د ۲۰۱۴ کال وروستیو کې د مرکزي حکومت پرځېدو او پر صنعا د حوثیانو واکمنېدو پسې کورنۍ جګړه پیل شوه.

سعودي خپلو پولو کې د ایران د نفوذ د خپرېدو له وېرې اندېښمن شو او په مقابل کې یې د عرب ټلوالې په جوړولو سره د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې د مرکزي حکومت په ملاتړ په یمن کې مداخله وکړه.

خو حوثیانو د صنعا په ګډون د شمال ډېرې برخې او نور ګڼ مېشتې سیمې ولکه کې لري. مرکزي حکومت چې نړۍوال رسمیت هم لري، پر عدن واکمن دی.

د ملکرو ملتونو په منځګړتوب تېر یوه کال کې یمن ارام دی او له تهران سره د اړیکو په ښه کېدو پسې ریاض له حوثیانو سره خبرې پیل کړې او غواړي خپل ځواکونه له دغه هېواد وباسي.

پر اسراییل د حوثیانو بریدونه:

د حوثیانو ویاند یحیا سریغ وړمه ورځ په تلویزوني وینا کې وویل، چې «د فلسطینیانو په بریالیتوب کې د مرستې لپاره» دې ډلې په ډېرو راکټونو او لرواټنه ډرون سره پر اسراییل برید کړی دی.

هغه دا هم وویل، چې د اکټوبر پر اوومه د اسراییل او حماس د جګړې پیلېدو سره دوی درې ځلې پر اسراییل برید کړی دی.

ښايي دا ډله د اکټوبر پر ۲۸مه مصر کې د ډرون چاودنه او د اکتوبر پر ۱۹مه د امریکا سمندري ځواکونو له خوا په شنډو شویو کروز توغندیو توغولو کې لاس لري.

حوثیان څه غواړي؟

حوثیان چې د ایران ملاتړې مقاومتي ډله ده، د اسراییل په مقابل کې د حماس د جګړې ملاتړ کوي.

د حوثیانو ویاند اسراییل د مځني ختیځ د بې ټیکاوۍ لامل بوي او وايي؛ د دغه هېواد «پرلپسې جنایت» سره د کړکېچ دایره پراخه شوې ده.

سریع زیاتوي، چې «د اسراییل تېری» ختم شوی نه وي، تر هغو به حوثیان بریدونه کوي.

د حوثیانو شعار هم «مرګ پر امریکا، مرګ پر اسراییل، لعنت پر یهودانو، بریالی دې وي اسلام.» دی.

حوثیانو د یمن جګړه کې راکټي او ډرون بریدونو سره خپله وړتیا وښوده. هغوی د سعودي او عربي اماراتو پر تېلي او نورو بنسټونو بریدونه وکړل.

سعودي او ملګري یې ایران تورنوي چې حوثیان یې وسلوال کړي او روزي یې؛ خو حوثیان دا تورونه ردوي چې د ایران نیابتي ډله ده او ادعا کوي چې پخپله یې خپله پوځي وړتیا پراخه کړې ده.

امریکا یو ځل بیا له پاکستان وغوښتل چې د "کډوالو نه ويستلو اصل" ته درناوی وکړي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۰

د امریکا بهرنیو چارو وزارت بیا له پاکستان وغوښتل، چې د"کډوالو نه ایستلو اصل" ته درناوی وکړي او په دې برخه کې پر اړوند ژمنو ودريږي. د دې وزارت ویاند متیو مېلر په یوې خبري غونډه کې د افغانستان له ګاونډیانو وغوښتل چې د کډوالو او پناه غوښتونکو افغانانو پرمخ خپلې دروازې بندې نه کړي.

نوموړي د افغانستان پر ګاونډیانو غږ وکړ، چې افغان کډوالو ته د بشرپالو مرستو په برابولو کې له نړۍوالو ادارو سره همغږي وکړي.

د امریکايي چارواکو دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې پاکستان د اکټوبر په لومړیو کې بې قانونه کډوالو ته د یوې میاشتې لپاره د وتلو وخت ورکړ.

خو هممهاله په دغه هېواد کې د قانوني کډوالو نیول هم زیات شول او پرون د دې نېټې تر پای ته رسېدو وروسته د پاکستان مختلفو ښارونو کې د کډوالو نیولو خبرونه خپریږي.

باوري سرچینو پرون افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل؛ د پاکستان امنیتي ځواکونه په دغه هېواد کې هغه افغانان هم نیسي چې امریکا ته د تلو پي یو، پي دوه او اېس ای وي او یا کاناډا او اسټرالیا او یا هم نورو اروپايي هېوادونو ته د تللو کېسونه لري.

د پاکستان پولیسو د پلازمېنې اسلام اباد ګاونډ ته د پنډۍ ښار په صادق اباد کې هم څلور داسې کسان نیولي، چې غرب ته د تللو کېسونه لري.

د سرچینو په خبره؛ دا کسان په پاکستان کې د اوسېدو لپاره ویزې هم لري؛ خو بیا هم زندان ته ولېږدول شول.

د نصرالله خبرو ته کتنه؛ د حزب الله مشر له څلورو اونیو وروسته خپله چوپتیا ماتوي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د لبنان د حزب الله عمومي منشي حسن نصرالله به د راتلونکې جمعې په ورځ (د لړم په دولسمه) د اسراییل او حماس د جګړې له پیل راهیسې خپله چوپتیا ماته کړي.

د حزب الله د سرمنشي له وینا څخه د خلکو تمه په زیاتیدو ده، ځکه چې ډېری په دې باور دي چې دا وینا د دې جګړې او په سیمه کې د کړکېچ د بدلیدو لامل کېدی شي.
حسن نصرالله به د جمعې په ورځ (د لړم په ۱۲مه) د ځايي وخت په درېیو بجو وینا وکړي.

تمه کیږي، چې وینا به د اسراییل سره د مقابلې لپاره د حزب الله پلانونه تشریح کړي.
د لبنان رسنۍ لورینت ټوډی په یوه راپور کې لیکلي، چې له څلورو اونیو «چوپتیا» وروسته د حزب الله له عمومي منشي څخه تمه زیاته ده: "نصرالله نه شي کولی خپل اورېدونکي مایوسه کړي او له بلې خوا ښايي دا وینابه په لبنان کې د هغه د عادي ملاتړو په پرتله ډېر اوریدونکي ولري".
د نصرالله د جمعې ورځې وینا؛ به په دې حساسه وي، چې په تېرو څلورو اونیو کې نه حزب الله او نه هم د ایران اسلامي جمهوریت د تاوتریخوالي د زیاتیدو غوښتونکی و.
په همدې تړاو الجزیرې په یوه راپور کې لیکلي، چې نصرالله په تېرو څو ورځو کې د انلاین لنډو کلیپونو په خپرولو سره د خپلو خبرو او پر جګړې د هغوی د اغېزو په اړه د خلکو هیلې زیاتې کړې دي.

مناسبه شیبه:

د «طوفان الاقصی» عملیاتو له پیل راهیسې حسن نصرالله لږ تر لږه د یو څه مودې لپاره د اړیکو غیر معمولي ستراتیژي غوره کړې.

د هغه د دودیزو جذباتي ویناوو پر ځای هغه یوه حیرانونکې چوپتیا غوره کړه، چې له تېرې اونۍ یې د دې چوپتیا ماتول پیل کړل.
د هغه ډلې ته نېږدې کسان وايي، چې دا چوپتیا د رواني جګړې یو تاکتیک دی او له بلې خوا منتقدین دې ته د نصرالله د ناتوانۍ په سترګه ګوري.
نصرالله د دوشنبې په ورځ ((د لړم په لومړۍ) د «امن» ټیلیفوني خبرو له لارې د ازاد وطن غورځنګ له مشر جبران باسیل سره خپله لومړنۍ اړیکه ونیوله.
دوه ورځې وروسته د) حزب الله مشر په لاس لیکل شوی یو لیک کې رسنۍ مخاطبې کړې. په دې متن کې د حزب الله ېر هغه جنګیالي چې د جګړو له پیل راهیسې وژل شوي د "اورشلیم د لارې شهیدان" وبلل.
وروسته بیا د حماس د سیاسي دفتر مرستیال صالح العاروري چې اوس په لبنان کې ژوند کوي او د اسلامي جهاد سرمنشي زیاد نخاله په بیروت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د نصرالله سره یې عکسونه خپاره شول.
د یکشنبې په ورځ د لړم په اومه حزب الله په ټولنیزو رسنیو کې لس ثانیې یوهویډیو خپره کړه چې پکې د نصرالله څیره د ګوند د لوګو مخې ته د تېرېدو په حال کې لیدل کېږي.

د بالفور بیانیه:

حزب الله ته نېږدې یو پېژندل شوی شنونکي قاسم قصیر وویل: "نصرالله به د شهید د ورځې په مناسبت او همدارنګه د بالفور د بیانیې د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت وینا وکړي".
د بالفور بیانیه هغه لیک دی، چې د نومبر په دویمه د ۱۹۱۷ میلادي کال کې د برېتانیا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر ارټور بالفور لخوا لاسلیک شوی و، په کوم کې چې برېتانیا ژمنه وکړه، چې په فلسطین کې د "یهودانو لپاره ملي کور" جوړ کړي.

دا سند د اسراییل یو له بنسټیزو اسنادو څخه دی.
نصرالله چې له ډېرې مودې راهیسې د «مقاومت د جبهې د یووالي» ستاینه کوي؛ یوازې د وینا لپاره مناسبو شرایطو ته په تمه و.
د کارنګي د منځني ختیځ په مرکز کې د حزب الله د چارو کارپوه مهند الحاج علي وویل: «ده هغه مهال خبرې نه کولې چې اسراییل د قدرت په حالت کې و. په ځانګړي توګه د حماس له خوا د اکټوبر د ۷مې برید وروسته د تل ابیب لپاره د لویدیځ د غیر محدود ملاتړ له امله».
مومند علي زیاته کړه: «له هغه وخت راهیسې وضعیت بدل شوی دی. له یوې خوا اسراییل د غزې په سیمه کې د ځمکنیو عملیاتو بندولو ته اړ شوی او له بلې خوا لویدیځ پلازمینې د فلسطینیانو د زیاتې مرګ ژوبلې له امله پر اسراییل نیوکې کوي».
د حزب الله ویاند محمد عفیف هم ویلي: "دا څرګنده ده چې اسراییلیان لا هم پر غزې هغه ځمکني برید نه شي کولای چې له دوو اونیو راهیسې یې حماس ته ګواښ کړی دی."
د عفیف په وینا، په غزه کې مقاومت اوس په ښه حالت کې دی: "نو دا د حسن نصرالله لپاره مناسب وخت دی چې د مقاومت جنګیالیو د مورال د پیاوړتیا لپاره خبرې وکړي."
د قاسم قصیر په وینا د نصرالله د خبرو محتوا د غزې په حالاتو پورې اړه لري.
د لبنان د حزب الله د سرمنشي وینا کیدای شي د فشار د ډېریدو نښه وي، که داسې وي نو هغه به د ټولیز جنګ اعلانولو لپاره د عامه فورم څخه کار وانخلي.

حزب الله د تېرې یکشنبې په ورځ وروسته له هغې چې د اسراییل لومړۍ بې پیلوټه الوتکه وویشتله او د اسراییل په شمال کې د صفد ښار په نښه کړ، د شخړې نوې کچې ته ورسید.

ښايي دا وینا د یو فرصت په توګه وکاروي، چې د جګړې نوي قواعد معرفي کړي.
د مهند علي په وینا؛ د جمعې د ورځې وینا به د نصرالله لپاره یو فرصت وي چې په رسمي توګه د جګړې "دویم پړاو" اعلان کړي.
هغه لورینت ټوډي ته وویل: "د دې ډول عملیاتو د زیاتوالي احتمال د اونۍ په اوږدو کې ښايي موجود وي".
الجزیرې په خپل راپور کې لیکلي، چې حزب الله د یوې قوي پوځي څانګې مشري کوي، چې د ډېرو په باور د لبنان له پوځ څخه هم قوي ده؛ خو باید له داخلي سیاست سره هم مبارزه وکړي.
تېره اونۍ د دې هېواد موقت لومړي وزیر نجیب میقاتي وویل، چې دی به د خپل مسوولیت له مخې هڅه وکړي، چې لبنان د جګړې ډګر ته داخل نه شي.
لورینت ټوډي زیاته کړې، چې د حزب الله مشرانو څو ځله ویلي، چې که تل ابیب حماس ته سخت ګوزار ورکړي؛ نو دا به په شمالي جبهه کې د دې ډلې او اسراییل ترمنځ د جګړې لامل شي.

ځمکنی یرغل یا د غزې خلک مجبورول چې خپل استوګنځي پرېږدي یو له دغو بریدونو څخه دی.
د نصرالله له خوا د سرې کرښې اعلان به متفاوته اغیز ولري؛ ځکه دا ښیي چې حزب الله په دې باور دی، چې اسراییل د خپلو اهدافو د کمولو پرته بله لاره نه لري او یا هم دومره قوي دی، که چیرې اسراییل دغو سرو کرښو ته درناوی ونه کړي، پر وړاندې به یې ګواښونه زیات کړي.
په داسې حال کې چې په لبنان کې هم له ۲۰۱۹ میلادي کال راهیسې د نصرالله ویناوې کمې خپریږي؛ د جمعې د ورځې وینا به نه یوازې د لبنان د اکثریت خلکو بلکې په ټوله عربي نړۍ، د غربي او اسراییلي مشرانو له خوا تعقیب شي.
مهند علي لورینت ڼوډي ته وویل: «په داسې وخت کې چې عامه افکار د اسراییل په وړاندې په لوړه کچه ناراضه دي، نصرالله به د جمعې په ورځ لومړی عرب مشر وي، چې د اکټوبر له اومې نېټې وروسته د اسراییل حکومت ګواښي".

کرن ډېکر: د هغو افغان خبریالانو د زړورتیا درناوی کوم څوک چې د حقیقتونو په لټه دي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت سرپرسته کرن ډېکر د افغان خبریالانو هڅې ستايي او وايي، چې افغان خبریالان او معلوماتو ته لاسرسی باید سرکوب نه شي.

نوموړې نن پنجشنبه ( د لړم ۱۱مه) د خبریالانو پر وړاندې د جرایمو د معافیت د ختمولو د نړۍواله ورځ په مناسبت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د هغو افغان خبریالانو د زړورتیا درناوی کوي، څوک چې د حقیقتونو په لټه کې دي.

د ډېکر په خبره، چې معلوماتو ته لاسرسی ټولنه پیاوړې کوي.

هغې زیاته کړې، چې معلوماتو ته له لاسرسي څخه باید ویره ونه شي او نه هم باید سرکوب شي.

نوموړې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د یو ځانګړي یادښت له خپرېدا دا پیغام خپور کړی، په یادښت کې ویل شوي، چې په وروستیو ۳۱ کلونو کې په افغانستان کې ۷۹ خبریالان وژل شوي دي.