• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په پېښور کې د م، م د کډوالو اداره د افغان کډوالو په وړاندې په "بې پامۍ" تورنه کړه

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۰ GMT+۰

په پاکستان کې د طالبانو سفارت وايي، په پېښور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې "بې پامۍ" د زرګونو افغان کډوالو د ثبتولو د ځنډ لامل شوه. سفارت زیاته کړې، په داسې حال کې چې ۸زره افغان کډوال د خپلو ستونزو د هواري په تمه دي، د دغه دفتر فعالیت «په نشت حساب دی».

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې د دې ډلې سفیر سردار احمد شکیب په پېښور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو او نورو اړوندو ادارو له ګډ مرکز څخه لېدنه کړې.

سفارت زیاته کړې چې په پېښور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یوازې له څلورو څخه تر پنځو پورې کارکوونکي لري او هره ورځ له لسو تر پنځلسو افغان کورنیو نوم لیکنه کوي.

طالبانو دا هم ویلي چې په پېښور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د دفتر په کارونو کې "ډیره بې احتیاطي" کیږي.

دغې ډلې زیاته کړې، چې د دې کارونو کموالی کډوال له سخت وضعیت سره مخ کړي او د یوه بشري ناورین وېره هم شته.

کډوالو ته د پاکستان د حکومت له خوا د "ناقانونه" پناه غوښتونکو د اېستلو له پاره د یو میاشتني ضرب الاجل له پای ته رسیدو وروسته، ددغه هیواد پولیسو د کډوالو نیول او بیرته ستنول پیل کړي دي.

د پاکستان حکومت د بشري حقونو سازمانونو او ځینو هېوادونو هغه غوښتنې رد کړې چې له مخې یې د افغان کډوالو د اېستلو د پریکړې د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه.

په پاکستان کې شاوخوا یو میلیون او ۷‌لکه ناقانونه افغان کډوال ژوند کوي، چې په وروستیو ورځو کې لسګونه زره یې افغانستان ته ستانه شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني چارواکی: په خیبر پښتونخوا کې هیڅ کوم بې اسناده افغان کډوال نه دی نیول شوی

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۹ GMT+۰

له پاکستانه د کډوالو د اېستلو مودې په ختمېدو سره په خیبر پښتونخوا کې له قانوني اسنادو پرته هیڅ افغان کډوال نه دی نیول شوی. په خيبر پښتونخوا کې يوه ځايي چارواکي عبيد مجيد وويل، په دې ایالت کې يو بې سنده افغان کډوال هم نه دی نيول شوی ځکه چې په خپله خوښه د ستنېدو بهیر روان دی.

د راپورونو له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د کډوالو د اېستلو له پاره له یوې میاشتې ضرب الاجل وروسته د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې افغانان نیولي او شړلي دي.

د ځینو راپورونو له مخې، پاکستاني پولیسو آن هغه افغانان نیولي چې پاسپورټونه او ویزې همیې درلودې.

د پاکستان د جيو نيوز د راپور له مخې، د خېبر پښتونخوا چارواکو اټکل کړی چې د دې ایالت په بېلابېلو سيمو کې له قانوني اسنادو پرته تر ۴۹ زرو ډېر بهرني وګړي ژوند کوي.

جیو نیوز د شنبې په ورځ د لړم په ۱۳مه راپور ورکړ چې، د سپټمبر له ۱۷مې راهیسې نږدې ۱۴۸ زره بې اسناده کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د خېبر پښتونخوا چارواکو ویلي چې په دې ایالت کې په ناقانونه توګه د مېشتو بهرنیانو پر ضد هېڅ اقدام نه دی شوی او دوی غواړي چې د کډوالو د ستنېدو بهیر په سمه توګه پرمخ ولاړ شي.

د ازبکستان ولسمشر: سوله ییز او باثباته افغانستان د سیمې هیوادونو په ګټه دی

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۵۵ GMT+۰

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف یو ځل بیا په سیمه کې د سوله ییز او باثباته افغانستان ته پر اړتیا ټینګار وکړ. تر دې مهاله ازبکستان د نړۍ یو له هغو څو ګوتوپه شمېر هیوادونو څخه دی چې له طالبانو سره په بیلابیلو برخو کې نږدې اړیکې پالي.

په کابل کې د ازبکستان سفارت رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې همداراز زیاته کړې چې، د دغه هیواد ولسمشر د تُرک هیوادونو سازمان په سرمشريزه غونډه کې چې د قزاقستان په استانه ښار کې جوړه شوې وه، د خبرو پرمهال وویل چې د نورو نړیوالو پیښو له امله باید افغانستان هېر نه شي.

د ازبکستان ولسمشر ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د جدي ټولنیزو ستونزو د حل په موخه د ځانګړو میکانیزمونو د جوړېدو غوښتونکی دی، نه دا چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو رسولو بهیر کمزوری کړي.

د یادولو ده چې تېره اونۍ د ازبکستان د حکومت یو پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه‌یوف په مشرۍ کابل ته راغی او د ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي په ګډون یې له یو شمیر طالب چارواکو سره په جلا جلا توګه وکتل.

د طالبانو امر بالمعروف په کابل او فاریاب کې په موټرونو او ودونو کې د موسیقۍ غږول بند کړل

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۳۵ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو امر بالمعروف له موټر چلوونکو غوښتي چې له محرم او له شرعي حجاب پرته په موټر کې د ښځو له کېنولو ډډه وکړي. په کابل او فاریاب کې د طالبانو مامورانو هم په موټرو او د ودونو په تالارونو کې د موسیقۍ غږول منع کړل.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د شنبې په ورځ د لړم په ۱۳مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په کابل کې د دغه وزارت چارواکو له موټر چلوونکو او خلکو غوښتي، چې د دې ډلې اصول په پام کې ونیسي.

دغه وزارت ویلي چې، د طالبانو د مشر د امر د پلې کولو په موخه يې پوستې جوړې کړې او د دغه وزارت چارواکي خلکو ته د ملا هبت الله د امر عملي کولو سپارښتنه کوي.

دغه وزارت همداراز په یوه جلا خبر پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو امر بالمعروف په فاریاب ولایت کې د ودونو له شپږو تالارونو لېدنه کړې ده.

ددغه وزارت په وینا، د دې ډلې محتسبانو د تالارونو مالکانو ته امر کړی چې د شریعت سره سم د واده مراسم ترسره کړي او له بې حجابۍ او د موسیقۍ د غږولو مخه ونیسي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په تېرو څه باندې دوو کلونو کې ګڼ فرمانونه خپاره کړي او سخت بندیزونه لګولي دي.

یو شمیر هیوادوال وايي، د دغه وزارت استازي د خلکو په شخصي ژوند کې لاسوهنه کوي او په بیلابیلو پلمو ښاريان ځوروي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې له پاره پلان لرو

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۰۱ GMT+۰

د طالبانو کډوالو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له مشر دانیېل انډرس او د (یو این اېچ سي آر) او (ای او ام) موسسو له استازو سره په کتنه کې د راستېدونکو کډوالو د ستونزو حل په اړه خبرې وکړې.

دغه وزارت په اېکس ټولنیزه پاڼه د دې لیدنې موخه د راستنېدونکو کډوالو په ستونزو، بنسټیزو حل لارو، دایمي سرپناه او د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه خبرې بللې دي.

ښاغلي انډرس د کډوالو پر اوسني حالت د اندېښنې په څرګندولو سره د کډوالو ستونزو ته پر رسېدنې او ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

له دې سره، د طالبانو د کډوالو سرپرست وزیر بیا د راستنېدونکو کډوالو له تثبیت او لنډمهاله ځای پرځای کېدنې نیولې تر دایمي يوځای کېدو او کاري فرصتونو د برابرولو د پلان خبر ورکړ.

د نوموړي په خبره، د رهبرۍ په کچه اړونده مسوولان ددغه پلان د پلي کولو له پاره په تورخم او سپین بولدک کې راستنیدونکو کډوالو ته د رسېدنۍ له پاره ورغلي دي.

د کډوالو چارو وزارت سرپرست له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د افغانانو په کوربه هېوادونو فشار راوړي چې د کډوالو د حقونو له نقض څخه لاس واخلي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې زرګونه کډوال له تېرو څو ورځو راهیسې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته له خپلو کورنیو او کډې سره د اوښتو لپاره په تمه دي.

د دغو کډوالو په خبره، سره له دې چې د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند سره مخ دي او په جبري توګه اېستل کیږي، خو ددوی د بایومټریک او تلاشۍ بهیر هم پڅ روان دی او له څو شپو راهیسې تراوسه پورې نه دي توانېدلي چې له کرښې واوړي.

روان وضعیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې د کډوالو د اېستلو او له کرښېڅخه د اوښتو بهیر به څو میاشتې دوام وکړي او ډیر شمېر خلک به له خورا ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

حکمتیار: کډوال باید د کابل او اسلام اباد د سیاست قرباني نه شي

۱۳ لړم ۱۴۰۲ - ۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې کډوال دې د سیاست قرباني کېږي نه. ګلبدین حکمتیار له اسلام اباده غوښتې چې د افغان کډوالو اجباري ایستلو لړۍ دې لږ تر لږ د ژمي تر تېریدو پورې بنده کړي.

هغه د شنبې په ورځ «د لړم ۱۳مه» پر اېکس په یوه یادښت کې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه ویلي پریږدئ چې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

حکمتیار زیاتوي: «د منلو نه ده چي مظلوم مهاجرين د كابل او اسلام اباد تر منځ د اختلاف او انتقامي سياست قرباني شي.»

همداراز پخوانيو ولسمشرانو محمد اشرف غني او حامد کرزي، پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح او د ملي امنیت پخواني سلاکار هم له پاکستان څخه په جبري توګه د افغان کډوالو پر ایستلو غبرګون ښودلی دی.

اشرف غني له پاکستانه د کډوالو ستنېدو ته په اشاره سره ویلي «طالبان باید پوه شي چې اعمال یې د نړۍ هر ګوټ کې پر افغانانو تاثیر کوي او دوی یې مسوول دي.»

اشرف غني وايي، د افغانانو اجباري ستنول ښيي چې ګاونډیان د افغانستان له ټولو وګړو سره د یوه تعریف له مخې چلن کوي چې هغه افغانیت دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله اېکس پاڼه د پاکستان دغه اقدام د بشري اصولو او موازینو خلاف عمل بللی دی.
امرالله صالح بیا له یوې هندۍ رسنۍ سره په خبرو کې د افغانانو پر وړاندې د پاکستان د وروستۍ پرېکړې په غندلو سره نیوکه کړې چې، کډوال له پاکستانه اېستل کېږي؛ خو طالب مشرانو ته د سوداګرۍ اجازه ورکول کېږي.

د ملي امنیت پخواني سلاکار حمدالله محب د پاکستان له خوا د افغان کډوالو اېستل د بنسټیزو انساني حقونو خلاف عمل بللی دی.