صالح: طالبان نه غواړي له لویدیځو هیوادونو ۴۰ میلیون ډالر مرستې له لاسه ورکړي

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، طالبانو د امریکا له وېرې د اسراییل د جنایتونو پر ضد هر ډول لاریونونه منع کړي دي.

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، طالبانو د امریکا له وېرې د اسراییل د جنایتونو پر ضد هر ډول لاریونونه منع کړي دي.
امرالله صالح د دوشنبې په ورځ د (لړم ۱۵ مه) په خپله اېکس پاڼه د دغه مطلب په څرګندولو سره ویلي چې، طالبان هره اوونۍ له لویدیځو هېوادونو د ۴۰ میلیونو ډالرو د ترلاسه کولو د دوام له پاره د اسراییل پر ضد په لاریونونو، د نظر په څرګندولو او له فلسطین څخه د ملاتړ اعلانول منع کړي دي.
صالح همداراز د موساد د هغو دوو «جاسوسانو» د نيولو خبره دروغ ګڼي چې وايي پر ایران یې د برید پلان درلود او ټينګار کوي چې «که طالبان ریښتیا وایي نو د دغو اسرایيلي جاسوسانو هويت دې څرګند کړي.»
تر دې مخکې داسې خبرونه خپاره شوي و چې طالبانو له ایران سره په پوله کې د موساد دوه جاسوسان نیولي دي.
نوموړی وایي: «کله مو فکر کړی چې حقاني مدرسه به څه ډول ځای وي چې پکې دا ډول فتنې روزل کیږي، د کابلیانو په اصطلاح دا ملایي چل دی، ښکاره به شي چې دا دوه بدبخته د موساد روزل شوي کسان به څوک وي، چې د مهارت کچه یې د حقاني مدرسې تر فارغانو او د آی ایس آی له روزل شویو کسانو څخه هم ټیټه ده، آیا دوی به رسنیز شي؟»


د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه له پاکستانه د جبري ستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د لنډمهاله مېشتېدنې کمیټې د راپور پر بنسټ لیکلي، چې د (لړم په ۱۴مه) په کندهار کې راستنېدونکو د ثبت او راجستر لپاره دوه نوې انتظار خونې جوړې شوې.
ویل کېږي، چې په دغو انتظار خونو کې ۲۰ ګرځنده تشنابونه او د اوبو ټانکرونه چمتو شوي دي.
د دغې کمیټې د مالوماتو پر بنسټ، د سپین بولدک په صفري نقطه کې د یوه ۱۵ متریزه څپر د جوړېدو چارې هم مخ په بشپړېدو دي.
دغه انتظارخونې وروسته له هغه جوړېږي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستنه په پراخه کچه پیل شوه او ورسره هم مهاله د دغو جبري راستنېدونکو لپاره د اسانتیاوو د نشتوالي په اړه ګڼ راپورونه هم خپاره شول.
تېره میاشت د پاکستان حکومت ټولو ناقانونه کډوالو لپاره د نومبر تر ۲مې نېټې په خپله خوښه د وتنې ضرب الاجل ټاکلی و.
د ټاکل شوي ضری الاجل وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالو د اېستنې پراخ عملیات پیل شوي.
د پاکستان دغه کړنه په نړۍواله کچه له پراخ غبرګون سره مخ شوه.

افغانستان انټرنشنل-پښتو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه مکتوب تر لاسه کړی، چې له مخې یې دغې ډلې د تاجکستان لپاره یو ډېپلوماټ د لومړي سکرتر په توګه ګومارلی دی.
په مکتوب کې په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته لیکل شوي، چې فیض الله د دغه سفارت د اول سکرتر په توګه ګومارل شوی او د دندې د اشغال په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.
یاد مکتوب د روانې لړم میاشتې په یولسمه نېټه په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته لېږل شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته تایید کړه، چې د تاجکستان لپاره یې یو ډېپلوماټ په دنده ګومارلی دی.
تر اوسه د دغه مکتوب په اړه په تاجکستان کې د افغانستان سفارت څه نه دي ویلي.
دا مهال په تاجکستان کې د افغانستان سفارت د پخواني جمهوري دولت د ډېپلوماټانو له خوا اداره کیږي او سفیر یې ظاهر اغبر دی.
تر اوسه پورې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د نوي ډېپلوماټ په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې طالبانو ته په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت وسپارل شو او دغې ډلې خپل یو ډېپلوماټ د دغه سفارت د چارسمبالي په توګه وګوماره.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د ایران د کورنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل؛ هغه افغان بندیان چې په کوچنیو جرمونو تورن یا محکوم دي دوی ته وسپاري.
ملا عبدالغني برادر احمد وحيدي ته وويل، چې دغه بنديان بايد د خپل بند پاتې موده د افغانستان په زندانونو کې تېره کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د جنرال قونسلګرۍ د شمېرو پر بنسټ څه باندې شپږ زره افغانان په ایران کې بندیان دي.
د طالبانو اقتصادي پلاوي چې د شنبې په ورځ (لړم۱۳مه) ایران ته سفر کړی، د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د "سوداګریزو، سیاسي، ټرانسپورټي، روغتیايي خدمتونو، ګرځندوی او کرنیزو اړیکو پر پراختیا" خبرې کړې دي.
د دوشنبې په ورځ (لړم ۱۵مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ پر اېکس پاڼې یو یادښت کې راغلي، چې ښاغلي وحیدي ویلي؛ ایران د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي او د افغاني محصولاتو د ټرانزیت په برخه کې لومړیتوب لري.
د ایران د کورنیو چارو وزیر دغه هېواد د افغاني محصولاتو لپاره نېږدې او ښه بازار وباله او زیاته یې کړه، چې افغان لوری باید خپل تولیدات ایران ته صادر کړي څو په ایران کې وپلورل شي.
څه موده وړاندې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې اندازه په کال کې دوه میلیارد ډالرو ته رسېږي.
دغه وزارت وايي؛ هڅه کوي چې دا اندازه په کال کې لس میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.
د دې ترڅنګ د ایران د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا د افغانستان له لارې د ایران او چین پر اړیکو ټینګار کړی دی.

د سرحدي مسايلو او افغان کډوالو په اړه د اسلام اباد د نويو پرېکړو پر ضد د زرګونو لاریون والو پرلت نن اولسمه ورځ هم دوام لري. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې هغه افغانان چې کلونه – کلونه په پاکستان کې اوسي باید پېژندپاڼې ورکړل شی.
ښاغلي اڅکزي پر اېکس پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې، چې د بلوچستان په چمن کې د پرلت کوونکو ګڼه ګوڼه پکې ښيي.
دغه پېژندل شوي پښتون سیاستوال په خپل یادښت کې لیکلي، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هغو پناه غوښتونکو ته تابعیت ورکول کېږي، چې له جرمي اسنادو پرته له ډېر وخت راهیسې په هغه هېواد کې ژوند کوي.
هغه ټینګار وکړ، چې له افغان کډوالو سره باید ورته چلند وشي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ټینګار وکړ، چې د پاکستان حکومت باید د کډوالو په اړه نړۍوال کنوانسیونونه او پروټوکولونه مراعات کړي.
د پاکستان د صدراعظم انوارالحق کاکړ موقت حکومت چې ټاکل شوې ده انتخابات ترسره کړي، په دې وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د سرحدي ستونزو او کډوالو په اړه بې سارې پرېکړې کړې دي.
د هغه د کار په لومړیو میاشتو کې له دغه هېواده له غیرقانوني کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه او ویې ویل، چې نور نه شي کولی، په پاکستان کې غیرقانوني کډوال پاتې شي.

یو شمېر افغان متخصصین او د عصري زده کړو درلودونکي چې تازه له پاکستانه بېرته افغانستان ته راستانه شوي وايي، چې راستانه شویو ملایانو ته د دندو وعدې ورکول کیږي؛ مګر هغه تخنیکي او متخصص افغانان چې بېرته راستانه شوي بې دندو دي او د کار هېڅ ډاډ نه لري. دوی اندېښمن دي چې څه به کوي.
د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۱۵مه) د طالبانو د امربالمعروف وزارت اعلان وکړ، چې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شويو "ملایانو" ته به د کار زمینه برابره کړي.
د دغه وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې یاد ملایان به د "محتسبانو" په توګه وټاکل شي؛ مګر د نورو متخصصو او تخنیکي راستانه شویو کډوالو په اړه یې څه نه دي ویلي.
خو له دې اعلانه وروسته یو شمېر تخنیکي او متخصص راستانه شوي افغانان خواشیني ښيي، چې د طالبانو په اداره کې ملایانو ته دندې شته؛ خو متخصصینو ته هېڅ د دندې ډاډ نه شته.
عبدالروف خاکسار چې د کیمیا په برخه کې یې د ماسترۍ تر کچې له لاهور پوهنتون څخه زده کړې کړي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې نېږدې یوه میاشت یې کیږي بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.
نوموړي وویل، چې طالبان د ملایانو لپاره دندې وړاندیز کوي؛ مګر د عصري زده کړو درلودونکو ته هېڅ داسې کومه برنامه نه لري، چې له مخې یې دوی په کار وګومارل شي.
هغه زیاته کړه: “طالبان د جومات چڼي ته هم دنده لري؛ مګر د تخنیکي او عصري زده کړو درلودونکو ته نه یوازې دا چې دنده نه لري، بلکې د یو دښمن په سترګه ورته ګوري”.
د خاکسار په خبره، چې په بېرته راستنو شویو کډوالو کې یې زرګونه داسې ځوانان شته چې په عصري علومو کې یې د ماسټرۍ او لېسانس تر کچې زده کړې کړې دي.
محمد اسحاق مومند هم یو له هغو تازه راستنو شویو کډوالو څخه دی، نوموړي له پېښور پوهنتون څخه په اقتصاد کې د ایم فیل تر کچې زده کړې کړي دي.
هغه وايي، چې دا مهال له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دی او نه پوهېږي چې په افغانستان کې به ورته کومه دنده پېدا شي او که نه.
مومند وویل: “زه اوس حیران یم چې د خپل ژوند د چلولو لپاره څه وکړم؟ دلته په وطن کې خو له پخوا ډېر د عصري علومو متخصصین بې کاره دي”.
د هغه به خبره، چې که دنده ورته پېدا نه شي مجبور دی، چې لویدیځو هېوادونو ته په قاچاقي لارو لاړ شي.
رڼا پکتیانۍ هم له تازه راستنو شویو کډوالو ده، نوموړې له علامه اقبال پوهنتون څخه په عامه اداره کې د ماسترۍ تر کچې زده کړې کړې دي؛ خو وايي، چې زده کړې یې په افغانستان کې په درد نه خوري.
هغې وویل: “زه فکر کوم چې زما زده کړې عبث وې، نه کار کولی شم او نه هم له کوره وتلی شم”.
د رڼا په خبره؛ د هغې په څېر زرګونه داسې نجونې شته چې له زده کړو سره – سره به په کور کې د څلورو دېوالونو بندیوانې شي.
طالبانو تر اوسه د راستنو شویو افغانانو د کار او ژوند چلولو په اړه څه نه دي ویلي.
د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د طالبانو له خوا جوړ شوي کمېسیون اعلان وکړ، چې د تېر وږي میاشتې له ۲۶ نېټې څخه تر اوسه پورې له ۲۰۰ زرو زیات افغانان کډوال یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د پاکستان حکومت د کډوالو د اېستلو لپاره د تلې په ۱۱مه نېټه اعلان کړې و او د لړم په ۱۰ نېټه عملي شو.
دغه کمیسیون د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۱۵مه) پر اېکس ټولنیزه پاڼه خپاره کړي یادښت کې لیکلي، چې د لړم له ۱۰مې نېټې څخه تر اوسه د راستنېدونکو کډوالو شمېر ۱۵۲۰۷ کورنیو ته رسېدلی، چې ټول یې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.