• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې ۲۵ کسان په عام محضر کې په دورو ووهل

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۶ GMT+۰

طالبانو د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په لوبغالي کې د جمعې په ورځ، ۲۵ تورن کسان په دورو ووهل. باختر اژانس د طالبانو د محاکمو د رياست د مطبوعاتي مسوول سخي احمد جلالي له خولې لیکلي چې دغه کسان په بېلابېلو جرمونو لکه په غلا او نامشروع اړيکو تور نيول شوي وو.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي په خپل رپوټ کې ليکلي دي چې تورن کسان د نيمروز ولايت د ښاري محکمو د استيناف محکمې له خوا په مجازاتو محکوم شوي و.

د پنجشنبې په ورځ په نیمروز کې د طالبانو د محاکمو مشر اعلان وکړ چې د جمعې په ورځ به د زرنج په ورزشي لوبغالي کې خلکو ته سزا ورکوي.

په نیمروز کې طالبانو د دغه ولایت اوسېدونکو او سیمه ییزو خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې چې د دې پېښې عکسونه واخلي.

د زرنج ښار څخه يوه عيني شاهد افغانستان انټرنيشنل ته وويل چې طالبانو يو شمېر هغه ځوانان هم ووهل چې غوښتل يې د تورنو کسانو د سزا ويډيو واخلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان کې د کډوالۍ لسګونو توقیف ځایونو ته خبریالان لاسرسی نه لري

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۹ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان وايي، پاکستان د افغان مهاجرینو په لسګونو توقیف خونو ته د خبریالانو د لاسرسي مخه نیولې ده. دغه سازمان وايي، دغه مرکزونه د یوه ځانګړي قانون له مخې نه دي جوړ شوي او په ځینو کې مهاجرو ته د وکیل لرلو یا د کورنۍ له غړو سره د اړیکې نیولو حق نشته.


د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې دا ډول مرکزونه د ازادۍ او عادلانه محاکمې حق تر پښو لاندې کوي او د معلومات نه خپریدل کورنیو ته د خپلو عزیزانو موندل ستونزمنوي.
د بښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ په یوه بیان کې پر پاکستان غږ وکړ چې سملاسي د افغان کډوالو نیول، ایستل او ډله ییزه ځورونه ودروي.
دغه سازمان ویلي، که پاکستان سملاسي د ایستلو مخه ونه نیسي، په زرګونو افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې به امنیت، زدکړو او ژوند ژواک ته له لاسرسي بې برخې شي.
د دغه سازمان په بیانیه کې راغلي چې له زرګونو افغان کډوالو څخه د سياسي وسيلو په توګه کار اخيستل کېږي او د بشري حقونو د سرغړونو او بشري ناورين سره مخ دي، دوی د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته استول کېږي چې هلته یې ژوند له خطر سره مخ دی.

د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان سیمه ییزې مرستیالې لیویا ساکاردي په یوه بیان کې وویل، «هیڅوک باید له ډله ییز ایستلو سره مخ نشي او ښه به وي چې پاکستان خپل نړیوال قانوني مکلفیتونه له هغې جملې د کډوالو د نه شړلو اصل په یاد وساتي.»

100%

پاکستاني چارواکو ویلي، د افغان کډوالو د ایستلو لپاره یې ۴۹ توقیف ځایونه جوړ کړي دي

د بښنې نړیوال سازمان د هغو افغانانو د نیول کېدو خبر هم ورکړی، چې کره اسناد یې درلودل او ځینې مجبور شوي چې د خلاصون لپاره پولیسو ته ډېرې پیسې ورکړي.

طالبانو او ایران د همکارۍ پنځه سندونه لاسلیک کړل

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۴ GMT+۰

ایرانۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد چارواکو د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره د اقتصادي همکارۍ پنځه سندونه لاسلیک کړل. دا سندونه د ټرانسپورټ، ملکي هوايي چلن، کانونو، ازادو تجاري سیمو او د اصفهان اوسپنې کارخانې سره د همکارۍ په برخه کې دي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني براد تېره یکشنبه د یوه دېرش کسیز پلاوي په مشرۍ ایران ته لاړ او ټاکل شوې چې نن کابل ته ستون شي.

د ایرنا د راپور له مخې، ایراني چارواکو پرون د دې سندونو په لاسلیکولو سره وویل، چې د اقتصادي همکاریو ګډ کمېسون په غونډه کې یې له طالب پلاوي سره د ځمکې لارې نړیوال ټرانسپورټ، د ایران او افغانستان د ملکي هوایي چلن د ادارو، د اصفهان د اوسپنې ویلې کولو شرکت او ازادو تجاري سیمو کې د همکارۍ سندونه لاسلیک کړل.

د اصفهان د اوسپنې وېلې کولو شرکت مشر مهدي کوهي دې مراسمو کې وویل، چې دغه شرکت د افغانستان له تجارت او صنعت وزارت سره تړون لاسلیک کړ.

د هغه په خبره، افغانستان ډېر کانونه لري او دوی به په تخنیکي او انجینري برخه کې ور سره مرسته کوي.

ښاغلی کوهي زیاتوي چې د اصفهان شرکت له طالبانو سره د اوسپنې کانونو په اېستلو کې هم همکاري کوي.

نوموړی وايي، راتلونکي کال به د اوسپنې ویلې کولو کچه ۵۰ میلیون ټنو ته ورسوي او دې هدف ته د رسېدو لپاره یې له افغان کانونو د کار اخیستلو په برخه کې له طالبانو سره خبرې کړې دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ملا برادر د افغانستان د لومړي وزیر د مرستیال په توګه معرفي کړ

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۲ GMT+۰

د ایران دولتي خبري اژانس ملا برادر د "افغانستان د لومړي وزیر د مرستیال" او له نوموړي سره ایران ته تللی طالب پلاوی یې د "افغان حکومت د لوړ پوړي پلاوي" په توګه معرفي کړ. ایران طالبان په رسمیت نه پېژني خو له دې ډلې سره نږدې اړیکي لري او څو ځله یې د طالب مشرانو کوربه توب کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت رسمي خبري اژانس (ایرنا) دغه هېواد ته د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال د سفر په اړه په خبري پوښښ کې د طالبانو د ډلې دا جګپوړی غړی او ور سره پلاوی «د افغانستان د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د افغانستان لوړ پوړی پلاوی» معرفي کړ.

ملا عبدالغني برادر تېره یکشنبه د اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه تهران ته ولاړ.

هغه د دغه حکومت د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو حسین امیرعبداللهیان او احمد وحیدي په ګډون د اسلامي جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره وکتل.

د اسلامي جمهوریت له لوړ پوړو چارواکو سره د ملابرادر په غونډو کې د طالبانو بیرغ نه لیدل کیږي.

د ایران اسلامي جمهوریت او د طالبانو اسلامي امارت د ملا برادر د سفر پر مهال د اقتصادي همکاریو پنځه سندونه لاسلیک کړل.

په کابل کې د کارپوه محمدعمر نهضت کورنۍ وايي نوموړی د طالبانو استخباراتو نیولی دی

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۳ GMT+۰

په کابل کې د سیاسي چارو د کارپوه محمد عمر نهضت کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی تېره ورځ د طالبانو استخباراتو نیولی دی. دغه کورنۍ وايي، محمد عمر نهضت دوه ورځې وړاندې د یوه ځايي تلویزیون په بحث کې له پاکستانه د ستنو شویو افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړې وې.

د محمد عمر نهضت زوی شمعریز نهضت نن د لړم په ۱۹ مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې پلار یې پرون طالبانو له کور څخه وړی دی.

دوی زیاتوي طالب وسلوال چې کور ته ورغلل، لومړی یې د کور له څو غړو موبایلونه ټول کړل او بیا یې محمد عمر نهضت له ځان سره نامعلوم ځای ته یووړ.

نوموړی له طالبانو غواړي چې د محمد عمر نهضت د ځای په اړه معلومات د ده له کورنۍ سره شریک کړي.

دوی په ټینکار سره وايي محمد عمر نهضت کوم جرم نه لري، یوازې بې پلوه سیاسي کارپوه دی او له یوې مودې راهسې په بېلابیلو ځايي رسنیو کې بحثونه کوي.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د جمهوریت له ړنګېدو سره طالبانو ځايي رسنۍ سانسور کړې دي او پکې د دوی ضد سیاسي کارپوهان په بحثونو کې له کډون منع کوي.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې ډېر هغه سیاسي کارپوهان او خبریالان زنداني کړي چې د دوی پر کړنو یې نیوکې کوي.

په وروستیو کې لیدل کیږي چې ګڼ شمیر سیاسي کارپوهان د طالب مشرانو سره ناستې کوي او په خپلو بحثونو کې د طالب مشرانو کړنې ستايي.

یو شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې طالبان په ځايي رسنیو کې د دې ډلې پلوي کارپوهان بحثونو ته پرېږدي، خو د هغو راپورونو او سیاسي کارپوهانو مخنوی کوي چې د طالبانو پر مشرانو او حکومت نیوکه کوي.

نن، پرون، سبا

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۲ GMT+۰
•
هیله پسرلی

تېرو څو لسیزو کې په میلیونونو وطنوال کډوال شول. پرمختللو هېوادونو ته مهاجر شوي افغانان ښايي ډېر کله له کوربه هیواد سره خپل وطن مقایسه کړي او د دروېش دراني د دې بیت غوندې یو څه په زړه کې ورتېر شي: له ما ګوښه دي، له ما ډېر لرې ودان دي خلک زه تورې خاورې یم او ستوري د اسمان دي خلک

زه چې کله له خپلو اروپايي ملګرو سره خبرې کوم، د دوی نیوکه دا وي چې ولې باید د نړیوالو شرکتونو په مشرتابه کې د ښځو او نارینه وو ونډه یو شان نه وي، خو چې خپلې دیارلس کلنې وطنوالې ته غوږ شم، وايي لاس په دعا پورته کړئ چې ښوونځی مې خلاص شي. دلته وینو چې زموږ او نورو توپیر خورا زیات دی.
له بلې خوا اوس پخوا زمانه هم نه ده چې د نورو هېوادونو پرمختګ افسانې او اوازې ښکاري، بلکې د رسنیو له برکته د هېواد د یو ګوښه کلي ځوان ته هم ممکن دا احساس ورپېدا شي چې موږ چېرته یو، نور چېرته دي.

د لسیزو جګړو که له یوې خوا د پرمختګ له کاروانه شاته پاتې کړو، له بلې خوا یې پر ځان بې باوره کړي یو.
د اکتوبر په ۲۳ مه چې د کرېکټ ملي ټېم په نړیوال جام کې له پاکستانه لوبه وګټله، د دنیا په ګوټ ګوټ کې ګڼ افغانان له خوشالۍ د شپې تر ناوخته پورې ویښ پاتې شول.

د افغانانو ډېرې خوښۍ پر نورو دلایلو سربېره دا دلیل هم درلود چې موږ ټول په روحي لحاظ په خپل وطن او ملت باندې د ډاډ او اطمینان د احساسولو تږي یو او دې ته ضرورت لرو چې خپل وطنوال راته دا ثابته کړي چې افغانان تر نورو کم نه دي.

یو ملت چې پر خپل نن بې باوره غوندې شي ممکن د باور څراغ د تاریخ په کوڅو کې ولټوي. همدغه یې ښايي یو علت و چې د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د پنځه زره کلن تاریخ د ویاړ خبره د ځوانانو په منځ کې ډېره شوې وه.

په ټولنه کې اماني فکر ته د توجه یو علت هم همدا ضرورت و. پرمختګ غوښتونکو افغانانو په روحي لحاظ دې ته اړتیا لرله چې ځان ته دا ثابته کړي چې جګړه نه بلکې د شاه امان الله د ترقي خواهي ارمانونه زموږ اصلي هویت دی.

له ماضي سبقونه زده کول او د تاریخ له کیسې د خپلو مقصدونو او ارمانونو لپاره الهام اخیستل ښه خبره ده. د افغانستان د تاریخ په اوږده مزل کې ډېر داسې څه پیدا کولی شو چې خپل جګړو سوځولی هویت پرې ټکور کړو مګر دا باید یاد ولرو چې په پرون او ماضي کې خو اوسېدلای نه شو، ژوند خو په نن کې کېږي او ژوند یوازې سبا ته لاره ایستلی شي.

که نن بریالۍ غواړو او له ډاډ ډک سبا ته تمه کوو نو یوازې د پرون د کیسې مطالعه نه بلکې د نن پر کیسې هم غور پکار دی.

تاریخ یوازې په کتابونو کې پرتې افسانې نه دي. زموږ د هر یوه په کلي او چم کې داسې پخوانۍ او اوسنۍ کیسې شته چې یادول یې او خوندي کول یې ممکن خلکو ته د باور روحیه ورکړي او له خپلې سیمې سره یې مینه ډېره کړي.

کوچنۍ وم ښايي په پنځم یا څلورم صنف کې به وم چې له پلار سره کندوز ته تللې وم. پلار د کندز په ښار وګرځولم. هغې لیسې ته یې بوتلم چې ده پکې سبق لوستی و.

راته یې وویل چې کله دی په لیسه کې و په ښوونځي کې یې د انګريزي مضمون استاد یو امریکايي و. د ناشر سینما یې راته وښوده چې لسیزې لسیزې پخوا جوړه شوې وه. تر نیمو شپو به خلک فلمونو ته ناست وو. پلار راته وویل چې، په هغه وخت کې وطن دومره ارام و چې له بهرنیو هېوادونو به سیلانیان راتلل او بېغمه به یې د وطن په دښتو کې شپې تېرولې.

د جمهوریت په ورستیو کلنو کې چې په شمال کې ناامني بیخې ډېره شوې وه زما په ذهن کې د کندوز د ښو ورځو پروت انځور راسره مرسته کوله چې د باروتو په فضا کې په روښانه راتلونکي باور له لاسه ورنه کړم.

د دغو کیسو خوندي کول یوازې د تاریخ پوهانو کار هم نه دی. په کومه شپه چې د افغانستان ملي ټېم له پاکستان نه د کرېکټ لوبه وګټله.

د پکتیا د یوه لري کلي د ښوونځي استاد محمدالله مسعود له ځینو مطرحو خلکو وغوښتل چې خپل احساسات ورته ولیکي او دغه یاداښتونه یې بیا وروسته خپاره کړل.

که استاد مسعود نه وای ښايي دغو خلکو هېڅ وخت د دې خاصې بریا احساس نه وای لیکلی. د ښوونکي مسعود دغه کار ممکن ځینو ته عادي ښکاره شي خو د باور د روحیې په خپرولو او خوندي کولو کې یې ونډه اخیستې ده.

پر خپل وطن او ولس د بې باورۍ د مړاوې روحیې د اوبه کولو یوه اصلي مرجع بیرته پخپله ملت دی. هغوی چې د کرېکټ د بریا لپاره اتڼونه وکړل، لیکل یې وکړل او ویډویاګانې یې شریکې کړې هغو ټولو د ملي روحیې او د باور د روحیې په پاللو کې رول ولوباوه.

له بلې خوا مهاجر شوي مخصوصا پرمختللو هېوادونو ته مهاجر شوي وطنوال خپل خوار هېواد ته د خپلې تجربې په انتقال کې باید بیداره پاتې شي.

100%

زه په اروپا کې د اول نسل یا دوهم نسل له ډېرو داسې مهاجر شویو افغانانو سره مخامخ شوې یم چې غواړي خپل وطن ته یو څه وکړي. دغه احساس د سرو زرو ارزښت لري او باید استفاده ترې وشي.

بېلابېلو وطنونو کې خواره واره افغانان له خپلو هم مسلکو سره په خپل منځ کې انلاین یا په حضوري بڼه ګروپونه جوړولی شي او پر دې فکر او کار کولی شي چې خپله تجربه څرنګه انتقال کړي.

دلته ممکن ځینې لوستونکي ووايي چې د مهاجرت په ژوند کې د ګروپونو پالل سخت دي. د ګډ کار کمال دا وي چې ډاډ رامنځ ته کوي او کار ته مو هڅوي او شاید هغه کار چې په یوازې سر لوی او ناممکنه ښکاري د نورو په همکاري ممکن شي.

افغانان په بهرنیو هېوادونو کې معمولا خیراتونو، ودونو او د جشنونو د لمانځلو لپاره راټولېږي. کلتوري پروګرامونه د مهاجرو فرهنګي ضرورت دی او طعبا چې بې ګټې نه وي خو په نهایت کې د ځان لپاره کار دی.

وطن دوسته ځوانان پر دې باید فکر وکړي چې خپل وخت څرنګه مدیریت کړي‌ چې یو خیر یې وطن ته هم ورسېږي. د جرمني له یوه پوهنتونه فارغه شوې انجنیره که په کال کې یوه اکاډمیکه مقاله په خپله ژبه کې ولیکي په شلو کلنو کې به یوازې همدې یوې وطنوالې شل ضروري مقالې پر خپل مسلک زیاتې کړې وي.

هېڅ کار کوچینی نه دی. ناروې ته تازه مهاجر شوی افغان که د خپلې کوچنۍلور له ښوونکېدا زده کوي چې د درس په زدکړه کې باید پر ماشوم فشار نه وي او بیا خپله همدغه تجربه په لیکنه یا ویډیويي بڼه له خپلو وطندارانو سره شریکوي لوی کار کوي.

له پرونه به الهام اخلو خو دا به نه هېروو چې په نن کې اوسو او یوازې د نن د هڅو په مرستو ډاډمنه سبا لرلی شو. رحمان بابا وایي:

دوباره دې راتله نشته په دنیا

نن دې وار دی که دروغ کړې، که رښتیا

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.