تېرو څو لسیزو کې په میلیونونو وطنوال کډوال شول. پرمختللو هېوادونو ته مهاجر شوي افغانان ښايي ډېر کله له کوربه هیواد سره خپل وطن مقایسه کړي او د دروېش دراني د دې بیت غوندې یو څه په زړه کې ورتېر شي:
له ما ګوښه دي، له ما ډېر لرې ودان دي خلک
زه تورې خاورې یم او ستوري د اسمان دي خلک
زه چې کله له خپلو اروپايي ملګرو سره خبرې کوم، د دوی نیوکه دا وي چې ولې باید د نړیوالو شرکتونو په مشرتابه کې د ښځو او نارینه وو ونډه یو شان نه وي، خو چې خپلې دیارلس کلنې وطنوالې ته غوږ شم، وايي لاس په دعا پورته کړئ چې ښوونځی مې خلاص شي. دلته وینو چې زموږ او نورو توپیر خورا زیات دی. له بلې خوا اوس پخوا زمانه هم نه ده چې د نورو هېوادونو پرمختګ افسانې او اوازې ښکاري، بلکې د رسنیو له برکته د هېواد د یو ګوښه کلي ځوان ته هم ممکن دا احساس ورپېدا شي چې موږ چېرته یو، نور چېرته دي.
د لسیزو جګړو که له یوې خوا د پرمختګ له کاروانه شاته پاتې کړو، له بلې خوا یې پر ځان بې باوره کړي یو. د اکتوبر په ۲۳ مه چې د کرېکټ ملي ټېم په نړیوال جام کې له پاکستانه لوبه وګټله، د دنیا په ګوټ ګوټ کې ګڼ افغانان له خوشالۍ د شپې تر ناوخته پورې ویښ پاتې شول.
د افغانانو ډېرې خوښۍ پر نورو دلایلو سربېره دا دلیل هم درلود چې موږ ټول په روحي لحاظ په خپل وطن او ملت باندې د ډاډ او اطمینان د احساسولو تږي یو او دې ته ضرورت لرو چې خپل وطنوال راته دا ثابته کړي چې افغانان تر نورو کم نه دي.
یو ملت چې پر خپل نن بې باوره غوندې شي ممکن د باور څراغ د تاریخ په کوڅو کې ولټوي. همدغه یې ښايي یو علت و چې د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د پنځه زره کلن تاریخ د ویاړ خبره د ځوانانو په منځ کې ډېره شوې وه.
په ټولنه کې اماني فکر ته د توجه یو علت هم همدا ضرورت و. پرمختګ غوښتونکو افغانانو په روحي لحاظ دې ته اړتیا لرله چې ځان ته دا ثابته کړي چې جګړه نه بلکې د شاه امان الله د ترقي خواهي ارمانونه زموږ اصلي هویت دی.
له ماضي سبقونه زده کول او د تاریخ له کیسې د خپلو مقصدونو او ارمانونو لپاره الهام اخیستل ښه خبره ده. د افغانستان د تاریخ په اوږده مزل کې ډېر داسې څه پیدا کولی شو چې خپل جګړو سوځولی هویت پرې ټکور کړو مګر دا باید یاد ولرو چې په پرون او ماضي کې خو اوسېدلای نه شو، ژوند خو په نن کې کېږي او ژوند یوازې سبا ته لاره ایستلی شي.
که نن بریالۍ غواړو او له ډاډ ډک سبا ته تمه کوو نو یوازې د پرون د کیسې مطالعه نه بلکې د نن پر کیسې هم غور پکار دی.
تاریخ یوازې په کتابونو کې پرتې افسانې نه دي. زموږ د هر یوه په کلي او چم کې داسې پخوانۍ او اوسنۍ کیسې شته چې یادول یې او خوندي کول یې ممکن خلکو ته د باور روحیه ورکړي او له خپلې سیمې سره یې مینه ډېره کړي.
کوچنۍ وم ښايي په پنځم یا څلورم صنف کې به وم چې له پلار سره کندوز ته تللې وم. پلار د کندز په ښار وګرځولم. هغې لیسې ته یې بوتلم چې ده پکې سبق لوستی و.
راته یې وویل چې کله دی په لیسه کې و په ښوونځي کې یې د انګريزي مضمون استاد یو امریکايي و. د ناشر سینما یې راته وښوده چې لسیزې لسیزې پخوا جوړه شوې وه. تر نیمو شپو به خلک فلمونو ته ناست وو. پلار راته وویل چې، په هغه وخت کې وطن دومره ارام و چې له بهرنیو هېوادونو به سیلانیان راتلل او بېغمه به یې د وطن په دښتو کې شپې تېرولې.
زه په اروپا کې د اول نسل یا دوهم نسل له ډېرو داسې مهاجر شویو افغانانو سره مخامخ شوې یم چې غواړي خپل وطن ته یو څه وکړي. دغه احساس د سرو زرو ارزښت لري او باید استفاده ترې وشي.
بېلابېلو وطنونو کې خواره واره افغانان له خپلو هم مسلکو سره په خپل منځ کې انلاین یا په حضوري بڼه ګروپونه جوړولی شي او پر دې فکر او کار کولی شي چې خپله تجربه څرنګه انتقال کړي.
دلته ممکن ځینې لوستونکي ووايي چې د مهاجرت په ژوند کې د ګروپونو پالل سخت دي. د ګډ کار کمال دا وي چې ډاډ رامنځ ته کوي او کار ته مو هڅوي او شاید هغه کار چې په یوازې سر لوی او ناممکنه ښکاري د نورو په همکاري ممکن شي.
افغانان په بهرنیو هېوادونو کې معمولا خیراتونو، ودونو او د جشنونو د لمانځلو لپاره راټولېږي. کلتوري پروګرامونه د مهاجرو فرهنګي ضرورت دی او طعبا چې بې ګټې نه وي خو په نهایت کې د ځان لپاره کار دی.
وطن دوسته ځوانان پر دې باید فکر وکړي چې خپل وخت څرنګه مدیریت کړي چې یو خیر یې وطن ته هم ورسېږي. د جرمني له یوه پوهنتونه فارغه شوې انجنیره که په کال کې یوه اکاډمیکه مقاله په خپله ژبه کې ولیکي په شلو کلنو کې به یوازې همدې یوې وطنوالې شل ضروري مقالې پر خپل مسلک زیاتې کړې وي.
هېڅ کار کوچینی نه دی. ناروې ته تازه مهاجر شوی افغان که د خپلې کوچنۍلور له ښوونکېدا زده کوي چې د درس په زدکړه کې باید پر ماشوم فشار نه وي او بیا خپله همدغه تجربه په لیکنه یا ویډیويي بڼه له خپلو وطندارانو سره شریکوي لوی کار کوي.
له پرونه به الهام اخلو خو دا به نه هېروو چې په نن کې اوسو او یوازې د نن د هڅو په مرستو ډاډمنه سبا لرلی شو. رحمان بابا وایي:
دوباره دې راتله نشته په دنیا
نن دې وار دی که دروغ کړې، که رښتیا
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.
اغبر ویلي وو؛ تر هغې چې په افغانستان کې یو مشروع نظام نه وي راغلی طالبان د دوی پر وړاندې هېڅ ډول مشروعیت نه لري او د لیک په څېري کولو یې وویل: «لکه ونه مستقیم پر خپل مقام یم – که خزان راباندې راشي که بهار».
ښاغلي دهقان زاده په دې ویډیو یې کلیپ کې وویل، چې د اغبر دا څرګندونې بې مسوولیته او له حقیقته لېرې دي.
هغه وویل: « د تاجکستان په خاروع کې د افغانستان جنرال قونسلګري خپلواکه څانګه ده او د طالبانو د بهرینو چارو وزارت تر مکمل واک لاندې خپل قونسلي خدمتونه ترسره کوي».
د اسلام قلعه پوله ساتي چارواکي وايي، په تېرو څلورو ورځو کې د اسلام کلا له پولې لږ تر لږه ۱۴۴۸۰ کډوال افغانستان ته داخل شوي دي.
د اسلام قلعه یوه چارواکي عبدالله قیومي وویل چې په وروستیو ورځو کې له ایران څخه د اخراج شویو کډوالو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.
د اسلام قلعه د پولې یوه چارواکي فرانس ۲۴ خبري اژانس ته ویلي، په ورته وخت کې چې پاکستان د استوګنې له رسمي اسنادو پرته د کډوالو د شړلو پرېکړه کړې، د ایران حکومت هم د کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.
یوشمېر افغانان چې له ایران څخه راستانه شوي دي فرانس 24 ته وویل؛ سره له دې چې ځینې یې د استوګنې رسمي جوازونه هم لري خو د ایراني پولیسو له خوا لومړی نیول شوي او بیا شړل شوي دي.
د مهاجرت د نړۍوال سازمان د ۲۰۲۳ کال د شمېرو له مخې؛ اوس مهال شاوخوا ۴،۵ میلیونه افغانان په ایران کې ژوند کوي.
خو دا شمېره ځکه کمېږي چې یاد سازمان ویلي، چې هره ورځ له ایران څخه د اخراج شویو کډوالو شمېر د هغو کډوالو په پرتله چې تازه دغه هېواد ته داخلېږي ډېر دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د دې سازمان د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشره روزا اوتونبایوا ویلي، چې په افغانستان کې پر مېرمنو او نجونو لګېدلي بندیزونه د حکومتي سیستم یوه برخه ګرځېدلې ده، چې بېلول یې ستونزمن دي.
نوموړي د اسلامي هېوادونو د همکارۍ په کنفرانس کې د افغان مېرمنو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او په افغانستان کې یې له بشري حقونو څخه روانې سرغړونې جدي وبللې.
نوموړې په جده کې “ښځې په اسلام کې” د کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې د افغانستان واکمنان د افغانستان د نیمايي نفوس اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او دا تر ټولو تریخ حقیقت دی.
هغې ویلي، چې په افغانستان کې د مېرمنو اوسنی وضعیت کړکېچن دی او له هر ډول ټولنیز فعالیت څخه بې برخې دي.
د دې کنفرانس په لومړۍ ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد ویلي وو، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مېرمنو او نجونو لګولو شویو محدودیتونو او روان وضعیت ته باید جدي پاملرنه وشي.
امنې محمد زیاته کړې وه، چې د نجونو د زدکړو، کار، سوداګرۍ او ټولنیز ژوند په تړاو د یوه روښانه راتلونکي ډاډ تر لاسه کېدلی شي او اړینه ده، چې په دغه برخه کې جدي اقدامات وشي.
نوموړې وايي، چې په اسلام کې د هغو ټولو تبعیضي قوانینو او دودنو د پای ته رسېدا حکم شوی چې له مخې یې زدکړې منع کیږي.
مېرمن محمد وویل: "د افغانستان مېرمنې باید د خپل راتلونکي په جوړولو کې پوره ونډه واخلي او هېواد د ودې لپاره د مېرمنو ونډې ته شدیده اړتیا ده".
د یوناما د مشرې د نویو څرګندونو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي، خو له لومړیو څرګندونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو موضوع حل ده او دوی ټول هغه قوانین وضع کړي کوم چې د اسلام ښکاره احکام دي.