هرات کې طالب چارواکي:د ژمي له را رسېدو مخکې به زلزله ځپلو ته د کورونو جوړېدو چارې بشپړې شي

د هرات ولایت له پاره طالب چارواکي وایي چې د دغه ولایت په زلزله ځپلو سیمو کې زیانمنو کورنیو ته د کورونو جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي.

د هرات ولایت له پاره طالب چارواکي وایي چې د دغه ولایت په زلزله ځپلو سیمو کې زیانمنو کورنیو ته د کورونو جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو چارو مرستيال او د هرات د والي مرستيال حيات الله مهاجر فراهي وايي چې، د سوداګرو او ځينو بنسټونو په همکارۍ د کورونو جوړولو کار روان دى او د ژمي تر را رسېدو پورې به یې چارې بشړې شي.
د نوموړي په خبره، اوس مهال د زلزله ځپلو له پاره د ۱۲۰۰ کورونو د جوړولو کار له معیارونو سره سم پر مخ رواندی.
د یادولو ده چې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وروستۍ شمېرې ښيي چې، په هرات کې د زلزلې له امله شاوخوا لس زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او شل زره نور کورونه سخت زیانمن شوي دي.
سره له دې چې ددغو زلزلو له لومړیو ورځو څخه تراوسه پورې د بېلابېلو سازمانونو او هیوادونو له خوا د مرستو اعلان شوی خو زیانمنې کورنۍ بیا د سرپناه او د نورو اسانتیاوو له نشتون څخه شکایت کوي.


د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د شنبې په ورځ د (لړم ۲۰مه) له ۸ زره زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه خپل هیواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت په خبره یاد کډوال چې تېره ورځ د سپین بولدک او تورخم له لارې هیواد ته راستانه شوي، په زور له پاکستان څخه افغانستان ته استول شوي.
له پاکستانه په دغو راستانه شویو افغان کډوالو کې ۸۲ هغه بندیان هم شامل وو، چې د پاکستان په سند ایالت کې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو.
همدارنګه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د شنبې په ورځ د (لړم ۲۰ مه) له ایران څخه هم له ۲زره زیات افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي .
دغه افغان کډوال چې د اسلام کلا له لارې هیواد ته راستانه شوي یو شمېر یې په زور او یو شمېر یې په خپله خوښه له ایران څخه راستانه شوي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایران څخه هیواد ته ستنېدوکو ټولو کډوالو سره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالې کمیشنرۍ له لوري مرستې هم کیږي.
د دې تر څنګ یاد وزارت وايي، تېره ورځ یې نږدې ۲۷ زره ستانه شویو افغان کډوال د راستېدونکو د ښه راغلاست د کمیټې له خدمتونو برخمن شوي.
د دوی په خبره دغه کمیټې، د لړم په شلمه نږدي ۲۷ زره راستانه شویو کډوالو ته په بیلابیلو برخو کې خدمتونه وړاندې کړي دي.
د دغه کمیټې په وینا د کډوالو د اوسیدو له پاره یې ځانکړې ځایونه جوړ کړي او له ۳ زره څخه زیاتو کډوالو ته یې په بیلابیلو روغتیايي مرکزونو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
د نومبر میاشتې له لومړۍ نیټې تر دوه نیم لکه ډیر افغان کډوال د پاکستان د حکومت له لورې په زور له دغه هیواده شړل شوي.
د پاکستان له لوري په زور د افغان کډوالو اېستولو ته د نړیوالو سازمانونو په غبرګونونو سربیره هم پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو پر پرېکړه کلک ولاړ دی او وايي، ټول هغه افغان کډوال به له پاکستانه وباسي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د پولیو ضد واکسین دغه کمپاین چې نن د (لړم ۲۱مه) پیل شو، له پنځو کلونو ښکته عمر لرونکي شاوخوا شپږ سوه زره ماشومان به واکسین شي. د طالبانو عامې روغتیا وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چې، دغه کمپاینونه به د کندهار په ښار او ولسوالیو کې پر ماشومانو پلي شي.
سره له دې چې هر کال په ټول هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کمپاینونه کیږي خو بیا هم یو شمېر کورنۍ د هیواد په لېرې پرتو سیمو کې د خپلو ماشومانو د واکسین کولو مخه نیسي.
پولیو چې د نه درملنې وړ یوه ویروسي ناروغي ده، اوسمهال یې مثبتې پیښې یوازې په افغانستان او پاکستان کې ثبتې شوې دي.
د راپورونو له مخې، سږکال یوازې په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ ناروغۍ پنځه پېښې ثبتې شوې دي او د دې ناروغۍ پر زیاتېدو هم اندېښنې ډیرې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی و.
د روغتيا نړيوال سازمان هر کال د اکټوبر ۲۴مه د پوليو د له منځه وړلو د نړيواله ورځې په توګه نمانځي، چې د پوليو ويروس په اړه د پوهاوي کچه لوړه او د پوليو له ګواښ سره مخ ماشومان وژغوري.
د یادولو ده چې، د لړم میاشتې په لومړۍ نېټه هم د هیواد په څوارلسو ولایتو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ترسره شو.

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال ډیمیټري مېدودېف ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن شتون پر مهال غوښتل، هېرویین له افغانستانه روسیې او نورو هېوادونو ته قاچاق کړي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ددې مطلب په خپرولو سره زیاته کړې ده چې، د روسیې ملي امنیت شورا مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې د طالبانو حکومت مبارزه د امریکا او د هغوی د ملګرو له ۲۰ کلنې مبارزې څخه اغېزناکه ده.
سره له دې چې په راپور کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي چې نوموړي دا خبرې چیرته کړې، خو د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر تېره اونۍ اعلان وکړ چې، سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.
د نشه يي توکو او جرمونو پروړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د تریاکو له خرڅلاو څخه د کروندګرو عاید له ۱۳۶۰ میلیون څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۱۱۰ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې امریکا شل کاله له ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ د نشه یي توکو د له منځه وړلو په برخه کې هم میلیونونه ډالره ولګول خو واک ته د طالبانو رسېدل او تر اوسه هم یو شمېر سیمو کې د کوکنارو کر او پروسس د دې ښکارندویي کوي چې د امریکا دا دواړه هڅې ناکامې وې.
د یادولو ده چې، طالبانو د ملا هېبتالله د یوه فرمان پر بنسټ د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري په میاشت کې د کوکنارو په کر او خرڅلاو بندیز ولګاوه، خو لا هم د افغانستان په سویل لویدیځو ولایتونو کې د نشه یي توکو د پروسس فابریکې شته او په څرګنده د تریاکو او نورو نشه یی توکو د پیر او پلور مارکیټونه په ازاد ډول فعال دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د ژمي په را رسېدو سره به یې له هغو سیمو او خلکو سره اړیکې پرې شي چې د غرونو تر شاه یې کلي او کورونه دي. د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې لوږه د افغانستان هرې سیمې ته رسیدلې ده.
دغه پروګرام په اېکس ټولنیزه پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره چې پکې د واورو د ورښت له امله د لارې بندېدل او د مرستندویه کارکوونکو سخت حالت ښيي ویلي، مخکې له دې چې ځنډ شي، اړمنو کسانو او د لېرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د مرستو د رسولو په موخه ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
یاد پروګرام اوږدمهاله جګړې، وچکالي او زیانمن اقتصاد، د ښځو او ماشومانو د اغیزمن کیدو لوی لاملونه بولي.
د (ډبلیو ایف پي) ترڅنګ یو شمیر نورو مرستندویه ادارو هم په ځلونو خبرداری ورکړی چې که دوی ته د اړتیا وړ بودجه برابره نه شي نو په افغانستان کې به بشري ناورین رامنځته شي.
دغه خبرداری په داسې مهال ورکول کیږي چې ژمي ته یوازې څو اونۍ پاتې دي او په ځینو سیمو کې آن له اوسه واوره هم وریدلې ده.
د هیواد په شمالي ولایتونو کې هر کال د ډیرې واورې له امله لارې بندیږي او اوسمهال د مرستندویه ادارو یوازینۍ اندېښنه دا ده چې د لارې له بندیدو مخکې باید اړمنو کسانو ته بشري مرستې ورسوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته د ښځو په ګډون زرګونه ځوانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او د اوزګارۍ ستر ناورین رامنځته شوی دی.
د خلکو اوزګارتیا او ناوړه اقتصادي وضعیت تر بل هر وخته افغانان سږکال جدي مرستو او لاسنیوي ته اړ کړي دي.
له یوې خوا ژمی، له بلې خوا د هرات د زلزلې له امله د زرګونو کسانو بې کوره کېدل او بیا له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستل هغه څه دي چې د مرستندویه ادارو کارونه یې څو برابره زیات کړي دي.

پرلت وهونکي وايي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ نه مني او اسلام اباد وايي، له خپلې پرېکړي نه په شا کیږي. له څه باندې درې اونیو راهیسې د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې زرګونو کسانو پرلت وهلی او لا روان دی.
پرلت وهونکي وايي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ نه مني، خو د پاکستان حکومت بیا پر خپله پرېکړه کلک ولاړ دی او وايي، چې نور به د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه کیږي.
په دغه پرلت کې زرګونه ځایي اوسېدونکو، سوداګر او د بلوچستان ایالت سیاسي ګوندونو ګډون لري.
د یاد پرلت له پاره لسګونه سیاسي ګوندونه په یوه خوله شوي او وايي نور د پاکستان دا ډول «خپل سرو پرېکړو» ته نه تسلیمیږي.
د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي:«نور دې پاکستان د پښتنو له ګریوانه لاس وباسي، د پښتنو د زهیرولو څخه دې لاس واخلي، کنه بیا به همداسې عمل در سره وکړو. که زموږ غوښتنې و نه منل شي موږ مجبوره کیږو چې د دې سوله ییز اعتراض څخه لاس واخلو او بیا به سړکونه او لویې لارې بندې کړو.»
همدارنګه د دغه پرلت پرمهال د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره د زور زیاتي او په زور له دغه هیواد څخه د وتلو په اړه هم د پاکستان پر حکومت کلکې نیوکې کیږي.
د پښتونخوا ملي عموامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ وايي، د افغانستان او پاکستان په نوم چې کومې معاهدې لاسلیک شوې دي، هغه که د ګندومک، ډیورنډ او یا هم د راولپېنډۍ معاهدې دي په هیڅ یوه کې یې دا نه دې ذکر شوي چې د ډیورنډ دواړه غاړو ته مېشت پښتانه دې په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ وکړي.
نوموړی وايي: «کوم ظلم او زیاتی چې د افغان کډوالو سره د پاکستان له لوري روان دی اول به موږ دا حساب د پاکستان له حکومت او پاکستاني جنرالانو سره کوو، دوی هیڅ د بښلو نه دي. نړۍ او هیڅ افغان د ډیورنډ کرښه نه پيژني، نو بیا موږ پاسپورټ او ویزه هم پر دغه لار د تګ راتګ له پاره نه منو.د پنجاب واکداره ته دا جرئت څنګه لرې چې ته دې پښتانه بیل کړې؟ موږ هیڅکله تا ستا دغه ارمان پوره کولو ته نه پریږدو.»
همدارنګه په دغه پرلت کې چې له تېرو درې اونیو راهیسې روان دی د پښتونخوا ګڼو دیني عالمانو هم ګډون کړی دی.
مولانا عبدالقادر لوڼي پرلت ته په خپل وینا کې وویل: «دا د پښتانه وطن دی او دلته به د پښتانه پرېکړه منل کیږي نه د پنجاب. که مو غوښتنه و نه منل شوه ټولې لویې لارې به موږ بندې کړو دا د پښتون قوم مسله ده او دا حق د پښتنو دی چې د خپلې سوکالۍ له پاره په خپله پرېکړه وکړي.»
د دریو اونیو په تېرېدو بیا هم پاکستاني حکومت د پرلت وهونکو غوښتنه نه ده منلې او وايي د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه به تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه تر سره کیږي.