• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د اقتصاد وزارت د بشري مرستو په رسولو کې د سیګار راپور رد کړ

۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې د سیګار هغه راپور بې بنسټه بللی چې ویلي یې و، د بشري مرستو په وېش کې طالبان لاسوهنه کوي او مرستې هغوی پر خپلو خپلوانو او خواخوږو وېشي.

په خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې طالبان هیڅکله هم د مرستو د وېش په بهیر کې د لاس وهنې تګلاره نه لري او په دې اړه دغه راپور رېښتینی نه دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي سه شنبه د (لړم په ۲۳مه) د هغه هېواد کانګرس ته په استماعیه غونډه کې ویلي و، چې د نړۍوالو بشري مرستو غوښنه برخه د طالبانو له‌خوا تالا ترغۍ کېږي.

جان ساپکو خبرداری ورکړی و، چې د امریکا او نړۍوالې ټولنې مرستې د ترهګرو په روزلو لګول کېږي او که مخه یې و نه نیول شي؛ نو کېدای شي نورې ستونزې هم راولاړې کړي.

ښاغلي ساپکو دا هم ویلي و، چې طالبان له بهرنیو پروژو کلنګ اخلي او په نادولتي ادارو کې په زوره خپل خپلوان پر دندو ګوماري.

تر دې وړاندې هم یو شمېر افغانانو دا نېوکې لرلې، کومې پیسې چې هره اونۍ د بشري مرستو په نامه افغانستان ته لېږل کېږي، زیاته برخه یې طالبانو ته رسېږي.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۳

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۴

د امریکا فدرالي محکمې د کمال نبي‌زاده د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه رد کړه

۵

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی