په غزه کې د اوبند درېیمه ورځ؛ د اسراییل او حماس تر منځ د روان اوربند د غځولو هڅې دوام لري

د غزې په تړانګه کې د اوربند په درېیمه ورځ نړۍواله ټولنه هڅه کوي، چې د پراخو مشورو په ترسره کولو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره لاره هواره کړي. په همدې حال کې مصر د ۱۳ اسراییلیانو او ۳۹ فلسطینیانو نومونه ترلاسه کړي، چې ټاکل شوې د یکشنبې د ورځې تر پایه به ازاد شي.