• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو سر‌منشي په غزه کې د بشپړ اوربند غوښتنه وکړه

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سر‌منشي په غزه کې د موقت اوربند د غځولو هرکلی وکړ. په ورته وخت کې انتونیو ګوتریش ټینګار کړی چې په غزه کې باید بشپړ بشردوستانه اوربند رامنځته شي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د حماس او اسرايیل ترمنځ اوربند د دوو ورځو له پاره غځول شوی دی.

ښاغلي ګوتریش همداراز ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه په سیمه کې د هر اړخیز اوربند د رامنځ ته کولو د هڅو ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو د سر‌منشي ویاند سټیفن دوجاریک هم اعلان وکړ چې انتونیو ګوتریش له ټولو هیوادونو غواړي چې د دې شخړې د پای ته رسولو له پاره له خپل اغېز څخه کار واخلي او د دوو دولتونو د حل لارې ملاتړ وکړي.

رویټرز تر دې وړواندې راپور ورکړی و چې سپینې ماڼۍ ویلي چې په غزه کې د جګړې دواړو خواوو پر اوربند هوکړه کړې ده. په همدې حال کې الجزیرې خبر ورکړی، چې اسراییل د نورو یرغمل شویو د تبادلې له پاره دوه ورځنی اوربند منلی دی.

د نوې هوکړې له مخې به هره ورځ د اوربند غځولو له پاره د حماس ۱۰ تنه یرغمل شوي او ۳۰ تنه فلسطیني بندیان خوشي کیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

پاپ فرانسیس د سږو د پړسوب له امله تر درملنې لاندې دی

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۸ GMT+۰

د اسوشییتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې؛ واتیکان د دوشنبې په ورځ ویلي چې پاپ فرانسیس د سږو د پړسوب له امله تر درملنې لاندې او انټي بایوټیک ترلاسه کوي او له دې امله یې ځینې لیدنې ځڼډېدلي دي.‌

فرانسیس پخپله د یکشنبې په ورځ ویلي وو، چې د سږو د پړسوب له امله دا اونۍ د سینټ پیټر په څلورلارې کې راڅرګند نه شو نو په واتیکان کې له خپل استوګنځي یې خلکو ته دعا ورکړه.‌

د واتیکان مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د سږو پړسوب ۸۷ کلن پاپ فرانسیس ته تنفسي ستونزو لامل شوی.

په اعلامیه کې راغلي، چې د پاپ فرانسیس وضعیت د ډاډ وړ دی او دا چې نوموړی تبه نه لري؛ نو تنفسي ستونزه یې هم مخ په ښه کېدو ده.

د پاپ د استراحت په موخه په راتلونکو ورځو کې د هغه ځینې مهمې غوڼډې ځڼډول شوي دي؛ تر څو هغه خپله بشپړه روغتیا ترلاسه کړي.‌

د یکشنبې په ورځ په یوې تلویزیوني وینا کې پاپ فرانسیس ویلي وو، چې د ډسمبر په لومړۍ به عربي متحده اماراتو ته په یو درې ورځني سفر ځي تر څو چې د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو غوڼډې ته وینا وکړي.‌

د دغه وینا پر مهال د هغه په لاس کې یو کنول لیدل کېده، چې د هغه پلویان یې د نوموړي د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښمن کړي وو.‌

اسلامي جمهوري ایران ورځپاڼه: د طالبانو چلند ته پام وکړئ، دا ډله په سیمه کې دویم اسراییل دی

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۰

د جمهوري اسلامي ورځپاڼې په تهران کې یوه محافظه کاره رسنۍ له ایراني امنیتي داستګاه غوښتي چې د طالبانو چلند وڅاري او په سیمه کې د «دویم اسراییل» د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي. دغې رسنۍ لیکلي، چې د طالبانو ډلې له خپل تاسیس راهیسې د اسراییل پر ضد کوم اقدام نه دی کړی.

جمهوري اسلامي ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ د میاشتې په شپږمه) په یوه یادښت کې لیکلي، چې طالبان د امریکا له خوا تاسيس شوي او د جوړېدو هدف د ایران له اسلامي جمهوریت سره ټکر او په سیمه کې د امریکا او صهیونیستي رژیم د ګټو ملاتړ دی.

دې ایراني رسنۍ طالبان یوه "توکمپاله" ډله وبلله چې په چټکۍ سره "د غیر پښتون قومونو د ویجاړولو لپاره راپورته شوې".

لیکوال او د ایران رسنیو له طالبانو سره د اسراییلي جاسوسي ادارې موساد د درېیو اجنټانو په نیولو کې د همکارۍ په اړه د دغه هېواد د حکومت ادعا جدي نه ده نیولې.

د لیکوال په وینا؛ طالبانو د خپل تاسیس راهیسې "د اسراییل په وړاندې تر ټولو کوچنی اقدام" نه دی کړی.

د اسراییلي یرغملو او فلسطیني بندیانو تبادله او د اوربند وروستۍ ورځ

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۸ GMT+۰

د یرغملو او فلسطیني بندیانو د تبادلې لپاره د اسراییل او حماس ترمنځ څلور ورځنی اوربند نن پای ته رسېږي؛ خو دواړه خواوې وايي، چې د نورو یرغمل شویو او بندیانو د تبادلې لپاره د موقت اوربند غځولو ته چمتو دي. تمه کیږي، چې په لسګونه اسراییلي یرغمل شوي او فلسطیني بندیان نن تبادله شي.

د تېرې یکشنبې په ورځ ۱۷ یرغمل د ۳۹ فلسطینیانو په بدل کې تبادله شوي وو.

حماس د اکټوبر د اوومې د بریدونو په پایله کې له نیول یرغملو اسراییلیانو له ډلې تر اوسه ۵۸ کسان خوشې کړي دي.‌

په همدې حال کې اسراییل هم تر اوسه ۱۱۷ فلسطیني بندیان خوشي کړي دي.

ډېری خوشې شوي یرغمل او بندیان ښځې او ماشومان دي.

تمه کیږي چې د بندیانو او یرغملو یو بله تبادله نن هم ترسره شي.

د امریکا د ملي راډیو این پي ار د رپوټ له مخې؛ دا شونتیا شته دی، چې اوربند د دوو نورو ورځو لپاره هم وغځول شي، ځکه چې حماس په لسګونو یرغمل په غزه کې د تبادلې لپاره راټول کړي‌ دي.‌

ویل کیږي لا هم ۱۷۰ اسراییلي یرغمل په غزه کې شته او د اسراییل په زندانونو کې د شته فلسطینیانو شمېر بیا زرګونو ته رسیږي.‌

د اسراییل لومړي وزیر په یوې خپرې شوې ويډیو کې ویلي، چې نوموړی دې ته چمتو دی چې د هرو لسو یرغمل شویو د خوشې کېدو په بدل کې اوربند د ۲۴ ساعتونو لپاره وغزوي او دغه راز تر ۱۵۰ فلسطینیان د اسراییل له زندانونو خوشې کړي.

پر اسراییل د حماس د اکټوبر د اوومې په برید کې دغې ډلې ۲۴۰ اسراییلي وګړي یرغمل کړي‌ او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې وژلي وو.

د دغه برید د غچ اخیستو په موخه اسراییل پر غزې د اوو اونیو لپاره پراخې بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړل،‌ چې په پایله کې یې ۱۳،۳۰۰ فلسطینیان چې ډېری یې ماشومان او مېرمنې وې ووژل شول او پراخې سیمې ویجاړې شوې. د اسراییل د بریدونو په پایله کې لسګونه زره فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شول.‌

فلسطین کې اوربند؛ مشهوره فلسطینۍ زنداني اسراء جعابیص د اسراییل له بنده خوشې شوه

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۴ GMT+۰

د حماس او اسراییل ترمنځ د تبادلې د هوکړې په درشل کې د خوشې شویو کسانو په ډله کې پیژندل شوې فلسطینۍ زنداني اسراء جعابیص هم شامله ده.

نوموړې په ۲۰۱۵ کال کې تر هغه وروسته چې د اسراییلي پولیسو پوستې ته نږدې د موټر بم په چاودنه کې چې د یوه پولیس افسر د ټپي کیدو لامل شو په ۱۱ کاله بند محکومه شوه او اوسمهال یې د بند اته کاله تېر شوي دي.

د هغې د سوځیدلي مخ انځور له کلونو راهیسې د فلسطین په لاریونونو او اعتراضي راټولیدنو کې په یوه مشهورانځور بدل شوی دی.

د جعابیص د نيول کېدو د پېښې په اړه بېلابېلې او متضادې کيسې ويل شوې دي.

هغې له خوشي کېدو وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې وويل، چې په خپل موټر کې يې د ګازو يوه ډبه د ډکولو په نيت لېږداوه، چې په ناڅاپي ډول د اسرایيلي پوليسو يوې پوستې ته څېرمه وچاودید.

له دې چاودنې وروسته اسراییلي پولیسو هغه په سوځېدلي او ټپي حالت کې ونیوله.

له بلې خوا اسراييلي چارواکي بیا ویلي و چې، نوموړې د ترهګریز برید د ترسره کولو په نيت د ګازو يوې ډبې ته د «الله اکبر» په ویلو سره چاودنه ورکړه چې د یوه پولیس افسر د ټپي کیدو لامل شو.

اسراء جعابیص له خوشې کیدو وروسته ختیځ اورشلیم کې خپل کور ته ولاړه.

د یادولو ده، د هغې زوی معتصم چې اوس پنځلس کلن دی، د مور د نیولو پر مهال یې اته کلن و.

په غزه کې د اوربند د هوکړې له مخې چې د قطر په منځګړیتوب شوې ده، ټاکل شوې د اوربند په څلورو ورځو کې ټول ۵۰ اسراییلي یرغمل شوي په۱۵۰ فلسطینیانو تبادله شي.

اته فلسطینیان په لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۶ GMT+۰

همهاله په غزه کې د موقت اوربند دریمه ورځ ده، د فلسطین د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لویدیځې غاړې په لاندې شویو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو په ډزو اته فلسطینیان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د جنین په ښار کې د اسراییلي ځواکونو د شپې په برید کې پنځه فلسطینیان وژل شوي دي. د اسراییل پوځ ویلي چې د دغو عملیاتو موخه د یوه فلسطیني نیول دي چې د اګست په میاشت کې يې په یوه برید کې دوه اسراییلیان یې وژلي وو.

د اتو فلسطینیانو د وژل کېدو په غبرګون کې په لوېدیځه غاړه کې فلسطیني ډلو د اعتصاب او ماتم غوښتنه وکړه.

په تېر کال کې په جنین کې سلګونه فلسطیني وسله وال او ملکیان وژل شوي دي. په دوی کې یو شمېر په لویدیځه غاړه کې د مېشتو اسراییليانو له خوا د تاوتریخوالي او غچ اخیستنې بریدونو له امله وژل شوي دي.