بایډن: که ټرمپ سیالۍ ته نه وی را وتلی، باوري نه یم چې ما به هم ټاکنو کې برخه اخیستې وه

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، که ډونلډ ټرمپ ولسمشرۍ ته کاندید نه وی، باور نه لري چې ده به هم د راتلونکي کال په ټاکنو کې برخه اخيستې وه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، که ډونلډ ټرمپ ولسمشرۍ ته کاندید نه وی، باور نه لري چې ده به هم د راتلونکي کال په ټاکنو کې برخه اخيستې وه.
جو بایډن د دیموکراټ ګوند د مالي ملاتړو غونډې ته وویل: "موږ نه پرېږدو هغه (ډونالډ ټرمپ) یې وګټي."
ښاغلي بایډن دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د امريکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېري میاشتې د ټولپوښتنو له مخې د دغه هېواد له شپږو مهمو ایالتونو په پنځو کې مخکښ دی.
د امريکا ولسمشر په دې میاشت کې ۸۱ کلن شو او رايې ورکوونکي یې عمر ته اندېښمن دي.
ډونلډ ټرمپ ۷۷ کلن دی او د نظرپوښتنو له مخې د ده په اړه هم ورته اندېښنې شته.
ټاکل شوې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال په نومبر میاشت کې وشي.


د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نور باچا د منظور پښتین له ټولنیزو پاڼو څخه یو ویډیویي پیغام خپور کړی او په دغه پیغام کې يې ویلي چې نن چهارشنبه د (لیندۍ ۱۵مه) د امریکا د سپینې ماڼۍ مخي ته د پاکستان حکومت له لوري د منظور پښتین د نیول کیدو په غبرګون کې لاریون کوي.
نوموړي په دغه ویډیویي پیغام کې زیاته کړې د روانې ډیسمبر میاشتې پر اتمه نېټه د پاکستان د لویو ښارونو تر څنګ په اروپايي هیوادونو کې هم لاریونونه پیلوي.
پر منظور احمد پښتین دوه ورځې وړاندې هغه مهال د پولیسو له لوري لومړی ډزې وشوې او بیا ونیول شو چې د چمن له پرلت څخه د بلوچستان د تربت په لوري د بلوڅو په لاریون کې د ګډون په موخه روان شوی و.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي د پاکستان له لوري د منظور پښتین د نیولو په غبرګون یې د ملګرو ملتونو مخې ته هم پرلت وهلی او د دغه غورځنګ له لوري يې له څلورو څخه ډیرو سیاسي کسانو ته د منظور پښتین د نیولو او د پاکستان له لوري له پښتنو سره د زور زیاتي په غبرګون پیغامونه لیږلي دي.

طالبانو د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک د وروستي راپور ستاینه کړې؛ خو هغه برخه چې پکې ویل شوي «د افغانستان نیمایي وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي» له واقعیت څخه لرې بللې او د راپور دا برخه نه تاییدوي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۴مه) په اېکس ټولنیزې شبکې یوه اعلامیه خپره کړې، چې په اعلامیه کې راغلي د نړۍوال بانک په راپور کې ویل شوي: «د افغانستان نیمایي وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي» د راپور دغه برخه له واقعیت څخه لرې ده او نه یې تاییدوي.
طالبانو د راپور د دغې برخې د ردولو په اړه لیکلي: «له تحول وروسته د هېواد په کچه لویې او متوسطې پروژې پیل شوې دي چې لسګونه زرو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده».
اعلامیه زیاتوي؛ د سوداګرۍ، صنعت، کرنې او زېربنا په برخو کې په پرمختګونو سره خلکو ته کاري فرصتونه برابر شوي چې له امله یې د خلکو ډېری اقتصادي ستونزې هوارې شوې دي.
طالبان وایي؛ دا چې نړۍوال بنسټونه په دې اړه سترګې پټوي، دا له واقعیت څخه لرې دي او دوی یې نه تاییدوي.
د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه نړۍوال بانک له لوري د ۲۰۲۳ میلادي کال د ډسمبر میاشتې په څلورمه نېټه یو راپور خپور کړ چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته پکې کتنه شوې ده.
په راپور کې راغلي په افغانستان کې د انفلاسیون کچه د تېرو میاشتو په پرتله نوره هم ټیټه شوې، ملي عواید زیات شوي، د وارداتو په کچه کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو استعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ پورته شوی، د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی په بانکي سیستم کې پرمختګ شوی او با کیفیته روغتیایي خدمتونه خلکو ته وړاندې شوي دي. د راپور په یوه برخه کې دا هم راغلي چې د افغانستان نیمایي وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
طالبانو د نړۍوال بانک د راپور ستاینه کړې، خو له وروستۍ برخې سره یې غبرګون ښودلی.
اعلامیې زیاتوي، چې طالبانو پر دې باور دي که نړۍواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، پر بانکي سیستم او نورو برخو شته بندیزونه لرې او د افغانستان کنګل شوې شتمنې ازادې کړي، افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې په بشپړ ډول پرمختګ وکړي.
طالبانو له ټولو نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان په اړه نړۍ ته ورځني پرمختګونه په ډاګه کړي، ترڅو نړۍ د افغانستان د واقعي پرمختګونو په اړه خبره شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي، چې «دښمن» غواړي په ایران کې د افغانانو او ایراني ټولنو تر منځ د «حقیقي یا مصنوعي» شخړو په رامنځته کولو سره په ایران کې د افغانستان ضد جګړه وکړي.
ښاغلي وحیدي په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې له ځينو شخړو او تاوتریخوالي وروسته دا څرګندونې کړي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر څرګنده نه کړه، چې کوم لاملونه په ایران کې د افغانیت ضد دي.
هغه وویل، چې جګړه او د افغان ضد روحیه خپرول د هېواد چارواکو ته "په هېڅ ډول" د منلو وړ نه دي.
د ښاغلي وحیدی د مطبوعاتي کنفرانس هغه ویډیو چې د ایران رسمي خبري وېبپاڼې د سې شنبې په ورځ پر خپله ايکس پاڼه نشر کړې، دغه لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي، چې د افغانستان پر ضد باید چاته اجازه ورنه کړل شي.
په دې وروستیو میاشتو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. د همدې اونۍ د جمعې په ورځ هم په یزد ښار کې قهرجنو خلکو له خوا د کډوالو پر کورونو د حملې رپوټونه خپاره شول.
له ایران څخه د مهاجرینو ایستل
د ایران د کورنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي، چې په ایران کې زیات شمېر افغان کډوال بې له اسنادو درلودلو اوسیږي، چې بايد وايستل شي.
خو د طالبانو یوه پلاوي له ایران څخه د افغانانو د بېرته ستنېدو لپاره د وخت غوښتنه کړې ده.
احمد وحیدي وویل: "د افغانستان اتباع په موقت ډول دلته دي او که د دوی په هیواد کې وضعیت ښه شي، باید بېرته افغانستان ته ستانه شي".
د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې په ایران کې یې د طالبانو له پلاوي سره خبرې کړي او له دغې ډلې یې غوښتي، چې خپل هېواد ته د کډوالو د ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.
دغه لوړپوړي ایراني چارواکي زیاته کړه، چې اسلامي شورا ته یې د تصويب لپاره د (کډوالۍ د سازمان) يوه لايحه لېږلې ده؛ څو یو مشخص ارګان په ایران کې د کډوالو وضعیت تنظیم او اداره کړي.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د سې شنبې په ورځ وویل، چې په غزه کې د اسراییل له خوا د فلسطینیانو «نسل وژنه» د ځان دفاع نه بلل کیږي او په غزه کې د جګړې د بندولو په برخه کې د نړۍوالې ټولنې بې غوري د «شرم وړ» ده.
د قطر امیر په غزه کې د اسراییل د قتل عام په اړه د نړۍوالې څېړنې غوښتنه وکړه.
شیخ تمیم بن حمد ال ثاني دغه څرګندونې په قطر کې د فارس خلیج د همکارۍ شورا په ۴۴مه غونډه کې وکړې.
هغه په دې غونډه کې وویل، چې اسراییل په غزه کې له بشري او اخلاقي معیارونو سرغړونه کړې او ټول حیاتي توکي یې بند کړي دي.
د قطر امیر د اسراییل له خوا د فلسطیني ځمکو د اشغال په پای ته رسولو ټینګار وکړ.
هغه وویل، چې اسراییل باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې حل لارې لپاره معتبرو خبرو اترو ته اړ شي.
شیخ تمیم بن حمد ال ثاني هم د اوربند د نوي کولو او د غزې د تړانګې د خلکو د مشکلاتو د کمولو لپاره د هڅو د دوام اعلان وکړ.
په دې غونډه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم حضور درلود.
د ترکیې ولسمشر وویل: «نتنیاهو د خپل سیاسي ژوند د دوام لپاره د سیمې امنیت او راتلونکی له خطر سره مخامخ کوي او هغه څه چې په غزه کې کیږي د بشریت ضد جنایت دی».

نړۍوال بانک په خپل نوي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ (د دسمبر ۴مه) خپور شو، ویلي، چې د افغانستان سوداګري یو حساس پړاو ته رسېدلې ده. دغه راپور وايي، چې د افغانستان صادرات ۱،۵ میلیارده ډالرو ته را ټیټ شوي دي، چې دا شمېره د تېر په پرتله دوه سلنه کموالی ښيي.
په راپور کې د خوراکي توکو په صادراتو کې ۱۳ سلنه زیاتولی ښودل شوی دی.
راپور بیا وايي، چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ تر اکټوبر پورې د افغانستان ټول واردات ۶،۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلي، چې د پام وړ ۲۵ سلنه لوړوالي ښيي.
په راپور کې د افغانستان دوامدراه منفي انفلاسیون یادونه هم شوې او د افغانستان اقتصادي ننګونو ته اشاره کوي، چې دا هېواد د ۲۰۲۳ په اکټوبر کې ۸،۱- سلنه له دوامداره منفي انفلاسیون یا ډېفلاسیون سره مخ دی.
د انفلاسیون رجحان په خوراکي توکو کې د ۱۲،۳ سلنې کمښت او په غیر خوراکي توکو کې د ۳،۵ سلنې کمښت له امله رامنځته شوی دی؛ ځکه خو د خوراکي توکو په بیو کې ۴،۹ سلنه کموالی راغلی.
د راپور له مخې؛ کورنۍ ګټې، عامه لګښتونه کم شوي، د بزګرانو او کارګرو په عاید کې کموالی راغلی، چې دا ټول د ډېفلاسیون په رامنځته کولو کې متمم توکي دي.
د نړۍوال بانک د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د بېکارۍ کچه مخ په لوړېدو ده او له پاکستان څخه د کډوالو په زوره رایستلو په افغانستان کې د کاري ځواک ډېرېدل تضمین کړي؛ مګر د کار کچه ورځ تر بلې کمیږي.
د نړۍوال بانک د راپور له مخې؛ د افغانستان تر نیمايي ډېر نفوس په بې وزلۍ کې ژوند کوي او ۱۵ میلیونه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
راپور وايي، چې په افغانستان کې د سوداګرۍ د کسر له پراخېدو سره- سره د افغانیو د ارزښت لوړ شوی.
د تېرې جنوري له لومړۍ نېټې څخه د نومبر تر ۲۷ نېټې پورې د افغانیو ارزښت د امریکایي ډالر په مقابل کې ۲۷.۸ سلنه لوړ شوی دی.
په راپور کې د افغانستان بانک له خوا د افغانیو د لیلام له امله د افغانیو د ارزښت د لوړېدو خبره شوې او ویل شوي، چې دا ارزښت د امریکايي ډالرو د لیلام په صورت کې لوړ شوی دی.
د نړۍوال بانک د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۳ مالي کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۱۳۱.۲ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله ۳،۱ سلنه زیاتوالی ښيي؛ مګر په ټولیز ډول د ۸ میلیارده افغانیو په کمښت سره ټاکلی هدف نه دی پوره شوی.
دغه بانک په خپل یوه بل راپور کې چې د روان کال د تلې په ۱۱مه خپور شوی وړاندوینه کړې وه، چې افغانستان د ۲۵ سلنې اقتصادي ځوړتیا سره به سږ کال د اقتصادي رکود پړاو ته داخل شي.
په دغه راپور کې ویل شوي وو، چې پر ښځو د کار او زدهکړو لګول شوي بندیزونه به د افغانستان اقتصادي پرمختګ پڅ او مټه کړي.
دغه نړۍوال سازمان خپل راپور «د چټک ثبات وروسته ناڅرګندتیا» تر سرلیک لاندې په کې د افغانستان د اقتصاد منفي پرمختګ د پانګونې د کموالي او په ټولو اقتصادي برخو کې د تقاضاو له ډېرښت سره تړلی بللی و.