امام علي رحمان امر کړی چې "فردوسي شاهنامه" دې چاپ او د تاجکستان په خلکو دې ووېشل شي

د تاجکستان ولسمشر امر کړی، چې د ابوالقاسم فردوسي له خوا لیکل شوې حماسي شاهنامه دې چاپ او په تاجکستان کې دې د دغه هېواد خلکو ته ووېشل شي. امام علي رحمان څرګنده کړه، چې په دې کار سره غواړي د تاجکستان خلک د خپلو نيکونو له تاريخ، کلتور او تمدن څخه زيات خبر شي.