• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو کې نن افغانستان له هند سره د سیالۍ ډګر ښکته کیږي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۵ GMT+۰

د ۲۰۲۳ کال ۱۹ کلنو اسیا جام سیالۍ نن جمعه د (لیندۍ ۱۷مه) د عربي متحده اماراتو په کوربه توب پیلیږي، د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان د هندوستان په وړاندې د سیالۍ ډګر ښکته کیږي او د همدې ورځې په اوږدو کې پاکستان د نیپال په وړاندې د سیالۍ ډګر ښکته کیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د یادو پنځوس اوریزه لوبو لپاره بشپړ چمتوالۍ نیولی دی.

د ۱۹ کلنو د ۲۰۲۳ په پنځوس اوریز نړیوال جام کې اته لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبیږي.

بل خوا د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله اېکس پاڼه له لندن څخه د راشد خان او د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې سره د خبرو کولو انځورونه خپاره کړي دي او وايي، راشد خان د زوم خواله رسنۍ له لارې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې سره خپلې تجربې شریکې کړې او لوبډله یې ښو لوبو کولو ته هڅولې ده.

راشد خان شاوخوا دوه اونۍ مخکې په لندن کې د ملا عملیات تر سره کړي او لا هم هلته تر درملنې لاندې دی.

همدارنګه د افغانستان کرېکټ بورډ تېره ورځ اعلان وکړ چې، د متحده عربي اماراتو سره د روانې میاشتې په ۲۵مه او ۲۷مه نیټه دوه تمریني لوبې او په ۲۹. ۳۱ او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په دوهمه نیټه درې شل اوریزې لوبې تر سره کوي.

ترویج لرونکی

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۴
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

۵

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

•
•
•

نور کیسې

د افغان کرېکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله په اسیا جام کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته رسېدلې

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۵ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د نوولس کلنو ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال په اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه تېره شپه ناوخته متحده عربي اماراتو ته ورسېده. د ۲۰۲۳ کال د نوولس کلنو اسیا جام سیالۍ د جمعې په ورځ د (لیندۍ ۱۶مه) په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي.

د نوولس کلنو اسیایي جام سیالۍ د متحده عربي امارتو په کوربه توب د روان کال د ډسمبر میاشتې په ۸مه نېټه پیلیږي او تر ۱۷مې نېټې به روانې وي.

افغان نوولس کلنه ملي لوبډله خپله لومړنۍ لوبه د هندوستان په وړاندې ترسره کوي.

د اسیا جام په دغو سیالیو کې افغانستان، نیپال، هندوستان، پاکستان، متحده عربي امارات، جاپان، بنګله دیش او سریلانکا لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبیږي.

د کرېکټ د اسیایي شورا اسیا جام سیالۍ چې په هرو دوو کلونو کې ترسره کیږي، افغان ۱۹کلنه ملي لوبډله به په کې خپله لومړۍ سیالي د ډسمبر پر ۸ مه له هندوستان، په ۱۰مه له نېپال او په ۱۲مه نېټه له پاکستان سره ولوبیږي.

پاتې دې نه وي چې افغان ۱۹کلنې ملي لوبډلې په ۲۰۱۷م کال کې د اسیا جام لوبو اتلولي ګټلې وه او په وروستي پړاو کې یې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه خو له هند او پاکستان څخه یې ماتې خوړلې وه.

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې نیو زیلنډ ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۴ GMT+۰

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو شل اوره لوبو په اوله سیالۍ کې نن نیو زیلنډۍ لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه. کوربه لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه او د ټولو شلو اورونو په لوبولو او د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره یې د پاکستان لوبډلې ته ۱۲۸ منډې هدف وټاکه.

د پاکستان لوبډلې په ۱۸.۲ اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې وګټله.

پاکستانیو لوبغاړو کې فاطمه ثنا ښه بالېنک او شوال ذوالفقار په ښه بېټینک سره د خپلې لوبډلې په بریالیتوب کې ښه رول ولوباوه.

فاطمې ثنا د ۱۸ منډو ور کولو سره درې ویکټې واخیستې او پرانیستونکې لوبغاړې شوال ذوالفقار ۴۱ منډې جوړې کړې او د لوبډلې بری یې ممکن کړ.

د پاکستان کرېکټ لوبډله د نومبر پر ۲۴ د نیو زیلنډ پر وړاندې د ۳ شل اوره او ۳یو ورځنیو سیالیو لپاره نیو زیلنډ ته تللې ده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به درې شل اوره لوبې د ډسمبر په ۳مه، ۵مه او ۹مه نېټه په ډونېډن او کوینزټاون کې او یو ورځنۍ لوبې به د ډسمبر له ۱۲مې تر ۱۸مې په کوینزټاون او کریسټ چرچ کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ الف لوبډله د انګلستان الف لوبډلې سره درې ورځنۍ تمریناتي سیالۍ کوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۰ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، نن یک شنبه د (لیندۍ ۱۲مه) د افغانستان کرېکټ الف لوبډله «افغان ابدالیان» د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د انګلېنډ لاینز «انګلستان الف» لوبډلې په وړاندې درې ورځنۍ تمریناتي لوبه پیلوي چې دغه لوبه به د دې میاشتې تر پنځمې ڼیټې پورې دوام وکړي.

افغان کرېکټ بورډ د دغې سیالۍ لپاره د افغان ابدالیانو څوارلس کسیز نوملړ اعلان کړ.

د یادې لوبې کوربه توب د دواړو هیوادونو په غاړه دی او هر هیواد د خپلې لوبډلې لګښتونه په غاړه لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ مسولان وايي،‌ د انګلستان الف لوبډلې په وړاندې دغه درې ورځنۍ تمریناتي سیالۍ د راتلونکو سیالیو او سفرونو لپاره د افغان ابدالیانو لوبډلې د لا چمتووالي په موخه پلان شوې ده.

د افغانستان کرېکت بورډ مشر میرویس اشرف د یادې سیالۍ په اړه وايي: «موږ غوره وبلله چې له دغه فرصت څخه ګټه واخلو او د انګلستان الف لوبډلې په وړاندې د سور توپ، یوه درې ورځنۍ سیالۍ پلان کړه، چې له نېکه مرغه پکې بریالي شوو.»

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، هڅه کوي د افغانستان الف لوبډلې لپاره په پرله پسې ډول لوبې برابرې کړي چې د راتلونکو لوبو او ورته سیالیو لپاره چمتو شي او د ملي لوبډلې لپاره د ملاتړې ډلې ځای ونیسي.

د انلګستان الف لوبډلې پر وړاندې د افغان ابدالیان لوبډلې لوبډلمشر اکرام عليخیل ټاکل شوی، احسان الله جنت، سمیع الله شینواري،افسر ځاځي او شراف الدین اشرف په څېر د ملي لوبدلې نور لوبغاړي یې هم ملتیا کوي.

د نویو ځوانانو هاکي نړیوال جام په مالیزیا کې پیلېږي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۹ GMT+۰

په مالیزیا کې د هاکي د نارینه وو د نويو ځوانانو نړیوال جام د ډیسمبر په پنځمه د سې شنبې په ورځ پېلیږي.‌ په دغه جام کې د حنان شهید په مشرۍ د پاکستان اتلس کسیزه هاکي لوبدله ګډون کوي.

د نویو ځوانانو هاکي نړیوال جام کې به له بیلابیلو هیوادونو ۱۶لوبډلې ګډون وکړي او د ۱۱ ورځو لپاره به له یو بل سره ولوبېږي.‌

د هاکي نړیوال جام کې به د ارجنټاین، استرالیا، بلجیم، کاناډا، چیلي، مصر، فرانسې، جرمني، هند، سویلي کوریا، مالیزیا، هالنډ، نیوزیلینډ، پاکستان، سویلي افریقا او هسپانیا لوبډلې ګډون کوي.

د دغې جام د پیل په سیالیو کې به په لومړۍ ورځ دولس ټیمونه سره لوبې وکړي.

د جام لومړۍ سیالۍ به په محلي وخت د سهار پر نهو بجو د فرانسې او مصر ترمنځ وي.

په دویمه لوبه کې به جرمني له سویلي افریقې سره، او بیا اسپانیا له کاناډا سره او تر هغه وروسته ارجنټاین له اسټرلیا سره او هندوستان له کوریا سره سیالي کوي.

د هاکي د نوي ځوانانو د نړیوال جام په لومړی ورځ به کوربه هیواد مالیزیا د چیلي سره د جام د لومړۍ ورځې وروستۍ سیالي ترسره کړي.‌

پاکستان به د دغې جام په دریمه ورځ پنجشنبه له نیوزیلینډ سره خپله لومړۍ سیالی وکړي.

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله د ټیسټ لوبلړۍ لپاره اسټرالیا ته ورسیده

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د پاکستان کرېکټ لوبډله د جمعې په ورځ «د ډسمبر په لومړۍ» د شان مسعود په مشرۍ د اسټرالیا سیډني ته ورسیده. د پاکستان کرېکټ ټیم به په کینبرا کې د دسمبر له ۱۴ د جنورۍ تر څلورم مې له کوربه لوبډلې سره درې ټسټ لوبې وکړي.

د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ به شل اوریزې لوبې د ډسمبر په ۱۴مه پیل شي او ورپسې دویمه لوبه به د ډسمبر په ۲۶مه نېټه په میلبورن ښار کې ترسره شي.

د دغه سفر وروستۍ لوبه به د راتلونکې جنورۍ میاشتې په ۳مه نېټه په سیډني کې وشي.

پاکستانۍ لوبډله کې د لوبغاړو، چارواکو او روزونکو په ګډون ۳۱ غړي شامل دي.