• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د کډوالو د مرستې په نوم په دشت برچي کې له هرې کورنۍ ۲۰۰۰ افغانۍ اخلي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۴۶ GMT+۰

په دشت برچي کې سرچینو افغانستان انټرنېشنل ته ویلي چې طالبان د کابل په لویدیځ کې د سیمې له اوسیدونکو کورنیو څخه په زور ۲۰۰۰ افغانۍ اخلي. د دشت برچي د یو شمېر اوسېدونکو په وینا، طالبان وايي، دغه پیسې له پاکستانه اېستل شویو کډوالو ته د مرستو په توګه ورکوي.

د کابل ښار د دیارلسمو او اتلسمو ناحیو اړوندو سرچینو افغانستان انټرنېشنل ته ویلي چې، طالبانو د دې سیمې اوسېدونکو ته د «کډوالو لپاره د مرستې د فورمې» په نوم یوه پاڼه هم وېشلې ده.

دغو سرچینو ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالۍ د سیمې او جوماتونو وکیلانو ته امر کړی، چې خلک قانع کړي، څو دغه پیسې ورکړي.

دوی وايي، طالبانو خبرداری ورکړی چې که د دشت برچي اوسېدونکي دغه پیسې ورنکړي، پر وړاندې به یې له زور څخه کار واخلي.

تر دې وړاندې طالبانو د دې ډلې د مشر ملا هېبت الله اخندزاده په مشرۍ د یوې طرحې د تصویب خبر ورکړ چې، پر اساس یې په کابل او ولایتونو کې د کډوالو د دایمي اوسېدو لپاره ځمکې وېشل کېږي.

طالبانو له نړیوالو سازمانونو، سوداګرو او پانګوالو هم غوښتي چې له پاکستانه له راستنېدونکو کډوالو سره مالي مرستې وکړي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې له پاکستانه اېستل شویو کډوالو ته یې لس میلیونه ډالر ځانګړې کړې دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

جعفر مهدوي: طالبان پام وړ لاسته راوړنې لري، خو مخالفین یې د جګړې شعار ور کوي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۲ GMT+۰
جعفر مهدوي: طالبان پام وړ لاسته راوړنې لري، خو مخالفین یې د جګړې شعار ور کوي
100%

په کابل کې یو هزاره سیاسي مشر جعفر مهدوي په مسکو، دوشنبه او ویانا کې د طالب مخالفینو د غونډو په اړه وايي، چې ولس د هیڅ وسله وال اقدام ملاتړ نه کوي. ښاغلي مهدوي زیاته کړه، طالبان د هېواد د امنیت، اقتصاد او بیارغونې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

هغه وویل چې ګواښونه او د تاوتریخوالی او له پوځی لارو د افغانستان د ستونزو د حل مناسبه لاره نه ده او د دغه هیواد حالات نور هم پیچلي کوی .

ښاغلي مهدوي په یوه بیان کې له نړیوالې ټولنې او د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په اړه دې له خپلو تېرو تېروتنو زده کړي او د دغه هېواد د اوسنیو شرایطو او واقعیتونو او له هر ډول جګړې پرته د افغانانو د غوښتنو په پام کې نیولو سره د افغانستان په اړه خپله تګلاره جوړه کړي.

د طالبانو مخالفو ډلو په دې وروستیو اونیو کې په مسکو، دوشنبه او ویانا کې غونډې کړې دي.

دغو ډلو د ویانا له غونډې وروسته وویل چې دوی یوې داسې طرحې ته رسېدلي چې کولای شي د طالبانو مخالف ځواکونه سره یو کړي او یو پیاوړی ډیموکراتیک اپوزیسیون جوړ کړي.

په ورته وخت کې چې د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د طالبانو پرضد سیاسي غونډې کېږي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ او ملي مقاومت جبهې چریکي بریدونه هم زیات شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو پر ضد د چریکي بریدونو او سیمه ییزو غونډو له زیاتیدو سره د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب د دغې ډلې مخالفینو ته خبرداری ورکړ.

د طالبانو د دفاع وزیر هغو کسانو ته چې د ده په وینا "د ګډوډۍ او امنیت د ګډوډولو لپاره کار کوي" خبرداری ورکړ چې "غیر ضروري تبلیغات به تاسو ته زیان ورسوي."

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي د طالبانو د مخالفینو د غونډې د ترسره کېدو په غبرګون کې ویلي چې دا غونډې د دغې ډلې د کمزوري کولو او بدنامولو لپاره کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دغه غونډې "ناقانونه" وبللې او ویې ویل: "تاسو په امتحان کې بریالي شوي نه یاست. "ستاسو نیټه تیره شوه."

کندهار کې سوداګر د وچې مېوې لپاره د بديلو لارو غوښتنه کوي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۱ GMT+۰
کندهار کې سوداګر د وچې مېوې لپاره د بديلو لارو غوښتنه کوي
100%

په کندهار کې د وچې مېوې کاروباريان وايې، د صادراتو ډېره برخه یې پاکستان ته روانه وي، خو ډېر وخت د دې هيواد له لوري د لارې د بندېدو له کبله ميلیونونه افغانۍ تاوان کوي. اوس د وچې مېوې دغه سوداګر غوښتنه کوي، چې بايد طالبان د نړۍ سره اړيکې جوړې او سوداګرۍ ته يې بديلي لارې ولټوي.

اسدالله او جان محمد د کندهار ښار ختيځ ته په شورندام کې د وچې مېوې په مارکېټ کې د اینځورو او بادامو سوداګري کوي.

دوی وایې، سږ کال يې حاصلات زیات خو تر تېرو کلونو بهرنيو هيوادونو ته کم صادر شوي دي.

د دوی په خبره، پاکستان ته یې د صادراتو ډېره برخه روانه ده، خو زيات مهال پاکستان د افغانستان د مېوې د حاصلاتو پرمهال پر ډيورنډ کرښه ستونزې جوړوي.

د وچې مېوې دغه سوداګر وايې، د طالبانو حکومت بايد پر يوه لار تکيه ونه کړي: «وچه مېوه چين او دوبۍ کې ښه بازار لري بايد يوه لاره ورته جوړه شي، چې حاصلات ډېر روان شي، اوسنی حکومت بايد د نړۍ سره اړيکې او لارې جوړې کړي.»

بلخوا بيا په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د سوداګرۍ خونۍ مرستيال عبدالباقي بينا وايي، چې له کندهار څخه سږ کال د ۱۸۱ ميلیونو ډالرو په ارزښت نژدې ۵۴ زره ټنه وچه مېوه بهرنيو هیوادونو ته صادره شوې ده.

د ده د معلوماتو له مخې، هند، پاکستان او عربي اماراتو ته اینځر، مميز، اب جوشي، بادام او ځینې نوره وچه مېوه په دې صادراتو کې شامله ده.

بينا د سوداګرو غوښتنې مني او وایې، د سپين بولدک او پاکستان ترمنځ لاره بنده او لا هم ډېره وچه مېوه په کندهار کې پاته ده، چې بايد د نړۍ تر بازاره ورسيږي.

سږ کال درې ځله د چين بېلا- بیلو سوداګرو د کندهار د طالبانو تر واک لاندي د سوداګرۍ خونې له مسولينو سره د تجارت د پياوړتيا په هدف کتلي وو، خو د سوداګرو په خبره، تر اوسه یې کومه خاصه نتيجه نه ده ورکړې.

اوچا: په ۲۰۲۴ کې د افغانستان په ګډون د ځینې هیوادونو لپاره ۴۶،۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۴ GMT+۰
اوچا: په ۲۰۲۴ کې د افغانستان په ګډون د ځینې هیوادونو لپاره ۴۶،۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره وايي افغانستان د نړۍ په هغو ۵ هېوادونو کې دی چې وګړي یې تر ټولو ډیرو بشري مرستو ته اړتیا لري. د اوچا د راپور له مخې، دغه اداره اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره د افغانستان په ګډون د ځینې هیوادونو لپاره ۴۶،۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

اوچا دغه راپور نن دوشنبې (د لیندۍ ۲۰مه) خپور کړ او زیاته یې کړه چې، د روان کال د مې او نوامبر میاشتو ترمنځ شاوخوا لس میلیونه کسان د بودیجې د کمښت له امله د خوراکي توکو له مرستو بې برخې پاتې شوي دي.

د اغیزمنو خلکو د ستونزو د حل لپاره د ملګرو ملتونو په غوښتنه کې پنځه لویې غوښتنې شاملې دي چې پکې د سوریې لپاره ۴،۴ ملیارد ډالره، د اوکراین لپاره ۳،۱ ملیارد ډالره، د افغانستان لپاره ۳ ملیارد ډالره، د ایټوپیا لپاره ۲،۹ ملیارد ډالره او د یمن لپاره ۲،۸ ملیارد ډالر شامل دي.

دغه سازمان په ۲۰۲۴ کال کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي مارټین ګریفیټس په دې اړه د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره وویل چې، که د راتلونکي کال لپاره د اړتیا وړ بودیجه ترلاسه نشي نو اړو کسانو ته به د مرستو رسول ستونزمن شي.

د سوداګرو شکایت: د طالبانو ټرانسپورټ وزارت د باري موټرو د اتحادیو پارکینګ په نوم چور کوي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۴ GMT+۰
د سوداګرو شکایت: د طالبانو ټرانسپورټ وزارت د باري موټرو د اتحادیو پارکینګ په نوم چور  کوي
100%

په ننګرهار کې یو شمیر افغان سودګرو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې په ولایتونو کې د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت د باري موټرو د اتحادیو پارکینګ په نوم چور شروع کړی. دغه سوداګر وايي طالب چارواکي د دې ستونزې حلولو کې ناکام دي او دوی اړ دي، په دې اړه ملا هبت الله ته شکایت وکړي.

په ننګرهار یو شمیر افغان سوداګرو نن دوه شنبې د ( لیندۍ ۲۰ مه ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت په شمول اقتصادي مافیا فعاله شوې او په ولایتونو کې یې د باري موټرو د اتحادیو پارکینګونه جوړ کړي او له دې لارې د ورځې میلیونونه افغانۍ غیر قانوني عواید لاسته راوړي.

افغان سوداګر وايي دغه چاره د سوداګریزو توکو انتقال له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړی دی.

د دوی په وینا ددې پارکنګونو علاوه کوم سوداګر نشي کولی چې باري موټر په کرایه ونیسي او یا هم له دو څخه پرته خپل سوداګریز توکي ولایتونو ته انتقال کړي.

دوی زیاتوي دغه اتحادیې په خپل سر د باربري موټرو لپاره کرایي ټاکي چې هغه د بازار له کرایو څو چنده لوړې دي.

سوداګر نیوکه کوي چې نه یوازې په ننګرهار کې بلکې په ټولو ولایتونو کې ورته پارکینګونه جوړ شوي دي، چې له امله یې د لوړو کرایو او غیر قانوني پیسو اخیستلو په بازارونو کې پر عامو افغانانو د خورکي او غیر خورکي توکو بیې لوړې کړې دي.

دغه سوداګر وايي څو ځله د ملا عبدالغني برادر په کډون ګڼو طالب چارواکو ته ورغلي ترڅو د دې کار مخه ونیسي خو هغوی یې په مخنوي کې پاتې راغلي دي او ویلي یې دي چې د دوی زور پرې نه رسیږي.

دوی افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دا ځل د ولایتونو سوداګر غواړي کندهار ته لاړ شي او خپل شکایت د طالبانو مشر ملا هبت الله ته ورسوي.

طالبانو د دولتي قرارادادونو او مالیه راټولو پروسه پټه ساتلې ده او ملت او رسنیو ته په دې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي، چې ایا څومره عواید لاسته راځي او چیرته مصرفیږي.

طالبان د رسنیو له لارې بار بار ویلي چې د دې ډلې د واک ته رسېدو سره په افغانستان کې فساد ختم شوی دی.

د طالبانو واک لاندې افغانستان کې رسنۍ ددې ډلې لخوا سانسور دي او اجازه نه لري چې د طالب د واکمنۍ لاندې چارواکو فساد په اړه راپورونه چمتو کړي.

افغانان وايي دوی خوښ وو چې طالبان به د فساد مخه ونیسي خو د ورځې په تېریدو سره په افغانستان کې د فساد لمنه مخ په پراخیدو ده او د تېر حکومت په شان فساد مخ په زیاتیدو دی.

طالبان: پاکستان د کډوالو په اړه په خپلو پخوانیو تړونونو عمل نه کوي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۴ GMT+۰
طالبان: پاکستان د کډوالو په اړه په خپلو پخوانیو تړونونو عمل نه کوي
100%

د طالبانو د کډوالو چارو مرستیال ویلي، پاکستان د کډوالو په اړه په خپلو پخوانیو تړونونو عمل نه کوي او باید د کډوالو له ځورولو لاس واخلي. عبدالرحمن راشد دغه موضوع په پاکستان او افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له چارواکو سره په کتنه کې مطرح کړې ده.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ښاغلي راشید د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له استازي لئونارد زولو او په پاکستان کې د دغه سازمان له استازې فیلیپا کندلر د لیندۍ په ۲۰ مه په کابل کې سره وکتل.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه لیدنه د راستنېدونکو له کمپونو څخه د لیدنې او د نغدي مرستو د څارنې په موخه شوې وه.

د دغې خبرپاڼې له مخې، فیلیپا کندلر ویلي: "موږ څو ځلې له پاکستاني چارواکو سره د اجباري اخراج، د شتمنیو د ضبطولو او د مهاجرینو د حقونو د خوندیتوب په اړه لیدلي، څو پاکستان د دغو سختیو مخه ونیسي."

په دې کتنه کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مرستيال هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو ايستل د نړيوالو قوانينو او ژمنو او د ښه ګاونډيتوب خلاف وبلل.

په دې وروستیو کې امریکايي استازو د مهاجرینو د ستونزو د حل په موخه پاکستان ته سفر کړی او په اسلام اباد کې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت د نړیوال سازمان له چارواکو غوښتي چې د زیانمنونکو او له خطر سره مخامخ مهاجرینو سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې له پاکستان څخه د بې اسنادو کډوالو نیول او ایستل ادامه لري.
​