• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: پاکستان د کډوالو په اړه په خپلو پخوانیو تړونونو عمل نه کوي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۳ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو چارو مرستیال ویلي، پاکستان د کډوالو په اړه په خپلو پخوانیو تړونونو عمل نه کوي او باید د کډوالو له ځورولو لاس واخلي. عبدالرحمن راشد دغه موضوع په پاکستان او افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له چارواکو سره په کتنه کې مطرح کړې ده.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ښاغلي راشید د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له استازي لئونارد زولو او په پاکستان کې د دغه سازمان له استازې فیلیپا کندلر د لیندۍ په ۲۰ مه په کابل کې سره وکتل.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه لیدنه د راستنېدونکو له کمپونو څخه د لیدنې او د نغدي مرستو د څارنې په موخه شوې وه.

د دغې خبرپاڼې له مخې، فیلیپا کندلر ویلي: "موږ څو ځلې له پاکستاني چارواکو سره د اجباري اخراج، د شتمنیو د ضبطولو او د مهاجرینو د حقونو د خوندیتوب په اړه لیدلي، څو پاکستان د دغو سختیو مخه ونیسي."

په دې کتنه کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مرستيال هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو ايستل د نړيوالو قوانينو او ژمنو او د ښه ګاونډيتوب خلاف وبلل.

په دې وروستیو کې امریکايي استازو د مهاجرینو د ستونزو د حل په موخه پاکستان ته سفر کړی او په اسلام اباد کې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت د نړیوال سازمان له چارواکو غوښتي چې د زیانمنونکو او له خطر سره مخامخ مهاجرینو سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې له پاکستان څخه د بې اسنادو کډوالو نیول او ایستل ادامه لري.
​

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه وايي د سرپناه د نشتون له امله به کډوال مړه شي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۹ GMT+۰
ملګري ملتونه وايي د سرپناه د نشتون له امله به کډوال مړه شي
100%

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، چې که له پاکستانه راستانه شویو کډوالو ته د سرپناه مناسب ځایونه برابر نه شي، ښايي د ژمي د سختې یخنۍ له امله مړه شي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) د اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې، له پاکستانه راستانه شوي کډوال له ګواښ سره مخامخ دي.

د دغه سازمان په وینا، په دې کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته چې له څو نسلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیدلي او اوسمهال په افغانستان کې کورونه او سرپناوې نه لري.

د راپورونو له مخې، اتیا سلنه ستنیدونکي کډوال ښځې او ماشومان دي چې ډیری یې د اغیزمنېدو له ګواښونو سره مخ دي.

د ژمي رسیدو د مرستندویه ادارو کاري شرایط له ستونزو سره مخامخ کړي او دغه ادارې په سختیو سره کډوالو ته رسیدنه کوي.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمیرو له مخې، د اکټوبر له پیل راهیسې تراوسه لږ تر لږه ۵۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي او یا هم په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.

د اکټوبر په لومړیو کې د پاکستان هغه پریکړه چې له دغه هیواده د ۱.۷ میلیونو «ناقانونه» کډوالو د اېستلو په اړه وه، بیلابیل نړیوال غبرګونونه هم له ځانه سره درلودل.

سره له دې چې په ځلونو له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر د بندولو غوښتنې وشوې، خو پاکستان خپل دریځ بدل نکړ.

طالبان: له ایران او پاکستانه څه د پاسه ۲ زره افغان کډوال هیواد ته را ستانه شول

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۷ GMT+۰
طالبان: له ایران او پاکستانه څه د پاسه ۲ زره افغان کډوال هیواد ته را ستانه شول
100%

د طالبانو کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت وايي، د یک شنبې په ورځ د (لیندې ۱۹مه) له ایران څخه ۱۶۹۰ تنه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي. دغه وزارت وايي، په یادو کډوالو کې یو شمېر یې د ایران حکومت له لوري په جبرې توګه او یو شمېر یې هم په خپله خوښه هیواد ته را ستانه شوي.

د طالبانو کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت دغه کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي خو دا یې نه دي ویلي چې له دغې مرستې وروسته له ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو سره نورې مرستې هم کوي که نه.

همدارنګه د کډوالو او را ستېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې اونۍ د شنبې او یک شنبې په ورځو ۶۸۵ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه را اېستل شوي او د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هیواد ته را ستانه شوي.

طالبان وايي، هغه کډوال چې له پاکستان او ایران هیوادونو څخه را ستنیږي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د اوسیدو لپاره ورته موقت پنډغالي جوړ کړي او هیواد ته راستانه شویو کډوالو ته په یادو پنډغالو کې د بهرنیو هیوادونو په مرسته د اوسیدو، خوړو، روغتیا او نور خدمتونه وړاندې کوي.

د پاکستان لنډمهالی حکومت وايي، پلان لري چې د ۲۰۲۴ کال د لومړۍ میاشتې تر وروستۍ نیټې له پاکستانه تر یو میلیون ډیر هغه افغان کډوال له یاد هیواده وباسې چې په دغه هیواد کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

د م.م د کډوالۍ اداره: ستنېدونکي کډوال د مناسبې سرپنا د نه شتون له امله له ګواښ سره مخ دي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۲ GMT+۰
د م.م د کډوالۍ اداره: ستنېدونکي کډوال د مناسبې سرپنا د نه شتون له امله له ګواښ سره مخ دي
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې خبرداری ورکړی؛ هغه افغانان چې له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستنیږي، د پولې په دواړو غاړو کې د سرپنا کافي اسانتیاوې نه لري، چې ښايي یو شمېر کډوال د سخت ژمي له امله مړه شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په یوه راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی ویلي: "ډېر افغان ستنېدونکي د ښځو او ماشومانو په ګډون له شدید زیان سره مخ دي، چې ښايي په سخت ژمي کې خپل ژوند له لاسه ورکړي."

په راپور کې ویل شوي، چې پولې ته رسیدونکي خلک ستړي شوي او بېړنۍ مرستې، رواني او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري."

دوی ويلي، چې په یو شمېر غرنیو سیمو کې سملاسي بيا مېشتېدل ستونزمن دي او دغې چارې کډوال له ستونزو سره مخ کړي دي.

یادې ادارې د یکشنبې په ورځ اسوشیټیډ پریس ته په یوه پیغام کې وویل: "ډېری ناروغان راځي، د بیلګې په توګه د برونکایټس، د سړې هوا او له پاکستان څخه د ستونزمن سفر پایله ورته زیان پېښوونکې ده. دوی د ژوندانه له لومړنیو اسانتیاو هم بې برخې دي."

د کډوالو ادارې وویل: "د هغو کسانو لپاره چې د تګ لپاره هېڅ ځای نه لري، د محدودو وسیلو سره، دوی کولی شي په کمپونو کې پاتې شي چې پولې ته نېږدې جوړ شوي دي."

خو د کډوالو په وینا؛ چې دا کمپونه ډېر محدود امکانات لري او بېرته راستنېدونکي پکې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر وايي، په تېرو دوو میاشتو کې څلور لکه ۸۲ زره افغانان، چې د استوګنې رسمي اسناد يې نه درلودل، له پاکستانه افغانستان ته ستانه شول.

سرفراز بکټي زیاتوي، هغه لس افغانان، چې د اوسېدو اجازه یې لرله؛ خو په سياسي فعاليت کې يې لاس درلود هم له پاکستان ایستل شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغو لسو کسانو د هويت او په پاکستان کې ددوی د سياسي فعاليتونو په اړه نور جزيات ور نه کړل.

سرفراز بګټي وویل یوازې پاکستاني اتباع حق لري، چې په دغه هیواد کې په سیاسي فعالیتونو کې برخه واخلي.

هغه بهرنیو وګړو ته، چې په پاکستان کې اوسيږي، خبرداری ورکړ، که په فعاليتو کې برخه واخلې، سملاسي به وايستل شي.

ګڼو بنسټونو له دغه هېواده د افغانانو په زور ايستلو له امله پر پاکستان نیوکې کړې او د بندېدو غوښتنه یې کړې.

څه باندې دوه میاشتې مخکي پاکستان د هغو افغانانو، چې د اوسېدو اسناد يې نه درلوده د جبري ايستلو پروګرام اعلان کړ او پلان لري، چې ۱.۷ میلیونه افغانان له هېواده وباسي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ويلي، له پاکستانه د ايستلو په لومړي پړاو کې به هغه افغان کډوال شامل وي، چې اوسېدو اسناد نه لري.

د چمن پرلت وهونکي: پولیس د شپې د پرلت وهونکو پرکورونو چاپي وهي، خلک ګواښي چې پرلت پرېږدي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۲ GMT+۰
د چمن پرلت وهونکي: پولیس د شپې د پرلت وهونکو پرکورونو چاپي وهي، خلک ګواښي چې پرلت پرېږدي
100%

د چمن پرلت وهونکي وايي، له تېرو دریو ورځو راهیسې د چمن پولیس د شپې له لوري د پرلت وهونکو پر کورونو چاپې وهي او ګواښي يې چې په پرلت کې ګډون و نه کړي. دغه پرلت چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې پیل شوی، له تېرو ۵۱ ورځو راهیسې دوام لري.

نن د یکشنبې په ورځ د (لیندې ۱۹مه) هم د سوېلي پښتونخوا زرګونه اوسېدونکې د پرلت په خیمه کې راټول شوي او د پاسپورټ د جبري کېدو او د شپې له لوري د پرلت والو پر کورونو د چاپو وهلو په غبرګون توندې ویناوې کوي.

پرلت وهونکي وايي، د پاکستان حکومت په دا ډول فشارونو نه شې کولی چې دوی له خپلې مبارزې څخه په شا کړي.

د چمن د لغړې اتحاد مشر غوث الله وايي: «زموږ د پرلت پر غړو ولې حکومت چاپې وهي، تر اوسه پورې یې د لسګونه پرلت وهونکو پر کورونو چاپې وهلې خو موږ د چمن د پولیسو مسولینو ته وايو که زموږ ملګرو ته هر ډول زیان ورسیږي پړه به یې د چمن د پولیسو په غاړه وي.»

پرلت وال وايي، د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروزاه د پاسپورټ د جبري کېدو له امله د چمن زرګونو کورنیو ته مالي زیان اوښتی او د خلکو کار و بارونه بند دي.

دغه پرلت وهونکي وايي له ۵۱ ورځني پرلت څخه نه دي ستړي شوي او دا پرلت به تر هغه دوام لري چې حکومت يې غوښتنې نه وي منلې.

په سوېلي پښتونخوا کې د معلولانو د اتحادیې مسول عنایت الله بشردوست وايي: «موږ بدلون غواړو، موږ د خپل حق ترلاسه کول غواړو، د پرلت په ملاتړ مو د ماشومانو لاریون وکړ، د لویانو لاریون مو وکړ، خو دا ځلې به موږ سبا ته د معلولانو کسانو لاریون وکړو. موږ غواړو نړۍ ته وښیو چې پاکستان زموږ حقوق تر پښو لاندې کړي دي.»

پرلت وال یو ځل بیا د پولیو ضد واکسین کارکونکو ته ګواښ کوي او وايي په دغه اداره کې له کار کولو لاس واخلي.

دوی وايي تر هغه چې د چمن پرلت وهونکو غوښتنې نه وي منل شوې تر هغو به د پاکستان حکومت د واکسین په شان فعالیتونو ته اجازه نه ور نه کړو.

افغان کډوالې: له پاکستانه تر اېستلو وروسته مو ژوند له ګواښ سره مخ کیږي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۴ GMT+۰
افغان کډوالې: له پاکستانه تر اېستلو وروسته مو ژوند له ګواښ سره مخ کیږي
100%

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پاکستان کې مېشتې یو شمېر هغه مېرمنې چې په کور کې نارینه نه لري او په افغانستان کې د ښځو په کار کولو هم بندیزونه دي، له دغه هیواده د اېستلو د ګواښ له امله اندېښمنې دي.

لسګونه خبریالانې، د مدني ټولنې غړي او دولتي کارکونکې په کور کې د نارینه د نه شتون له امله پاکستان او ځینو نورو هیوادونو ته د طالبانو حکومت د بنديزونو او امنیتي ستونزو له امله کډوالې شوې دي.

پخوانۍ خبریاله او د تخنیکي تعلیماتو د ادارې کارکونکې فریده سوما چې له شاوخوا یو کال راهیسې په پاکستان کې یوازې اوسیږي، له دغه هیواده د کډوالو اېستلو د بهیر له پیلیدو وروسته تر سخت رواني فشار لاندې ده.

نوموړې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وایي، د جمهوریت پر مهال یې په کابل کې له خپلې مور سره ژوند کاوه خو د طالبانو له واکمنیدو یو کال وروسته یې مور مړه شوه او دا یوازې پاتې شوه.

میرمن سوما وایي: «د مور له مړینې مې وروسته د طالبانو په دومره سختو بندیزونو سره ژوند ډیر سخت شوی و، ځکه له یوې خوا مې دنده له لاسه ورکړه، له بلې خوا یوازې وم او په کوم کور کې چې اوسیدم شاوخوا ته مو طالبان له خپلو کورنیو سره راکډه شوي و او دا چې زمونږ کور کې نارینه هم نه و، نو مجبوره شوم چې پاکستان ته راشم.»

د میرمن سوما په خبره، د خپلې ویزې د مودې له پایته رسیدو سره یې په پیښور کې د (یو اين ایچ سي ار) په دفتر کې ځان ثبت کړی، خو تر اوسه پورې یې برخلیک نه دی روښانه.

د فریدې سوما په شان لسګونه نورې میرمنې هم شته چې د کډوالۍ د ټولو ستونزو سره سره له پاکستانه په جبري توګه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

‏د لوګر ولایتي شورا پخوانۍ غړې نفیسه هجران چې له دوو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډواله شوې وایي چې، د وزګارۍ، ناسم اقتصادي وضعیت او د بې برخلیکه حالت له امله تر سختو فشارونو لاندې ده.

نوموړې وایي: «اوسمهال داسې یوه وضعیت کې یو چې نه افغانستان ته ستنېدلی شو او نه هم نورو هیوادونو ته د تګ چانس برابر شوی دی.»

په پاکستان کې مېشتې افغان کډوالې له یو شمیر هیوادونو غواړي چې د دوی د پناه غوښتنې د قضیو کاري پړاوونه چټک کړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته طالبانو پر افغان ښځو او نجونو ډېر بندیزونه ولګول، چې تر ټولو مهم یې پر کار او زده‌کړو بنديزونه دي.

د دغو بندیزونو په زیاتیدو سره یو شمېر هغه میرمنې چې د خپلې کورنۍ ډوډۍ ګټونکې وې له افغانستانه وتلو ته اړې شوې.

د پاکستان حکومت بهرنیو کډوالو ته د وتلو له اعلان وروسته د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړی او تر دې دمه يې کابو څلورنیم لکه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ژمي په رارسېدو سره په جبري توګه له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د اېستلو پرېکړه چې زرګونه کورنۍ یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي، له ډیرو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره هم مخ شوې خو د پاکستان حکومت دریځ يې نه دی بدل کړی.

د یادونې ده، چې ځینې نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له پاکستانه غوښتي، هغه کډوال له دې هیواده و نه باسي چې افغانستان ته یې په ستنېدو سره ژوند له ګواښ سره مخامخ کیږي.