• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د م.م د کډوالۍ اداره: ستنېدونکي کډوال د مناسبې سرپنا د نه شتون له امله له ګواښ سره مخ دي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې خبرداری ورکړی؛ هغه افغانان چې له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستنیږي، د پولې په دواړو غاړو کې د سرپنا کافي اسانتیاوې نه لري، چې ښايي یو شمېر کډوال د سخت ژمي له امله مړه شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په یوه راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی ویلي: "ډېر افغان ستنېدونکي د ښځو او ماشومانو په ګډون له شدید زیان سره مخ دي، چې ښايي په سخت ژمي کې خپل ژوند له لاسه ورکړي."

په راپور کې ویل شوي، چې پولې ته رسیدونکي خلک ستړي شوي او بېړنۍ مرستې، رواني او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري."

دوی ويلي، چې په یو شمېر غرنیو سیمو کې سملاسي بيا مېشتېدل ستونزمن دي او دغې چارې کډوال له ستونزو سره مخ کړي دي.

یادې ادارې د یکشنبې په ورځ اسوشیټیډ پریس ته په یوه پیغام کې وویل: "ډېری ناروغان راځي، د بیلګې په توګه د برونکایټس، د سړې هوا او له پاکستان څخه د ستونزمن سفر پایله ورته زیان پېښوونکې ده. دوی د ژوندانه له لومړنیو اسانتیاو هم بې برخې دي."

د کډوالو ادارې وویل: "د هغو کسانو لپاره چې د تګ لپاره هېڅ ځای نه لري، د محدودو وسیلو سره، دوی کولی شي په کمپونو کې پاتې شي چې پولې ته نېږدې جوړ شوي دي."

خو د کډوالو په وینا؛ چې دا کمپونه ډېر محدود امکانات لري او بېرته راستنېدونکي پکې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر وايي، په تېرو دوو میاشتو کې څلور لکه ۸۲ زره افغانان، چې د استوګنې رسمي اسناد يې نه درلودل، له پاکستانه افغانستان ته ستانه شول.

سرفراز بکټي زیاتوي، هغه لس افغانان، چې د اوسېدو اجازه یې لرله؛ خو په سياسي فعاليت کې يې لاس درلود هم له پاکستان ایستل شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغو لسو کسانو د هويت او په پاکستان کې ددوی د سياسي فعاليتونو په اړه نور جزيات ور نه کړل.

سرفراز بګټي وویل یوازې پاکستاني اتباع حق لري، چې په دغه هیواد کې په سیاسي فعالیتونو کې برخه واخلي.

هغه بهرنیو وګړو ته، چې په پاکستان کې اوسيږي، خبرداری ورکړ، که په فعاليتو کې برخه واخلې، سملاسي به وايستل شي.

ګڼو بنسټونو له دغه هېواده د افغانانو په زور ايستلو له امله پر پاکستان نیوکې کړې او د بندېدو غوښتنه یې کړې.

څه باندې دوه میاشتې مخکي پاکستان د هغو افغانانو، چې د اوسېدو اسناد يې نه درلوده د جبري ايستلو پروګرام اعلان کړ او پلان لري، چې ۱.۷ میلیونه افغانان له هېواده وباسي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ويلي، له پاکستانه د ايستلو په لومړي پړاو کې به هغه افغان کډوال شامل وي، چې اوسېدو اسناد نه لري.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو چارواکي: طالبان د نجونو پر تعلیم د بندیز په اړه هم نظره نه دي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۳ GMT+۰
د ملګرو ملتونو چارواکي: طالبان د نجونو پر تعلیم د بندیز په اړه هم نظره نه دي
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د یکشنبې په ورځ د دوحې د فورم په غونډه کې وویل، چې طالبان یو متحد نظر لري؛ خو د ښځو د تعلیم په برخه کې سره وېشل شوي دي.

د هغه په ​​وينا؛ د طالبانو د لوړو زده کړو يو پخوانى وزير د ښځو د زده کړو د ملاتړ په تور له دندې ګوښه شوى دى.

ښاغلي بېنېټ د طالبانو د ګوښه شوي چارواکي نوم وانه خیست؛ د لوړو زده کړو اوسنی وزیر ندا محمد ندیم چې د طالبانو له سخت دریځو څخه ګڼل کېږي ترې وړاندې عبدالباقي حقاني د دغه وزارت مشر و.

حقاني د ۱۴۰۰ کال د سنبلې په ٢١مه ويلي وو، چې نجونې د زده کړې حق لري؛ خو بايد په جلا يا غير مخلوط ټولګي کې زده کړې وکړي.

ښاغلي بېنېټ د یکشنبې په ورځ د دوحې د فورم په غونډه کې خبرې کولې، چې یوه موضوع یې د افغان نجونو تعلیم و.

هغه هلته د طالبانو د اختلاف په اړه وویل: "د طالبانو یووالی د دوی یو ځواک دی، ځکه چې دوی یووالی خورا بنسټیز ګڼي.مګر د نجونو د زده کړو په برخه کې زه فکر نه کوم چې دوی دا یووالی ولري.موږ دا توپیر په ځینو بیانونو کې لیدلی دی."

هغه د طالبانو د لوړو زده کړو له پخواني وزير سره د خپلې ليدنې په اړه وويل، چې دغه چارواکي په پوهنتون کې د نجونو لپاره په جلا ټولګيو کې د زده کړو د زمينې د برابرولو خبره کوله.

بینیټ وویل: "موږ د ښځو او نجونو د زده کړو په اړه مفصلې تخنیکي خبرې وکړې. هغه دا نه ویل چې نجونې دې پوهنتون ته نه ځي. بلکه؛ هغه وویل چې څنګه په جلا ځای کې نجونې او میرمنې زده کړې وکړي."

خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور ورکوونکي په وينا؛ د طالبانو دغه وزير څو مياشتې وروسته له خپلې دندې لرې شو.

طالبانو اعلان کړی، چې د دې ډلې د شریعت له تفسیر سره سم تر اوسه د نجونو او ښځو لپاره ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ لازم شرایط نه دي برابر شوي.

دې ډلې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو لپاره مهال ویش هم نه دی وړاندې کړی.

نبیل: طالبان د نجونو له زده کړو او کاره د بې برخې کولو تریخ حقیقت له منځه نه شي وړلی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۱ GMT+۰
 نبیل: طالبان د نجونو له زده کړو او کاره د بې برخې کولو تریخ حقیقت له منځه نه شي وړلی
100%

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، چې افغانستان د پاڼ او پړانګ ترمنځ قرار لري او د طالبانو واکمن رژیم د یوې ایډیالوژیکي او انعطاف ناپذیره ادارې په توګه، د هویت، مشارکت او مذهبي/جنسي تبعیض له امله د داخلي او بهرني مشروعیت له بحران سره مخ دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس پر اېکس ټولنیزې شبکې د افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې ویډیو په شریکولو سره لیکلي، چې د سالنګ د تونل پروژې په څېر د خوشبینه انځور د وړاندی کولو لپاره د طالبانو هڅې، د میلیونونو افغان نجونو او مېرمنو تریخ حقیقت له منځه نه شي وړلی، چې له زده کړې او کار څخه بې برخې دي.

هغه زیات کړې: «د افغانستان زړورې ښځې چوپه خوله پاتې کېدل نه غواړي.د یو ډېموکراټیک حکومت لپاره د دوی نه ماتېدونکې ارادې/غوښتنې، چې د دوی په پاڅونونو کې منعکس کیږي، د روښانه راتلونکي لپاره د مشعل په توګه کار کوي.»

نبیل په خپل لیک کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د رژیم پر وړاندې دې فشار راولي او د تبعیض ختمولو، د مذهب، جنسیت او توکم پرته د ټولو افغانانو لپاره د مساوي حقونو تضمین، دټولو افغان نجونو او ښځو لپاره زده کړو او کار ته د لاسرسي ډاډ او د بشري حقونو د سرغړونو او له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره د رژیم حساب ورکول باید وي.

نوموړي ویلي: «یوازې د دوامدار فشار او ثابت ملاتړ له لارې موږ کولی شو د افغانستان له خلکو سره د یوې عادلانه، برابرې او ډېموکراتیکې ټولنې د هیلو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړو. د عمل وخت راغلی. راځئ چې یوازې لیدونکي نه اوسو؛ راځئ چې د مثبت بدلون استازي واوسو.»

څو ورځي مخکې؛ د افغانستان انټرنشنل - پښتو په سپړنه خپرونه کې لیکوالې او شاعرې شفیقه خپلواک ویلي وو: « یوې ښوونکې راته لیکلي له شپږم ټولګي فارغې نجلۍ داسې ژړل لکه مور یې چې مړه وي. بلې غوښتل ځان ناکام کړي چې راتلونکی کال بیا ښوونځي ته راشي».

د یوناما مشره طالبانو ته: د افغانستان د سوکالۍ او ثبات لپاره د بشري حقونو ساتنه وکړئ

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۷ GMT+۰
د یوناما مشره طالبانو ته: د افغانستان د سوکالۍ او ثبات لپاره د بشري حقونو ساتنه وکړئ
100%

د یوناما مشرې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې په افغانستان کې د باثباته، سوله ییزې او سوکاله راتلونکې لپاره د بشري حقونو مکلفیتونه ومني. روزا اوتنبایوا د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت نن په یوه اعلامیه کې وايي، طالبان د افغان وګړو د بشري حقونو د ودې او ساتنې مسوولیت لري.

د هغې په خبره، په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو سره که تاوتریخوالی کم شوی، خو له انساني حقونو سرغړونې روانې دي.

نوموړې په خپلو خبرو کې پر نجونو او مېرمنو د طالبانو محدودیتونو ته په اشاره واي، د طالبانو سیستماتیک تبعیض افغان نجونې او مېرمنې د افغان نجونو او ښځو د ورځني او عامه ژوند له ډیرو برخو اېستلې دي.

د هغې په خبره، په ښځو او نجونو د سختو محدودیتونو سربیره، د طالبانو واکمنۍ کې بې قانونه وژنې، شکنجې او ناوړه چلند، جسمي مجازات، په خپل سري نیول او توقیف او د بندیانو له حقونو سرغړونې لا هم روانې دي.

روزا اوتونبایوا تېره میاشت هم ویلي وو، چې په افغانستان کې پر مېرمنو او نجونو لګېدلي بندیزونه د حکومتي سیستم یوه برخه ګرځېدلې ده، چې بېلول یې ستونزمن دي.

نوموړي د اسلامي هېوادونو د همکارۍ په کنفرانس کې د افغان مېرمنو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او په افغانستان کې یې له بشري حقونو څخه روانې سرغړونې جدي وبللې.

نوموړې په جده کې “ښځې په اسلام کې” د کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې د افغانستان واکمنان د افغانستان د نیمايي نفوس اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او دا تر ټولو تریخ حقیقت دی.

هغې ویلي، چې په افغانستان کې د مېرمنو اوسنی وضعیت کړکېچن دی او له هر ډول ټولنیز فعالیت څخه بې برخې دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې طالبانو په بیا واکمنېدو سره اول نجونې له شپږم ټولګي پورته زدکړې بندې کړې، وروسته یې د نجونو پوهنتوني زدکړې او د ښخو پر کار هم بندیز ولګاوه.

که څه هم پر کور او بهر له طالبانو بیا بیا د نجونو د کار او زدکړو د بیا پیلېدو غوښتنه کېږي، خو تراوسه داسې کومه نښه نشته چې دا ډله له خپلو بندیزونو شاته شي.

باختر اژانس: څه باندې ۱۲۰ زره کډوال د سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شول

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۸ GMT+۰
باختر اژانس: څه باندې ۱۲۰ زره کډوال د سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شول
100%

باختر اژانس د کډوالو چارو وزارت له قوله ویلي چې د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د ١٢٣ زرو ٩٧١ تنو په ګډون ٢٢ زره ٢٨٣ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. دا اژانس زیاتوي چې دغه کډوال په تېره یوه نیمه میاشت کې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کنټرول لاندې باختر اژانس نن په دغه رپوټ کې ليکلي دي چې له پاکستان ستنو شويو کډوالو ته د خوراکي توکو، نغدو پيسو او د استوګنې د اړتيا وړ مرستې برابرې شوې دي.

د رايډيو پاکستان د تازه راپور له مخې، د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو د شړلو د پروسې له پيل راهيسې، نږدې نیم میلیون افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې له پاکستان څخه د بې اسناده کډوالو د اېستلو پروسه دوام لري.
​

د افغان کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې نیپال د ۷۳ منډو په لوی توپیر مات کړ

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۵ GMT+۰
د افغان کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې نیپال د ۷۳ منډو په لوی توپیر مات کړ
100%

د افغانستان له نوولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو کې نن سیالې لوبډلې نېپال ته د ۷۳ منډو په لوی توپیر ماتې ور کړه. نېپال د پچې ګټلو سره افغان لوبډلې ته د توپ وهلو چانس ور کړ. افغان لوبډلې د وروستي اور تر دریو توپ او د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۶۱ منډې جوړې کړې.

د نېپال لوبډلې ټول لوبغاړي د ۴۱ اور تر دویم توپ ټول وسوځېدل او ایلا یې ۱۸۸ منډې جوړې کړې.

په افغان ځوانانو کې جمشېد ځدراڼ ۱۰۶، نعمان شاه ۶۰منډو جوړولو سره تر نورو ښه وځلېد او لوبډلمشر نصیر خان، فریدون داودزی او محمد یونس د بهترینې توپ اچونې سره تر نورو ښه وځلېدل.

افغانستان د دې سیالیو په لومړنۍ لوبه کې وړمه ورځ له هند ماته خوړلې ده.

د کرېکټ د ۱۹ کلنو اسيا جام دغه ۵۰ اوريزه سيالۍ د عربي متحده اماراتو په کوربه توب پرون پيل شوې دي او د ډیسمبر تر ۱۷ به روانې وي.