• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان: د ډېره اسماعیل خان برید په تړاو مو طالبانو ته سخت اعتراض وړاندې کړی

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۳ GMT+۰

د پاکستان په ډېره اسماعیل خان کې پر پوځي ځواکونو تر خونړي برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه تنده اعلامیه کې د طالبانو د شارژدفیر د احضار خبر ورکړی. په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې وروستۍ برید دې وڅېړي او د عاملینو پر وړاندې دې اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د سې شنبې ورځې د خونړي برید په غبرګون کې د بهرنیو چارو وزیر د ‘افغانستان د موقت حکومت’شارژدافیر وربللی او سخت اعتراض یې ورته وړاندې کړی دی.‌

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې ډېره اسماعیل خان په دربان سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه پوسته شوي برید کې ۲۳ پاکستاني ځواکونه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې تحریک جهاد پاکستان ډلې د دغې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی چې په وینا یې د پاکستاني طالبانو د تحریک پورې تړلې ډله ده.

په اعلامیه راغلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له شارژدافیر نه غوښتنه کړې، چې طالبان دې ژر تر ژره دې د دې وروستي برید په اړه څیړنې وکړي او د عاملینو په وړاندې دې سخت اقدام وکړي.

پاکستان دغه راز له طالبانو غوښتي چې دغه برید دې په پراخه کچه وغندي،‌ په افغانستان کې د شته ټولو ترهګرو ډلو او د هغوی د مشرانو پر وړاندې دې د تایید وړ اقدام وکړي او پټنځایونه دې یې له منځه یوسي.

د اعلامیې په ټکو پاکستان د برید د عاملینو د نیولو او په افغانستان کې د دوی په وینا؛ د مېشتو پاکستاني طالبانو د تحریک د مشرانو ورسپارلو او د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې د دوامداره کارونې د مخنیوي لپاره د ټولو اړینو اقداماتو د ترسره کولو غوښتنه هم کړې ده.‌

په اعلامیه کې راغلي:‌ “د نن ورځې ترهګریز برید په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د شته ګواښ یو بله یادونه ده. موږ باید د دې ګواښ د له منځه وړلو لپاره په خپل ټول ځواک سره عمل وکړو. پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو کلک ولاړ دی.”

طالبانو تر اوسه په پاکستان د سې شنبې ورځې د برید او د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې طالبانو په وار - وار په افغانستان د پاکستاني طالبانو د مشرانو او په پاکستان کې د شویو بریدونو په برخه د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې په کلکه ردې کړي او ویلي یې دي چې پاکستان د امنیت په ټینګولو کې د خپلې ناکامۍ پړه پر دې ډلې وراچوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

د نولس کلنو په اسیا جام کرېکټ سیالیو کې افغان لوبډلې د پاکستان له لوبډلې ماته وخوړه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۰ GMT+۰
د نولس کلنو په اسیا جام کرېکټ سیالیو کې افغان لوبډلې د پاکستان له لوبډلې ماته وخوړه
100%

د نولس کلنو د اسیا جام کرېکټ په روانو سیالیو کې پاکستان افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سره د نولس کلنو اسیا جام سیالیو کې د افغانستان سفر پای ته ورسید.

د متحده عربي اماراتو په کوربتوب په دې لوبه کې لومړی پاکستان توپ وهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې ۳۰۳ منډې جوړې کړې.

د لوبې په دویمه نیمايي کې افغانستان دغه هدف پوره نه کړ او لوبه یې د ۸۳ منډو په توپیر د پاکستان پر وړاندې وبایلله.

دا په دغو سیالیو کې د افغانستان درېیمه لوبه ده، چې دوه یې بایللي او یوه یې ګټلې ده.

نوازشريف د العزيزيه د اداري فساد له دوسيې څخه بري شو

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۲ GMT+۰
نوازشريف د العزيزيه د اداري فساد له دوسيې څخه بري شو
100%

د اسلام اباد سترې محکمې د سې شنبې په ورځ د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د "العزیزیه" فساد په قضیه کې بري کړ. د پاکستاني رسنیو په وینا؛ د دغه هېواد د ملي احتساب دفتر دا ثابته نه کړه، چې نواز شریف له احتمالي حد څخه زیاتې شتمنۍ لري.

د پاکستان د احتساب محکمې تر دې مخکې نواز شریف ته د العزیزیه د فولادو د فابریکې د فساد په قضیه کې د ۲.۷ میلیونه پونډه جریمې سربیره په اوه کاله بند سزا اورولې وه.

د جيو نيوز ټلويزيون د راپور له مخې؛ د نواز شريف بري کېدل د دغه سياستوال د هېواد د راتلونکي لومړي وزير په توګه د پاتې کېدو په هڅو کې ډېره مرسته کړې ده.

دغه پاکستاني رسنۍ زیاته کړه، چې اوس د نواز شریف لپاره د ۱۴۰۲ کال د دلوې د ۱۹ نېټې په ټاکنو کې د ګډون یوازینی خنډ د پارلمان د غړي په توګه د هغه د ټول عمر نااهلیت دی.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر سږکال د اسلام اباد سترې محکمې د فساد په ګڼو قضیو کې برائت ترلاسه کړ.

نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې د فساد په یوه قضیه کې تر محکومېدو وروسته د «ناروغۍ» د درملنې لپاره لندن ته ولاړ او له څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته د روان کال د تلې په ۲۹مه بېرته پاکستان ته ستون شو.

نواز شریف اسلام اباد ته له ستنېدو وروسته محکمې ته حاضر شو او د محکمې پر پرېکړې یې د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

د چمن پرلت په ۵۳ ورځ سلګونو معلولینو د دې اعتراض په ملاتړ لاریون وکړ

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۶ GMT+۰
د چمن پرلت په ۵۳ ورځ سلګونو معلولینو د دې اعتراض په ملاتړ لاریون وکړ
100%

له کندهار سره پر پوله د بلوچستان په سرحدي ښارګوټي چمن کې د سې شنبې په ورځ ګڼ شمېر معلولانو نن د چمن پرلت په ملاتړ لاریون وکړ. دغه پرلت له تیرو ۵۳ ورځو راهیسې د پاکستان د حکومت د هغې پریکړې په غبرګون روان دی چې غواړي د سپین بولدک ـ چمن په لاره تګ راتګ په پاسپورټ سره کړی.

په چمن کې د معلولانو د اتحادیي مسوول عنایت الله بشردوست وايي، سلګونه معلولانو او ناروغانو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره دغه لاریون کې برخه اخیستې ده.

لاریونوال وایي:"موږ د دغه لاریون له لارې غواړو د پاکستان حکومت ته وښیو چې لویان، ماشومان او ان معلولان د خپل حق غوښتنه کوي او د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ په اړه د پاکستان د حکومت پریکړه نه منو."

د دغه پرلت په ملاتړ کابو دوه اونۍ وړاندې د سوېلي پښتونخوا زرګونو ماشومانو هم لاریون کړی و.

د چمن د لغړي اتحاد مسوول او د چمن د پرلت سرلاری غوث الله وايي، که د پاکستان حکومت یې غوښتنه ونه مني د پرلت پر ځای به لاریونونه پیل کړي او په چمن ښار کې به د ټولو دولتي ادارو دروازې بندې کړي.

100%

نوموړی وايي:"که د پاکستان حکومت زمونږ نه اوري مجبوره یو په داسې لاریونونو لاس پورې کړو چې بیا به هیڅ دولتي اداره او دولتي کارکوونکی په امان کې نه وي، د ټولو دولتي ادارو دروازې بندوو، موږ نه کډوال یو او نه هم د بل هیواد اوسیدونکي یو دا زموږ پلرنۍ ځمکې دي او دلته د پاسپورټ په شان خپل سرې پرېکړي نه منو."

د چمن تر نږدې لس زرو اوسېدونکي هره ورځ د کاروبار لپاره د سپین بولدک وېش بازار ته ځي او ماښام خپلو کورونو ته ستنېږي.

د پاکستان حکومت له خوا د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ د تګ و راتګ له جبري کیدو وروسته پر دغه سوداګریزه لاره د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته اقتصادي زیانونه اوښتي دي

د پاکستان پوځ وايي په خېبر پښتونخوا کې په یوه ځانمرګي برید کې ۲۳ پاکستاني نظامیان ووژل شول

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۵ GMT+۰
د پاکستان پوځ وايي په خېبر پښتونخوا کې په یوه ځانمرګي برید کې ۲۳ پاکستاني نظامیان ووژل شول
100%

د پاکستان پوځ تایید کړې، چې د سې شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په یوه چاودنه کې ۲۳ پاکستاني نظامیان وژل شوي دي. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې وسلوالې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو خبر ورکړ، چې له چاودیدونکو توکو ډکې لارۍ ته د پولیسو د مرکز په دروازه کې چاودنه ورکړل شوې او له دې برید وروسته د وسله والو او پاکستاني نظامیانو ترمنځ نښته شوې ده.

دغه بريد دخيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان څخه په ٦٠ کلو ميټره لرې په دارابان سیمه کې شوى دى.

له بلې خوا د پاکستان پوځ په خپله خبرپاڼه کې زياته کړې، چې په بېلابېلو عملياتو کې يې په ازیندا سيمه کې ۱۷ وسله وال، په کلاچۍ کې څلور وسله وال او دارابان کې یې شپږ نور وسله وال وژلي دي.

د دغه هېواد پوځ هم په خپله خبرپاڼه کې لیکلي، چې په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۲۷ وسله وال وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې، مهمات او چاوديدونکي توکي هم کشف او ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي: "په سیمه کې د نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات روان دي."


​

‏طالبان: له پاکستانه د سپين بولدک له لارې ۱۱۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۰ GMT+۰
‏طالبان: له پاکستانه د سپين بولدک له لارې ۱۱۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
100%

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې په سپين بولدک کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ثبت او تثبیت کمېټې مسوولینو د یکشنبې په ورځ باختر خبري اژانس ته وویل، چي نن ۱۱۹ کورنۍ له دغه هېواده راستنې شوې، چې ټولټال شمېر یې ۵۶۱ تنو ته رسېږي.

د دوی په وینا:« ‏دغې کورنۍ د نغدي مرستې اخیستلو تر څنګ مرسته کوونکو ادارو ته هم ور وپېژندل شوې.»

له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ستنونه د نومبر له لومړۍ نېټې پیل شوه.

په همدې حال کې پاکستاني چارواکي وايي، د نومبر له پیله د ډسمبر تر یوولسمې نېټې یې ټولټال ۴ لکه ۳۴ زره ۸۴۲ تنه بې اسناده افغانان له پاکستانه اېستي دي.