• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نوازشريف د العزيزيه د اداري فساد له دوسيې څخه بري شو

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۷ GMT+۰

د اسلام اباد سترې محکمې د سې شنبې په ورځ د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د "العزیزیه" فساد په قضیه کې بري کړ. د پاکستاني رسنیو په وینا؛ د دغه هېواد د ملي احتساب دفتر دا ثابته نه کړه، چې نواز شریف له احتمالي حد څخه زیاتې شتمنۍ لري.

د پاکستان د احتساب محکمې تر دې مخکې نواز شریف ته د العزیزیه د فولادو د فابریکې د فساد په قضیه کې د ۲.۷ میلیونه پونډه جریمې سربیره په اوه کاله بند سزا اورولې وه.

د جيو نيوز ټلويزيون د راپور له مخې؛ د نواز شريف بري کېدل د دغه سياستوال د هېواد د راتلونکي لومړي وزير په توګه د پاتې کېدو په هڅو کې ډېره مرسته کړې ده.

دغه پاکستاني رسنۍ زیاته کړه، چې اوس د نواز شریف لپاره د ۱۴۰۲ کال د دلوې د ۱۹ نېټې په ټاکنو کې د ګډون یوازینی خنډ د پارلمان د غړي په توګه د هغه د ټول عمر نااهلیت دی.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر سږکال د اسلام اباد سترې محکمې د فساد په ګڼو قضیو کې برائت ترلاسه کړ.

نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې د فساد په یوه قضیه کې تر محکومېدو وروسته د «ناروغۍ» د درملنې لپاره لندن ته ولاړ او له څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته د روان کال د تلې په ۲۹مه بېرته پاکستان ته ستون شو.

نواز شریف اسلام اباد ته له ستنېدو وروسته محکمې ته حاضر شو او د محکمې پر پرېکړې یې د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

د چمن پرلت په ۵۳ ورځ سلګونو معلولینو د دې اعتراض په ملاتړ لاریون وکړ

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۶ GMT+۰
د چمن پرلت په ۵۳ ورځ سلګونو معلولینو د دې اعتراض په ملاتړ لاریون وکړ
100%

له کندهار سره پر پوله د بلوچستان په سرحدي ښارګوټي چمن کې د سې شنبې په ورځ ګڼ شمېر معلولانو نن د چمن پرلت په ملاتړ لاریون وکړ. دغه پرلت له تیرو ۵۳ ورځو راهیسې د پاکستان د حکومت د هغې پریکړې په غبرګون روان دی چې غواړي د سپین بولدک ـ چمن په لاره تګ راتګ په پاسپورټ سره کړی.

په چمن کې د معلولانو د اتحادیي مسوول عنایت الله بشردوست وايي، سلګونه معلولانو او ناروغانو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره دغه لاریون کې برخه اخیستې ده.

لاریونوال وایي:"موږ د دغه لاریون له لارې غواړو د پاکستان حکومت ته وښیو چې لویان، ماشومان او ان معلولان د خپل حق غوښتنه کوي او د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ په اړه د پاکستان د حکومت پریکړه نه منو."

د دغه پرلت په ملاتړ کابو دوه اونۍ وړاندې د سوېلي پښتونخوا زرګونو ماشومانو هم لاریون کړی و.

د چمن د لغړي اتحاد مسوول او د چمن د پرلت سرلاری غوث الله وايي، که د پاکستان حکومت یې غوښتنه ونه مني د پرلت پر ځای به لاریونونه پیل کړي او په چمن ښار کې به د ټولو دولتي ادارو دروازې بندې کړي.

100%

نوموړی وايي:"که د پاکستان حکومت زمونږ نه اوري مجبوره یو په داسې لاریونونو لاس پورې کړو چې بیا به هیڅ دولتي اداره او دولتي کارکوونکی په امان کې نه وي، د ټولو دولتي ادارو دروازې بندوو، موږ نه کډوال یو او نه هم د بل هیواد اوسیدونکي یو دا زموږ پلرنۍ ځمکې دي او دلته د پاسپورټ په شان خپل سرې پرېکړي نه منو."

د چمن تر نږدې لس زرو اوسېدونکي هره ورځ د کاروبار لپاره د سپین بولدک وېش بازار ته ځي او ماښام خپلو کورونو ته ستنېږي.

د پاکستان حکومت له خوا د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ د تګ و راتګ له جبري کیدو وروسته پر دغه سوداګریزه لاره د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته اقتصادي زیانونه اوښتي دي

د پاکستان پوځ وايي په خېبر پښتونخوا کې په یوه ځانمرګي برید کې ۲۳ پاکستاني نظامیان ووژل شول

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۵ GMT+۰
د پاکستان پوځ وايي په خېبر پښتونخوا کې په یوه ځانمرګي برید کې ۲۳ پاکستاني نظامیان ووژل شول
100%

د پاکستان پوځ تایید کړې، چې د سې شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په یوه چاودنه کې ۲۳ پاکستاني نظامیان وژل شوي دي. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې وسلوالې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو خبر ورکړ، چې له چاودیدونکو توکو ډکې لارۍ ته د پولیسو د مرکز په دروازه کې چاودنه ورکړل شوې او له دې برید وروسته د وسله والو او پاکستاني نظامیانو ترمنځ نښته شوې ده.

دغه بريد دخيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان څخه په ٦٠ کلو ميټره لرې په دارابان سیمه کې شوى دى.

له بلې خوا د پاکستان پوځ په خپله خبرپاڼه کې زياته کړې، چې په بېلابېلو عملياتو کې يې په ازیندا سيمه کې ۱۷ وسله وال، په کلاچۍ کې څلور وسله وال او دارابان کې یې شپږ نور وسله وال وژلي دي.

د دغه هېواد پوځ هم په خپله خبرپاڼه کې لیکلي، چې په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۲۷ وسله وال وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې، مهمات او چاوديدونکي توکي هم کشف او ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي: "په سیمه کې د نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات روان دي."


​

‏طالبان: له پاکستانه د سپين بولدک له لارې ۱۱۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۰ GMT+۰
‏طالبان: له پاکستانه د سپين بولدک له لارې ۱۱۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
100%

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې په سپين بولدک کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ثبت او تثبیت کمېټې مسوولینو د یکشنبې په ورځ باختر خبري اژانس ته وویل، چي نن ۱۱۹ کورنۍ له دغه هېواده راستنې شوې، چې ټولټال شمېر یې ۵۶۱ تنو ته رسېږي.

د دوی په وینا:« ‏دغې کورنۍ د نغدي مرستې اخیستلو تر څنګ مرسته کوونکو ادارو ته هم ور وپېژندل شوې.»

له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ستنونه د نومبر له لومړۍ نېټې پیل شوه.

په همدې حال کې پاکستاني چارواکي وايي، د نومبر له پیله د ډسمبر تر یوولسمې نېټې یې ټولټال ۴ لکه ۳۴ زره ۸۴۲ تنه بې اسناده افغانان له پاکستانه اېستي دي.

په پېښور کې هټۍوال وايي، د افغان کډوالو له اېستلو سره هم‌مهاله د دوی کارونه په ټپه ولاړ دي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۸ GMT+۰
په پېښور کې هټۍوال وايي، د افغان کډوالو له اېستلو سره هم‌مهاله د دوی کارونه په ټپه ولاړ دي
100%

په پېښور کې ګڼ هټۍوال وايي، له تېرو شاوخوا دوه میاشتو په ترڅ کې یې کاروبار پنځوس سلنه کم شوی او ورسره یې اقتصاد سخت زیانمن شوی دی.

د پېښور په صدر بازار کې هټۍوال عبدالمطلب افغانستان انټرنشنل ته وايي:« له هغه وخته چې له پېښوره د افغان کډوالو ستنول پیل شوي، د دوی کاروبار هم ورسره په ټپه درېدلی او پېریدونکي یې هم سم نیمايي کم شوي دي، پخوا به یوازې په پېښور کې مېشتو افغانانو زموږ څخه ځان ته توکي نه اخېستل؛ بلکې دوی به په افغانستان کې هم خپلو خپلوانو له پاره زموږ څخه توکي رانیول او هغوی ته به یې د سوغات په توګه لېږل.»


تر دې وړاندې به په صدر بازار کې ګڼ افغانان لیدل کېده، چې یا به یې د ځان له پاره توکی اخیستل او یا به یې پر نورو توکي پلورل؛ خو اوس دغه شمېر په نشت حساب دی.

دا رنګه نن سبا په پېښور ښار کې د پخوا پرتله د خلکو ګڼه ګوڼه هم د پام وړ کمه شوې، یو شمېر افغانان که له پېښوره ایستل شوي، نور پاتې افغانان بیا د پولیسو له وېرې له کورونو نه شی راوتلای، چې دې کار بیا د پېښور په بازارونو هم ژور اغېز پرې اېستی دی.

د دې تر څنګ نن سبا په پېښور کې ډېر کورونه تش شوي او خلک هم د نویو کورونو د کرایه کولو له پاره د پخوا په څېر لیوالتیا نه لري، ګڼ پېښور مېشتي افغانان وايي، پخوا به چې کله افغانان پېښور ته راغلل، دوی به هره ورځ د خپلو دوستانو له پاره په کورونو پسې سرګردانه او لالهانده ګرځېدل کورونه به نه پیدا کېدل؛ خو نن سبا د معاملاتو رهنما په خپله کرایه نیونکو پسې سرګردانه ګرځي، څوک نه شته چې کورونه په کرایه ونیسي.


له پاکستانه که د افغان کډوالو اېستلو سره افغانانو ته ګڼې ستونزې راولاړې شوې؛ خو ورسره د هغوی ستنېدا د پاکستان پر ځايي خلکو هم بې شمېره اغېزې پرې اېستې دي.

د پاکستان ځايي اوسېدونکي وايي، د اقتصاد په ګڼو برخو یې ناوړه اغېزې پرېوتي چې ورسره د دوی ژوند هم اغېزمن شوی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان په هکله له ملګرو ملتونو سره خپله همکاري جاري ساتو

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۳۴ GMT+۰
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان په هکله له ملګرو ملتونو سره خپله همکاري جاري ساتو
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني وايي، د یوه سوله ییز، باثباته او سوکاله افغانستان لپاره له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو سره به د دغه هېواد همکاري روانه وي.

نوموړي دا خبرې د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې سره کړې دي.

ښاغلي جیلاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په تېره د یوناما رول هم ستایلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي ماموریت یا یوناما له جلیل عباس جیلاني سره د روزا اوتنبایوا د لیدنې په هکله څه نه دي ویلي.

خو پاکستان ته د مېرمن اوتنبایوا دا سفر په داسې مهال دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په تېره د نجونو او ښځو د کار او زدکړو په هکله د تړلو دروازو تر شا غونډه لري.

له بلې خوا د یخ ژمي پر مهال هم پاکستان د بې قانونه افغان کډوال باسي چې ملګري ملتونه او نورې مرستندویه ادارې یې اندېښمنې کړې دي.