• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وايي، ایران باید پر بېړیو د حوثيانو د بریدونو مخنیوی وکړي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۹ GMT+۰

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار منځني ختیځ ته د سفر پر مهال ویلي، د ایران حکومت اړ دی، چې پر بېړیو د یمن د حوثي وسلوالو د بریدونو مخه ونیسي. د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې له پیلېدو راهیسې حوثيانو په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه پیل کړي دي.

د سپینې ماڼۍ دغه لوړپوړي امنیتي چارواکي زیاته کړه، چې متحده ایالات په یمن کې د حوثيانو له ګواښ سره د مقابلې لپاره له نړیوالې ټولنې سره همکاري کوي.

جیک سالیوان له جګړې وروسته د غزې د راتلونکي په اړه وویل، د غزې واک باید فلسطینیانو ته وسپارل شي.

هغه په ​​دې برخه کې ټینګار وکړ، چې د فلسطین اداره باید د اصلاحاتو بهیر پرمخ بوځي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ویلي، حماس له ملکي وګړو د انساني سپر په توګه کار اخلي او په روغتونونو او ښوونځیو کې پټیږي.

د جیک سالیوان او د موساد د مشر لیدنه

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د استخباراتو ادارې یا موساد مشر ډیویډ بارنیا پرون په تل ابیب کې د موساد په مرکزي دفتر کې د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیک سالیوان سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د یرغمل شویو د بېرته ستنولو پر هڅو، د همکاریو پر زیاتوالي او د ایران د اټومي پروګرام له امله د رامنځته شویو سیمه ییزو ننګونو، د اسلامي جمهوریت له خوا د ترورېزم د پراختیا او ملاتړ په اړه خبرې وکړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو کې د چين مرستیال استازي پر طالبانو لګېدلیو بندیزونو کې د تعدیل غوښتنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۱ GMT+۰

ملګرو ملتونو کې د چین استازی وايي، امنيت شورا باید پر طالبانو په لګېدلیو بنديزونو کې د تعديل له لارې د نړبوالې ټولنې او افغانستان تر منځ واقعي تعامل ته زمينه برابره کړي. ګنګ شوانګ زیاتوي، دې سره به د افغانستان پر پرمختګ او د افغانانو پر ژوند د بنديزونو د منفي اغېز مخنیوی وشي.

د هغه په ​​وينا، په لومړي ګام کې بايد امنيت شورا ژر تر ژره د ځينو طالب چارواکو د سفري بنديزونو په اړه پر معافيت غور وکړي.

ګنګ شوانګ زیاتوي چين تل پر دې ټينګار کړی، چې د سفرونو معافيت د خبرو اترو او تعامل د اسانتيا لپاره ضروري دی او بايد د فشار د وسيلې په توګه ونه کارول شي.

په ورته مهال د چین شینهوا خبري اژانس د ګنګ شوانګ له قوله دا هم لیکلي، چې نړیواله ټولنه بايد په جدي توګه ددې مخنوی وکي، چې افغانستان د ترهګريزو سازمانونو په مرکز بدل نه شي.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې د افغانستان د بندیزونو د کمېټې د ملاتړ د څارونکې ډلې د ماموریت د غځولو په اړه پرېکړه لیک تصویب کړ.

د پنجشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۵ غړو په اتفاق سره پریکړه وکړه، چې د طالبانو په وړاندې د ۱۹۸۸ بندیزونو ته دوام ورکړي.

په دې سره به طالبان د یو بل کال لپاره د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې پاتې شي.

له دې رايې ورکولو سره د يو شمېر طالب مشرانو د سفر له بنديز څخه د معافيت موده نه ده غځول شوې.

په ملګرو ملتونو کې د چين د استازي مرستيال ويلي؛ لکه څنګه، چې د پرېکړه ليک په مقدمه کې راغلي، امنیت شورا باید دا یقیني کړي، چې دغه بندیزونه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت او ودې ورکولو لپاره دي.

د خیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې وسله‌والو د پولیسو په یوه مرکز برید کړی

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۵۵ GMT+۰

رسیدلي راپورونه وايي، چې لومړی پر دغه مرکز ځانمرګی برید شوی او وروسته د سپکو او درنو وسلو ډزې وشوې. ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته له سیمې ویلي، چې لا هم هلته جګړه روانه ده او د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ټانک سیمې د پولیسو په مرکز په ترسره شوي برید کې د یو پولیس په ګډون درې تنه بریدګر هم وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، لومړی یو بریدګر د پولیسو د مرکز په دروازه کې ځانمرګی برید کړی او وروسته د دواړو غاړو ترمنځ جګړه نښتې، چې په ترڅ کې یې یو پولیس او درې تنه بریدګر وژل شوي او درې تنه نور پولیس ژوبلېدلي دي.

په سیمه کې سرچینې وايي، چې لا هم د دواړو غاړو تر منځ جګړه روانه ده او د ډزو غږونه اورېدل کېږي.


پولیس وايي، چې په سیمه کې یې چاڼیز عملیات پیل کړي او د وسله‌والو لټون روان دی.


د یو بل خبر له مخې د خیبر پښتونخوا په باړه کې هم نن سهار وختي د پولیسو پر یوې پوستې برید شوی، چې له امله یې دوه تنه پولیس وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.

پولیس چارواکو ویلي، چې بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي او دوی یې لټون پیل کړی دی.


په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي او هره ورځ له دغو سیمو څخه د بریدونو او مرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي.

اروپايي ټولنې د اوکراین د غړیتوب په اړه خبرو پیلولو ته شین څراغ وښوده

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۷ GMT+۰

د اروپايي ټولنې مشرانو په ناڅاپي ډول د پنجشنبې په ورځ موافقه وکړه، چې د اوکراین سره د غړیتوب خبرې پیل کړي، هغه څه چې د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان د اونیو راهیسې د هغې د مخنیوي هڅه کوله.

د اروپايي اتحادیې ډېپلوماتانو او چارواکو ویلي، چې اوربان موافقه وکړه چې له غوڼډې ووځي، سره له دې چې په دې پوهېده، چې نور اروپايي مشران به د هغه په نه شتون کې د اوکراین په اړه رایه اچونه وکړي.

اوربان تایید کړه، چې هغه د اروپایي اتحادیې په سرمشریزه کې د هغه څه په اړه له رایې ورکولو څخه ډډه کړې، چې هغه یې "بده پرېکړه" بللي.

په بروکسل کې په داسې نا معموله توګه د یوې پرېکړې تصویبول،‌ هغه هم چې داسې یوه لویه پرېکړه وي، تر دې وړاندې نه وه لیدل شوې،‌ سره له دې چې په بروکسل کې ډېپلوماټان د پرېکړو د تصویب لپاره ډېره وخت له ابتکاره هم کار اخلي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

هغه ویلي: "دا د اوکراین لپاره یوه بریا ده. د ټولې اروپا بریا ده. داسې یوه بریا چې مونږ به وهڅوي، الهام به راکړي او پیاوړي به مو کوي."

د اروپايي کمېسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین وايي، دا یوه ستراتیژیکه پرېکړه او داسې یوه ورځ وه، چې زموږ د ټولنې په تاریخ کې ثبت شي.

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان د اروپايې ټولنې د پرېکړې په اړه بیا خورا بیل نظر لري.

هغه وايي: "د هنګري دریځ روښانه دی، اوکراین دې ته چمتو نه دی چې زموږ سره په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره خبرې پیل کړي."

هغه اوکراین سره د خبرو د پیلولو پرېکړه "غیر منطقي" او "نامناسبه" وبلله.

هغه زیاته کړه:‌ "مګر ۲۶ غړي هېوادونه په دې خبره ټینګ وو، چې دا پرېکړه باید وشي، نو هنګري پرېکړه وکړه چې که ۲۶ هیوادونو داسې پرېکړه کړې، نو هغوی باید په خپله لاره ولاړ شي او هنګري نه غواړي چې په دې ناوړه پرېکړه کې ګډون وکړي."

د اوکراین سره په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب په اړه به خبرې کلونه وخت ونیسي.

د هنګري لومړی وزیر: د اروپاي ټولنې په سرمشریزه کې د اوکراین پر غړیتوب بحث نه کوو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۱ GMT+۰

په داسې حال کې چې اوکراین د روسیې سره د جګړې په یو بحراني وضعیت کې دی، د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ، چې اروپايي ټولنه باید له اوکراین سره د غړیتوب خبرې پیل نه کړي.

د نوموړي دغه دریځ‌ په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب لپاره د غړو ترمنځ د ابتدايي خبرو د پیل پر وړاندې یوازینی خڼډ بلل کيږي.‌

اوربان په همدې حال کې د اروپایي ټولنې له بودیجې څخه کییف سره د ۵۰ ملیارد یورو (۵۴ ملیارد ډالرو) مالي مرستې مخه هم نیولې ده؛ مګر ویلي یې دي چې هغه د اروپايي ټولنې له بودیجې بهر د اوکراین سره د اوږدمهالو مرستو ملاتړ کوي، چې په دې برخه کې د یو تفاهم رامنځته کېدو ته هیلې راڅرګندوي.

اوکراین د مسکو د یرغل پر وړاندې په نېږدې دوه کلنه جګړه کې د خپلو غربي متحدینو ملاتړ ته سخته اړتیا لري. اوکراین د روسیې پر وړاندې په ځوابي بریدونو کې د بري ترلاسه کولو کې په داسې مهال پاتې راغلی، چې د بایډن اداره تر اوسه په دې نه ده توانیدلې چې کییف سره د مرستو د یوې ۶۰ ملیارده ډالري کڅوړې د برابرولو لپاره د کانګرس موافقه ترلاسه کړي.‌

په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د غړيتوب د منلو یا ردولو په اړه د دې ټولنې د غړو ترمنځ د ابتدایي خبرو پیل به د کییف لپاره یوه جیوپولیټیکه بریا وي، حتا که ریښتینې خبرې اترې سمدستي پیل نه شي او کلونه وخت ونیسي.

د دغو ابتدایي خبرو د پیل لپاره باید د اروپايي ټولنې ټول غړي موافقه ولري. سره له دې چې اوسمهال د دې ټولنې ۲۶ غړي د ابتدايي خبرو د پیل ملاتړ کوي؛ خو اوربان ویلي چې هغه به په دې اړه خپل دریځ بدل نه کړي.

هغه د اروپایي ټولنې د سرمشریزې لپاره بروکسل ته د رسېدو پر مهال د اوکراین د غړیتوب په اړه د غړو ترمنځ د ابتدايي خبرو پیل ته په اشارې سره وویل: ” هنګریان فشار ته غاړه نه ږدي.“

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي اروپايي مشرانو ته د ویډیو کنفرانس له لارې په وینا کې له هغوی وغوښتل چې اروپايي ټولنې کې د اوکراین د غړیتوب خبرې پیل کړي.

هغه وویل: "زه نن له تاسو څخه یوه غوښتنه لرم؛ پر اروپا ټولنې د خلکو له باور سره خیانت مه کوئ."

په ایران کې د شپږو ورځو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۷ بندیان اعدام شوي دي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۵ GMT+۰

د بشري حقونو د سرچينو د راپورونو له مخې؛ د لیندۍ له ١٧مې نېټې څخه تر ٢٢مې پورې د کرج، قزل‌حصار کرج، اهواز، سنندج، بابل، قم، شيروان، عادل اباد، شېراز، زاهدان، ارمیه او کرمانشاه په مرکزي بندخونو کې لږ تر لږه ٢٧ بنديان اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه بندیان د « قصدي وژنو» « نشه یې توکو د جرمونو» او د «محاربې» په تور په اعدام محکوم شوي دي.

د ايران د بشري حقونو سازمان په يوه راپور کې اعلان وکړ، چې د روان کال له پيله تر اوسه د ایران اسلامي جمهوريت له خوا د اعدام شويو کسانو شمېر ۷۰۷ تنو ته رسېدلی او همدا راز يې زیاته کړې، چې دغه شمېره په تېرو اتو کلونو کې بې سارې وه.

د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوټرش په ایران کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د دغه سازمان عمومي غونډې ته په خپل راپور کې د اعدام د سزا د پلې کېدو د خطرناکې کچې او ودې په اړه خبرداری ورکړ.

د ګوترش په وینا؛ د ایران اسلامي جمهوریت د "اندېښنې وړ په کچه" اعدامونه ترسره کوي او د دې کال په لومړیو اوو میاشتو کې د اعدام شویو کسانو شمېر د ۲۰۲۲ کال د ورته مودې په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.