طالبان: په کندهار او لښکرګاه ښارونو د کجکي بند برېښنا پرې شوه

په هلمند کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، په کجکي بند کې د اوبو کموالي له امله يې په کندهار او لښکرګاه ښارونو برېښنا پرې کړې ده. خو د دغو ښارونو اوسېدونکي وايي، د ژمي په دغه سړه هوا کې د برېښنا د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي.