• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنه به په فېبروري کې له اوکراین سره د ۵۰ میلیارده یورو مرستې په اړه بحث کوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۴ GMT+۰

د اروپايي ټولنې چارواکي وايي، چې دغه ټولنه به د ۲۰۲۴ کال د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه د څلورو کلونو لپاره له اوکراین سره د ۵۰ میلیارد یورو د اضافي مرستو د تخصیص په اړه د بحث لپاره یوه ځانګړې غونډه ترسره کړي.

دغه پرېکړه د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د اروپا د کمېسیون د مشر چارلس مېشل له خوا اعلان شوه.

د اروپایی کمېسیون مشر وايي، چې د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه به د اروپایي ټولنې مشران د اوکراین لپاره د څو کلنو مرستو د تخصیص په ګډون د اروپایي اتحادیې د بودیجې په اړه هم بحث وکړي.

مېشل تېره اونۍ ویلي وو، چې د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان د اوکراین لپاره د منځمهاله مرستې پروګرام په ګډون د اروپايي اتحادیې د بودیجې د تصویب مخه ونیوله.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

تمه ده چې د امریکا د دفاع وزیر به پر اسراییل د جګړې د کمولو فشار راوړي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۲ GMT+۰

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین چې د دوشنبې په ورځ اسراییل ته تللی، تمه کیږي چې د دغه هېواد پر چارواکو به فشار راوړي، چې په غزه کې پراخ جګړه ییز عملیات ودروي تر څو د غزې پر خلکو د جګړې ویجاړونکی اغیز را محدود شي.

دا پر اسراییل د امریکا د نفوذ د ښودلو لپاره وروستۍ ازموینه بلل کیږي، چې پر ملکیانو د دغې جګړې د وژونکې اغیز په کمولو کې مرسته کولی شي.

امریکا له اسراييل غواړي، چې د پراخو عملیاتو پر ځای د حماس پر وړاندې د ځانګړو ځواکونو هدفي عملیات پیل کړي.

د اونۍ په پیل کې د اسراییل ځینو نېږدې متحدینو لکه؛ فرانسه، انګلستان او جرمني په غزه کې د اوربند لپاره له نړۍوالو غوښتنو سره همغږي شول او اسراییلي مظاهره کوونکو هم له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د حماس سره د نورو یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره خبرې اترې بیا پیل کړي.‌

دا غوښتنه وروسته له هغه کیږي، چې د اسراییلي سرتیرو له خوا په تېروتنه درې یرغمل په داسې حال کې ووژل شول چې سپین بیرغونه یې پورته کړي وو.‌

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی، چې تر هغه پورې به جګړې ته دوام ورکوي چې حماس له واکه لرې کړي، د دوی خورا قوي پوځي وړتیاوې له منځه یوسي او دحماس سره په بند کې ټول یرغمل خوشې کړي.‌

امریکا په ملګرو ملتونو کې د اوربند غوښتنه ویټو کړې او اسراییل ته یې د مهماتو او وسلو مرسته کړې؛ خو په عین حال کې پر دغه هېواد فشار راوړي، چې د ملکي تلفاتو مخنیوی دې وکړي.

داسې ښکاري چې د امریکا دغو غوښتنو تر اوسه کوم اغیز نه دی کړی. د فلسطین د روغتیا وزارت یوه چارواکي ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د غزې په شمال کې د استوګنې پر ودانیو په بریدونو کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي دي.

په دغه جګړې کې د څه باندې دوه میاشتو په موده کې تر ۱۸۷۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوی او غزې د شمال ډېره برخه ویجاړه شوې ده.

شاوخوا ۱،۹ میلیونه فلسطینیان چې د غزې نېږدې ۸۵ سلنه نفوس جوړوي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او د غزې سویلي برخه کې د ملګرو ملتونو کمپونو کې ژوند کوي.

امریکايي چارواکو د حماس د مشرانو د وژلو، د تونلونو ویجاړولو او د یرغمل شویو کسانو د ژغورلو په هدف د هدفي عملیاتو غوښتنه کړې ده.

دا غوښتنې وروسته له هغه شوي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړ چې اسراییل د "بې توپیره بمبارۍ" له امله نړۍوال ملاتړ له لاسه ورکوي.

ایراني چارواکي: له افغانستان څخه زمرد واردوو، په ایران کې یې تراشو او په نړۍ یې پلورو

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۰ GMT+۰

د ایران خراسان رضوي ولایت د سوداګرۍ، صنایعو او کانونو د خونې مشر وايي، چې دغه اداره له افغانستان څخه د ډبرو د واردولو په پلان کار کوي. غلام‌ رضا نازپرور ویلي؛ افغانستان ډېر ښه زمرد لري. "په ایران کې موږ د دغو ډبرو د تراش کولو ظرفیت لرو او کولای شو په نړۍوال بازار کې یې وپلورو."

ښاغلي نازپرور وویل، چې د دغه پلان له مخې به لومړی ساختماني ډبرې او بیا قیمتي ډبرې واردیږي.

ښاغلي نازپرور د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۷مه) د ایران له خبري اژانس ایسنا سره په مرکه کې وویل، چې د دغه پلان له مخې که په ایران کې د دغو ډبرو کارول ممکن نه وي، دغه هېواد به یې د پاکستان په څېر نورو هېوادونو ته صادر کړي.

د خراسان رضوي ولایت د سوداګرۍ، صنايعو او کانونو خونې مشر وويل، چې اوسمهال له افغانستان څخه ايران ته د مرمرو او قيمتي ډبرو په ګډون د ډبرو صادرات منع دي، چې له امله يې د دغو ډبرو قاچاق زيات شوى دى.

د نوموړي په وینا؛ د طالبانو حکومت د جواز په صادرولو سره د دغو ډبرو د صادراتو اجازه ورکوي؛ خو د دغه بهیر د قوانینو له مخې د دغو ډبرو واردول نور هم سخت دي.

د روسیې سفیر: توندلارو څو ځلې هڅه کړې چې په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستانه تاجکستان ته ننوځي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۵ GMT+۰

په تاجکستان کې د روسیې سفیر له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان لا هم نه دي توانیدلي چې پولې خوندي کړي. سمیون ګریګوریف وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې توندلارو څو ځلې هڅه وکړه چې له افغانستان څخه تاجکستان ته ننوځي.

هغه په دې مرکه کې، چې د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ۲۷مه) خپره شوه، وویل: «موږ د طالبانو په ژمنو کې چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د امنیت په برخه کې یې کړې وې کوم ځانګړی پرمختګ نه وینو.»

سمیون ګریګوریف زیاته کړه: «د سږ کال په اوږدو کې توندلارو هڅه کوله چې د افغانستان له پولو څخه د تاجکستان خاورې ته ننوځي، له نېکه مرغه دغه ټول بریدونه د تاجکستان د امنیتي ځواکونو له خوا په چټکۍ سره شنډ شول.»

دغه روسي ديپلومات زياته کړه، چې افغانستان په ټولنيز او اقتصادي ډګر کې د پرځېدو په حال کې دى او له سخت بشري ناورين سره مخ دى.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې تېره میاشت د روسیې او تاجکستان ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او امام علي رحمان په مسکو کې د افغانستان په اړه خبرې کړې وې.

په تاجکستان کې د روسیې سفیر وايي، د افغانستان مسئلې ته د روسیې او تاجکستان د مشرانو جدي پاملرنه په بشپړه توګه توجیه شوې او دوامدارې همغږۍ ته اړتیا لري.

نوموړي دغه راز له افغانستانه د صنعتي نشه يي توکو د قاچاق د زياتوالي اعلان وکړ او نيوکه يې وکړه، چې لوېديځو هېوادونو له افغانستان څخه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پروګرامونو بودجه کمه کړې ده.

د روسیې سفیر له پاکستانه شمالي ولایتونو ته د اېستل شویو کډوالو د پراخ راتګ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. د هغه په ​​وينا، په دې حالت کې د افغانستان په شمال کې په قومي جوړښت کې بدلون ممکن دى.

سمیون ګریګوریف خبرداری ورکړ چې «د بې ځایه شویو په منځ کې ښایي ترهګرې ډلې شتون ولري.»

هغه وویل چې روسیه به پر خپلو ملګرو د بریدونو د مخنیوي لپاره پوره هڅه وکړي چې یو یې تاجکستان دی.

د تاجکستان دولتي خبري اژانس د روان کال په وږي میاشت کې د افغانستان پر پوله د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا د درېیو «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ. د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې هغه مهال اعلان وکړ چې دغه کسان د «جماعت انصارالله» ډلې غړي وو او له افغانستان څخه دغه هېواد ته ننوتي وو.

د روان کال د غوايي په میاشت کې د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې اعلان وکړ چې د نړیوالو ترهګریزو سازمانونو دوه غړي چې د افغانستان له پولې تاجکستان ته ننوتلي وو، په نښه او ووژل شول.

د تاجکستان او منځنۍ اسيا د نورو هېوادونو چارواکو په وار وار په افغانستان کې د ترهګریزو فعاليتونو د زياتوالي او دغو هېوادونو ته د هغوى د لېږد په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

انټونیو ګوټریش: کډوالي خلکو ته ښه فرصتونه ورکوي خو کمزوری مدیریت يې د ناورین لامل کیږي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۱ GMT+۰

نن دوشنبه د ډیسمبر ۱۸مه د کډوالۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو سر منشي انټونیو ګوټریش د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د کډوالۍ انساني او منظم مدیریت کولی شي ټولو ته ګټه ورسوي. خو وايي که مدیریت يې سم و نه شي ناورینونه زیږوي.

بل خوا د ملکرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي،‌ د ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۱،۶ میلیونو ډیر افغانان له خپل هیواده وتلي، چې په دې سره په ګاونډیو هیوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۸،۲ میلیونو ته رسیدلی دی.

او لږ تر لږه ۳،۲ میلیونه افغانان په خپل هیواد کې بې ځایه شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې له سوريې او اوکراین وروسته افغانان دریم لوی بې ځایه شوی نفوس لري.

په ۲۰۲۳ کال کې لږ تر لږه ۸،۲ میلیونه افغانان په ۱۰۳ بېلابیلو هیوادو کې مېشت وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي، د افغان کډوالو لوی اکثریت په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.

د دغه سازمان له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې ، دا په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوړ شمېر دی.

په دې وروستیو دوه میاشتو کې پاکستان او ایران د افغان کډوالو په زور اېستلو لړۍ پیل کړې او تر دې دمه له پاکستانه تر څلورنیم لکه ډیر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي خو د دغه کډوالو په ستنېدو سره په افغانستان کې د لوږې کچه نوره هم لوړه شوې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي، د ۲۰۲۳ کال تر سپټمبر پورې له ۱۱۴ میلیونو څخه ډیر خلک د جګړو، تاوتریخوالي او د بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله په جبري توګه بې ځایه شوي.

دغه سازمان وايي، د تېرو لسو کلونو پرتله په نړۍ کې کډوالۍ دوه برابره ډیره شوې.

ایران له پاکستانه غوښتي چې له پولې هاخوا د ترهګرۍ پر ضد اقدام وکړي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۴۰ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د دوی څېړنې ښیې چې ایران ته ترهګر د پاکستان له خاورې ورننوځي. تحقیقاتو د ګاونډي هېواد پاکستان له پولو څخه د ایران اسلامي جمهوریت ته د تروریستي ډلې د ننوتلو څرنګوالی روښانه کړی دی.

هغه زیاته کړې: "د شپې له تیارې په ګټې اخیستو سره ترهګر د پاکستان له خاورې ایران ته راننوځي او زمونږ امنیتي ځواکونه په نښه کوي."

د ایران د چارواکو په وینا؛ د جمعې ورځې په ماښام د دغه هېواد د سویل ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت په راسک سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز برید شوی، چې لږ تر لږه ۱۱ ایراني پولیس پکې وژل شوي وو.

د جیش العدل په نامه یوې ډلې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستې دی.

وحيدي د دغه برید په غندلو سره ټينګار کړی، چې اردو، پوليس او امنيتي ځواکونه په فعاله توګه د پېښې د عاملينو د نيولو هڅې کوي او ډاډ یې ورکړی چې د دې برید ځواب به ورکوي.