• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انټونیو ګوټریش: کډوالي خلکو ته ښه فرصتونه ورکوي خو کمزوری مدیریت يې د ناورین لامل کیږي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۳ GMT+۰

نن دوشنبه د ډیسمبر ۱۸مه د کډوالۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو سر منشي انټونیو ګوټریش د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د کډوالۍ انساني او منظم مدیریت کولی شي ټولو ته ګټه ورسوي. خو وايي که مدیریت يې سم و نه شي ناورینونه زیږوي.

بل خوا د ملکرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي،‌ د ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۱،۶ میلیونو ډیر افغانان له خپل هیواده وتلي، چې په دې سره په ګاونډیو هیوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۸،۲ میلیونو ته رسیدلی دی.

او لږ تر لږه ۳،۲ میلیونه افغانان په خپل هیواد کې بې ځایه شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې له سوريې او اوکراین وروسته افغانان دریم لوی بې ځایه شوی نفوس لري.

په ۲۰۲۳ کال کې لږ تر لږه ۸،۲ میلیونه افغانان په ۱۰۳ بېلابیلو هیوادو کې مېشت وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي، د افغان کډوالو لوی اکثریت په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.

د دغه سازمان له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې ، دا په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوړ شمېر دی.

په دې وروستیو دوه میاشتو کې پاکستان او ایران د افغان کډوالو په زور اېستلو لړۍ پیل کړې او تر دې دمه له پاکستانه تر څلورنیم لکه ډیر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي خو د دغه کډوالو په ستنېدو سره په افغانستان کې د لوږې کچه نوره هم لوړه شوې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي، د ۲۰۲۳ کال تر سپټمبر پورې له ۱۱۴ میلیونو څخه ډیر خلک د جګړو، تاوتریخوالي او د بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله په جبري توګه بې ځایه شوي.

دغه سازمان وايي، د تېرو لسو کلونو پرتله په نړۍ کې کډوالۍ دوه برابره ډیره شوې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له ۱۲۰ زرو د زیاتو معلولانو، یتیمانو او پخوانیو نظامیانو د کونډو نوم لیکنه پیل کړې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د شهیدانو معلولانو چارو وزارت ویاند وايي د زرګونو معلولانو، یتیمانو او کونډو نوم لیکنه پیل شوې. فيصل خاموش وايي چې، د طالبانو د شهيدانو او معلولانو په وزارت کې د پخواني حکومت د نظامیانو ١ لک او ۲۰ زره او ٣٧٨ معلولان، يتيمان او کونډې ثبت شوې دي.

د افغانستان پخواني حکومت سره د طالبانو په شل کلنه جګړه کې ډېری ولسي وګړي او نظامیان ووژل شول، معیوب شول او ګڼ شمېر ښځې او ماشومان بې کوره او یتیمان شول.

د طالبانو د شهیدانو او معلولانو وزارت ویاند په یوه ویډیو کې چې د یکشنبې په ورځ (لیندۍ ۲۶مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون په اېکس پاڼه خپره شوې ویلي چې ټول راجسټر شوي کسان میاشتنی نغدي معاش اخلي.

د ماشومانو خوندیتوب نړیوال سازمان تېر کال ویلي و، چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پرکار کولو د بندیز له امله کونډې او مجردې ښځې مرستو ته لاسرسی نه شي موندلی.

په امریکا او اروپا کې د منظور پښتین د بندي کېدو په غبرګون کې لاریونونه وشول

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۹ GMT+۰

په امریکا او اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پاکستان حکومت له لوري د یاد غورځنګ د مشر منظور پښتین بندي کېدو، د چمن پرلت د غوښتنو نه منل کېدو، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په غبرګون او په پاکستان کې د بلوڅانو د پرلت په ملاتړ لاریونونه وکړل.

دغه لاریونونه د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۶مه) د امریکا په ټکساس ایالت، په ایټالیا او پاریس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او پلویانو له لوري تر سره شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په پاکستان او د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې به یې اعتراضي لاریونونه تر هغه وخته روان وي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له بنده نه وي خوشي شوی او همدارنګه په چمن کې د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د روان پرلت او په بلوچستان کې د بلوڅانو د پرلت غوښتنې نه وي منل شوې.

دغو لاریون کوونکو د پښتون ژغورنې د مشر منظور پښتین انځورونه او د افغانستان ملي بیرغ له ځان سره لیږدول او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی عبدالله احسان وايي: «د غورځنګ غوښتنې معلومې دي او موږ په اروپايي هیوادونو او امریکا کې د لاریونونو غوښتنې هم څرګندې دي موږ غواړو نړیوالو ته وښیو چې د پاکستان حکومت د پښتنو او بلوڅو ضد پالیسي مخ ته وړي او دوی د غورځنګ هغه غړي بندیانوي چې د پښتنو او بلوڅو د حق غوښتنو په دفاع غږ پورته کوي.»

د پاکستان له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښو غړو د نیولو، له پاکستان په زور د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون، د چمن او بلوڅو د پرلتونو په ملاتړ په پاکستان کې هم لاریونونه روان دي.

پاکستان له ملګرو ملتونو د څېړنو غوښتنه وکړه چې، ټي ټي پي څنګه پرمختللې وسلې ترلاسه کړې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۶ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي مرستیال ویلي دي چې پاکستاني طالبان پرمختللې وسلې لري، د سیمې او پاکستان د ناامنۍ لپاره یې کاروي. عثمان جدون له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې اړه پلټنې وکړي چې ټي ټي پي څنګه دغه وسلې ترلاسه کړې.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۶ مه) راپور ورکړ چې عثمان جدون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې پرانیستې غونډه کې په سیمه کې د وسلو د ناقانونه قاچاق او له هغوی څخه د ناسمې ګټنې له امله رامنځته شوي ګواښونه خطرناک وبلل.

هغه زیاته کړه چې «ترهګرې» ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان پرمختللې وسلې د ناقانونه وسلو له بازارونو او یا له هغو ادارو څخه ترلاسه کوي چې غواړي یوه ځانګړې سیمه یا هیواد بې ثباته کړي.

د هغه هدف له ځانګړي هيواد څخه ښايي پاکستان وي چې په دې ورستیو کې د ناامنۍ له پیښو سره مخ دی خو د هغو ادارو یاده يې و نه کړه چې غواړي پاکستان ناکراره کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي مرستیال وویل، «ترهګر او جنایتکونکي دا پرمختللې وسلې نه جوړوي، بلکې د ځینو سیمو یا هېوادونو د بې ثباته کولو په نیت یې له ناقانونه بازارونو او بنسټونو ترلاسه کوي.»

عثمان جدون اعلان وکړ چې پاکستان له نړیوالې ټولنې سره د هغو کسانو د افشا کولو لپاره همکاري کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ او مالي مرستې ورته رسوي.

دغه پاکستاني دیپلومات ټینګار وکړ چې دا د «ټولو دولتونو او ملګرو ملتونو مسوولیت دی چې د وسلو د ناقانونه سوداګرۍ او لېږد د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.»

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی، د پاکستان د پوځ پر ضد د تحریک طالبان پاکستان بریدونه زیات شوي دي.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم څو ځله ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي وسلې د دوی د امنیتي ځواکونو پر ضد په بریدونو کې کاروي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې د روان کال په سپټمبر میاشت کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امریکا له خوا پاتې شوې وسلې «ترهګرو» ته په لاس ورغلې او د پاکستان لپاره یې ګواښ وباله. ممتاز زهرا بلوڅ وویل، چې دا حالت د نړیوالو پام ته اړتیا لري او ټول باید په ګډه مسوولیت په غاړه واخلي.

ډبلیو ایچ او: د افغانستان له روغتیا برخې سره، جاپان د نږدې اوه میلیونه ډالرو مرسته کوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۹ GMT+۰

د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جاپان د نړیوالې همکارۍ سازمان به د افغانستان د روغتیا له سکتور سره ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته وکړي. تمه کیږي چې په ټول افغانستان کې تر ۷۶زره ډیر کسان چې په ساري ناروغیو اخته وي، ورته پام وشي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې له دې مرستې موخه د ساري ناروغیو ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او له لابراتوارونو سره مرسته ده، چې د ساري ناروغیو په سمه توګه تشخیص وشي.

د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې په افغانستان کې د جاپان سفیر د ساري ناروغیو د کمولو په برخه کې د جاپان د هڅو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

تاکایوشي کرومیا وویل: «زه د زړه له تله هیله کوم چې افغانستان یو داسې هیواد شي چې ټول ماشومان، ښځې او نارینه پکې د ساري ناروغیو له کمېدو او مخنیوي وروسته په سوکالۍ سره ژوند وکړي.»

څه موده وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې د افغانستان د روغتیايي سیستم د جدي زیان په اړه خبرداری ورکړ.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب، د ساري ناروغیو د خپرېدو او د پرله پسې وچکالۍ له امله د میلیونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

همدارنګه د روغتیا نړیوال سازمان د هوا د ککړتیا له امله په ساړه موسم کې د ساري او تنفسي ناروغیو د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ایران له پاکستانه غوښتي چې له پولې هاخوا د ترهګرۍ پر ضد اقدام وکړي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۴۰ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د دوی څېړنې ښیې چې ایران ته ترهګر د پاکستان له خاورې ورننوځي. تحقیقاتو د ګاونډي هېواد پاکستان له پولو څخه د ایران اسلامي جمهوریت ته د تروریستي ډلې د ننوتلو څرنګوالی روښانه کړی دی.

هغه زیاته کړې: "د شپې له تیارې په ګټې اخیستو سره ترهګر د پاکستان له خاورې ایران ته راننوځي او زمونږ امنیتي ځواکونه په نښه کوي."

د ایران د چارواکو په وینا؛ د جمعې ورځې په ماښام د دغه هېواد د سویل ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت په راسک سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز برید شوی، چې لږ تر لږه ۱۱ ایراني پولیس پکې وژل شوي وو.

د جیش العدل په نامه یوې ډلې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستې دی.

وحيدي د دغه برید په غندلو سره ټينګار کړی، چې اردو، پوليس او امنيتي ځواکونه په فعاله توګه د پېښې د عاملينو د نيولو هڅې کوي او ډاډ یې ورکړی چې د دې برید ځواب به ورکوي.