• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډبلیو ایچ او: د افغانستان له روغتیا برخې سره، جاپان د نږدې اوه میلیونه ډالرو مرسته کوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۹ GMT+۰

د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جاپان د نړیوالې همکارۍ سازمان به د افغانستان د روغتیا له سکتور سره ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته وکړي. تمه کیږي چې په ټول افغانستان کې تر ۷۶زره ډیر کسان چې په ساري ناروغیو اخته وي، ورته پام وشي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې له دې مرستې موخه د ساري ناروغیو ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او له لابراتوارونو سره مرسته ده، چې د ساري ناروغیو په سمه توګه تشخیص وشي.

د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې په افغانستان کې د جاپان سفیر د ساري ناروغیو د کمولو په برخه کې د جاپان د هڅو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

تاکایوشي کرومیا وویل: «زه د زړه له تله هیله کوم چې افغانستان یو داسې هیواد شي چې ټول ماشومان، ښځې او نارینه پکې د ساري ناروغیو له کمېدو او مخنیوي وروسته په سوکالۍ سره ژوند وکړي.»

څه موده وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې د افغانستان د روغتیايي سیستم د جدي زیان په اړه خبرداری ورکړ.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب، د ساري ناروغیو د خپرېدو او د پرله پسې وچکالۍ له امله د میلیونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

همدارنګه د روغتیا نړیوال سازمان د هوا د ککړتیا له امله په ساړه موسم کې د ساري او تنفسي ناروغیو د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

تازه خپاره شویو اسنادو د افغان جهاد لپاره د امریکا د پخواني ولسمشر کارټر پټ ملاتړ افشاء کړ

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۲ GMT+۰

هغه اسناد چې تازه یې محرمیت پای ته رسېدلی ښیې، چې د امریکا پخواني ولسمشر جیمي کارټر د شوروي اتحاد پر وړاندې جنګېدونکو افغان مجاهدینو سره د وژونکو پوځي مرستو او په درېیم هېواد کې د هغوی د پوځي روزونو د زمینې برابرولو اجازه ورکړې.

دغه اسناد د امریکا د قانون په اساس د محرمیت ۴۲ کلنې دورې له پوره کېدو وروسته د واشنګټن ډي سي د ملي امنیت ارشیف له خوا خپاره شوي.

دغه سند چې د امریکا د پخواني ولسمشر کارټر له خوا لاسلیک شوی، په افغانستان کې د شوروي د پوځي مداخلې افغان مخالفانو ته د وژونکو پوځي تجهیزاتو د برابرولو اجازه ورکوي.

په دغه سند کې راغلي: "د پوځي تجهیزاتو د کارولو لپاره د افغانستان څخه بهر په مستقیمه توګه یا د درېیم هېواد له لارې روزنې چمتو کړئ."

د پاکستان سناتور مشاهد حسین سید په خواله رسنۍ اېکس د دغه سند په خپرولو سره لیکلي، چې ولسمشر کارټر په ۱۹۷۹ کال کې دغې مهمې پرېکړې له مخې؛ د پاکستان له لارې د امریکا د استخباراتو د ادارې(سي ای اې) له خوا د افغان جګړې د تمویل بنسټ کېښود.

امریکا د لسو کلونو په اوږدو کې د شوروی اتحاد د پوځې مداخلې پر وړاندې د افغان مجاهدینو پر جګړې ۲.۱ میلیارده ډالر ولګول، سعودي عربستان هم د جګړې د تمویل لپاره همدغه اندازه پیسې برابرې کړې وې.

د پاکستان حکومت وايي ۴ لکه ۳۵ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شول

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۱ GMT+۰

د پاکستاني د حکومتي شمېرو له مخې؛ له دغه هېواده له تېر اکټوبر راهیسې تر ۴ لکو ۳۵ زرو بې اسناده افغان کډوال هېواد ته ستانه شول. د پاکستان حکومت افغان کډوال د دغه هېواد په ناامنۍ کې ښکېل بولي او د تېر اکټوبر په لومړیو کې یې د دوی د اېستلو لړۍ پیل کړه.

د پاکستان دولتي راډیو نن د پاکستاني چارواکو په حواله وايي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري.

سره له دې چې نړۍوالې ټولنې او مرستندویه ادارو بیا - بیا له اسلام اباد غوښتي، چې د دې کډوالو ستنول وځنډوي؛ خو د پاکستان په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

پاکستاني چارواکي دا هم وايي، چې د راتلونکي میلادي کال تر پیل پورې ټول بې اسناده کډوال ستنوي او له هغه وروسته به د قانوني کډوالو ستنول هم پیل کړي.

د زدکړو نړۍوال مشارکت شبکه د خوندي تعلیم لپاره له افغانستان سره ۱۱۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۴ GMT+۰

د زدکړو نړۍوال مشارکت شبکه وايي، چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې د افغان زدکوونکو د خوندي زدکړو لپاره ۱۱۰ میلیونه ډالره مرسته کوي. دا شبکه وایي؛ دا پیسې به د یونېسېف او د ماشومانو د ملاتړ موسسو له لارې مصرف او ۷.۶۶ میلیونه افغان ماشومان به ترې برخمن شي.

د امریکا متحده ایالتونو په واشنګټن کې دا شبکه په خپل بیان کې وايي، چې دا بلاعوضه مرسته به له افغان نجونو او هلکانو سره د بهتر تعلیم په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

په بیان کې د دې ادارې د مشرې لیورا فریګنټي په دې خوښي ښودلې، چې په افغانستان کې د زدکړو ملاتړ جاري ساتي.

دا پیسې پر نورو چارو سربېره د ښوونځیو پر ودانیو او د اوبو سهولتونو پر برابرولو او هم د نجونو د لومړنیو ښوونځیو لپاره د ښوونکو په توګه د ځوانو ښځو پر روزلو لګول کېږي.

د ښوونکو روزلو ته د دې مرستې ځانګړې کول په داسې مهال دي، چې طالبانو د ښځو پر کار بندیز لګولی او له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو زدکړې هم بندې کړې دي.

طالبانو د زدکړو سیستم او په دې برخه کې په نړۍواله مرسته کې پر لاسوهنه هم ښوونیز نظام زیانمن کړی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د ا مریکا ځانګړې اداره یا سیګار تېر اکټوبر کې وویل؛ د طالبانو د پالیسیو له امله زدکړو ته لاسرسی محدود او کیفیت یې خراب شوی دی.

سیګار د افغانستان د تعلیم په هکله په دغه راپور کې وايي، چې د طالبانو په واکمنېدو سره د ځینې عصري علومو ځای هم دیني مضامینو نیولی دی.

سیګار ویلي وو، چې د طالبانو له دې مخنیوونکو پالیسو سره - سره نړۍوالې مرستندویه ادارې د زدکړو په برخه کې مرسته کوي او هڅه کوي چې زدکړو ته لاسرسی ډېر او هم یې کیفت لوړ شي.

هېدر بار: راتلونکی کال باید د نجونو د زدکړو مخه و نه نیول شي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۰ GMT+۰

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیاله هېدربار وایي، چې راتلونکی کال باید په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو بندیز تکرار نه شي.

مېرمن بار په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې طالبانو تېر کال د ډسمبر په شلمه په دولتي او شخصي پوهنتونونو کې د نجونو په شتون او همدارنګه د ډسمبر په څلرویشتمه په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه او دغه ډله باید را روان کال دا پروسه تکرار نه کړي.

دغه غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې طالبانو د نجونو د روزنیزو بنسټونو د بیا پرانېستلو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

که څه هم طالبانو په پیل کې ویلي وو، چې د نجونو پر زدکړو بندیز تر امر ثاني پورې دی؛ خو اوس له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو له بنديز د دوو کلونو په تېرېدو سره د دې بهیر د بیا پیلېدو څرک نه لیدل کیږي.

امیر خان متقي: امریکا او ملګري یې د طالبانو پر ضد له وسلوالې مبارزې ملاتړ نه کوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دغې ډلې د مخالفینو د فعالیتونو د زیاتېدو په غبرګون کې وویل؛ امریکا او ملګرو یې ډاډ ورکړی چې د طالبانو پر ضد د وسلوالې مبارزې ملاتړ نه کوي. متقي د یکشنبې په ورځ ( د لیندۍ ۲۶ مه) په هرات کې په یوه کنفرانس کې دا موضوع څرګنده کړه.

دغه طالب چارواکي ویلي، چې د امریکا او متحدینو په ګډون د نړۍ هېوادونه نه غواړي چې په افغانستان کې جګړه دوام وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګویتریش په دې وروستیو کې امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي، چې په جلاوطنۍ کې سیاسي اپوزیسیون له منظم کېدو سره په کورنیو او بهرنیو مسایلو کې د طالبانو په ننګولو کې زیات فعال شوی دی.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ویلي وو، چې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو زیاتوالي د دغې ډلې مشران اندېښمن کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د روان لمریز کال په پیل کې د طالبانو پر ضد د چریکي بریدونو او سیمه ییزو غونډو له زیاتېدو وروسته د دغې ډلې مخالفینو ته خبرداری ورکړ: «بې ځایه تبلیغات به تاسو ته زیان ورسوي».

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستيال عباس ستانکزي هم د ١٤٠٢ کال د لیندۍ په ١٢مه په اتريش کې د دې ډلې د مخالفو څېرو غونډه په داسې حال کې "ناقانونه" بللې وه، چې دغه غونډې د طالبانو د کمزوري کولو او بدنامولو لپاره ترسره کېږي.

د طالبانو سیاسي مخالفین په وروستیو کې د افغانستان د حالاتو د څېړلو په موخه په بیلابیلو هېوادونو کې غونډې کوي او د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د هغوی چریکي بریدونه دوام لري.
​