د زدکړو نړۍوال مشارکت شبکه د خوندي تعلیم لپاره له افغانستان سره ۱۱۰ میلیونه ډالر مرسته کوي
د زدکړو نړۍوال مشارکت شبکه وايي، چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې د افغان زدکوونکو د خوندي زدکړو لپاره ۱۱۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.
دا شبکه وایي؛ دا پیسې به د یونېسېف او د ماشومانو د ملاتړ موسسو له لارې مصرف او ۷.۶۶ میلیونه افغان ماشومان به ترې برخمن شي.
د امریکا متحده ایالتونو په واشنګټن کې دا شبکه په خپل بیان کې وايي، چې دا بلاعوضه مرسته به له افغان نجونو او هلکانو سره د بهتر تعلیم په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
دا پیسې پر نورو چارو سربېره د ښوونځیو پر ودانیو او د اوبو سهولتونو پر برابرولو او هم د نجونو د لومړنیو ښوونځیو لپاره د ښوونکو په توګه د ځوانو ښځو پر روزلو لګول کېږي.
د ښوونکو روزلو ته د دې مرستې ځانګړې کول په داسې مهال دي، چې طالبانو د ښځو پر کار بندیز لګولی او له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو زدکړې هم بندې کړې دي.
طالبانو د زدکړو سیستم او په دې برخه کې په نړۍواله مرسته کې پر لاسوهنه هم ښوونیز نظام زیانمن کړی دی.