هېدر بار: راتلونکی کال باید د نجونو د زدکړو مخه و نه نیول شي

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیاله هېدربار وایي، چې راتلونکی کال باید په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو بندیز تکرار نه شي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیاله هېدربار وایي، چې راتلونکی کال باید په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو بندیز تکرار نه شي.
مېرمن بار په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې طالبانو تېر کال د ډسمبر په شلمه په دولتي او شخصي پوهنتونونو کې د نجونو په شتون او همدارنګه د ډسمبر په څلرویشتمه په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه او دغه ډله باید را روان کال دا پروسه تکرار نه کړي.
دغه غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې طالبانو د نجونو د روزنیزو بنسټونو د بیا پرانېستلو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.
که څه هم طالبانو په پیل کې ویلي وو، چې د نجونو پر زدکړو بندیز تر امر ثاني پورې دی؛ خو اوس له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو له بنديز د دوو کلونو په تېرېدو سره د دې بهیر د بیا پیلېدو څرک نه لیدل کیږي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دغې ډلې د مخالفینو د فعالیتونو د زیاتېدو په غبرګون کې وویل؛ امریکا او ملګرو یې ډاډ ورکړی چې د طالبانو پر ضد د وسلوالې مبارزې ملاتړ نه کوي. متقي د یکشنبې په ورځ ( د لیندۍ ۲۶ مه) په هرات کې په یوه کنفرانس کې دا موضوع څرګنده کړه.
دغه طالب چارواکي ویلي، چې د امریکا او متحدینو په ګډون د نړۍ هېوادونه نه غواړي چې په افغانستان کې جګړه دوام وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګویتریش په دې وروستیو کې امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي، چې په جلاوطنۍ کې سیاسي اپوزیسیون له منظم کېدو سره په کورنیو او بهرنیو مسایلو کې د طالبانو په ننګولو کې زیات فعال شوی دی.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ویلي وو، چې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو زیاتوالي د دغې ډلې مشران اندېښمن کړي دي.
د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د روان لمریز کال په پیل کې د طالبانو پر ضد د چریکي بریدونو او سیمه ییزو غونډو له زیاتېدو وروسته د دغې ډلې مخالفینو ته خبرداری ورکړ: «بې ځایه تبلیغات به تاسو ته زیان ورسوي».
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستيال عباس ستانکزي هم د ١٤٠٢ کال د لیندۍ په ١٢مه په اتريش کې د دې ډلې د مخالفو څېرو غونډه په داسې حال کې "ناقانونه" بللې وه، چې دغه غونډې د طالبانو د کمزوري کولو او بدنامولو لپاره ترسره کېږي.
د طالبانو سیاسي مخالفین په وروستیو کې د افغانستان د حالاتو د څېړلو په موخه په بیلابیلو هېوادونو کې غونډې کوي او د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د هغوی چریکي بریدونه دوام لري.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، د دې ډلې د حکومت ټولې ادارې دې د پانګوالو بدني او رواني امنیت ته پاملرنه وکړي. ملا برادر له ټولو افغان پانګوالو غوښتنه وکړه چې د بهرنیو هیوادونو پرځای خپل هیواد کې پانګونه وکړي.
د ریاست لوزرا افتصادي مرستیال نن په کابل نړیوال هوايي ډکر کې د یو شمیر پروژو د پرانیستې غونډې ته د وینا پر مهال له سوداګرو غوښتنه وکړه چې د ولس د اقتصادي ودې په برخه کې پانګونه وکړي.
ملا برادر په خپله وینا کې وویل، هغه افغان پانګوال چې په بهر کې دي، دوی دې د خپلو خلکو لپاره په افغانستان کې پانګونه وکړي ترڅو د خپل هیواد خلک ورڅخه ګټه واخلي.
دی زیاتوي، طالبان پوره هڅه کوي چې په هیواد کې سوداګرو ته دپانګونې لپاره زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې ملا برادر وايي د صنعتګارنو او سوداګرو شکایت درلود چې په ۲۴ ساعتونو کې ۸ ساعته برېښنا لري خو د نوموړي د ورته ویلي چې د طالبانو دولتي ادارو څخه به دوه ساعته زیاته برېښنا دوی ته ورکول کیږي.
ملا برادر د طالبانو د نورو چارواکو په څېر وايي چې په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی او سوداګرو ته کوم ګواښ نه دی متوجه او نه هم په دغه برخه کې ستونزې شته دي.
که څه هم طالب چارواکي د افغان سوداګرو ستونزې په مشخص ډول نه یادوي خو یو شمیر سوداګر شکایت لري چې د افغانستان په سوداګریزو بندرونو کې د طالبانو لخوا لوړه مالیه اخیستل، له اړتیا لاسوهنه او خپلسري د سوداګرۍ بهیر له ستونزو سره مخ کړی او فساد ته یې لاره هواره کړې ده.
یو شمیر افغان سوداګرو تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ـ بښتو ته وویل چې طالب چارواکي یې غږ نه اوري نو دوی مجبور دي چې خپلې ستونزې تر کندهار ددې ډلې مشر ملا هبت الله ته ورسوي.

کابل ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د بلنې له خبر وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه خبر تایید کړ. د مجاهد په وينا، دغه پاکستانی ملا په پاکستان کې د طالبانو پر ضد د منفي تبليغاتو د مخنيوي لپاره کابل ته بلل شوى دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو او ټلویزیون د یکشنبې په ورځ (لیندۍ ۲۶ مه ) کابل ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر د بلنې په هکله د ذبیح الله مجاهد د خبرو غږیز پېغام خپور کړ.
مجاهد په دغه غږیز پېغام کې ویلي، چې د طالبانو ډله د پاکستان خلکو ته د ځینو حقایقو د رسولو اراده لري او مولانا فضل الرحمان په دې برخه کې ښه رول لوبولی شي.
په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت چهارسمپالي پرون د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر ته بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي.
ویل کیږي چې مولانا فضل الرحمان دغه بلنه منلې ده.
مولانا فضل الرحمن له دوو لسیزو راهیسې په پاکستان کې د طالبانو اصلي ملاتړی بلل کېږي.
نوموړی په داسې حال کې کابل ته رابلل شوی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکي د افغان کډوالو د اېستلو او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بریدونو له امله خړې پړې ښکاري.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وايي، د ۲۰۲۳ عیسوي کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۵۲ میلونه ډالره د ډبرو سکاره صادر کړي دي. اخوندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي دغه د ډبرو سکاره یې ترکیې، پاکستان، هندوستان او ایران ته صادر کړي دي.
نوموړي نن په خپله اېکس پاڼه کې ویډیوي پېغام خپورولو سره بهر ته د ډبرو سکرو د صادراتو په اړه معلومات ورکړي دي.
اخوندزاده عبدالسلام جواد په دغه ویډیوي پېغام کې دا نه ده روښانه کړې چې په کومه اندازه سکاره دغه هر هیواد ته صادر شوي دي.
او نه هم ددغو عوایدو پروسې روڼتیا په اړه کوم معلومات ورکړي دي.
له دې وړاندې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امر الله صالح په ټوېټر پاڼه کې ادعا کړې وه، چې داسې اسناد یې موندلي چې له مخې یې د سمنګانو د سکرو له عوایدو ۲۵ میلیونه ډالر غلا شوي.
ښاغلی صالح زیاتوي، چې په دې برخه کې د طالبانو پلټونکې ډلې تر دې مهاله د غلا او درغلیو څوارلس پېښې څېړلې، چې په هغو کې د طالبانو د کانونونو وزیر شهاب الدین دلاور ښکېل دی.
ښاغلي صالح ادعا کړې، چې د سکرو د کان ټول عواید د بانکي سیستم پر ځای د حوالو له لارې لېږل کېږي، چې د همدغو حوالو له لارې د سکرو د عوایدو یوه برخه دوبۍ ته د شهاب الدین دلاور د زوی بانکي حساب ته لېږدول شوې ده.
طالبان تل کوښښ کوي چې د خپلو چارواکو د فساد دوسیو په اړه خاموشه پاتې شي او په اړه یې رسنیو ته معلومات نه ورکوي.
دوی تل په دې هڅه کې وي چې د خپلو چارواکو د فساد دوسیې پټې وساتي.
ان یو شمېر کارپوهانو له ګاونډیو هېوادونو سره د کانونونو په تېره بیا د ډبرو د سکرو د تړونونو پر سر نېوکې کړې وې او دا یې ویلي وو چې ګواکې دغه تړونونه قانوني بڼه نه لري او د افغانستان کانونه په ډېره ارزانه بیه لیلامیږي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د دې ډلې له چارواکو سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره ګډه سوداګري تر یو میلیارد ډالرو پورې زیاتول غواړي.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، رشید مرادوف زیاته کړه، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره باید دواړه لوري یوه منظمه تګلاره جوړه کړي.
ښاغلی مرادوف او ور سره پلاوی پرون ناڅاپه د هرات تورغونډۍ بند ته ورسېد او هلته یې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د پټلۍ چارې هم له نږدې ولیدې.
د نوموړي لیدو ته له کابل د طالبانو د بهرنیو چارو، د سوداګرۍ او صنعت، د کانونو او پټرولیم وزیران هم ورغلل.
طآلبان وايي، د دې ډلې چارواکو له ترکمن پلاوي سره لیدنه کې د ټاپي پروژې پر مهموالي هم بحث وکړ او ویي ویل، چې دا هیواد د یادې پروژې د تطبیق لپاره چمتو دی او پر ژر پیلیدو یې ټینګار وکړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي په دې کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر زیاتیدو ټینګار وکړ او همداراز یې وویل، چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د ټاپي پروژه له لسیزو ځنډ وروسته د دواړو لوریو په ګډو هڅو سره به عملاً پیل شي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نلليکې د کيندنې د پیل لپاره ټولې چارې بشپړې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې هرات ولایت ته د طالبانو د کابینې یو شمیر وزیرانو په سفر او یوې ولسي غونډه کې په خبرو کې وویل، چې د ټاپي پروژې تطبیق به د هیواد د اقتصادي ودې ترڅنګ زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور هم یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د طالبانو حکومت ددې پروژې تطبیق ته بشپړ چمتوالی لري.
د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ټاپي پروژې فکر شاوخوا ۲۵ کاله مخکې رامنځته شو، خو دغه پروژه د ځینو تخنیکي، سیاسي او امنیتي ستونزو له امله تراوسه تطبیق نه شوه.
دغه پروژه چې د جمهوریت په وخت هم پرانېستل شوې او ټاکل شوې وه چې کارونه یې په څلورو کلونو کې بشپړ شي خو بیا هم د همدې ستونزو له امله یې چارې پیل نه شوې.