د طالبانو د اعلامیې له مخې، رشید مرادوف زیاته کړه، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره باید دواړه لوري یوه منظمه تګلاره جوړه کړي.
ښاغلی مرادوف او ور سره پلاوی پرون ناڅاپه د هرات تورغونډۍ بند ته ورسېد او هلته یې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د پټلۍ چارې هم له نږدې ولیدې.
د نوموړي لیدو ته له کابل د طالبانو د بهرنیو چارو، د سوداګرۍ او صنعت، د کانونو او پټرولیم وزیران هم ورغلل.
طآلبان وايي، د دې ډلې چارواکو له ترکمن پلاوي سره لیدنه کې د ټاپي پروژې پر مهموالي هم بحث وکړ او ویي ویل، چې دا هیواد د یادې پروژې د تطبیق لپاره چمتو دی او پر ژر پیلیدو یې ټینګار وکړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي په دې کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر زیاتیدو ټینګار وکړ او همداراز یې وویل، چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د ټاپي پروژه له لسیزو ځنډ وروسته د دواړو لوریو په ګډو هڅو سره به عملاً پیل شي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نلليکې د کيندنې د پیل لپاره ټولې چارې بشپړې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې هرات ولایت ته د طالبانو د کابینې یو شمیر وزیرانو په سفر او یوې ولسي غونډه کې په خبرو کې وویل، چې د ټاپي پروژې تطبیق به د هیواد د اقتصادي ودې ترڅنګ زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور هم یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د طالبانو حکومت ددې پروژې تطبیق ته بشپړ چمتوالی لري.
د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ټاپي پروژې فکر شاوخوا ۲۵ کاله مخکې رامنځته شو، خو دغه پروژه د ځینو تخنیکي، سیاسي او امنیتي ستونزو له امله تراوسه تطبیق نه شوه.
دغه پروژه چې د جمهوریت په وخت هم پرانېستل شوې او ټاکل شوې وه چې کارونه یې په څلورو کلونو کې بشپړ شي خو بیا هم د همدې ستونزو له امله یې چارې پیل نه شوې.