• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو رسنیز فعال مبین: کش افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان د سفر مخه ونیول شي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۷ GMT+۰

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د حکومت یو فعال وایي، کش افغانستان ته د پاکستان د جعمیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د سفر مخه ونیول شي. په جنرال مبین مشهور دغه فعال وايي « دغه کس د عالم په شکل نه راځي، بلکې د یوې بدنامې استخباراتي شبکې پلان تطبیقوونکی دی »

جنرال مبین په طالبانو کې د پاکستان له سختو نیوکګرو دی او کله کله مخامخ یا څنګزن پر مولانا فضل رحمان هم انتقادونه کوي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب پرون مولانا فضل رحمان ته د کابل د سفر بلنلیک وسپاره.

جنرال مبین په خپل اېکس دغه بلنلیک ته په غبرګون کې لیکلي: « د کرایې له پوځ سره یې د پروژی د تطبیق خبرې کړې، خو الله به یې ټول پلانونه شنډ کړي. افغانستان اسلامي امارت ورته بیداره ده.»

دغه طالب جنجالي څیرې په خپل اېکس کې د مولانا فضل الرحمان ته د کابل سفر له بلنې وروسته درې ټویټونه کړي دي.

په یوه ټویټ کې یې لیکلي « د کرایې پوځ مشر چې امریکا ته تللی و بیرته نا اومیده راغی امریکایانو چغه کړ، واښه یې ورته وانه چول نو اوس یې بله حربه را مخکې کړه، په اوس وخت د دغو خلکو راتګ افغانستان ته ګټه نه بلکې زیان رسوي دا سفر هم استخباراتی سفر ده »

مولانا فضل الرحمان چې د طالبانو په معنوي پلار هم مشهور دی، له څو لسیزو راهسې یې په افغانستان کې د طالبانو جګړه روا بللې او د دغې ډلې سیاسي ملاتړی دی.

د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی چې مولانا فضل الرحمان ته یې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې ده او هغه هم داسې وخت کې چې د پاکستان او افغانستان اړیکې چندانې ښې نه ښکاري.

د پاکستان حکومت پر طالبانو نیوکې کوي او وایي، د دوی په واکمنېدو سره په دغه هیواد کې د پاکستاني طالبانو بریدونه څو برابره زیات شوي دي.

پاکستان له دغو بریدونو وروسته له طالبانو غوښتي چې د پاکستاني طالبانو مشران دوی ته وسپاري.

هغه څه چې طالبان یې تل ردوي او له پاکستانه یې غوښتي چې دوی دې د تورونو پرځای د خپلې خاورې امنیت وساتي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

نبیل: مولانا فضل الرحمان له تېر حکومت د افغان طالبانو په نوم میلیونونه ډالر اخیستي وو

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۴ GMT+۰

د ملي امنیت پخوانی رییس وايي مولانا فضل الرحمان د افغانستان له تېر نظام میلیونونه ډالره په دې نامه اخیستي و چې ځینو طالب مشرانو ته یې د رشوت په توګه ورکوي ترڅو خبرو ته یې قانع کړي. رحمت الله نبیل دا خبره له هغه وروسته کړې چې طالبانو فضل الرحمان ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړه.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل پرون په خپله اېکس پاڼه کې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان د بلنې په غبرګون کې لیکلي دي چې اوس مولانا فضل الرحمان غواړي د پاکستان له استخباراتي ادارو څخه په دې نامه پیسې ترلاسه کړي چې افغان طالب مشرانو ته رشوت ورکولو سره هغوی قانع کړي چې یا د ټي ټي پي مشران پاکستان ته وسپاري او یا هم دغه ډله خبرو اترو ته چمتو کړي.

نبیل زیاتوي « ملا له جومات نه پیسې غلا کوي، خو وايي چې دا د خدای دي »

رحمت الله نبیل په خپل ټویټ کې دا نه ده په ډاکه کړې چې دغه میلیونونه ډالره مولانا فضل الرحمان ته په تېر جمهوري نظام کې کوم واکمن ورکړي وو.

تېره ورځ د پاکستان جمعیت علما اسلام رسنیز دفتر په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي و، په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب د مولانا فضل الرحمان کور ته ورغلی او هغه ته یې افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده.

دواړو په دغه لیدنه کې د سیمې او د افغانستان او پاکستان پر اړیکو خبرې کړې دي.

دوی ویلي چې د افغانستان او پاکستان ښې اړیکې په سیمه کې د امنیت ضامن دي.

څیړونکي په دې باور دي چې پاکستان استخباراتي ادارې په افغانستان کې د ځیني سیاسي او مذهبي ګوندونو مشران پر خپلو سیاسي موخو سربېره د پېغام وړونکي په توکه کاروي.

مولانا فضل الرحمان او ډله یې د پاکستان نظامي ادارو سره نژدې اړیکې لري.

تر اوسه د مولانا فضل الرحمان رسنیز خپرپاڼه کې نه ده روښانه کړې چې دغه سفر په کومه نېټه کېدونکی دی.

اسټرالیا د افغانستان له خلکو سره شل میلیونه ډالره مرسته کوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۳ GMT+۰

د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۵مه) اعلان وکړ، چې له افغانستان سره یې ۲۰ میلیونه ډالره نوې بشري مرسته ځانګړې کړې ده. دغه وزارت ویلي چې له دې مرستو څخه به د افغانستان خلک او په ګاونډیو هیوادونو کې بې ځایه شوي افغانان ګټه پورته کړي.

د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نړۍ د ۱۱۴ میلیون څخه د زیاتو بې ځایه شویو کډوالو له لوی ناورین سره مخ ده، اسټرالیا هڅه کوي چې د بیا مېشتیدنې په نړیوالو هڅو کې مخکښ رول ولوبوي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه هیواد د پناه غوښتنې مشورتي پینل رامینځته کړی چې هڅه کوي د اسټرالیا د اوسیدو د پروګرامونو په اړه غوښتونکو ته مشورې ورکړي.

تر دې وړاندې یوې اسټرالیايي رسنۍ راپور ورکړی و، چې دغه هېواد د افغانانو د بشري ویزې څه باندې ۵۰ زره غوښتنلیکونه رد کړي او ۱۴۴ زره غوښتنلیکونه پاتې دي.

دغې شبکې لیکلي چې له هغه راهیسې چې طالبان د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴ مه واک ته ورسېدل، شاوخوا ۲۰۸ زره افغانانو د دغې ډلې له ګواښ څخه د خلاصون لپاره د اسټرالیا ویزې غوښتې دي.

اوچا: په تېرو دوو میاشتو کې مو د هرات له زلزله ځپلو سره د ۵.۱ میلیون ډالرو مرستې کړې

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۵ GMT+۰

په افغانستان کې د م.م بشري مرستو همغږۍ دفتر اوچا د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۶مه) په اېکس پاڼه لیکلي، په هرات کې له ۶،۳ درجې زلزلې څخه د دوو میاشتو په تېرېدو بشري فعالانو له ۲ لکه او ۶۶ زره او ۸۰۰ اغېزمنو سره د نغدو پیسو، خوراکي او غیرې خوراکي توکو او روغتیايي برخه کې مرستې کړې.

د ملکرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له لوري په خپاره شوي راپور کې لیکل شوي چې، تر دې مهاله یې ۱۹ زره او ۶۵۲ کورنیو ته ۵،۱ میلیون ډالره نغدي مرستې کړې دي.

همدارنګه دغه اداره زیاتوي۱۶ زره او ۱۶۹ کورنیو ته بیړنۍ سرپناوې جوړې شوې،۲۱۰۱۷ کورنیو ته غیرې خوراکي توکي، ۱۳۱۰۱ کورنیو ته ژمني توکي او ۱۱۷۸۲ کورنیو ته يې د سرپناه د ترمیم کېټونه ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په راپور کې ویل شوي چې، اغیزمنو کسانو ته یې بیړنۍ خوراکي مرستې، د مالدارۍ مرستې او روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

په هرات کې د دوه میاشتې وړاندې پرله پسې زورورو زلزلو له امله زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې او دیادو اغېزمنو کسانو لپاره په نړیواله کچه ډیرې مرستې هم راټولې شوې خو د هرات اوسیدونکي وايي له زلزله ځپلو وګړو سره د مرستو وېش عادلانه نه و.

د ایران پوله ساتونکو دوه افغانان د لاسي اوبدلو غالیو د قاچاق په تور نیولي دي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۹ GMT+۰

د ایران د دوغارون سرحدي ګمرک عمومي مشر دوه افغانان د لاسي اوبدلو غالیو د قاچاق په تور نیولي دي. حسن رحیمي‌زاده وویل چې له ایران څخه افغانستان ته د ننوتو پر مهال يې اووه لاسي اوبدلې غالۍ د دوغارون په ګمرک کې نیولې دي.

هغه زیاته کړه: «د مالونو او بهرنيو اسعارو د قاچاق د مخنيوي په موخه، د دوغارون پولې د ګمرک منسوبانو دوغارون ته د ننوتونکو باروړونکو موټرو د فزيکي پلټنې او کنټرول په ترڅ کې دغه شمېر قيمتي غالۍ نیولې دي.»

د موندل شويو غاليو ارزښت څه باندې څلوېښت زره ډالره ښودل شوی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د حسن رحیمي‌زاده په حواله دواړه نیول شوي افغانان د دوسیو له ثبتولو وروسته د ایران قضايي څانګې ته لیږدول شوي.

د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې، د افغانستان – ایران له پولې د نشه يي توکو او بېلابېلو توکو قاچاق ډېر شوی دی.

جان اڅکزی: پر کونړ سیند د طالبانو له لوري بند جوړول یو اړخیزه پرېکړه او د پاکستان دښمني ده

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۸ GMT+۰

د پاکستان لنډمهالي حکومت د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۶مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د کونړ پر سیند د طالبانو له لوري د بند جوړولو یو اړخیزه پرېکړه د پاکستان پر ضد دښمنانه کړنه ده. تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

نوموړی زیاتوي، که طالبان د پاکستان له ګډونه پرته د دغه بند پر جوړیدو کار پیل کړي سختې پایلې به ولري او د «دواړو هیوادونو تر منځ د کړکېچ او احتمالي جګړې د زیاتیدو لامل به ورګرځي.»

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر وايي، په ۲۰۱۳ کال کې پاکستان او افغانستان د کونړ پر سیند د ۱۵۰۰ میګاواټه د اوبو بریښنا د پروژې په اړه کار پیل او دواړو هیوادونو د کابل سیند د حوزې د مدیریت کمیسیون جوړ کړ.

خو د نوموړي د ادعا له مخې چې اوس طالبان پر کونړ سیند د بند جوړلو په اړه له یوه «هندي شرکت سره په خبرو بوخت دي او پر دغه سیند بند جوړول به د پاکستان لوري ته د اوبو پر جریان پام وړ اغیزې ولري.»

جان اڅکزي لیکلي، چې طالبان لا له وړاندې د افغانستان په شمال کې د امو سیند د اوبو مدریت لپاره کار کوي چې «ترکمنستان او ازبکستان یې د قوشتیپې کانال د پرمختګ په اړه په غوسه کړي.»

د پاکستان لنډمهاله حکومت د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر څو ورځې وړاندې په دېره اسماعیل کې د پاکستاني پولیسو پر یو مرکز د برید په غبرګون کې هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو، «موږ باید په افغانستان کې د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه فکر وکړو.»

نوموړي په افغانستان کې د «القاعده او نورو ترهګرو ډلو د پټنځاینونو په نښه کولو لپاره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو اډې وړاندیز کړی و،» او ویلي و په افغانستان کې باید ځانکړي هدفي عملیات تر سره شي.

خو نوموړي خپلې دغه څرګندونې له څو ساعتو وروسته بېرته ړنګې کړې وې.