د طالبانو سوداګرۍ وزارت: تېرو ۱۱ میاشتو کې د ۲۵۲ میلیون ډالرو په ارزښت سکاره صادر شوي

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وايي، د ۲۰۲۳ عیسوي کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۵۲ میلونه ډالره د ډبرو سکاره صادر کړي دي. اخوندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي دغه د ډبرو سکاره یې ترکیې، پاکستان، هندوستان او ایران ته صادر کړي دي.